د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خپل ملي هویت څنګه پیاوړئ کړو؟

محمد عارف رسولي 06.02.2015 23:55

ملي هویت یوه معاصره پدیده ده او په اوسنیو شرایطو کې د ملتونو د بقا، یووالي، پرمختګ او سوکالۍ لپاره اړین شرط دئ. د زمانې په تیریدو سره د ملي هویت په ماهیت، تعریف، وده او ستونزو کې هم توپیر راځي. موږ د نن زمانې له شرایطو سره سم باید د ملي هویت په جوړوونکو عناصرو، ستونزو او د ټینګښت په لارو ښه ځان پوه کړو.
باید پوه شو چې په یوه هیواد کې د ملي روحیې د پیاوړي کولو، د ملي وحدت د تامین، په ټولنیزو سرتاسري ستونزو کې د ملي وفاق راوستلو او ورته د اړینو حل لارو موندلو لپاره د ملي هویت مسئله خورا مهم او ستر رول لري او له بلې خوا ملي هویت هم بیا په یاد شوو ملي مفاهیمو متقابله مثبته اغیزه شیندي. ملي هویت د یوه هیواد له خلکو سره مرسته کوي چې ګډ ارزښتونه، ګډ ارمانونه او ګډې موخې ولري او هم ورته د رسیدو لپاره ګډې هڅې وکړي نو بیا هغه هیواد ستر ستر کارونه سرته رسولئ شي او لویې پایلې لاسته راوړلئ شي. په همدې توګه، ګډې موخې لرل او ورته کار کول بیا د ملي هویت داعیه لا نوره هم ټینګوي.
د ملي هویت او ملي وحدت لرونکئ هیواد هره کورنۍ ستونزه حل کولئ شي او هرې بهرنۍ لاسوهنې ته اړین ځواب ورکولئ شي. داسې ملت ښه پرمختګ کوي او د خپلو خلکو د بیوزلۍ په ورکولو کې بریالي کیږي. که د یوه ملت ټول خلک په یوه ملي هویت راضي نشول او ویاړ یې ورباندې ونکړ نو نه یو موټئ پاته کیدئ شي، نه د کورنیو ستونزو غم خوړلئ شي، نه د بهرنیانو د لاسوهنو مخ نیوئ کولئ شي او نه په سیاسي، ټولنیزه او اقتصادي توګه ژوندي پاته کیدئ شي او د تل لپاره به د نورو تر اغیزې لاندې وي.
که تاسو هر قوي ملک ته لاړ شئ نو تاسو به زر پوه شئ چې د هغه هیواد هر وګړئ، ځوان، نر او ښځه دا تمه لري چې د خپل هیواد په هکله، د هغه د ملي ایدیالونو په باب، دهغوي دملي افتخاراتو او ملي هویت په هکله تاسو تر تاثیر لاندې راولي، که دوی ډېرې ستونزې هم ولري خو هڅه کوی چې ته ورسره ومنې چې دوی نو لوړ ملت دئ.
په ملي هویت پوهیدل او ټاکونکي عناصر یې
باید پوه شو چې ډېر وروسته پاته او بیوزله ملتونه په یوه او یا بل شکل د خپلې پیژندګلوۍ او خپل ملي هویت په اړه ځینې ستونزې لري. کیدئ شي چې د یوه ملت ډېرئ خلک زیات لیواله وي چې خپل ملي هویت، تشخص او پیژندګلوي ولري او هڅه هم کوي چې خپلو نورو خلکو ته هم قناعت ورکړي چې هغوي هم ورته ژمن شي. خو دا یوه پیچلې مسئله ده او تاریخي، کلتوري، مدني او ټولنیز اړخونه لري او په خواشینۍ سره ډېر خلک د ملي هویت په ستونزه ډېر نه پوهیږي. په وروسته پاته ملتونو کې کله کله خلک د یوه واحد ملي هویت په مفهوم کې سره ویشل شوي وي او اختلاف لري او هڅه کوي چې خپله داستونزه حل کړي. باید پوه شو چې دنړۍ هیوادونه څنګه د خپل ملي هویت ستونزې حل کوي، څنګه یې په ارزښت ورزیاتوي، څنګه یې خپلو ټولو خلکو ته د منلو او ویاړ وړ کرځولئ شي او څه وخت ملي هویت ټکنئ کیږی.
د ملي هویت په ټاکنه او څرنګوالي کې د هغه ملت او ټولنې اوسنئ او تیر مدنیت، کلتور، تمدن، ملي افتخارات، ګډ ارزښتونه، ګډې ګټې او اقتصاد، ګډه ژبه یا ژبې، ګډ دین، ګډ تاریخ، ګډ جغرافیوي حدود او ځینې نور زیات رول لری. خو ګورو چې په ځینو هیوادونو کې یاد شوي شیان د ټولو خلکو ګډ نه وي نو بیا په څه ډول دا ملتونه خپل ملي هویت ټاکي، ټینګوي یې او څنګه ځانونه د یوه ملت په توګه پيژني؟
 د غوره رهبرانو او کدرونو لرونکي ملتونه په خپلو شته ګډو ارزښتونو، ګډو ګټو او افتخاراتو باندې زیاته پانګونه کوي، د خپلو خلکو پام ورته اړوي. همدارنګه، دا ملتونه او رهبران یې هڅه کوي چې لانور ګډ ارزښتونه او ګډې ګټې رامنځته کړي، دخپلو ټولو خلکو ځانګړتیاوو، حقونو او خوندیتوب ته تروسه وسه پاملرنه کوي ترڅو هرڅوک ځان په ملي هویت کې وګوري او په دې توګه ملي هویت یې لا نور هم غښتلئ شی. همدارنګه، په اوس زمانه کې ګورو چې د نړۍ د زیاتو ملتونو د ځینې خلکو هرڅه سره ګډ شریک نه وي، یا څو ژبې لری، بیل بیل قومونه پکې اوسي، د بیلو بیلو مذهبونو پیروان وی. خو هغوي هڅه کوي چې د خپل ملت د قشرونو په منځ کې د یو څه شته توپیرونو لرل ستونزه نه بلکه د تنوع د اصل په بنا په فرصتونو واړوي او ورته درناوۍ وکړي.
ګډ دین، نژاد او تاریخ درلودل له ملتونو سره د ملي هویت په ټینګښت کې مرسته کوي خو کله کله د دې شرایطو لرونکي هم ښه وحدت نلري او په یوه یا بل شکل د هویت ستونزه لري. خو په ځینو هیوادونو کې لکه د مثال په توګه په مالیزیا کې ټول خلک مسلمانان نه دي، هلته بیل بیل توکمونه او ان بیل بیل نژادونه اوسي. له یاد شوو توپیرونو سره سره بیا هم د مالیزیا خلکو او مشرانو یې د ګډو لیدلورو او ګډو موخوپه لرلو سره د خپل ملي وحدت او ملي هویت په ټینګښت کې ښه بریالیتوب ترلاسه کړئ دئ.
په ایران کې د پنځه پنځوس سلنه په شاوخوا کې خلکو مورنۍ ژبه فارسي نه بلکه عربي، ترکي، بلوچي او یا کومه بله ژبه ده. ټول خلک د اسلام په دین کې د تشیع د مذهب پیروان ندي او ځینې خو لا بیخي مسلمانان ندي. خو په ایران کې برلاسئ کلتور او هویت د فارسي ژبو او شیعه ګانو دئ او په مالیزیا کې هم ملیان چې مسلمانان هم دي دهغه ملک اکثریت نفوس جوړوي او برلاسئ فرهنګ لري او همدارنګه په دې هیواد کې مسلمانان هم خپلو نورو هیواد والو ته چې چینایي نژاده دي او مسلمانان نه دي درناوئ کوي او په ګډه یو ملت جوړوي. دا کیدئ شي له ستونزو خالي نه وي خو کیدئ شي د نړۍ په اوسنیو شرایطو کې تردې بله ښه لاره موندل هم ګران کار وي.
که ایران، مالیزیا او یا هر بل هیواد چې خلک یې له یو بل سره ځینې مشترکات او له یو بل څخه څه توپیرونه  لري متحد، بسیا، پرمختللي او خپلواکه پاته شي باید هر یو هیواد خپل هویت ولري. که تاسو په نړۍ کې هر هیواد ته ښه ځیر شئ، تاریخ یې مطالعه کړئ او دهغو د خلکو ترکیب، د کلتور رنګارنګوالئ، مختلف دینونه او مذاهب، نژادونه او نور وګورئ پوهیدئ شئ چې ټول هیوادونه د خپل ملي هویت په هکله ځینې مسئلې لري خو ځینې یې په بریالیتوب سره حل کوي او ځینې بیا پکې ستونزې لري.
په یو ملک کې که حالت داسې راغلئ وي چې د اکثریت خلکو ژبه، کلتور، مدنیت او نور برلاسي وي او د ملي هویت اډانه جوړوي خو دا اکثریت باید پوه شي چې د هیواد نور خلک هم په پورته مشترکاتو کې لکه ګډې ګتې، ګډ کلتور، ګډ تاریخ، ملي افتخاراتو، د ملي قهرمانانو لرل، ګد ارزښتونه او نورو کې شریک کړي او جغرافیوي حدود خو يې سره یو دي. پوه ملي سیاستوال او رهبران دا ګډ ارزښتونه په بریالیتوب سره په خپل ملت کې پنځوي او خلک له یو بل سره د ممکنه مشترکاتو په رسۍ سره تړي او یو موټئ یې ساتي. همدارنګه، هغوي توپیرونو ته هم ځیر وي، هغه د تنوع او بډاینې سبب بولي او نه د بیلوالي. البته په دې کار کې سرتاسری ملي ګوندونه چې د یوه ګډ ملي آرمان په وړاندې ژمنتیا ولري یوه ښه وسیله کیدئ شي.
ملتونه هم په ځینو څیزونو کې د ځینو سیمو په شان دي. که وګورو په سیمه ایزه کچه، قومونه، کهولونه او قبیلې ژوند کوي. که یوه قبیله، یا یوه غټه کورنۍ ښه پوه سیاستوال په خپل منځ کې وروزي، خپلو ټولو خلکو ته د توپیر پرته چوپړ وکړي، په خلکو کې شخړې حل کړي، د ستونزو لپاره لارې ومومي او هم اخلاقي او علمي لوړتیا ولري نو کیدئ شي او تر یوې کچې اړینه هم ده چې دهغې قبیلې یا کهول کلتور او هویت په ټولو اثر وکړي او په کراره کراره به نور خلک هم ورسره ځان شریک کړي. که بیا هم دا خلک له تبعیضه کار واخلي، ځان تر نورو لوړ وبولي، خدمت ونکړي او تش له خلکو تمه ولري چې ورپسې لاړشي خلک په ځان نشي راټولولئ او نه به دهغوي کلتور په چا اثر وکړي. همدارنګه، که یوه ناپیژندل شوې، بی علمه، ناتوانه قبیله که څه هم په هغه سیمه کې ډېر وي او له خلکو وغواړي چې دا ښونځۍ، لاره، کوڅه او جومات دهغوي د مشر په نامه شي نو دا به د خندا وړ وي.  په ورته ډول، که په ملک کې هم څوک غواړي چې د ملي هویت لپاره یو چوکاټ رامنځته کړي، خلک په یوه ملي هویت راټول او قانع کړي نو د نن زماني له اصولو سره باید په ځان کې ستر ستر خیالونه راپیدا کړي، ښه غوره او د خپلو ټولو خلکو په چوپړ کې وړ کدرونه باید وروزي تر څو خلک په ځان راټول کړی او خپله د ملي هویت ټینګولو داعیه سمه پرمخ بوزي.
د ملي هویت د خوندیتوب ستونزې؟
که په کوم هیواد کې شخړې وي، مدني، ټولنیز، علمي او ګډ ملي ارزښتونه کمزوري کیږي، خلک سره ویشل کیږي نو په ټولنه کې خلک د خپل مصؤنیت لپاره و قبیلوي، ژبنیو او سمتي اړیکو ته مخ اړوي او په دې ترتیب د ملي ګټو، ملي پيژندګلوۍ او ملي هویت بنیاد ټکنئ کیږي. دلته بهرنیو کړیو ته ښه موکه په لاس ورشي ترڅو اوبه خړې کړي او کبان ونیسي، د هیواد خلک سره وویشي او خپلو لاسوهنو ته لاره پرانیزي. داکار ملي هویت ته نوره هم ستونزه پیدا کړي. موږ ګورو چې له اوږدو شخړو وروسته زموږ په ملک کې همدا لوبه رامنځته شوه او زموږ ملي هویت ته یې ستونزې راولاړې کړې.
اوس که دیوه داسې هیواد خلک چې له دې پورته ستونزو سره مخ شوي وي باید په سړه سینه او زغم سره دا ستونزه حل کړي. مخکې له دې چې د ټولنیز تفاهم لپاره یې کوم ښه بستر برابر کړئ وي او د علم، ملي ګټو، ملي ارزښتونو، ګډو ایدیالونو او ګډو موخو د رامنځته کولو لپاره یې اړینه پوهه، تفاهم او تجربه رامنځته کړې وي که د ملي هویت به هکله بې وخته او بیځایه زیاتې ناندرۍ ووهي او ورباندې ترحده زیات ټینګار وکړي ښې پایلې به ورته ونلري.
که موږ خوښ یو که ناخوښ ملي هویت یوه معاصره مسئله ده او په زړو عینکو ورته کتل د ګټې په ځای تاوان رسوي. نړیوال شرایط، د یوه ملت دخلکو تماس د رسنیو او د نورو ملتونو له خلکو سره د هر هیواد په خلکو اغیزه شیندي. بهرني او ګاونډي هیوادونه په نورو کې ترپخوا زیات په خپلو ګاونډیانو کې د نفوذ کولو وسایل په اختیار کې لري. دخپلو روا او ناروا ګټو د خوندي کولو لپاره نن سبا ځمکې نه لاندې کوي بلکه هڅه کوي چې ځانته ېې تابع، لاسپوڅي، وروسته پاته، د خپلو ستراتیژیکو موخو د لټولو او خپلو تجارتي پیداوارو د خرڅلاو په سیمه یې بدل کړي نو غواړي ملي هویت یې تر سوال لاندې راولي، سره ویشي یې او د خپلو سیاسي، اقتصادي، کلتوري اونورو سیمه ایزو غوښتنو لپار ورڅخه کار اخلي.
د رسنیو او اړیکو نیولو د انقلاب له کبله په ټولو ټولنیزو، سیاسي او نړیوالو شرایطو کې ستر ستر تغیرات راغلي دي او ملتونه او مشران یې باید خپلې ستونزې او فرصتونه هم د خپلو تاریخي روایاتو او هم د نوو سیمه ایزو، تکنالوژیکي او جیوپولیټیکي شرایطو په رڼا کې وارزوي او عقلاني لارې ولټوي.
که ملتونو، د هغوي مشرانو، کدرونو، او مطرح قوتونو یې په دې لاره کې ستونزو ته یوازې په زړو عینکو کتل ارزونه یې په غلطه لاره درومي او په دې اغزنه لاره خپلو غوښتنو ته نه رسیږي. همدارنګه، ملي هویت په احساساتي بیانونو، ښکنځلو، کړنو او لیکنو نه سمیږي او نه په زور په چا منل کیږي بلکه باید داسې یو چاپیریال رامنځته کړي چې ټول خلک ېې په خپل زړه ومني. اړینه خبره ده چې ټول هغه هیوادپال خلک او ګوندونه چې د ملي هویت، ملي وحدت او ملي وفاق په اهمیت پوهیږي او ورته ژمن وي نو باید هغوي د ملي وحدت د کمزورتیا په لاملونو هم ځان پوه کړي او د حل لارو په موندنه کې له خپله تاریخه، نړیوالو جریاناتو، تعقل، علمي میتودونو او زغم څخه کار واخلي.  
هر هغه څوک چې غواړي په خپل هیواد کې ملي هویت رامنځته، ټینګ او د خپلو ټولو خلکو د ویاړ ‍ وړ یې وګرځوي نو باید د خپل هیواد په ټولنیزو مسئلو، تاریخي روایاتو، دیني مسئلو، وګړني او ملي کلتور، د خلکو په مجبوریتونو، بهرنیو لاسوهنو او دهغو په موخو ښه پوه وي. د ټولنې دا قشر باید چې ښه پوهه، اخلاقي لوړتیا او ریښتینولي ولري او په خپل هیواد کې د ټولو خلکو د انساني کرامت، بشری حقونو، ټولنیز خونديتوب، د بیان آزادۍ او نورو ته نه یوازې درناوئ ولري بلکه د هغو لپاره عملي او نه ستړي کیدونکې هڅې او مبارزه هم وکړي. بیوزله، له کرکو ډک، بی علمه او په شخړو اخته خلک هیڅکله هم د خپل هیواد د ملي هویت د ټینګښت لپاره ډېر کار نشي کولئ او خلک د جذب به ځاي له ځانه شړي.
که په ملت کې پوه سیاستوال، مشران او غوره کدرونه شتون ولری، موخه یې خپلو خلکو ته خدمت وي، د قربانیو په وخت کې په لمړي صف، خو د امتیاز په وخت کې په وروستي قطار کې وي نو د ملت ټولې پرګنې د یوه ملي هویت په اډانه راغونډولئ شي. د مثال په توګه د افغانستان په شرایطو کې دا سمه نده چې دیوه توکم د بشری حقونو د سرغړاوي په صورت کې نور قومونه پټه خوله پاته شي بلکه هرڅوک باید د هیواد د هرکس په هرځای کې چې ژوند کوی له انساني کرامت، حقونو او د ژوند د ښه والي ننګه وکړي او مبارزه ورته وکړي نو بیا به ملي روحیه پیدا او ملي هویت به مو ټینګ شي.
په یوه هیواد کې ملي هویت، ملي وحدت، یو خادم قوی او د ټولو خلکو په چوپړ کې د عادل دولت شتون هلته حقیقت پیدا کولئ چې د هیواد زعیمان او دولتونه د ابن خلدون په قول د خپلو خلکو د عقایدو او هیواد پالنې دواړو خواوو ته په ښه تناسب سره د خپلو پالیسیو په سر کې ځاي ورکړي، ورته کار وکړي او ورڅخه غافل نشي. د دې دواړو څخه که هر یو له نظره وغورځول شو د ملک ثبات ته بدې پایلې لرلئ شي. لکه زموږ د هیواد ډېرو ګوندونو او ډلو یا له دې دواړو یو او یا دواړه له پامه ورغورځول او پایلې یې موږ ولیدې.
د ملي هویت په مسئله کې د ګډ نامه رول
همدارنګه، د پورته مسئلو ترڅنګ د ملت د ټولو خلکو په یوه ګډ نامه یادیدل لکه ټول مسلمانان دي، ټول افغانان دي او نور هم خورا مهم رول لري. لکه د نړۍ په نورو هیوادونو کې چې مثالونه یې امریکایان، انګریزان، فرانسویان، جاپانیان، هندیان، مصریان او نور دي په یوه ګډ نامه دخلکو پيژندنه د ملي هویت او ملي یو والي لپاره خورا ګټور، اغیزمن او اړین عنصر دئ. دا خبره که پخوا دومره مهمه نه وه خو په اوس وخت کې چې د تکنالوژۍ او رسنیو انقلاب راغلئ، نړۍ لکه یو کلئ شوې، کلتوري یرغلونه او اغیزې زیاتې شوې دي خورا زیات اهمیت لري. خو که د یوه ملت خلک په رسنیو، پیژندپاڼو، پاسپورتونو او ورځنۍ محاوره کې په یوه نامه یاد شي د رواني نظره د یو والي، پیوستون او یو له بل سره د تړاو فکر یې تقویه کیږي. خو که په هر څه او په تیره بیا په پیژندګلوۍ کې په بیلوالي تاکید وشي نو طبیعي ده چې له یو بل سره یې نژدې کیدل ستونزمن شي.  
دلته زه له ګرانو لوستونکو سره خپله یوه خاطره شریکوم. څو کاله مخکې زه هند ته دیوه کنفرانس او ټریننګ لپاره تللئ وم. له ما یوه هندي چې ډېر کلونه مو سره پیژندل وپوښتل چې زه څوک یم. زه پوه شوم چې هغه زما د قوم پوښتنه کوي خو ما ورته لاسي وویل چې زه افغان یم. بیګا ته میلمستیا وه او هغه له یوه بل افغان څخه زما د قوم په هکله پوښتلي وو. هغه بله افغان ورته زما او دخپل قوم ویلي وو. نو بیا هغه هندي په خندا راته وویل چې ولې ما له ده خپل قومیت پټ کړئ دئ. ماته ډېره غوصه راغله او ورته ومې ویل. که ته نیویارک ته لاړشي او له تا څوک پوښتنه وکړي چې ته څوک یې آیا ته ورته وایي چې ته سک یې، ګجراتي یې، مرهټي یې، تامیل یې او که وایي چې هندي یي؟ ماورته وویل زه په خپل قوم نه شرمیږم او نه یې پټوم خو تاسې ولې موږ ته د یوه ملت کیدو موکه نه راکوئ او په قومونو مو ویشئ. ما ورته وویل چې موږ افغانانو ډېرو نورو ملتونو ته د دوستۍ لاس ورکړئ وو خو په خواشنیۍ سره هغوي زموږ له پاک نیته بده ګټه پورته کړه او له موږ سره یې خیانت کړئ دئ او په شخړو یې اخته کړي یو. همدارنګه که هر بل څوک موږ ته د دوست په سترګه ګوري خو زموږ له ښه نیته دې بده ګټه  نه اخلي او په موږ کې د درځ او بې اتفاقي نه اچوي کنه نو موږ به یې بیا ونه بښو او له دوستۍ به یې لاس په سر شو. په هغه میلمستیا کې کې په یوه ستر ګډ میز د هند ډېر پوهان ناست ول هغو هم زما خبره تایید کړه او هغه کس بیا پخپله تیروتنه قانع شو.
زه د خپلې وظیفې په اړوند ډېر بهرني سفرونه کوم او سروکارمې د سیمې له کارپوهانو سره وي. باور وکړئ دا خبره زموږ په ګاونډ کې تر هندوستانیانو د نورو ګاونډیانو خلک ډېره پالي. له تا به وپوښتي چې ته په قوم څوک یې او کله که درباندې پوه شول چې ته د یوه مسلمان هیوادپال افغان په توګه خپلو ملي ګټو ته ژمن یې، دخپل هیواد دکوم چا په هکله له دوي سره څه نه وایي نو بیا درسره روغبړ هم نکوي او ځان درنه تیروي. که تاسو د نورو هیوادونو له خلکو د دوي د ملي ګټو په هکله یوه شکمنه پوښتنه وکړئ نو په حتمي توګه یا درته د رد ځواب درکوي او هیڅکله هم د خبل ملک په تاوان ان په خبرو کې نه درسره مل کیږي.
زموږ د هیواد په نوو بریښنایي تذکرو کې د افغان او مسلمان د کلمو په سر جنجالونه
تاسو ټولو ولیدل چې زموږ په هیواد کې په ملي پیژندپاڼو کې د افغان د کلمې د لیکلو او یا نه لیکلو په اړه ناندرۍ رامنځته شوې. باید ومنو چې دې ستونزې او مسئلې ته د قضیې دواړې خواوې باید په سړه سینه وګوري او له احساساتو ډډه وکړي. ځکه دا ستونزه په ناندریو او یو بل ته په کنځلو نه حل کیږي.
د افغان د کلمې په پيژند پاڼو کې د لیکلو خواخوږي باید پوه شي که له دې ستونزې سره احساساتي برخورد وشي، له کرکې او ښکنځلو کار واخیستل شي نو دا به زموږ د ملي هویت سره  دټینګښت سره مرسته ونه کړي. بلکه د دې ګټه به هغه چاته ورسیږي چې په افغانستان کې د پرګنو ویش ته لمن وهي او اوبه خړوي او کبان نیسي.
همدارنګه، هغه څوک چې د یوه او یابل لامل له کبله د ملي هویت په هکله ستونزه لري او د افغان کلمه ښه نه ورته ښکاري له ځان سره دې ښه فکر وکړي چې بل انتخاب له موږ سره نشته که غواړو چې په سرلوړي، اباد او مستقل افغانستان کې سره ګډ او د عزت ژوند وکړو. دا ولې داسې ده؟
په اوس شرایطو او ننګونو کې دا یو منل شوئ، تاریخي او د ویاړه ډک ملي هویت دئ چې زموږ په ملي وثیقه یا اساسي قانون کې ورباندې هوکړه شوې ده، د هیواد تولو خلکو ته کارول کیږي او اکثریت ورباندې ویاړي.
همدارنګه، باید ومنو چې دا دهر چا حق دئ چې د خپلو بشري حقونو، متوازنې پرمختیا، په ملي مسئلو او پریکړو کې د پراخه ګډون داعیې ته نه ستړې کیدونکې هڅې وکړي، که له شرایطو خوښ نه وي ورباندې د قانون په چوکاټ کې نیوکه وکړي او هم د نورې نړۍ دخلکو په څیر خپل ملی هویت هم ومني او ورباندې و ویاړي. همدارنګه، دا زموږ دټولو مسؤلیت دئ چې د خپل هیواد د ټولو خلکو د حقونو او پرمختیا څخه غوڅ ملاتړ وکړو که هغه زموږ له قوم او ټبر څخه وي او که نه وي.
لنډیز او وړاندیزونه
    •    د هیوادونو په ملي ژوندانه کې ملي هویت یوه نسبتا نوې مسئله ده، نوې پوهه او لورئ لید غواړي او په زړو لارو ملي هویت نه ټینګیږي،
    •    ملي هویت د هر هیواد دخلکو لپاره د پیژندګلوۍ، وحدت، د خپلو ملي ګټو د تعریف او ساتنې لپاره خورا اړین ارزښت دئ او نن ملتونه ورته ډېره پاملرنه کوي،
    •    افغانان هم باید دې مسئلې ته په زړو عینکو او د سوچه قبیلوي نظره ونه ګوري. باید پوه شو چې د ملي هویت ټینګښت په کرکجنو بیانونو، کنځلو، احساساتي خبرو لاسته نه راځي. زموږ سیاستوال باید له نورو بریالیو ملتونو په دې هکله زده کړه وکړي او د خپل هیواد په یومو‎‎ټي کولو کې ورنه کار واخلي،

    •    موږ پوهیږو چې ځینې بهرنۍ کړۍ شته چې خپلې ناروا ګټې د افغانانو په ویش کې ګوري، زموږ یووالئ د ځان په ګټه نه بولي نو ځینې داخلي کړۍ هڅوي چې د خپل ملي هویت له منلو ډډه وکړي تر څو په ملک کې بیل بیل هویتونه رامنځته شي او زموږ ملي هویت کمزورئ شي او هغوي ځانته د نفوذ خلک پیدا او دخپلو ګټو لپاره یې وکاروي.

    •    د ننه په هیواد کې ځینې خلک ډاریږي چې که په ملک کې په ملي هویت باندې تاکید وشي او د ملت ټول  خلک په یوه ملی هویت باندې فخر وکړي نو هغوي چې د قومي سیاست له کبله ملیونران او رهبران شوي دي خپلې ګټې به له لاسه ورکړي.

    •     ځینې خلک کیدئ شي داسې و انګیري چې که هغوي د ملي هویت په چوکاټ کې ګډ شي نو خپل قومي هویت به له لاسه ورکړي،

    •    په قومي او قبیلوي مسایلو بې ځایه او په نا سمه توګه زیات ټینګار کول تر شخړو وروسته زیاتیږي، د سولې، پرمختګ او هوساینې په وخت خلک ورڅخه بده وړي. بیځایه ، احساساتي، غیرعلمي او د کرکو ډک قبیلوي دریځ ډېر وختونه د ګټې په ځای تاوان لري. موږ وینو چې په ښاري، متمدنه او پرمختللې ټولنه کې خلک په یوه منل شوي چوکاټ کې ټولو قومونو او ژبو ته درناوۍ کوي، او هم د یوه ملي هویت منلو ته تیاریږي،

    •    هغه قوم چې په قبیلوي مسایلو کې په عقلاني اندونو تکیه کوي، له نرمۍ کار اخلي او د نورو قومونو سره ټولنیزو اړیکو ته لیوال وي زیاته د جزب قوه لري. نو ویلئ شو چې ترحد زیات په قومي مسایلو تکیه کول او قومي او ژبنیو کرکو ته لمن وهل دهیچا په ګټه هم ندي،        

    •    دا پورته مسئلې د نن نړیوال ژوند نه بیلیدونکې خواوې دي او باید په عقلاني توګه ورسره چلند وکړو. وګورو چې نورو ملتونو چې ملي هویت ستونزې یې درلودې او یا یې لري په څه ډول یې حل کړې دي او یايې حلوي  له کومو علمي تګلارو کار اخلي. موږ هم له هغو څخه د خپل هیواد شرایطو سره سم له هغو څخه ګټه اخیستلئ شو،

    •    دواړه خواوې باید پوه شي چې که سوله، پرمختیا، سوکالي او هوسايي په ملک کې راشی نو د هرچا حقونو ته درناوئ کیږي، او د کرکې او ملي هویت نه منل د هیڅ کوم قوم، ګروپ او سیاسي فکر په ګټه نه ده او پایله یې رسوايي او پاته راتلل دي،

    •    زموږ د هیواد زعامت باید د غوره کلتوري، سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو پروګرامونو له لارې په دې لاره کې لوړ قدمونه واخلي. زموږ فرهنګي سټې باید پدې هکله خپل دنده ښه وپیژني،

    •    زموږ په هیواد کې شته چاپي، بریښنايي، تصویري او نورو رسنیو ته اړینه ده چې د هیواد په دواړه ملي ژبو او که ممکنه وي په نور خپلو ژبو باندې خپرونې ولري.

    •    اړینه ده چې د هیواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې تر وسه وسه د یوې ملي ورځپاڼې چې په دواړو پښتو او دري ژبو باندې مقالې او لیکنې لري رامنځته شي ترڅو مو خلک له دواړو ملي ژبو سره ښه بلد شي. په ګډه د ملي مسایلو په هلکه شننې، ارزونې او تحلیلونه ولولي او نظر وباندې ورکړي. په دې توګه به د ملت د ټولو خلکو فکر یوه لور ته رهبري شي،

    •    بریښاني ویبپاڼوته هم اړینه ده په دواړو ژبو مقالې ومني او خلک وهڅوي چې په دواړو پښتو او دري ژبو مقالې د خپرولو لپاره ورواستوي او په دې هکله روښانه پالیسي ولري،

    •    اړینه هرڅوک په رسنیو کې له هرډول زهرجنو خبرو او د نورو د سپکولو په ځای په علمی او متمدنه توګه که کومه نیوکه لری له خلکو سره یې شریکه کړي.

    •    د ملي هویت د ټینګښت خواخوږي باید ښه پوه شي چې د ملي هویت ټینګښت یوه اوږد مهاله داعیه ده، د ډېرو سپیڅلو ملي رهبرانو، خبیرو روحاني شخصیتونو، فرهنګیانو، لیکوالانو، هنرمندانو، د پوهنتون د استادانو او سیاستوالانو او نورو دنده ده چې ورته نه ستړې کیدونکئ کار وکړي. اړینه ده چې دا ګروپ خلک ښه کدرونه وروزي، په دې لاره کې علمي پروګرامونه رامنځته کړي او تر بریا یې ورسوي.