د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ژن وچې ډوډۍ ته ناسته وه...

نجیب منلی 01.02.2015 01:16

ویکتور هوګو (۱۸۰۲ - ۱۸۸۵) / شعر په نثر ژباړه: نجیب منلی

ژن وچې ډوډۍ ته ناسته وه...


ژن، په توره خونه کې وچې ډوډۍ ته ناسته وه. کوم جرم به یې کړی و. خپل مسوولیت ته مې شاکړه، مجرمې ته – چې ګونا یې ثابته وه – ورغلم او په تیاره کې مې، په غلا، د مربا بوتل وروړاندې کړ. د قانون خلاف! ټول هغه کسان چې زما په ښار کې د ټولنې د نظم او سوکالۍ مسوولیت ورپه غاړه و، و قهرېدل. ژن په نرم آواز وویل:

-          بیا به ګوته په پوزه کې نه ننه باسم، ځان به د پيشو شوکارو ته نه ورکوم.

شا وخوا چغې شوې. دا ماشومه تا پېژني. پوهېږه چې څومره ضعیف او بې غیرته یې. هغه دې ویني چې کله څوک په غوسه شي، ته پټ پټ خاندې. په دې ډول حکومت نه چلېږي. هره شېبه عامه نظم اخلالېږي. قانون نه شته. دا ماشوه نور حد نه پېژني، ته هر څه له منځه وړې.

ومې ویل:

-          د دغو خبرو پر وړاندې بې ځوابه یم. ګونا مې منم. تاسې ریښتیا وایاست چې په همدغه ډول مهربانیو ولسونه د تباهۍ پر لور بیول کېږي. ما هم وچې ډوډۍ ته کښېنوئ.

-          همدا دې سزا ده. ورته به دې کښېنوو.

ژن په تیاره کې خپلېد  ښکلې سترګې ما ته راواړولې، د مهربانو موجوداتو په فطري ځواک یې راته ورو وویل:

-          خیر دی. زه به مربا دروړم.