د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د «جهاد» و«مقاومت» مشران يې اوس څه ګڼي؟

قمري مياخيل 24.01.2015 12:53

هېښوونکې ده، چې په يو باطل نظام کې ګډ وي، د مسلمانانو پر ضد د نړېوالې نا مشروع جګړې کلک پلوی او لښکري وي، خو بيا هم مجاهد وي. پام به يې نه وي، چې جهاد خپل اصول او اخلاقيات لري، که په اصولو او اخلاقياتو برابر و، مجاهد به وي او که له خطه اوښتی و، څه د انستيتيوت بری ليک خو نه دی، چې هر ځای او هر وخت يې وکاروي!
دوی تېر جهاد ته دومره وفاداري ښيي، چې په هره وړه او غټه خبره کې د جهاد خبره کوي، حيرانتيا بيا دا ځای پيدا شي، چې دا خلک له خپل تېر سره په دومره کلکه وفاء کې په هيڅ ځای او هيڅ عمل کې نړېوال کفر سره ان اختلاف هم نه لري. کله لا دا هم وشي، چې د امريکا پړه هم پر روسانو اچوي.
يو کال کرزي د کابل پوهنتون محصلين شهيدان کړل. د محصلينو يو لاريون کې مې د همدې جهادي رهبرانو يو پلوي ته پام شو. حيران هم وم، چې دا دلته څه کوي؟ ځکه دوی په دا څوارلس کلن تاريخ کې ان په ډېره غټه موضوع کې هم سره اختلاف نه دی لرلی. يو وخت مې پام شو، چې همدا کس شعار ورکوي او په ډېر شرنګيدلي غږ يې دوه درې کرت ناره کړه : “مرګ په وروس”. خلک خندا ونيول چې مړي امريکايانو کړي، دی يې اوس هم له روسانو ګڼي.
دوی د طالب په دښمنۍ کې دومره مخکې لاړل، چې ان د عقيدې ننګه يې هم پرېښوده. دوی نه د قرآن کريم د سپکاوي په اړه څه وويل، نه يې د توهينوونکو کارتونونو په اړه څه وويل، نه يې د مسجدونو د سوځولو په اړه څه وويل. د ړندو بمباريو او وژنو خبره خو لا وروسته ده.
زه يې هغې هوښيارې کشرې طبقې ته حيران يم، چې څنګه يې ايمان نه ښوري؟ څنګه ړانده او کاڼه ورپسې روان دي؟ دا څوارلس کاله دوی پوه نه شول، چې حق چرته دی؟ دوی که لږ فکر او تفکيک وکړي، چې يو د جهاد اصل حکم دی او بل جهادي لوری دی، که دوی جهادي لوري سره کومه ستونزه لري، ولې هغه احکامو ته نه ګوري چې په دې ځانګړې زماني مقطع کې متوجې دي؟
دا سوال يوازې دوی ته نه دی متوجې، بلکې ټولو هغو ته متوجې دی، چې په ډېرو کمزورو دلايلو له جهاده منکر شوي او ځان په لوی لاس د کفر لمن ته ټېل وهي. ډېر هغه ورونه چې په ډېر خيرن چاپېريال کې يې ځان په شکلي دعوت قانع کړی او په هرزه دلايلو يې اتکاء ده، بايد وپوهيږي، چې د قيامت په ورځ دا “انې بانې” کار نه ورکوي.
يوه ورځ مې له يوه وردګ ورور سره د جهاد په سره بحث و-د پخوانيو مشرانو نږدې پلوی دی- خوارکي راته د جهاد د نه کولو دليل وايه : استاد وايي؛ که طالب سره ملايکې هم د تصديق لپاره راشي، ولا که يې ومنم. سره له دې چې د حديثو د څانګې د ماسترۍ مرحلې محصل و، خو هم دومره نه و، چې اقلا د “استاد” دا خبره خو يې په هغه خپل تول تللې وای. زموږ جهادي تنظيمونه چې ورځ تر بلې خرابېدو خواته لاړل، ستر لامل يې همدا و، چې د تنظيم رهبر ان د کفرِ بواح اجازه هم درلوده، داسې څوک نه و، چې اقلا فکر ته يې اړباسي. خبره تر دې ځايه راورسېده، چې نن يې دولت هغه د دوی “جهاد” هم پايمال کړ.
تر اوسه کابل پخوانيو رهبرانو د کرزي او مفکر حکومتونه په ډېر وقيح استدلال مشروع وګڼل او کشرې طبقې يې هم ورسره غاړه يوړه، خو زه حيران يم، چې دوی به له دې وروسته خپل ضمير ته څه ځواب وايي؟ هغه دوی چې د جهاد او مقاومت خبره کوله او ځان يې ان د کفر غېږه کې “مجاهد” باله، اوس څه وايي، چې کابينه کې د نورالحق علومي او شېرمحمد کريمي ځای شته، خو دوی په کې نه ځاييږي؟
دوی چې تېر جهاد په هره وړه او غټه کې يادوي، هغه څېرې يې مخې راځي، که نه، چې جهاد يې د چا پر ضد کاوه؟ ولې يې کاوه؟ که دوی ته د دې حکومتونو کفر په هيڅ نص نه ثابتيږي، نو هغه د دوی ځانګړې جهادي فلسفه اوس څه وايي، چې د بېلګې په ډول د دې حکومت مشر د داکتر نجيب اقتصادي مشاور و، دفاع وزير د هماغه وخت پوځي او داخله وزير د هماغه وخت تجربه کار معذِب!
که دوی توبه ويستي وي او مسلمانان شوي وي، نو ثابته دې کړي او که نه وي، نو څه فيصله لري؟ زه خو يې ځوانې طبقې ته په ډېرې همدردۍ او خواخوږۍ غږ کوم، چې ايمان ته مو پنا يوسئ، که نه دا خلک به مو د جهنم کندو ته راکاږي او بيا به د خلاصون لار نه وي.