د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د امریکا ـ هند دوستي ، او افغانانو ته په لاس ور غلی فرصت

محمد انور ولید 27.01.2015 11:45

په دې وروستیو کې د افغانستان او چین ، افغانستان او پاکستان ، افغانستان او ایران ، قطر او افغانستان ، سعودي او افغانستان ، هندوستان او افغانستان ، افغانستان او ترکمنستان او امریکې او د سیمې د نورو هېوادونو تر مینځ راشه درشه ډېره شوې ده . څو څو ځلې د یادو هېوادونو مشران او نور لوړپوړي چارواکي یوبل ته سره ورغلي او راغلي دي . خبره خو همغه زړه ده پخوا ترهګر ، ترورېست او القاعده نړۍ او سیمې ته ځکه ګواښ ؤ چې د نړیوالو اړیکو او اقتصادي ودې په وړاندې یې ستر خنډونه جوړ کړي وو ، خو نن یې بیا د اسلامي دولت ، اسلامي خلافت او داعش په نومونو سر را اوچت کړی ، د سیمې د هېوادونو او نړیوالو په وړاندې په جبهه یي او ګوریلایي توګه وسله په لاس مقابلې ته را وتلي . ولې متأ سفانه چې د نننۍ نړۍ په دغه پر مختللي دفاعي او تعرضي سیستم کې ددوی تر مینځ د نن او پرون توپیر او تعریف ونه شو چې دوی څوک دي ؟ کوم نامریْي لاسونه او ځواکونه یې تر شا ولاړ دي ؟ د روزنې ، تمویل او تجهیز سرچینې یې چېرې پرتې دي ؟ د لنډو او اوږدو واټنونو قوماندې یې د چا په لاس کې دي ؟
آیا داعش (اسلامي خلافت ) د صدام د رژیم ړنګېدو وروستی مولود او محصول دئ ؟ که نه د بهار عرب ، سبز پوشانو ، اروپایي خزان او پاکستاني طالبانو کومه پټه خزانه وه چې اوس را لوڅه شوه ؟ د ظهور پایلې یې پرکوموخواوو غځېدلې دي ؟ او د چا له خوا تغذیه کېږي چې نن له ټولو مسلمانانو بیعت غواړي ؟ دوی د مخه ځوک وو او وروستۍ غوښتنې به یې څه وي ؟
همداسې د اسلامي امارت خبره هم در واخله . مخکې خود اسلامي امارت په نامه د افغان طالبانو په نوم دکرنیل امام تر چتر لاندې په افغانستان کې د سوټه کراسۍ یو حکومت جوړ شو چې مشر یې ملامحمد عمرآخند ؤ . د پاکستاني مدرسو ځینو مهتممینولکه مولانا فضل الرحمن ، مولانا سمیع الحق ، مولانا شېراڼي ، مولانا طاهر او نورو د هغوی ننګه کوله . د روا جهاد لارې او فتوا ګانې یې په افغانستان کې د پرد ۍ تپل شوې جګړې پر سر ور ته ښوولې او ور کولې ، اود ناروا جهاد فتواګانې یې په پاکستان کې ورکړې . افغانستان یې دار الحرب او دارالکفر ، او پاکستان یې دارالامن او دارالاسلام وباله . خو ترټولو عجیبه یي لا دا وه چي همدغو پاکستاني مولاناگانو د روسانو د اشغال پر وخت چې هغه مهال دم ګړۍ افغانان په خپلو وینو او اوښکوکې لمبېدل ـ بیا خوله پټه نیولي وه او هېڅ یې نه ویل . بلکې ددې پر خلاف یې د مجاهدینو په صفوفوکې د پاکستان د څارګرې ادارې په لارښوونه درځونه واچول . هغوی یې په څو ټوټو سره ووېشل . د یووالي سنګریې ور ړنګ ، او د نفاق او تفرق تارونه یې ځان ځانته ور سره وغړل . د جهادي ډلو تر مینځ به د پاکستان څارګرې ادارې اورونه بل کړل ، سړي به یې ور ووژل ، او په خپلمینځي جګړوکې به یې افغانان سره اخته کړل . ښکاره بېلګه یې مو ږ د (آی اس آی ) د څارګرې ادارې (حقاني ترورېستي شبکه ) په ګوته کولی شو ، چې وروسته بیا افشأ شوه .
پاکستاني چارواکي او د ( آی اس آی ) ملایان په یوه خوله د افغان مجاهدینو په سیاسي ، نظامي ، مردمي او مالي زور اوبه کولو کې په ډاګه ښکېل وو . له مجاهدینو یې خوروړي قوماندانان او سرګروپان پر پیسو او (4 X 4) ډاټسنوباندې را ونیول ، هغوی بیا ډول ډول عیاشیو ، بې بندوباریو ، وسلو او مهماتو کباړکولو او پلورلو ته ملا وتړله . ما خپله د لاهور ښار د کباړاوسپنو د امبار پر سر د (مېګ ـ ۲۱) جټ الوتکې جوړې وزرې ، او دروسي زغره والو ټانکونو کُلاه وې او میلونه ولیدل چې په برقي ماشین پرې شوي وو .
پاکستان هم د افغانستان د وسلو اومهماتو امبارونو او ګودامونو ته د خایْنو افغانانو په لاس پړي وا چول او ددې هېواد د میلیاردونو او ترېلیونونو ډالروپه ارځښت جوړې وسلې او مهمات یې پرې ټو ټه ټو ته کړل چې له یوې خوا پاکستان خپلې اوسپنیزې فابریکې پرې فعالې کړې او له بل پلوه یې افغانستان او ملي اردو پرې بې وسلې او ړنګه کړه . دوی دا کار ددې له پاره وکړ ترڅوپه خپل دې کار سره د مجاهد ملت زړونه له جهاد اومجاهدینو څخه تورکړي .
کله چې په خپله دې توطیْه کې بریالي را ووتل ، نو په خپل ګاونډ افغانستان کې یې د مجاهدینو ملي وحدت او واک هم نه شوای زغملای . ور سره جوخت یې یوه داسې ډله د مجاهدینو له مینځه پرې را پورته کړه چې په اصل کې یې د سر اوچتولو امکان نه ؤ . د هغوی تر شا د پاکستاني مولاناګانو ټینګ ملاتړ او په لیکو کې یې د طالب په جامه کې پاکستاني پو ځیان ور ګډ کړل . هغوی له یوې خوا د افغانستان د مجاهدینو په وړاندې ورانی اوجګړه کوله ، له بلې خوا یې لرغوني توکي غلاکول ، هم یې وسلې او مهمات ټولول او پاکستان ته یې وړل ، هم یې له خپل تاریخ څخه بېخبره طالب رژیم له نړۍ څخه منزوي (ګوښه) کړ ، هم یې په مختلفو بهانو هغه طالبان له طالب حکومت څخه وشړل او بندیان او مړه یې کړل چې د (آی اس آی ) پر توطیْه پوه شوي او دهغوی قومانده یې نه منله ، زموږ ددې خبرې ښکاره ثبوت ملا ضعیف او مولوي وکیل احمد متوکل دي چې پر امریکایانو باندې یې وپلورل او هغوی په ګوانتانامو کې بندیان کړل . اوهم یې د پښتو ، فارسي ، سني او شیعه په نوم تفرقې اچولو ته لمن وهله .
خوکله چې پاکستان په افغانستان ، سیمه او نړۍکې د نا امنیو وزر وغوړول ، پاکستان او افغانستان یې د نړیوالو ترورېستانو په تولید ، ټرېنېنګ ، تمویل ، تجهیز او پټن ځایونو باندې بدل کړل . نو بیا یې په افغانستان کې د مجاهدینو ځینې مشران ور ووژل ، او په نړۍ کې یې پر نړیوال تجارتي مرکز او پنتاګون باندې حملې وکړې .
کله چې د امریکې په مشرۍ ایتلافي ځواکونو پر افغانستان باندې حمله وکړه ، بیا یې په ډېرمهارت اواستخباراتي ژبه د جګړې له لیکو خپل پوځي استخباراتي پر سونل په هیلیکوپټرو کې وایستل او هم یې ور سره جوخت خپلې پولې د نړیوالو ترورېستي ډلو او طالبانو پر مخ خلاصې ، او د طالب رژیم پاتې شوني او نور ترورېستان یې په عایْقو سیموکې سره را تم ، تنظیم ، تمویل ، ټرېنېنګ ، تجهیز او د افغانستان خواته را قو مانده کړل . خو د افغانستان خواته د خپل پوځ را وړاندې کولو موخه یې د پښتنو قبایْلو د څه باندې (۵۰۰۰)قبایْلي مشرانو د مرموزو وژلو او د لر پښتون قامونو د بې مشره کولو او د افغانستان په خاوره کې د نویو پو ځي چاوڼیو جوړولو په خاطر وو . هغه طالبان چې د پاکستان قو مانده یې نه منله ، ځینې یې په خپله مړه کړل ، ځینې یې په بند یخانو کې واچول ، د ځینو کورنۍ یې له ځان سره یرغمل نظربندې وساتلې ، او ځینې نور یې لکه د ملا ضعیف او مولوي متوکل په څېر د ترورېست په نومو نو پرامریکایانو باندې وپلورل .
په تېرو څو لسیزو کې خو پاکستان افغانستان ته د خپل ترانزیت او ګمرکاتو له لارې په میلیاردونو امریکایي ډالره زیانونه ور اړولي دي . خو دوی ته به د افغانانو له خوا په زرګونو میلیارده ډالره زیانونه ځکه ور اوړي چې افغانانو اوس آن په زانګو کې هم له پنجاب ادارې سره عقده اخیستې . که په افغانستان کې هر حکومت راشي ، بیا به هم افغان بچی د پاکستان پر حکومت بې باوره وي . په دري کې یو متل دئ چې وایي :
بازي یک روز ، دو روز ، نه تانوروز . ولې پاکستان تر دې متل هم آخوا ور اړولې ده . ځکه له کومې ورځې چې پاکستان جوړ شوی ـ بیا تر ننه پورې له افغانستان سره په کچه لاره روان دي . نو تر مینڅ به یې دا په واټنو لیرې فاصلې څنګه سره را لنډې او بې باورۍ به یې څنګه به باور بدلې شي ؟ !
افغانستان چې مخکې د ګوادر بندر له لارې سمندر ته لاره لرله ، او بیا د پاکستان له جوړېدو سره سم انګرېزانو هغه ایالت د پاکستان په خاوره ور ګډ کړ او افغانستان په وچه کې بند پاتې شو . خو اوس داسې هڅې هم د سیمې او نړۍ په کچه روانې دي چې بلوچستان دپنجاب له اسارته ځان خلاصول غواړي او نړیوال یې هم پلویان دي .
که چېرته په سیمه کې داسې نوې جغرافیه مینڅته راشي ، نو پنجاب ادارې ته له کراچۍ او ګلګیت پرته نور څه نه ور پاتېږي . او خپله لومړی د خپل رقیب (هندوستان ) په وړاندې له هر ډول اقتصادي ، او پوځي رکود سره مخ کېږي ، او بیا دکورني او سیمه ییز بحران خواته ځي ، او په پایله کې د کورني اړدوړ په نتیجه کې له سقوط سره مخ کېږي .
سیمه ییز او نړیوال بحران همدا اوس ددې ګواهي ورکوي چې پاکستان باید نور د مڼو ځولۍ په یوه لاس کې ونه نیسي ، ځکه چې دوستي او دښمني دواړه همزمان یو خېل پر مخ نه ځي .
بارک اوباما څو ورځې مخکې اعلان وکړچې هندوستان ته په دری ورځني سفر ورځي ، خو له خپل دې سفر سره یې جوخت پاکستان ته ګوت څنډنه وکړه چې که زما د سفر پر مهال یې د هند په سرحدي سیموکې کوم پوځي حرکت وکړ ، او یا یې وروسته له دې په خپل هېواد کې د ترهګرو پټن ځایونه او روزنتونونه له مینځه یو نه وړل ، نو بیا یې ګیله له خپله ځانه ده .
بارک اوباما ظاهراً هندوستان ته د دوی د کلنۍ غونډې په نوم ورغلی . خوهلته د امریکې ؤلسمشر اوباما او د هند صدراعظم دواړو په ګډه د ترهګریزو حملو د مخنیوي او په سیمه او افغانستان کې د ټیکاو راوستو پر سر ټینګې ژمنې وکړې .
دواړو مشرانو پر دې ټینګار وکړچې له افغانستان سره به د امنیت او بیا رغونې په برخو کې مرسته کوي . هندوستان دمخه هم له افغانستان سره په بیا رغونه او صحي برخو کې مرستې کړې ، خو د پوځیانو د روزلو او پوځي امکاناتو برابرولو په اړه لا هم څه وخت شته .
پخوا په شلمه پېړۍ کې هندوستان د روسیې ټینګ دوست ؤ ، ځکه هغه مهال روسیې او هند دواړو له چین سره سرحدي لانجې لرلې . خو نن سبا د هندوستان نفوس او اړتیا دواړه ورځ تر بلې مخ پر ډېرېدو دي . او د روسیې خو د اشغال پر وخت په افغانستان کې زور اوبه شو . ځکه پخوانی شوروي اتحاد ړنګ شو ، د چرنوبل اټومي بټۍ یې له مینځه ولاړه ، او د منځنۍ آسیا هېوادونو پر زېرمو یې امریکایي سترو کمپنیو واړول .
کله چې د امریکي او انګلیس په مشرۍ ایتلافي ځواکونو پر عراق باندي د کېمیاوي او پیولو ژیکي وسلولرلو په پلمه د لومړي بوش په وخت کې حمله وکړه ، او د القاعدې مشران ورځ تر بلې په پاکستان کې سره را غونډېدل نوروسان وپو هېدل چې اصلي لوبه پر دوی باندې جوړه ده ، ځکه یې د اړتیا له مخې خپلو پخوانیو سیمه ییزو دښمنانو (هند او چین ) ته مخ واړاوه ، او له یادو هېوادو سره یې د امریکا او ناټو په وړاندې د دفاعي نظامي کمربند پر جوړولوداسې هوکړه وکړ ه چې (۵۰٪ به د روسیې + ۲۵٪ به دچین+ ۲۵٪ به د هند ) مردمي ، نظامي او اقتصادي ونډې وي . تر څو غرب د آرام سمندر ، هند سمندرګي او عربو بحیرې له خوا پر آسیا باندې را پورته نه شي .
اوس چې امریکا او ور سره ناټو ټلواله له تېرو (۱۴) کالو را هیسې په افغانستان او عراق کې پرته ده ، په ترکمنستان ، ازبېکستان ، تاجیکستان او نورو هېوادونو کې یې خپلې پوځي او اقتصادي منګولې ښخې کړې دي ، نو دا د امریکې مجبوریت دئ چې باید ددغه ځنځیر یوه کړۍ (هندوستان ) له د روسیې او چین له نظامي کمربند څخه را بېله کړي . ځکه روسیه او چین په سیمه او نړۍ کې د امریکې دوه ستر اقتصادي او نظامي سیالان دي . او مخ پر ودې هند دا مهال د خپلې اړتیا وړ موادو او مصرف ته اړتیا لري . چې د هند دا مواد په افغانستان او د منځنۍ آسیا په هېوادونو کې پیدا کېږي . چې واک یې له یادو هېوادنو او امریکې سره دئ . او لاره یې هم پر افغانستان باندې سپره ده .
هند مجبور دئ چې ددې موادو د تر لاسه کېدو له پاره په افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادنو کې خپلې پانګونې وکړي .په افغانستان کې خو یې لا دمخه د بیا رغونې په برخه کې پانګونه کړې ، او دا باید نوره هم زیاته کړي .
دا چې امریکې ولې د پاکستان پر ځای هند ته ترجېح ور کړه ، ځواب یې روښانه دئ ، ځکه پاکستان (۱۴) کاله نړیواله ټولنه وغولوله ، او ترهګر یې د مالي ، سیاسي اونظامي امتیازاتو تر لاسه کولو له پاره استعمالول . ځکه که چېرې د امریکې مالي مرستې نه وای ، اوس به پاکستان هم د هند په وړاندې موجو نه ؤ . بل لور ته ایران هم له پاکستان څخه سر ټکوي ، ځکه چې په پاکستان کې ترهګرد داغش په نوم روزل کېږي ، او په ايران کې بیا دداعش پر ضد نور ځواکونه روزل کېږي .
دا ځل افغان حکومت ته خورا ښه فرصت په لاس ورغلی چې له دې پاکستان ضد دوستیو څخه په دیپلو ماتیکه ژبه ، علمي منطق او کورني روغ مدیریت سمه ګټه پورته کړي . هند ، امریکا ، ایران او د منځنۍ آسیا ګاونډي هېوادونه له لاسه ور نه کړي . د ورېښمو او لاجوردو لارې د سیمې او نړۍ پر مخ پرانیزي ، تر څو له یادو هېوادو سره په ريښتینې دوستۍ کې هم خپلې زېرمې را وباسي ، او هم په زراعتي او تولیدي برخو کې خپل ځان ګام په ګام د خود کفایۍ تر کچې پورې ورسوي . د وارداتو پر ځای د صادراتو فرهنګ ته وده ور کړي . له همدې ځایه بیا پاکستان دېته مجبورولی شي چې نور په افغانستان کې لاسوهنه ونه کړي او د افغانستان شرطونه پر ځان ومني . خو که بیا پاکستان د کشمیر پر سر له هند سره په سرحدي سیمو کې نښتې پیل او د جیش محمد ډله د ترهګریزو بریدونو له پاره وهڅوي ، او په افغانستان کې ترهګریزو بریدونو ته دوام ورکړي ، نو خدای خبر چې دا هېواد به منځنۍ آسیا ته د تجارت لاره هم ومومي که څنګه ؟
پاکستان څو څوځلې افغانستان ته وړاندیز کړی چې افغان پوځیان ور ته وروزي ، خو د پاکستان پر دې وړاندیز لا تر اوسه افغان چارواکي په خپلو کې کومې هوکړې ته نه دي سره رسېدلي . ځکه د پاکستان دغه دوه مخې پالېسۍ ته اوس هم د شک په سترګه کتل کېږي .
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له ترورېزم سره د مبارزې په نوم له امریکې څخه په تېرو (۱۳) کالو کې په یوه لاس ډېرمالي امکانات تر لاسه کړل او په بل لاس یې ترورېستان په عایْقو سیمو کې تنظیمول او افغانستان ته یې د ترورېستي او ځانمرګو تخریبي بریدونو تر سره کېدو له پاره را لېږل . د ښاغلي کرزي حکومت یې پوره (۱۳ ) کاله د خپلو خود ساخته نا امنیو په پروژه کې مصروف وساته .
پاکستان دا کار د افغان حکومت د سقوط له پاره تر سره کاوه ، تر څومدیریت یې ور ته ضعیف اکي چې بیا لږ تر لږه د نړیوالې ټولنې له حضور څخه کومه ګټه پورته نه کړي .
تاریخ دا په ګوته کړې چې دپاکستان هېڅ ملکي ، نظامي ، استخباراتي او دیني اداره هېڅ افغان حکومت او افغانانو ته صادقه نه وې . تاسو وګورۍ چې دوی د غازي امان الله خان په وړاندې څه وکړل ؟ دوی د داؤد خان په وړاندې څه وکړل ؟ دوی له مجاهدینو سره په دوستۍ کې څه وکړل ؟ کله چې امریکایان پاکستان ته په قهر شول ، نو ښاغلي کرزي اعلان وکړ چې که پر پاکستان باندې له کوم لوري حمله وشي ، دوی به د پاکستان تر څنګ ودرېږي ، او هم یې څوڅو ځلې پاکستان ته د ورور خطاب کړی ، خو بیا موږ ټولو ولیدل چې پاکستان له همدغه کرزي او دده له حکومت سره څه وکړل ؟
په امریکا کې د هغه هېواد د جمهور ریْس په وړاندې د پاکستان جمهور ریْس پروېز مشرف ښاغلي کرزي ته د فیل مرغ خطاب وکړ ، او ښاغلي کرزي د تلوېزیون په پرده وژړل ، او دا ژړا یې ټولې دنیا ولیدله . هغه مهال به هم چې کله پاکستان تر سیمه ییز او نړیوال فشار لاندې راغۍ بیا به یې د انګلیسانو په مشوره له همغوخواوو سره په خپله دوه مخې ديپلوماتیکه ژبه خبرې پیل کړې چې ددوی د شومو اهدافو تارګېټ به وو . خو وروسته به بیا معلومه شوه چې ګټه پاکستان کړې ده .
دلته هم له همغې ورځې را په ایسته چې د ملي وحدت حکومت جوړ شوی بیا تر ننه پورې څو څو ځلې پاکستاني سر چارواکي ، د استخباراتو او پوځ مشران ، دیني او ملي شخصیتونه افغانستان ته را غلي او بېرته تللي دي . زموږ ؤلسمشر او نور چارواکي هم دهغوی په بلنه پاکستان ته ور غلي . خو تر اوسه یې کومه مثبته پایله نه ده لرلې .
اوس چې د افغانستان د ملي پو لیسو مشران او پارلماني وکیلان هغه هېواد ته ورغلل ، نوڅه یې ترې راوړل ؟ د هغوی په هغه اداره به یې اغېز څه وي ؟ آیا پاکستان وروسته له خپلې(۶۷) کلنې پالیسۍ (ستراتیژیک عمق ) څخه پر شا کېدای شي ؟ آیا پاکستاني چارواکي به یو ځل بیا خپل دغه تېر عادت تکرار نه کړي ؟ آیا پاکستان به په خپل هېواد کې د بیا رغونې او په افغانستان او سیمه کې د مرګ ژوبلو او ړنګولو له سیاست څخه لاس په سر شي ؟ آیا پاکستاني چارواکي به په افغانستان کې د دایْمي سولې ، امن ، ټیکاو ، ښېرازۍاو سموسورتیا له پاره په ګډه له افغان چارواکو سره په صداقت مټې را ونغاړي ؟ آیا پاکستان به په خپل ګاونډ کې یو خود کفا اوخپلواک افغانستان و زغمي ؟
نه هېڅکله نه !
ځکه که له خپلو طبیعي زېرمو ډک خپلواک داسې افغانستان د پاکستان ترڅنګ موجود وي چې په خپل کور کې د ننه پر تولیدي او زراعتي سکتورونو باندې ولاړ وي ، نو بیا به د پاکستان د بې کیفیته توکو دپېر او پلور مارکېټ پرته له افغانستان څخه د سیمې په کوم ځای کې وي ؟
ښکاره خبره ده چې کینه کښ پاکستان هېڅکله هم پر خپلو پښو ولاړ او آزاد افغانستان نه لیدلی او نه هم زغملای شي .
له پاکستان سره دوستي په حقیقت کې له افعي مار سره دوستي ده . د پاکستان ژمنې ټولې د شرمښ ژمنې دي .کله یې چې وس پرې رسېدلی ، ټولې شوې ژمنې یې خپله داړلې او خوړلې دي . نو که دا ځل هم نور چارواکي هلته ورشي ، د تېر په څېربه ټولې ژمنې یو ځل بیا په بډه ووهي . ځکه د پاکستان په قاموس کې دا نه شته چې پر کړو ژمنو دې وفا کړي او هغه دې عملي کړي .
افغان چارواکو ته په کار ده چې نور له دې پروژې تېر شي او ددې پر ځای دې په کور د ننه په پوره متانت او کلک هوډ سره پر ځان جوړونه بنسټیز او هر اړخیزه ملي کار پیل کړي ، چې پر مټ یې له پاکستان سره د خپل ریښتیني بشپړ ملي هویت په منطقي او ممکنه ژبه خبرې وکړي . ترڅو د خپل مجبوریت پر اساس په افغانستان کې له خپلو مداخلو لاس په سر شي ، په رسمي ډول هغه مني او په افغانستان کې د سولې او ټیکاو راستو له پاره عملي کار وکړي . که نه نو پاکستان ته زموږ د چارواکو ور تلل هسې د خپل وخت ضایْع کول دي او بس .