د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کوچنیانو ادبیات

پوهندوی آصف بهاند 31.01.2015 12:47

تاریخي پس منظر، اوسنی حالت
لومړۍ برخه
مقدمه:
له جګړې نه د رازیږیدلو نا خوالو په اړخ کې زموږ د ټولنې تر ټولو ستره غمیزه دا ده چې د پرمختګ او تکنالوژۍ په دې عصر کې موږ د خپلې ټولنې تر ټولو اساسي برخه(کوچنیان) هیر کړي دي او زموږ په وطن کې د ټولنې تر ټولو له پامه لویدلې برخه همدا کوچنیان جوړوي. البته دا خبره یوازې په خوارو او نیستمنو کورنیو باندې صدق نه کوي، بلکې په عام ډول په ډیری افغان کورنیو باندې یې د یوې تورې بلا په څیر سیوری غوړولی دی.
جګړه، کرکه او نا باوري د ټولنې د اکثریت په ذهن او ضمیر باندې داسې حکومت کوي چې هر څه مو په جګړې پیل کیږي او په جګړې پای ته رسیږي. هر څه ته په کرکه او بې باورۍ ګورو. همدا دلیل دی چې د ټولنې اکثریت له کتاب او قلم نه ټوپک او وهلو ټکولو سره عادت شوي دي او له نا چاره یې لکه سیوری ځان سره ګرځوي. د ګران دوست احسان آرینزي د سترګو لیدلی حال دی چې:
«... په هغه شیبو کې چې زه د دې خان صیب له کوره وتلم، له دوی څخه مې هیله وکړه چې یو قلم او کاغذ راوړي چې زه خپلې پتې او تلیفون نمرې ورته ولیکم؛ خو تاسو ښاغلي لوستونکي باور وکړي په هغه کور کې یو قلم ونه موندل شو چې یوازی د مېلمنو په حجره کې یې دیارلس کلاشینکوفونه او ماشینونه ځوړند وو او کتار وزمې دومره پریمانه وي لکه د عبادت تسبیح!»( http://larawbar.net/40516.html)
د ټولنې لوستي مو د علم، ادب او هنر مطالعې ته دومره لیواله نه دي، لکه د نظامي ماتو او بریو لوستلو او د سیاسي غولونکو کتابونو، مقالو او شعرونوته چې لیواله دي. که یې نه منئ، د مثال له پاره په تاند کې یو غولونکی، تیر ایستونکی سیاسي نظامي مطلب او یو ښکلی شعر او یا طنز په نښه کړئ، وروسته له څو ساعتونو او یا دوه درې ورځو یې بیا لاندنی برخې ته مراجعه وکړئ چې کوم مطلب ډیر لو ستل شوی دی.
دا اوس په عام ډول یو منل شوی حقیقت دی چې «کلتور دیوه جامع (هر اړخیز) مفهوم په توګه د مادي او معنوي ارزښتونو ګډه ټولګه ده ...»( ب. ی. کانونیکه اوم، ګ بلدریوا، کلتور پوهنه، ژباړن: دوکتور لطیف بهاند، ناشر: د افغانستان علمي تحقیقاتي مرکز، ماسکو، ۲۰۰۰م کال، ص ۵۸)
د نړۍ او د انسانانو د پیدایښت له پیل نه بیا تر نن پورې، له ټولو مادي او معنوي لاس ته راوړنو او تجربو نه دا پایله تر لاسه شوې ده چې د یوې ټولنې راتلونکې آبادي، ښیرازي او پرمختګ د هغه د نوي نسل په ښه روزنه او دغه نوي نسل ته جدي پاملرنې پورې اړه لري. داسې پاملرنه چې نوی نسل د وخت له ټولو علمي غوښتنو سره سم له نوې تکنالوژۍ سره اوږه په اوږه د خپلو ملي ارزښتنو، ملي ګټو او تاریخ په رڼا کې داسې وروزل شي چې نه یوازې په راتلونکې کې هغه د مور پلار، کورنۍ او ټولنې پر اوږو بار نه وي، بلکې هغه یو پوه، زدکړی، مولد او داسې انسان وي چې د خپلې ټولنې او خلکو لارښوونه هم وکړای شي.
دې ته مو پام وي چې رهبران نه شنه کیږي او نه هم له آسمانه رالویږي، بلکې همدغه د نن ورځې ماشومان دسبا مور پلار هم دي، رهبران هم دي، مخترعین هم دي، خاینین هم دي، جګړه مار هم دي، سوله خوښونکي هم دي او په پای کې د دې دنیا ورانونکي او جوړونکي هم دي. که سم وروزل شي، د خلکو او وطن مینه، د انسان مینه او عاطفه ور زده کړای شي، نو بیا به یو ښه او مثبت انسان وي او که برعکس وي نو بیا ګورئ یې چې زموږ په ټولنه کې یې بیلګې څومره ډیرې دي.
 او دا دنده د یوې ټولنې په ښوونه اوروزنه، د سواد د زدکړې او عامیدو په کچې او علمي مسایلو ته ارزښت ورکولو په څرنګوالي پورې اړه لري. زموږ په ټولنه کې د سواد سطحه ډیره ټیټه ده. د ښوونې او روزنې څرنګوالی هغسې چې د یویشتمې پیړۍ غوښتنه ده، د قناعت وړ نه ده. تر اوسه هم ښوونځي ورانول کیږي، سوځول کیږي او د ښوونکو او زده کوونکو د وژلو کلتور حاکم دی. ښوونځي ته تګ ګناه ګڼل کیږي او ښوونځی د بدو کارونو ځای معرفي کیږي.
نو په دغسې یو حالت کې او په دغسې ټولنه او چاپیریال کې به ادبیات څه حال ولري، کوچنیان به څه حال ولري او «د کو چنیانو ادبیات» به څه حال ولري؟
په پرمخ تللو ټولنو کې کله چې ماشوم وزیږي، یو کال یې مور او پلار په کور کې پالنه کوي، بیا تر درې کلنۍ  داسې ځای ته لیږل کیږي چې پالنه اوتغذیه کیږي، بیا تر شپږ کلنۍ پورې په وړکتون کې وي او په وړکتون کې لومړي ټولګي ته د شاملیدو مقدماتي ټولګی هم ورباندې وايي. یعنې ماشوم مخکې له دې چې لومړي ټولګي کې کیني، ابتدايي لوست لیک یې زده وي. تر نهم ټولګي پورې ښوونځی جبري دی، بیا لیسه ده او زده کونکی د لیسې د اخستو نمرو په حساب کولای شي د خپلو لوړو زدکړو له پاره پوهنځی یا د زدکړو څانګه خوښه کړي. دلته لیدل کیږي چې د یو نوي زیږیدلي ماشوم ټول پروګرام مالوم دی.
خو زما په پلرني وطن کې ...
ماشوم څه ډول دنیا ته راځي؟
 څه ډول غټیږي؟
کورنی چاپیریال؟
 وړکتون؟؟؟
 ښوونځی؟؟
 پوهنځی؟
ژوند ؟؟؟
دلته ګورو چې هر څه ګونګ او مبهم دي. مور پلار؟ کورنۍ؟ کلی کور؟ ټولنه؟ طرز تفکر، فکري دایره او ...؟  
ګوره چې څوک په کومه کورنۍ، کوم ولایت، د کومې فکري دایرې په کړۍ کې، په کوم جنسیت دنیا ته راځي او ...
په داسې ګونګه فضا او نا مالومو حالاتو کې به یو څیړونکی څه ډول وکولای شي چې د دغسې یوې ټولنې د ښوونې روزنې او یا کوچنیانو ته د هغوی په ادبیاتو او یا هم رواني حالت او یا زدکړو په څرنګوالي او ... باندې وغږیږي، قضاوت پرې وکړې او د کومې پایلې یا وړاند وینې له پاره کوم وړاندیز وکړي.
ډیری افغانانو ته خپله د زیږیدو نیټه نه ده مالومه. مور او پلار نه چې د زیږدو د نیټې پوښتنه کوي، اکثراً ورته ویل کیږي:
ته په هغه کال پیدا شوې چې ډیره واوره شوې وه،
ته په هغه کال دنیا ته راغلې چې کلک سیلاوونه راغلل.
ته د کرزي په کال وزیږیدې او ...
بیا څومره په تعلیمي ادارو ښوونځیو او پوهنتونونو کې ستونزې، واسطې او د فساد نور ډولونه دي، هغه خو باید په یوه فاسده ټولنه او فاسده اداره کې وي چې د دې پالیسۍ پر اساس ډیری خلک له زدکړو نه پاتې کیږي. اقتصادي ستونزې تر ټولو ستر عامل دی چې ماشومان ښوونځي ته له تګ نه پاتې کیږي.
که زه دلته په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په تاریخ او څرنګوالي باندې وغږیږم، خبره اوږدیږي، دا موضوع به بل وخت ته پریږدم، اوس به یوازې د کوچنیانو د ادبیاتو په خوار او هیر شوي حالت باندې  بحث وکړم او مخکې تر هغه چې د کوچنیانو د ادبیاتو پر پس منظر خبرې وکړم، مقدمتاً باید و وایم چې:
له هغې ورځې چې د کوچنیانو د ادبیاتو مسآله په پښتو ادب یا پښتنو قلموالو کې رامنځ ته شوې ده، له نامه سره یې څو ډوله بر خورد شوی دی. څوک یې د ماشوم ادبیات بولي، څوک یې د کو شنـیانو ادبـیات یـادوي ،څوک بیا د وړو ادب ورته وايي او ځینې یې د کوچنیانو ادبیات وايي او لیکي.
 د شپیتمې لسیزې په پیل کې د افغانستان د لیکوالو ټولنې له خوا «د کوچنیانو ادبیات» تر سر لیک لاندې د کابل په آریانا هوټل کې د ګڼ شمیر کورنیو او بهرنیو لیکوالو، فرهنګیانو او سیاسي شخصیتونو په ګډون یو سمینار جوړ شوی و. په دې سیمینار کې په پښتو او دري ژبو ګڼ شمیر لیکل شوې مقالې واورول شوې او علمي بحثونه ورباندې وشول. ما(آصف بهاند) «د ماشوم ادبیات» تر سرلیک لاندې مقاله ورته لیکلې وه. هلته په دې دوو نوموونو(د ماشوم ادبیات او د کوچنیانوادبیات) مفصل بحث وشو او ګران دوست زرین انځور وړاندیز وکړ:
څنګه چې ماشوم د هغه سن واړه ته ویل کیږي چې لا د لیک لوست نه وي او چې لږ راولوی شي بیا لیک لوست کولای شي او هغه ته کوچنی ویل کیږي؛ نو ښه به دا وي چې موږ څه چې وړو ته لیکو، هغـو تـه  «د کوچنیانو ادبیات» اصطلاح وکاروو. دا وړاندیز په هغه وخت کې د سیمینار د ټولو ګډون کونکو له خوا ومنل شو. او وروسته بیا ما هم د خپل لیکلي کتاب نوم «د کوچنیانو ادبیات» کیښود.
زه په دغو اوسنیو مقالو او بحث کې هم د هماغه منل شوي اصل له مخې «د کوچنیانو ادبیات» نوموونه کاروم. بل چا سره کار نه لرم. نورو ښاغلو لیکوالو چې کومې نوموونې کارولي دي، زه یې په خپله څیړنه کې په ډیر درناوي سره په هماغې بڼې را اخلم، خو زه خپله د کوچنیانو له پاره ټولو لیکل شوو څیړنیزو او تخلیقي آثارو ته د کوچنیانو ادبیات نوموونه کاروم.
د کوچنیانو د ادبیاتو له پاره تر اوسه داسې تعریف چې ډیری ورباندې سلا وي، زما له نظره نه دی تیر شوی. دیرش کاله مخکې د کوچنیانو د ادبیاتو یو تعریف چې ما د ښاغلي سیال کاکړ په حـوالـه په خپــل کتاب( د کوچنیانو ادبیات) کې را اخیستی و، د هغه لنډیز داسې دی:
«ښاغلي پروفیسر سیال کاکړ د خپل اثر(د کوشنیانو ادب) کې د کوچنیانو ادب د یوه غربي نقاد( هنري ستیل کومیکن) په حواله داسې تعریفوي: کوشنیان د خپل ادب تعریف تر هر چا په خپله ښه کولای شي. ښه او بد معیار په خپله دوی ټاکي. کوم شی چې تر نظر ښه ورشي، هغه د کوشنیانو د ادب تعریف کې راځي او په ادبیاتو کې چې کوم شی تر نظر ښه ور نه شي، هغه د پوهانو په عقیده د کمکیانو د ادب له تعریف څخه د باندې وزي.»(بهاند آصف، دکوچنیانو ادبیات، د چاپ او خپرونو دولتي کومیټه، کابل، ۱۳۶۶ کال،۳۹ مخ.)
د هنري ستیل کومیکن او سیال کاکړ څرګندوندونې یو مفهوم را پوهوي، یعنې هر هغه څه چې کوچنیان خوښوي، هغه د دوی په ادب کې راځي او هغه څه چې کوچنیان نه خوښوي، د دوی له ادب نه د باندې دي.
د هنري ستیل کومیکن او سیال کاکړ د خبرو او تعریفونو ګډه ځانګړتیا دا ده چې په قاطع ډول د کوچنیانو د ادب تعریف په باب څه نه وايي، بلکې په ضمني ډول وايي چې هر هغه څه چې د کوچنیانو خوښ شول، هغه د دوی ادب دی، هغه څه چې د کوچنیانو له پاره په زړه پورې وي، ښه وي، سمه لار ورته وښيي، د هغوي هنري تنده او ذوق ارضا کړای شي او په راتلونکي ژوند باندې د دوی باور حاصل کړي، هغه د دوی ادب بلل کیږي.
د دې تعریف یا نورو نظریاتو په رڼا کې چې که په کوم کتاب، شعر یا نثر کې د کوچنیانو په باب څه ویل شوي وي یا د کوچنیانو په ذوق او خوښه برابر وي، نو هغه ته باید د کوچنیانو د ادبیاتو نوم ورکړو، نو په پښتي فولکلوراو مذهبي زدکړو کې یې ریښه پخوانیو وختونو ته رسیږي، خو په پښتو ادب کې بیا موضوع بل ډول ده.
د لومړۍ برخې پای