د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نه لورونه

الحاج الھام الدین قیام 27.01.2015 11:44

په انسان می ھیڅ خفګان لوریږي نه
په ھیچا می ژوند پریشان لوریږي نه

د آدم په ھیڅ اولاد می نه لوریږي
کوم یوشئ می چی په ځان لوریږي نه

ھرانسان ته انساني ژوند مدام غواړم
ذلیل ژوند می په انسان لوریږي نه

ھرافغان می د زړه سرد سترګوتوردی
ھيڅ ټیټ ژوند می په افغان لوریږي نه

زه قیام خدای له ازله داسی جوړیم
په ھیچا می لوند ګریوان لوریږي نه

25/01/2015