د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کليوال ادبي ملګري ټولنې اوونيزه پرله پسې اوولسمه غونډه وکړه

حمکت الله ارين 01.02.2015 13:06

د تېر په څېر نن د شنبې ورځ د دوه زره پنځلسم کال د جنورۍ د مياشتې په 31 نېټه د غزني ښار د مسلم پوهنتون د غونډو په تالار کې د کليوال ادبي ملګري ټولنې اوونيزه پرله پسې اوولسمه غونډه وكړه، دغه غونډه کې چې د بلهار جلالزي له لورې د قران کريم په مقدسو اياتونو پيل شوه پکې ګڼ شمېر شاعرانو، ليکوالانو، د قلم خاوندانو او مينه والو ګډون کړى وو. ځوان ليکوال،او ژورنالیست، حکمت آرين د تیرې ناستې راپور ولوست او د نظامت چارې یې هم خپله پر مخ وړې.
وروسته ځوان لیکوال عالم خان احمدي چې په تېره اوونیزه ناسته کې یې د استاد علامه عبدالشکور رشاد په اړه د لکچر موضوع په غاړه اخیستي وه، خوندور لکچر د غونډي ګډونوالو ته وړاندي کړ.
نوموړي وویل: علامه استاد عبدالشکور رشاد د عبدالغفور زوی او د حاجي محمد ایاز لمسی وو، په کندهار ښار کې یې په یوه بډایه کورنۍ کې دنیا ته سترګې وغړولې.
د زدکړو پیل یې د سیمې له دیني عالمانو څخه وکړ، عصري علوم یې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۰۶لمریز کال کې د ګنج په نامه ښوونځي کې پیل کړې. خدای بخښلی رشاد د خدای ورکړي استعداد له مخي په ښوونځي کې ډېر وپیژندل شو او په ډېر کم عمر له ښوونځي څخه فارغ شو .
ده په پښتو دري او هندي ژبه لیکنې، ژباړې او شعرونه لیکلي دي او دغه راز په ترکي او جاپاني ژبه هم پوهېده.
د هغه وخت د ځینو لیکوالانو په وینا، د استاد شعرونه او لیکنې په دې خاطر ډېرې پیاوړې او په زړه پورې وې، چې ده له سوچه پښتو تورو څخه استفاده کوله او بل لامل یې هم دوئ دا په ګوته کوي، چې د رشاد صیب په سانسکریټ ژبه ښه سر خلاصیده.
اروښاد لومړنۍ رسمي دنده هم په یوه ښوونځي کې پیل کړه. په ښوونځي کې هم په دې خاطر چې د عمر له لحاظه کم وو، په کوچني معلم یې شهرت پيدا کړ او دغه راز په کندهار کې د ویښ زلمیانو په نامه د یوې ټولنې غړی وو. په ۱۳۳۵ کې یې فرهنګي کارونو ته مخه کړه او هلته په کندهار کې د پښتو ټولنې مشر شو، په ۱۳۳۷ ه ش کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په پوهنتون کې استاد او دغه راز د همدغه ډیپارټمنټ مشر شو.
په کال ۱۳۵۳ ه ش کې د پوهان په رتبه او په ۱۳۶۳ کې یې د اکاډمیسن رتبه واخیسته .
اکاډمیسن رشاد بابا هند، پاکستان، یمن، سعودي، جاپان، شوروي، هانګ کانګ، امریکا او ټایلنډ ته سفرونه کړې وو.
له استاد څخه ۵۹ چاپ او ۸۰ ناچاپ اثار په میراث را پاتې شول او په ۱۳۸۳ لمریز کال کې یې حق ته ځان وسپارل او له دې پاتېدونکي نړۍ سره یې مخه ښه وکړه.
وروسته د غونډې د ګډونوالو لخوا د لکچر په اړه پوښتنې وپوښتل شوې او د لکچر د لا ښه والي په موخه د ګډونوالو لخوا وړاندیزونه او بحث وشو، په دې سره د لکچر برخه پای ته ورسیده .
په دوهمه برخه کې د غونډې د ګدونوالو تر مینځ مشاعره وشوه او د ټولنې په نورو اړخونو باندې خبرې وشوې، ملګرو په يوه خوله يو ځل بیا په دې ټينګار وکړ چې دوى به د دغې ادبي ټولنې له لارې د قلم او کتاب په وسيله د وروسته پاته وګړو د ذهني ودې او فکري لوړتيا لپاره کار وکړي، تر څو د غزني وګړي د هېواد په پرتله يو روشنفکره او ادب ذوقه ټولنه ثابته شي.
په دغه غونډه کې پرېکړه وسوه چې شاعر، لیکوال او تکړه ژورنالیسټ حبیب الرحمن تاثیر به د راتلونکي اونۍ غونډې ته لکچر برابروي.
د نور کله په څېر غونډه چې د ورځې په دوه بجې پيل شوې وه مازيګر ناوخته د قاضي امين له لورې د دوعا په لوستلو سره پاى ته ورسېده.
په مینه
کلیوال ادبي ملګري ټولنه.