د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

صالات خپل پیریدونکي د عمرې د حج د ادا کولو لپاره استوي

نعمت الله ظفرزی 16.02.2015 11:02

دا د اتصالات پیریدونکو لپاره چاته چې، عمرې ته د تللو موکه په لاس ورغلې وه یوه ځانګړې ورځ وه. اتصالات د خپل وفاداره پیریدونکو څخه د مننې په توګه خپل ۱۵ پیریدونکي د عمرې حج د اداکولو لپاره سعودي عربستان ته استوي.
پدې اړوند د اتصالات په مرکزي دفتر کې د عمرې حج ته تلونکو پیریدونکو لپاره یوه غونډه په لاره واچول شوه، او پیریدونکو ته موکه ورکول شوه ترڅو د اتصالات له ادارې څخه له نږدې وګوري او اتصالات اسلامي رزښتونو، فرهنګ او افغانستان د ودانولو لپاره د زړه له کومې د مرستې کولو ډاډ ورکړ.
د عمرې سفر ته تلونکی وحیدالله پدې هکله  خپل احساسات په دې ډول بیان کړل، دا زما په ژوند کې ترټولو زړه راښکونکي شیبه ده، هیڅ باور مې نه شي چې عمرې ته تلونکی  یم. له اتصالات څخه ډیر منندوي یم، چې تل د خپلو پیریدونکو په فکر  کې دي او خپلو پیریدونکو لپاره دا ډول موکې برابروي.
د غونډې په اوږدو کې د اتصالات د سوداګریزو چارو مشر یاسر ابوالعمایم زیاته کړه، د اتصالات لپاره اسلامي ارزښتونو او فرهنګ د سوداګريزو بنسټونو څخه دي. مونږ د خپلو پیریدونکو له وفادارۍ څخه منندوی یو او مونږ به هڅه کوو چې د عصري ټکنالوژي سره سم غوره خدمتونه وړاندې کړو.
نوموړي وړاندې وویل، د اتصالات د ادارې په استازیتوب تاسې ته خوندي سفر غواړم، او الله ج دې ستاسو ټول عبادتونه په خپل دربار کې قبول کړي.
د اتصالات د وفادارۍ پروګرام له پیریدونکو څخه د مننې په توګه په لاره اچول شویده. دا پروګرام زړه راښکونکې جایزې لکه، د نمرو بدلول، وړیا کریډیټ او د وفادارۍ د کارټ د ترلاسه کولو په څیر جایزې لري. دا پروګرام همدارنګه پرچون خرڅلاو څانګو او ریستورانټونو کې کمښتونه هم وړاندې کوي.
 اتصالات د خپلو پیریدونکو اسلامي فرهنګ ساتلو ته ژمن دی. ځکه چې اتصالات پخوا هم د فرهنګي او اسلامي ارزښتونو ته د ودې ورکولو لپاره مرسته کړیده.
د افغانستان اتصالات په اړه:- د افغانستان اتصالات د اتصالات مخابرتي ګروپ یوه څانګه ده، چې مرکزی دفتر یې د عربو متحده اماراتو کې موقعیت لري او د نړۍ یوه له سترو مخابراتي کمپنیو څخه ده. اتصالات په ۲۰۰۷ کال کې په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړې، اتصالات د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره اوس د هیواد یوه له پرمختللو مخابراتي کمپنیو څخه ده، چې تر ۴ ملیونه څخه ډیر فعاله پیریدونکي لري. اتصالات په هڅه کې دی، چې د غوره کیفیت، نویو خدمتونو، ټیټو بیو او د هیواد په هر ولایت کې د پراخه پوښښ په درلودلو سره بازار کې غوره ځای ومومي.
له ۲۰۰۷ کال راپدیخوا اتصالات له۳۰۰ ملیونه ډالرو څخه ډیره پانګونه کړیده او لومړۍ مخابراتي کمپنۍ ده چې په افغانستان کې د 3.75G خدمتونه وړاندې کړل.
دلاډیرو معلوماتو لپاره www.etisalat.af او یا هم  www.facebook.com/etisalatafg ویبپاڼو څخه لیدنه وکړئ.