د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اجمل

نجیب منلی 14.02.2015 13:05

سهار وختي د ولسمشرۍ له ماڼۍ زنګ راغی. اجمل خټک په حق رسېدلی و. د افغانستان د حکومت په استازیتوب یو لوړپوړی پلاوی باید د جنازې په مراسمو کې د ګډون له پاره اکوړي ته تللی وای. زه یې هم په کې نیولی وم. په کابل کې واوره اورېده. هوايي ډګر کې په «وي، آی، پي» خونه کې د الوتلو اجازې ته منتظر وو. هلته جنازه زموږ په خاطر ځنډېدلې وه. کله چې په کابل کې حالات یوڅه سم شول، خبر راغی چې د پېښور په هوایي ډګر کې څه ستونزه پېښه شوې ده، زموږ الوتکه هلته نه شي کښېناستای. بیا هم انتظار. بالاخره پرېکړه وشوه چې د جنازې مراسم به زموږ له ګډون پرته تر سره شي او موږ به د اسلام آباد له لارې ورشو.

تېر ماسپښین د اسلام آباد په هوایي ډګر کې کښېوتو. شړکنده باران اورېده. تر څو چې اکوړي ته د تلو له پاره د موټرو کاروان جوړېده څو ساعته نور هم تېر شول. ماخوستن اذانونه راباندې په لار کې وشول.

د خوشال د فرهنګي مرکز په تالار کې د اجمل خټک کورنۍ او د چم ګاونډ مخور راټول شوي وو. موږ ورته مخامخ کښېناستو. لاسونه پورته شول، دعا وشوه. د افغانستان د پلاوي په مشرانو کې هیچا داسې خبره و نه کړه چې د اجمل د شخصیت حق یې ادا کړی وای. زه څنګ ته ناست وم. څو واره مې غلی شان لاس وښوراوه خو د پلاوي د مشر را ته پام نه شو. چې مې په زړه وو، په زړه پاتې شول.

پاڅېدو. خدای پاماني مو وکړه. بېرته اسلام آباد ته ولاړو، په ماریټ هوټل کې یې را ته ځای نیولی و.

د هوټل له خونې مې له بي بي سي، امریکا غږ، المان غږ، پژواک خبري اژانس او ګڼو نورو رسنیو سره مرکې وکړې. د افغانستان د حکومت دریځ مې ډېروستایه خو د خوشال د فرهنګي مرکز بې روحه فضا مې لا اوس هم د زړه په یو کونج کې د ساړه باد او مړ سکوت ازغي چوخوي.