د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بهرنېو هېوادونو ته تګ ستاسې عقيده اغيزمنه کوي

یاسر الهاشمی 22.01.2015 21:03

د ټولنپوهنی د علماو په وينا فرد د ټولنې څخه متأثر دی، پدې معنی که چيرې يو شخص په ټولنه کې ژوند کوي نو ټولنه پري اغيز ښندي.
د غير اسلامي هيوادونو او بيا په ځانګړي توګه د اروپايي هيوادونو محيط په داسې ډول عيار شوی چې کېدای شی د يو مسلمان ځوان د انحراف سبب وګرځي.
انګلستان د اروپايي هيوادونو له جملې څخه يو هيواد دی او د دې هيواد محيط هم د نورو اروپايي هيوادونو په څير دی.
پدې معنی چې په انګلستان کې د شريعت خلاف او غیر اخلاقي اعمالو ته جواز ورکړل شوي؛ د مثال په ډول د نجونو او هلکانو بې پولې آزادي پکې شتون لري، د هرډول الکولي مشروباتو کارول جواز لري، پراولادونو باندې د والدينو څار نشته، له اتلس کلنې څخه وروسته پر اولادونو باندې د والدينو واک نه شته.
ددې ترڅنګ د انګلستان او نور اروپايي هيوادونو په ښارونو کې بې شميره بربنډ عکسونه په ديوالونو باندې نښلول شوي دي، دا ټول هغه څه دي چې کیدای شې يو اسلامي ځوان د ګناه په کولو ترغيب کړې.
څه فکر کوئ يو مسلمان ځوان په انګلستان کې د اوسيدو سره خپل عقيده وساتلی شي؟ آيا پدې پوهيږې چې انګلستان ته په تګ سره د سپيڅلې عقيدې د لاس ورکولو احتمال شتون لري؟
ايآ دا امکان لري چې يو شخص پداسې هيوادونو کې د غیر اخلاقي عمل مرتکب و نه ګرځي، او يا الکولي مشروب استعمال نه کړي، او يا امکان لري چې یو شخص خپلې سترګې وساتي؟
لندن ته تلونکۍ ځوانه!
ډيری ځوانان فکر کوي چې انګلستان کې په اوسيدو سره خپل مسلماني ټینګولی شي، خو کله چې انګلستان ته ورسيږي او کال يي تير نه وي بیا هر ډول نا مشروع عمل ته يي لاس اچولې وي. لامل يي هم پورتنې فکتورونه دي چې مخکی مو ذکر کړل.
انسان يو ټولنيز موجود دی، که چيرې يو انسان وغواړي په يوه ټولنه کې ژوند وکړي نو لازمه ده چې خپل وضعيت د هغه ټولنې سره سازګار کړي او د ټولنې سره توافق وکړي.
توافق پدې معنی ده چې د ټولنې د وګړو په خوشحالي او غم کې شريک شي، د نورو خلکو په شان کالي واغوندي، د هغوې په څیرخوراک وکړي چې دا حالت حتما پر انسان اغيز ښندي.
ټولنه په تدريج سره خپل اغیز پرې باسي امکان لرې داسې يوه ورځ راشي چې بيا به د اسلام د احکامو پلي کول پر داسې ځوانانو باندې او يا د هغې قبلول دې ځوانانو ته ډير ستونزمن ښکاره شي.
هر څه د الله تعالی له طرفه دی عزت، زلت، شهرت او دولت، ددې ترڅنګ مونږ پدې باور لرو چې دا دنيا فاني ده او مونږ يوه بله دنيا لرو چې ابدي او تلپاتی ده. مونږ باید د خپلې ابدي دنيا په اړه فکر وکړو او هغه داسې دنيا ده چې هيڅ پاي نه مومي.
که ته په خپله عقيده غيرت وکړې نو الله تعالی پر تا حتما غيرت کوي او د ژوند ټول اړتياوي به دی همدلته او خپل هيواد کې پوره کړي.