د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دافغان ملي هویت دمسخ کولو هڅي

نصیراحمد زاخیل 25.01.2015 12:13

دپخوا زمانو راهیسی چی لاهم دولتونه رامنځته شوی نه وه او وکړو په ابتدایی ،بدوی او قبیلوی شکل ژوند درلود په هغه وخت کی هم قبیلوی حکومتونه موجود او هر قوم او قبیلی ځانته مشخص هویت چی دهغه په اساس به دنورو قومونو او قبائیلو څخه جلا کیده درولوده .
وروسته دڅو پیړیو دهغه قبیلوی ټولنو او حکومتونو انکشاف وکړ او په پایله کی یی خپلواک او مستقل دولتونه رامنځته شول چی هر دولت ځانته خاصه جغرافیه،خاص فرهنګ ،کلتور او عنعنات ،ځانګری سیاسی او پوځی ځواک او ځآنګري هویت درلود.
داسلام مبارک دین دظهور سره سم نوموړي مشخصه یعنی دقبائلو قومونو یو تربله پیژندګلوی په هکله چی مرام یی دهر قوم په ځانګړي هویت باندی دتائید مهروه وواهه او په صریح نص سره یی دهر قوم دپیژندګلوی او هویت معیار تائید او دټولو ترمنځ یی دالله تعالی په وړاندی دبرتري معیار یواځی تقوا وګڼله او بس.
په معاصره پیړی کی سره ددی چی زیات شمیر خپلواک او مستقل هیوادونه رامنځته شول خو سره ددی هم هر یو یی دیو ځآنګری هویت لرونکی دی او هرنوې رامنځته شوي هیواد او نور تاریخې هیوادونه په خپل ټول توان او ځواک سره دخپل هویت دساتلو دمدعیان دی .
خو زموږ دهیواد ګران افغانستان په معاصر تاریخ کی دښکیلاکی ځواکونو دپرلپسي تاړاکونو او ددوی هیواد دکمزوری کولو په نتیجه کې دسیمی لري او نژدی ګاونډیانو او حتا دنړی زبر ځواکونو دخپلو شومو اهدافو لپاره ددی پاکی خاوری په ملی او دینی مقدساتو ،ملی تاسیساتو ،ملی ترمینالوژی ،اوبلاخره په دی ورستیو کی دافغان ملی هویت چي په هیواد کې میشت ټول اقوام او قبائیل پری راټولیدای شی دداخلي ګوډاګیانو په همکاری ددی ملی هویت دمسخ کولو هلی ځلی شروع شوی .
سره ددی چی دنړی زیات شمیر هیوادونه دغیر متجانس قومونو او ملتونو څخه تشکیل شوی دی او په ټوله نړی کی به هیڅ داسی هیواد پیدا نشو کړای چی دیو ژبی،یو قوم او یو نژاد څخه وی مګر بیا هم هغوی د خپلو هیوادنو دعمومی مصالحو لپاره او دښه ارام سوکال او باامنه دژوند په خاطر په یوی رسمې ژبی چی معمولاً داکثریت ژبه وی او یو ځانګړي ملي هویت په منلو سره راتلو شوی وی .
افغانستان هم دمختلفو اقوامو او پرګڼو څخه جوړ یو هیواد دی چی دتاریخ په اوږدو کی یی دمختلفو اقوامو ترمنځ ګډ کلتوراوعنعنات درلودل او په مشترک ډول یی کلونه کلونه دامن ،خوښی او دهیوادملی مصالحو په لاسته راوړلو او د ورورګلوی په فضاُ سره ګډ ژوند درلود.
خو دمعاصري پیړي په دي ورستیو کې دسیمې نړي استخباراتی کړیو او په داخل کې دهغوی لاسپوڅو ګوډاګیانو خودخوا او مغرضو اشخاصو لخوا ددی پاکي خاوري ملی وحدت دلمنځه وړلو لپاره په مختلفو ژبني .سمتی ،مذهبي ډلو ویشلو او نورو نیرنګونو څخه په پراخه کچه استفاده او دهیواد ملې وحدت یی دزیان سره مخ کړ.
په ټولنه کی دملی وحد ت ارزښت دبدن دمفاصلو دارزښت ته ورته دی کله چی بدن مفاصل ونه لری یاستونزی سره مخ وی بی له شکه دبدن سلامتیا لمنځه ځی دبدن غړی زیان وینی او په پای کی بدن دنابودی سره مخ کوی.
همدارنګه که په ټولنه کی ملی وحدت نه وی نوموړی ټولنه دنابودی سره مخ وی .
متاسفانه زموږ دهیواد سیاسی معاصرو لوبغاړو دخپلو ناروا شخصی ګټو ړدلاسته راوړلو په موخه ملی وحدت دستر ګواښ سره مخ کړ.
دسیمی دمغرضو هیوادونو لمسون،پراخه مادي او معنوی امتیازاتو پربنا خود فروش وطن فروش او خائین افراد دی ته وهڅول چی زموږ دګران هیواد ملی وحدت مات او دمختلفو فرهنګي ،ملی ،تاریخي عابدات، ملی ایډیالوژی،وطن پالنه ،ملي مصطلحات ، اونور تر برید لاندی ونیول او په کرارکراره یی دقومونو ،مذهبونو او سمتونو تر منځ دنفاق اور بل کړ.
او په دی چلوټو سره یی ددی تاریخی مدنیت ،عظیم الشانه برم لرونکی قوم ،قوی عظم ،تقوا،دیانت،متانت،احساس ،غیرت او تاریخی وحدت مات او هیواد یی په داخلی ستونزو کې سره لاس او ګریوان کړ.
مغرضو کړیو لمړي دهیواد د وګړو ترمنځ ژبنی تعصب ته لمنه وهل شروع کړل دهغه مختلفو ژبو ویونکی چی کلونه کلونه سره یو ځای اوسیدل او یو دبل په ژبه سره پوهیدل دهغوی ترمڼځ یی بد بینی راوټوکوله او تاریخی دوستان یی یو دبل مقابل کی دښمنی ته تیار کړل ، ژبه په حقیقت کی دبشری ټولني دیو ملت دهویت مشترکه فرهنګي پانګه او میراث دي مګر دی تالی څټو دپردیو دګټو او خپلي شیطانی غوښتنو لپاره خپل هیواد دژبنی تعصب اور ته واچوچي په نتیجه کي یی دهیواد ټولو مروجو ژبو دپرمختګ مخه ونیوله .
په دوهم قدم کې یی هیواد په سیمو او سمتونو وویشه او هغه تاریخي پس منظر چی دیو سیمی خلکو دنور سره درلود هغه یی زنابودی کندی ته واچوله دهیواد دمختلفو سیمو خلکو تر منځ پراخه خپلولوی موجودی او حتی دموسمونو په تغیر سره دیوی سیمی خلک بلی سمی ته تلل او هلته دهغه سمیی اودسیدونکو لخوا دپراخه هرکلی سره مخ کیدل او په ګډه یی ژوند کولو مړی او ژوندی یی سره شریک دخپلوی تر درجی پوری سره نژدی شوی وه مګر ددی مغرضو افرادو دخود خواهی له کبله دنوموړو افرادو ترمڼځ دنفاق درځ واچول شوو او په دی ورستیو کی دیوي سیمی خلک حاضر نه دی هغه خکلو ته چی کلونه کلونه یی ددوی سره یو ځای ژوند کولو په خپله سیمه کی دموقت اوسیدلو زړه هم ورته نه ښه کوی .
په دریم قدم کي یی دنوری نړی په څیر دلته هم دمذاهبو تر منځ نفاق ته لمن وهل شروع کړل په دی برخه کی یی هم دبادارانو لخوا په پراخه کچه مادی او معنوی مرستی ورسره وکړی او تر یو حده په برخه کی هم خپل هدف ته نژدی شوی دی .
په څلورم قدم یی زموږ ملي تاریخی کلتور ،فرهنګ او عنعنات تر برید لاندی ونیول په دی برخه کی یی هم پراخه کار شروع کړ. دافغانانو بی فرهنګه کولو اخپل فرهنګ درواجولو ،بیرونی افغان ضد اصطلاحات ،لغات، او عبارات یی زموږ دملی مصطلحالتو په عوض رادننه کړل اوهم یی ددی ملت په فرهنګ ،دود اوعنعناتو ،اواخلاقو دفاسدولو او لمنځه وړولو برید وکړ بیرونی فرهنګ یی رادننه او خپل ملی ،افغانی او تاریخی فرهنګ سره یی ددی فرهنګپال ملت نا اشنا کولو هڅي پیل کړی بد اخلاقیو او بی حجابی ته یی وده ورکړه.ځینی بی فرهنګه پوچ زهنه او تش په نامه افغانان یی په لومو کی ښکیل شول.
زموږ ملی تر مینالوژی دستر ګواښ سره مخ کړه او په هغه کی یی پردی لغات داخل کړل سینما ا تیاتر یی هم دخارجی مضخرفاتو څخه ډک او بی حجابه بد اخلاقه برنامی یی زموږ په سپیڅلی او ملی کلتور کی داخلي کړی .
دځوانانو فکرونه یی مخشوش او پردیو کلتور ته یی هغوی وهڅول تر څو په راتلونکی کی خپل ملی کلتور څخه نوی ځوانان ناخبره ملی احساس او افغانی غیریت یی راژوندی کولو لاره بیا ونه مومی.
تاریخي عابدات او تاریخی سیمی یی ړنګي کړی تر څو دا ملت دخپل تاریخي کارنامو څخه ناخبر وساتي په ملی اثارو،تاریخی عابداتو ،تاریخی ودانیو او نورو برید تر سره چی متاسفانه ملی اثار او تاریخی عابدات یی هم دځینو داخلی تالی څټو ،قاچاقچیانو او غلو پرمټ چور او تالان کړل.
په پنځم قدم کې یی دهیواد سیاسی واک تر برید لاندی ونیو او خپل تالی څټي ګوډاګیان یی په مختلفو سیاسی ،امنیتی ،مشورتي اونورو برخو کی واک ته ورسول په ملی شورا،ولایتي شوراګانو،کابینه ،قضاء،څارنوالی،ملی پوځ ،ملی پولیس،او نورو لوړ رتبه پوسټونو ته خائین وطن فروش ،عیاش ،او بی بندوباره افراد دمادیاتو ،مذهبي،او سیمه ایزو او نورو تبلیغاتو په اساس په لوړو پوسټونو کی نصب کړل چی په دی اساس یی خپلو شومو اهدافو ته درسیدلو لپاره لاره هواره او وتوانیدل چی دحکومتی منصبونو په اساس ملت تر منځ مذهبي ،سیمیز،ژبنی ،او سیاسی تعصباتو ته وده ورکړی او اوی وی کولای شول چی اوبه خړی او ماهیان په کي ونیسی یعنی خپل اهداف دملت د کازب ملاتړ په شتون کی تر لاسه کړی.
بهرنو هیوادنو دخپلو پراخه اقتصادی ګټو او ددی خاوری دطبعی منابعو څخه دګټی ګرمو اوبو درسیدلو او نورو اهدافو په خاطر زموږ سیاسی لوبغاړی په دی عصری نړي کی په خپل منځ کی په بی معنا او بی ګټي مبارزی لکه ژبی،قوم ،سمت او نورو مخالفوتونو سره مصروف کړل او هیواد یی عصری کولو ،پرمختیا ،او ودی ته پرینښود،تر څو زموږ دصنعتی کیدلو او په پښو دریدلو په اساس دهغوی دبی کیفیته توکو دخرڅلاو دا ګرم بازار دلاسه ورنکړي.
دټولو فرهنګی ،ایدیولوژیکی ،اونورو بریدونو څخه وروسته دی ورستیو کی دسیمی مغرضو هیوادونو او په افغانستان او افغان حکومت کی دهغوی نصب کړای شوو وطن فروش عیاش ماده پرستو په مټ ددی غیور،ملت دملی هویت سلبولو او مسخ کولو ته ملاوتړله او هلی ځلی یی شروع کړی تر څو بلاخره افغانان دنړي په مخ بی هویته کړي.
ددکرزی حکومت په ورستیو کی حکومت زیاتره استخباراتی کړیو به لاس کی وه او دتابعیت دتذکرو قانون چی لمړی دحکومت لخوا مسوده تیاره په دوزارت عدلي، کابینه او بلاخره په ملی شورا کي د پردی پالو عناصرو په هڅو ،چل ،فریب او نیرنګ دغه مسوده تصویب او ولسمشر ته دتوشیح لپاره ولیږل شوه.
بلاخره په خواږه خوب ویده ملت ځینو ملي او وطنپال بنسټونو او څیرو هم دبریښڼا په څیر یو شوک وخوړ او راویښ شول چی هی! داڅه روان دی ملی وحدت مو مات ،لوړ پوړی چارواکی مو داسخباراتی کړو لخوا تغذیه کیږی،ملی فرهنګ مو خارجی شو ،ملی ترمینالوژي مو دپردو په لاس کی کښیوته او س نو غواړی چی بی هویته مو هم کړي؟
هماغه وه پراخه تظاهراتو ،کنفرانسونو ګردی میزونو او نورو دلاری یی خپل غږ دسیمی او نړی مغرضو هیوادونو او دهغوی داخلی ګوډاګیانوته ورساوه چی آه خبردار نور درسره هیڅ معامله نشو منلای او په هیڅ قیمت دخپل ملی هویت څخه نشو تیریدلای.
خو بیا هم بیدون دیو شمیر محدودو بنسټونو څخه اکثر سیاسی حرکتونو،مدنی حرکتونو،قومی حرکتونو ،ملی او قومی څیرو د بی هویته کیدلو په وړاندی هم همغه مضر احتیاط څخه کار واخیست او چوپه خوله پاتي شول .
ددغه محدودو وطن پالو غږ یو څه اثر په حکومت پری باسه سره ددی چی ولسمشر نسبتاُ نرم مزاجه ،اویو ضعیف شخصیت او ۱۳ کلنه دوره یی په ډیر غیر معقول احتیاط او ضعف سره پرمخ یوړه هغه هم د سیمی اونړۍ داستخباراتی کړیو او دهغوی داخلی لاسپوڅو څخه په ډار او هم یی دهغوی مادی امتیازات ترلاسه کول خو سره ددی دومره ضعف بیاهم هغه افغانی غروور چی دده په وینه کی موجود وه دده وجدان ورته دا اجازه ورنکړه چی دا کرغیړن عمل ته زړه ښه کړی او نوموړی تصویب شوی قانون دتوشیح څخه یی دخپل حکومت تر پایه ځان وژغوره .
نوي حکومت چی دډیرو اقتصادی ،امنیتی ،اوټولنیزو ستونزو څخه وروسته دنړیوالو په مستقیمه مداخله دملي وحدت تر شعار لاندی د داستخباراتی کړیو او ځیني افرادو مشترک حکومت جوړ شو په همغه لومړیو کي یی دتابعیت دتذکرو قانون توشیح کړ.
یو شمیر مدنی فعالانو،او ملي مبارزین بیا هم ارام نشول او خپل مدني اعتراضونو ته یی دوام ورکړ ددوی دفشار په اساس حکومت وعده وکړه چي موږ به دا قانون تعدیل او دملي هویت مسئله ته به دپای ټکي کیږدو ملیت (نیشنیلټی ) په کي ذکر کړو.
خو لاهم دا قانون تر اوسه نه دی تعدیل شوی او حکومت دتیر په څیر ملت په تشو وعدو دوکه کول غواړی او زموږ دهیواد هغه افراد چي ځانونه ددی خاوری ټیکه داران بولی او تل یی دهیواد امتیازات تر لاسه کړی ،یو شمیر ګوندونه چی ځانونه ددی هیواد ملي او تاریخی سیاسی حرکتونه بولي،ځینی دمدني حرکتونه چی ځانونه دهیواد په درد دردمن بولي،او یو شمیر قومي شوراګاني چي تل یي دقوم په نوم ددی هیواد امتیازات ترلاسه کړي او لای یی هم دعوه لری او نو چی ځانونه ملی اونړیوال شخیتونه بولي ټول دملت سره ددی ستري جفا په وړادی چپ ناست دی او حتا یو سولیز لاریون ته هم اماده نه دي .

فاعتبرو یا اولی الابصار
نصیراحمد زاخیل
۱۳۹۳/۱۰/۱۲
کابل احمد شاه بابا مینه