د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اهل کتابوته دالله پاک دعوت

مولوي عصمت الله عزام 10.02.2015 11:03

بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده ونصلی ونسلم علی رسوله الکريم  امابعد:

الله-جل جلاله-په قرآن کي يهوديانواونصرانيانوته بلنه ورکړې څوله هغه کاره لاس واخلي دکوم له امله چي بې لاري شوي دي الله سبحانه وتعالی فرمايلي دي:يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لَا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ وَلَا تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ إِلَّا الْحَقَّ إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللَّهِ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِنْهُ فَآَمِنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ وَلَا تَقُولُوا ثَلَاثَةٌ انْتَهُوا خَيْرًا لَكُمْ إِنَّمَا اللَّهُ إِلَهٌ وَاحِدٌ سُبْحَانَهُ أَنْ يَكُونَ لَهُ وَلَدٌ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَكَفَى بِاللَّهِ وَكِيلًا،لَنْ يَسْتَنْكِفَ الْمَسِيحُ أَنْ يَكُونَ عَبْدًا لِلَّهِ وَلَا الْمَلَائِكَةُ الْمُقَرَّبُونَ وَمَنْ يَسْتَنْكِفْ عَنْ عِبَادَتِهِ وَيَسْتَكْبِرْ فَسَيَحْشُرُهُمْ إِلَيْهِ جَمِيعًا (النساء:۱۷۱، ۱۷۲)

ژباړه:اې اهل کتابو!په خپل دين کي موبې اندازې تېری مه کوئ!اوپرالله تعالی له حقه پرته بل څه مه واياست!خبره داده چي مسيح عيسی دمريمي زوی دالله رسول اوهغه فرمان ووچي مريمي ته ئې ولېږی اودالله پاک له لوري يوروح وو نوپرالله اورسولانوئې ايمان راوړئ!اومه وايئ چي(خدايان)درې دي،ډډه وکړئ همدادرته غوره ده،په حقيقت کي الله يوازينی خدای دی،هغه له دې پاک دی چي څوک دهغه زوی وي، د اسمانونواوزمکي هرڅه خويوازي دهغه دي،اوالله  ساتونکی،څارونکی بس دی..نه هيڅکله مسيح له دې څخه شرم کوي چي دالله تعالی يوبنده واوسي اونه مقربي ملائکي، اوهر څوک چي دالله تعالی له عبادته شرم اولويي وکړي نوډېرژربه  دوی ټول خپلي خواته ا لله راغونډکړي!!

په دې آيت مبارک کي عيسايانوته خطاب شوی دی اوددوی دناوړو عقيدو،دالله پاک اودحضرت عيسی عليه السلام په هکله دباطلو خيالاتو ردشوی اودوی ته دنېغي لاري په لورديون کولوبلنه ورکول شوې ده.

اهل کتابودحضرت عيسی عليه السلام په هکله له افراط او تفريط څخه کاراخيستی:نصاراووافراط(تراندازې زياتوالی) کاوو،تردې چي هغه ئې ترهغي درجې پورته کړ،کومه  چي الله پاک ورکړې وه.

هغه دالله پاک له لوري ورکول شوې درجه دنبوت اوپېغمبرۍ وه خودوی تردې مقام پورته کړاودخدايي مرتبه ئې ورکړه اوپه پايله کي ئې  دده عبادت  شروع کړ.

همدارازالله جل جلاله فرمايي:((قُلْْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لاَ تَغْلُواْ فِي دِينِكُمْ غَيْرَ الْحَقِّ وَلاَ تَتَّبِعُواْ أَهْوَاء قَوْمٍ قَدْ ضَلُّواْ مِن قَبْلُ وَأَضَلُّواْ كَثِيراً وَضَلُّواْ عَن سَوَاء السَّبِيلِ(المائدة:۷۷)

ژباړه:(اې پېغمبره!-صلی الله عليه وسلم)ورته ووايه!اې کتاب والا وو!په دين کي موتراندازې زيات ناحقه تېری مه کوئ اودهغوخلگوپه هوسونو پسي مه ځئ چي لاړومبی هم خپله بې لاري شوي اوهم ئې نور ډېربې لاري کړي او له سمي نېغي لاري بل خوا اوښتي دي!!

علامه ابن کثير-رحمه الله-ددې آيت په تفسيرکي ليکي: يعني ترټاکلې اندازې دحق په پلوۍ کي مه تېرېرېږئ!اوهغه څوک چي تاسوئې په تعظيم امرشوي ياست تر(خپلي مرتبې)مه پورته کوئ!نوچي تاسوئې په هکله مبالغه وکړئ اوتردې چي دنبوت تراندازې ئې دخدايي مقام ته ور وباسئ! څرنگه چي تاسو د مسيح(عليه السلام)په هکله وکړل،په داسي حال کي چي هغه دپېغمبرانوله ډلي يوپېغمبردی،تاسوله الله پرته خدای وگرزوئ!او دا کارمودگمراهۍ دمشرانوداقتداءپرته دبل څه له امله نه دی کړی(يعني دليل نه ورباندي لرئ!)،هغه څوک چي ستاسوپخواني(مشران دي)دهغه چاله ټولۍ نه دي چي پخوابې لاري شوي وو!(تفسيرابن کثيرص:۵۸۴ج:۲)

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين