د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ایا د نوکانو رنګ زهرجن دی

محمدشفیق محمدی 12.02.2015 11:28

آیا د نوکانو رنګ زهرجن دی؟

لیکوونکی : محمدشفیق (محمدی)
باید د نوکانو رنګ پر کوتی ټولې لارښوونې سمې ولوستل شی.
د نوکانو د رنګ په ترکیب کې ځینې وخت داسې مواد کارول کېږی، چې د انسان روغتیا ته زیان رسوی، چې تر ډېره یې زهرجن مواد بولی.
خو هغه کسان تر ډېره له دغو زهرجنو مواد اغېزمنېږی، چې په سینګارخونو کې د نورو کسانو نوکان رنګوی او یا یې په ناسمه توګه کاروی.
د امریکا د خوړو او درملو د ادارې د موندنو پربنسټ، د نوکانو رنګول د حساسیت او ځینو ساری ناروغیو لامل ګرځی، خو که چیرې ځینې دغه مواد اورته ورنژدې شی، سوځیږی،‌ او که چېرې په سترګه ولګیږی او یا له مرۍ تېر شی،‌ ډېر ناوړه ناروغۍ زیږوی.
لاندې د نوکانو په رنګ کې د کارول شویو موادو لست او ترڅنګ یې د زیان رسولو څرنګوالی دی:


فورمالډهایډ: دا د نوکانو یوډول رنګ دی،‌ چې په ناسمه توګه کارول یې د انسان د ساه اخیستو ستونزې زیږوی، ټوخی زیاتوی،‌ خو تر ډېره پر سترګو،‌ پوستکی، او ستونی اغېز کوی، خو ځینې یې د سرطان ناروغۍ پیدا کیدو کې یو عامل ګڼی.
اسیټون:د نوکانو د رنګ پاکولو مواد دی، چې پر سترګو، پوستی، حلق بد لګیږی، خو د سردرد او سرګرځیدو لامل هم ګرځی.
بویټیل اسیټیټ: د نوکانو رنګونو او رنګ پاکولو مواد دی،‌ چې په سترګو،‌ پوستی او حلق سربیره،‌ پزه او خوله هم ناوړه اغېز کوی، او د سردرد لامل کیږی.
ډایبویټل فالیټ: د نوکانو رنګولو مواد دی، چې په سترګو،‌ حلق،‌ پوستکی،‌ پزې او خولې سربیره ځینې نور جانبی عوارض هم لری.

ایتیل اسیټیټ: دا هم د نوکانو رنګ او د رنګ پاکولو مواد دی، په سترګو، معدې،‌ پوستکی،‌ پزې،‌ خولې او حلق سربېره، د بې هوښه کیدو سبب ګرځی.
آیزوپروپل اسیټیټ: د نوکانو رنګ او د رنګ پاکولو مواد دی، چې تر ډېره د بې خوبۍ لامل ګرځی،‌ او په سترګو،‌ پزې او حلق ناوړه اغیزه لری .
تولین:
د نوکانو رنګ دی، چې د پوستکی د چاودو،‌ سردردۍ،‌ سرګرځېدو لامل کېږی، او په بډوډو هم ناوړه اغېز کوی، خو تر ټولو خطرناکه دا چې د میندوارۍ پرمهال د مور په خیټه کې جنین ته هم زیان رسوی.
د زهرجنو موادو د زیان مخنیوی
باید د نوکانو رنګ پر کوتی ټولې لارښوونې سمې ولوستل شی.له ماشومانو نه دغه رنګ لیرې وساتل شی، ځکه چې هغوی لوبې ورباندې کوی او شاید ویې خوری او یا یې په خوله، سترګو… وموښی.
د نوکانو د رنګ پاکولو مواد هم باید له ماشومانو په خوندی ځای کې وساتل شی.
دغه مواد باید له اور نه هم لیرې وساتل شی،‌ ځکه چې د اور اخیستو وړتیا لری.په سینګارخونو کې کارکوونکی باید پرله پسې تازه هوا واخلی، په خونه کې د بخار پاتې کیدل هم روغتیایی زیانونه لری.