د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کليوال ادبي ملګري ټولنې اوونيزه پرله پسې نوولسمه غونډه وکړه

جميل وقار 16.02.2015 00:29

د تېر په څېر نن د شنبې ورځ د دوه زره پنځلسم کال د فبرورۍ د مياشتې په ۱۴ نېټه د غزني ښار د مسلم پوهنتون د غونډو په تالار کې د کليوال ادبي ملګري ټولنې اوونيزه پرله پسې نوولسمه اوونیزه غونډه وكړه، دغه غونډه کې چې د انجنیر حکمت الله حکمتي له لورې د قران کريم په مقدسو اياتونو پيل شوه، پکې ګڼ شمېر شاعرانو، ليکوالانو، د قلم خاوندانو او مينه والو ګډون کړى وو. ځوان لیکوال او ژورنالیست حکمت خان ارین په کې د تیرې ناستې راپور ولوست.

دا چې ژورنالیست او لیکوال محمد عارف نوري د ځینو مصروفیتونو له امله حاضر نشو، لیکوال، شاعر او ژورنالیست حبیب الرحمن تاثیر د ډيورنډ ناولې کرښې په حقوقي او تاریخي اړخ په زړه پوری لکچر د غونډي ګډونوالو ته وړاندي کړ.
ښاغلي تاثیر وویل: دا کرښه د لوی افغان ولس د بېلتون کرښه ده، چې په ۱۸۹۳ زیږدیز کال کې د انګلستان او افغان پاچا امیر عبدالرحمن خان له لورې د سلو کالو لپاره لاسلیک شوه.

نوموړې وړاندې زیاته کړه، چې دا کرښه د پولې دواړو خواو ته د مېشتو ولسونو لپاره د منلو وړ نه ده او دواړه لورې هڅه کوي چې ډيورنډ کرښه دې له منځه ولاه شي او د دې کرښې له رامنځ ته کېدو را په دې خوا ځینې وطن دوست او افغان دوست ولس د پولې هغې خواته په مبارزه بوخت دي.

حبیب الرحمن تاثیر وویل چې پاکستان د پولې هغې خواته د مېشتو خلکو په ذهنیتونو کار کوي او ډېره هڅه کوي چې د خلکو ذهنیت په داسې شکل جوړ کړي چې هیڅ کله هم د ډیورنډ د له منځه وړلو مخالفت ونکړي.

په حبیب الرحمن تاثیر پسې مدني او ادبي فعال ښاغلي توریالي جلالزي هم د ډیورنډ کرښې په حقوقي اړخ رڼا واچوله.

نوموړي وویل: ډیورنډ په هیڅ صورت او هیڅ کله د لوی افغان ولس لپاره د منلو وړ نه دی او هیڅ کله به د رسمي پولې حیثیت خپل نه کړي.

د ښاغلي جلالزي په وینا په څو دلایلو یاده کرښه رسمي نه ده.

لومړی دا چې د ډیورنډ په نوم د کرښې رامنځ ته کېدو په اسنادو د افغاني لورې لاسلیک نشته او دا هسې په ذهنونو کې ننوتلي خیالي کرښه ده او هیڅ ډول رسمي سند نشته.

دویم کله چې پاکستان را منځ ته کېده، په هغه غونډه کې پښتنو مبارزینو (خان عبدالغفار خان او خان شهید عبدالصمد خان) ته برخه نه وه ورکړل شوې، چې د پښتنو استازولي وکړي.

درېیم دا چې کله انګریزانو سیمه پرېښوده، په سیمه کې ټول کړې تړونونه لغوه اعلان کړل، چې د دې لړ په سر کې ډيورنډ هغه راځي.

د ښاغلي توریالي جلالزي په خبره، که چیرې تړون هم شوی وي، نو د سلو کالونو لپاره و او دا سل کاله له نن څخه شل کاله وړاندې پوره شوي. په دې اساس دا کرښه هیڅ قانوني او حقوقي شتون نه لري.

وروسته د موضوع په اړه ازاد بحث وشو او د غونډې یو شمېر ګډون والو خپل مالومات شریک کړل او د موضوع په اړه یې له توریالي جلالزي او حبیب الرحمن تاثیر څخه پوښتنې وکړې.

د غونډې په بله برخه کې د اوونیزو ناستو په ښه کېدو ټینګار وشو او د ناستې ګډونوالو غوښتنه وکړه چې د لکچرونو ترڅنګ دې په اوونیزو ناستو کې د یو شمېر کتابونو معرفي ته هم ځای ورکړل شي. ښاغلي سمیع الله صدیق وویل: که په اوونیزو ناستو کې د مهمو کتابونو معرفي او د ناستې له ګډونوالو سره د کتابونو منځپانګه شریکه شي تاثیرات به یې زیات وي او وبه کولای شو له کتاب سره د خلکو مینه زیاته کړو او مطالعې ته یې وهڅوو.

د دې ترڅنګ په یاده ناسته کې پرېکړه وشوه چې اوونیزې ناستې دې دوه کمېټې ولرې چې یوه یې ادبي او بله یې سیاسي، دیني، ټولنیزه او تخنیکي هغه وي. ادبي کمېټه به هم یو مشر ولري او سیاسي، دیني، ټولنیزه او تخنیکي به هم د مشر ترچتر لاندې خپل فعالیت په مخ وړي. یوه اوونۍ به ادبي او بله اوونۍ سیاسي، دیني او ټولنیزه کمېټه د ګډونوالو لپاره موضوعات برابروي.

د غونډې په بله برخه کې ازاده مشاعره وشوه چې ښاغلي توریالي جلالزي، حکمت الله ارین، حبیب الرحمن تاثیر، مزمل هوتک او یو شمېر نورو په کې شعرونه واورول.

د نور کله په څېر غونډه چې د ورځې په دوه نیمې بجې پيل شوې وه مازيګر ناوخته د ښاغلي سمیع الله صدیق له لورې د دوعایې په لوستلو سره پاى ته ورسېده.

په مینه
کلیوال ادبي ملګري ټولنه.