د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زوړ دولت او اوسنی هلمند

سردار محمد همدرد 24.01.2015 11:57

هلمند د افغانستان یو له هغو ستراتیژکو ولایتونو څخه دی چې، د هېواد لسمه برخه تشکيلوي له بل پلو هلمند ته د ملي يووالی کور هم ویلی سو ځکه چې، د هیواد د ډېرو قومونو او ولایتونو وګړي پکې اوسیږي، له تاریخي پلوه هم هلمند داسې ولایت دی چې د هیواد سترې لویې او د سترو امپراتوریو مرکز پاتې سوی دی.
زه نه غواړم چې تاریخ ته ولاړ سم خو په لنډ ډول هلمند کې د تېرو دیارلسو کلونو په اړه ځغلنده کتنه کووم، څومره چې پکار وه، دې ولايت ته هغه شان کار نه دی سوی، دا بېلابېل لاملونه لري، چې په لنډه توګه به ورته اشاره وکړو:
يو ډول داسې ستونزې وې چې ټول هېواد ورسره مخ و، لکه پراخ اداري فساد، پر مهمو دولتي څوکيو د ناسمو اشخاصو ګمارل، نا امني، بېکاري او دې ته ورته نورې ستونزې.
هغه خلک چې د هلمند په نوم يې په مرکز کې استازيتوب کاوه هغوی هم فقط شپې سبا کړې او د هلمند رښتيني استازولي يې ونه کړه.
له امنیتي پلوه هلمند هره ورځ د جنګ شاهد پاتې سو په داسې حال کې  چې شاوخوا ( ۳۵۰۰۰ ) پنځه دېرش زره افغاني پوځونه دلته شتون لري خو دې ځواک ته په کتو سره د هلمند ( ۲ ) دوې ولسوالۍ لکه دیشو او باغران چي تر اوسه د دولت د حاکمیت څخه بې برخي پاته سوې، شمالي هلمند کې یوازې د ولسوالیو د مرکزونو پرته زیاته سیمه د وسلوالو تر ولکې لاندې؛ ده مرکز ته نږدې تریخ ناور او نهرالسراج هره ورځ د جګړې شاهد پاتې سوی او دې ته ورته په مرکز او ولسوالیو کې ګڼ قومي مشران، علماء کرام او د دولت کارکوونکي ترور سول او ووژل سول.
د پوهنې په برخه کې هلمند پوهنتون د خپلې ودانۍ خاوند نه سو، د یوسل او دېرشو ښوونځیو په شاوخوا کې تړلي پاتې سول په خاص ډول په شمالي هلمند کې ښوونیز بهیر د نشت برابر ؤ.
په روغتيايي برخه کې هم یو مرکزي روغتون چې د الحضرت محمد ظاهر شاه په وخت کې جوړ سوی ؤ، چې اوس د هلمند نفوس ته په کتو سره د هلمند د خلکو ستونزې نه سي حل کولای، په ولسوالیو کې هم د پام وړ روغتيايي خدمات څومره چې لازم ؤ نه دي ترسره سوي ښه مثال یې د ښځينه ډاکټرانو دی چې په ولسوالیو کې د نشت په مانا دی، يوازې ښځينه نه بلکې نارينه ډاکټران هم په ولسواليو کې نسته او که وي د ګوتو په شمېر، په اکثره ولسواليو کې خپل سري ډاکټري روانه ده، چې له امله يې ډېرو خلکو ته مرک ژوبله اوړي .
په بنسټیزو کارونو کې چې د هلمند د خلکو لومړۍ غوښتنه د کجکي بند رغول و، دا کار ونه سو، د بست تصدۍ ونه رغول سوه ، د کوکنارو بديل ورنه کړل سو، د بست تصدۍ رغول د کوکنارو لپاره يو ښه بديل و خو له بده مرغه هيڅ پاملرنه ورته ونه سوه او په مجموع کې د هلمند کرنيزو محصولاتو ته مارکېټ پيدا نه سو، چې دا په هلمند کې يوه لويه ستونزه ګڼل کيږي، د هلمند ډېری کرونده ګر خپلې کرنيزې ځمکې له دې امله شاړې پرېږدي چې حاصلات يې مارکېټ نه لري او اکثره وخت له پاکستان سوداګر راځي او په ډېره ټيټه بيه له دوی حاصلات اخلي چې د دوی کړی مصرف او خواري هم نه راګرځوي.
د صنعتي پارک نه جوړل يو بله ناکامي ده چې دولت په تشو ژمنو د هلمند خلک تېر ايستل خو تر اوسه يې عملي ګام نه دی پورته کړی.
په وروستيو کلونو کې په هلمند کې دومره ډېر دولتي غصب وسو چې په بل هيڅ ولايت کې به نه وي سوی، عامه شتمنۍ غصب سوې او د دولت هغه ځمکې چې د ښوونځيو، روغتونونو او پارکونو لپاره په نقشه کې نيول سوې وې، له بده مرغه د زورواکو لخوا په پراخه کچه غصب سوې چې په دې غصب کې ځايي دولتي اداره، وکيلان، قومندانان، قومي سپين ږيري او د سيمې بانفوذه خلک ښکېل دي.
هلمند ته چي له مرکزه کوم والیان ګمارل کېده ډیری یې د خپلو شخصي ګټو د ځمکو خرڅولو په فکر کې ؤ، دا چې هلمند یو له هغه ولایتونو څخه ؤ چې تر ډېرو ولایتونو زیاتې پیسې په خاص ډول نړیوالې ټولنې ولګولې زه پوره باوري یم چې ډیرو ولایتونو ته به دومره پیسې نه وي راغلي.
په عدلي او قضایي برخه کې داسې ستونزې تکرار سوې چې د عدالت نوم یې له منځه یووړ، اوس مهمه داده چې نوی حکومت که د هلمند رهبریت ته پاملرنه ونه کړي ژمن او پر وطن مین اشخاص ونه ګماري او ټینګه اراده رامنځته نه کړي؛ د هلمند موجوده امنیتي ستونزو، بې روزګارۍ او د ولس باور ته کار ونه کړي دا به ډېره مشکله وي چې دا پراخ ولایت دي د امن کور سي.
دا منو چې دلته استخباراتي جنګ دی او موږ د پاکستان سره پراخه پوله لرو او ډیرې ستونزې له دغه پولې هم راپېښې دي او په دې خبره هم باید ټینګ باور ولرو چې ښه حکومت داري ، خلکو ته ښه خدماتو وړاندې کول، ټولنيز عدالت ، او یو ځواب ګویه اداره کولای سي د هلمند په دغه پرتو ستونزو کې مثبت رول ولوبوي.
زه دا نه وایم چې بيخي هیڅ نه دي سوي او یا ټول اشخاص ژمن نه و، خو هغه مرستو او پیسو په پرتله چې هلمند ته راغلې دغه کارونه او کړنې د نشت په مانا دي.
وړاندیز مې دا دی چې؛ په ملکي او نظامي برخه کې باید پاک او ژمن کسان چې په سر کي یې والي دی هلمند کې پر دنده وګمارل سي، د مرکز او ولسي استازو بې ځایه مداخلې بندې سي، د ولسونو سره ګډ کار وسي، مکافات او مجازات رامنځته سي، که پورته ستونزو ته پاملرنه ونه سي د هلمند جګړه به نوره هم پراخه سي او بیابه یې قابو کول ډیره ستونزمنه خبره وی.
د يوه ښه هلمند او خپلواک افغانستان په هېله!
۱۳۹۳/۱۰/۲۹