د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دغازي امیرامان الله خان په وخت کې تعلیمي بهیر

حضرت محمد شهاب 21.01.2015 21:09

غازي امان الله خان د امیرحبیب الله خان زوی د امیر عبدالرحمن لمسی چې په قوم بارکــــــزی وو په کال )1309(هـ ق د پغمان په منطقه کې چې د کابل په غرب کې قرار لري زیږېدلی،د کابل په نظامیه مدرسه کې یې خپل تحصیلات سرته ورسول د خپل پلار د مرګ څخه وروسته غازي امان الله خان د افغانستان واک په لاس کې واخیست اود یوې لسیزې څخه یې زیاته پادشاهي وکړه.غازي امان الله خان هغه وخت پادشاه شوچې دافغانستان خلکو سیاسي استقلال اوخپلواکي ترلاسه کړه او زمونږ ګران افغانستان په ټول جهان کې دآزادو اوخپلواکوهیوادونو په جمله کې راڅرګند شو. له دغه وخت څخه غازي امان الله خان دپیشرفته جهان سره علمي،فرهنګي اوسیاسي اړیکې ټینګې کړې اود افغانستان دروازه یې د پوره انکشافاتو،اختراعاتو اود مختلفو پرمخ تللیو فرهنګي،کلتوري اوعلمي اطلاعاتو پرمخ پرانیسته ،که څه هم د امیرحبیب الله خان په وخت کې دمعارف اساس،(تعلیـم اوتربیه ) اومطبوعاتو شتون لرلو مګرمختص ترمرکزه پورې ؤ.دهیواد لرې اونږدې ولایتونه دعلم اومعرفت څخه کاملاً بې برخې وو.

غازي امان الله خان تل سعیې اوکوښښ کولو ترڅو تعلیم اوتربیه د مرکزي انحصارڅخه بهرکړي اونورو مابقیه ولایاتو ته یې انتقال کړي اوپه اطرافي سیمو کې مکتبونه تأسیس کړي اود جریدو نشرپه ولایاتوکې رایج کړي ،ترڅو د معارف ،مطبوعاتومنفعت عام شي اودالله جل جلاله له دغه پوره ،ستراوعظیم نعمت څخه عام ملت په آسانۍ سره ګټه واخلي اوخپل ژوند اوزنده ګۍ ته دعلمي نور په اساس ادامه ورکړي. (کامګار،1387،ص 27).

په همدغه اساس غازي امان الله خان دافغانستان په مرکز او ولایاتو کې یو شمیر ښونځۍ افتتاح کړې،د دغو ښونځيو دودې اوترقۍ لپاره یې دخارجي دوستو هیوادونو سره علمي اوفرهنګي روابط ټینګ اوقایم کړل.غازي امان الله خان دتعلیم د ښه برجسته پرمختګ لپاره له دغه خارجي دولتونو څخه یو شمیرمسلکي ،دهنرڅخه برخمن اوعلمي کادرونه دتعلیم اوتربیې دښې ترقۍ او چټک بهبود په خاطر افغانستان ته راوستل ترڅو ددوی په مرسته ورسته پاتې تعلیمي بهیرد نړۍ په پرمختللې کافله پسې په نوي اوعصري سیستم سره ورسوي اود تعلیم لپاره یو منظم اساسي مستحکم تهداب کیږدی چې دا کړنلاره دغازي امان الله خان په عصر کې ترټولو با ثمره اوغوره کار وو.



دغازي امان الله خان په وخت کې دمعارف وزارت
دافغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په کال 1299/1922غازي امان الله خان دمعارف وزارت تأسیس کړو، اود اول ځل لپاره یې سردارمحمد سلیمان د افغانستان دمعارف د وزيرپه حیث انتخاب کړو.اود معارف وزارت بودیجه یې د دفاع او دربار د وزارتونو څخه وروسته په دریم قدم کې ترټولو لوړه بودیجه انتخاب کړه.غازي امان الله خان دجدیدې،عصري،منظمې،پیشرفته تعلیم اوتربیې لپاره بمثله بنیاد ګزار وو.(کامګار،1387،ص 27).

دغازي امان الله خان په وخت کې د ښځو د تعلیم پرمختګ
دافغانستان په تاریخ کې د اول ځل لپاره ښځو د عصري تعلیم اوتربیې لپاره دغازي امان الله خان په سلطنت کې بې مثله لاس راسي پیدا کړؤ.چې د ښځو لپاره اولین ابتدایه مکتب د دسمبرپه میاشت کال (1920)کې د(عصمت) په نامه د ملکې ثریا په واسطه اعمارشو.
وروسته له دې څخه همدا شان دوهم مکتب د کابل په ښارکې د جنوري په میاشت کال (1923)کې دمستوراتو په نامه جوړشو چې په اوله دوره کې یې تقریبا(34)ښځینه زده کوونکې لرلې،یوڅه وخت وروسته دښځینه شاګردانو شمیرله دووسو (200)څخه هم لوړشو.دغازي امان الله خان دسلطنت په آخرکې ددغه مکتب اکثره زده کوونکې د لوړوتحصیلاتو د تکمیل لپاره خارجي ممالکو لکه :ترکیه ،آلمان اوفرانسې ته ولاړل.په دغه مکتب کې په داخلي مسلکي استادانو سربیره زیات شمیرآلماني،هندي اوتورکي استادانوهم د تدریس چارې پرمخ بیولې.
چې دغه دښځینه وو مستوراتو مکتب په کال (1942)کې د ملالۍ دلیسې په نامه یادشو.اوپه کال (1924)کې یوځل بند اود شکست سره مخامخ شو مګر د څه مودې څخه وروسته د سلطنت دمقام څخه زر تر زره خلاص اوپه خپل فعالیت یې پیل وکړ،چې په کال (1928) د زده کوونکوشمیر (800)ته رسیدو چې دا دمستوراتو ترټولو َسترمکتب ؤ.له دې څخه وروسته اوه نورمکتبونه هم تأسیس شول.(اندیشمند،1389،ص 17).

دغازي امان الله خان په وخت کې خارج ته د زده کوونکوعلمي سفرونه
مخکې یاده شوه چې غازي امان الله خان په خپله دتعلیم دپرمختګ لپاره زیاتوهیوادوته سفرونه وکړل خو دا یې کافي ونه ګنړل. دغلام محمدغبارپه لیکلی قول کې راغلي چې غازي امان الله خان څووسوه افغاني زده کوونکي،دعصري اوپرمختللي زده کړې لپاره اتحادشوروي، جرمني، فرانسې، ایټالیا اوترکیې ته ولږلې. له دې څخه یوکال ورسته دمعارف په چوکاټ کې زیات شمیرښځینه زده کوونکې هم دتورکیې هیواد ته د تعلیم په خاطر ولاړل.دا چې په اماني دولت کې هرډول تعلیم اوتربیې ته زیاته پاملرنه کیدله،دنظامی تعلیم لپاره یې هم زیات شمیرکسان دانګلستان دولت ته دنظامی زده کړو په خاطرولیږل.
دغازي امان الله خان په وخت کې دکوچیانوتعلیمي بهیرته پاملرنه
غازي امان الله خان د میشتو کوچیانو لپاره ځانګړي مکتبونه سره دلیلیو جوړکړل اما کوم کوچیان چې دوراني اوګرځیدونکي وو دهغه داطفالو لپاره یې ځانکړي معلمان وټاکل ترڅو د دوی دماشومانوسره په سفرکې هم دتدریس چارې پرمخ یوسي اوهغه هم دتعلیم له حق څخه بې برخې پاتې نشي چې دا ډول اقدام تراوسه دافغانستان په تاریخ کې هم هیڅ کوم پادشاه نه دي کړی چې یا دې په خپله له شاګردانوڅخه امتحان واخلي اویا دې هم دیوې غریبې طبقې دتعلیم کچې ته په داسې لوړه پیمانه پاملرنه وکړي چې هغوی ته دې سیارمعلمان وټاکي.

دغازي امان الله خان په وخت کې دولتي کتابخانې اوجریدې
غازي امان الله خان دشل کسیزه پلاوي په حضور دکابل په ښارکې دتعلیم اوتربیې دترقۍ،پیشرفت،د تعلیمي کچې د لوړوالي اودخلکو دلاس رسي په خاطر دووې سترې کتابخانې جوړې کړې.اوپه هر ولایت کې یې یوه رسمی جریده ددولت په مصرف نشروله چې دهغه وخت دڅو جریدویادونه کوم: یوله هغو جریدوڅخه د( ارشاد النسوان) جریده وه چې په کال (1922) هفته واره په آتوصفحوکې د کابل د ښځو د مدیریت له خوا نشریده .دوهمه جریده د( مشرقی جلال آباد) جریده وه چې په کال (1921)کې دبرهان الدین خان کشککی له خوا په میاشت کې دوه ځله نشریده.(فرهنګی،1389،ص610).

د تعلیم اوتربیې په برخه کې دغازي امان الله خان اصلاحات
د افغانستان په معاصرتاریخ کې غازي امان الله خان لومړی پاچا ؤ چې ریفورمونه اواصلاحات یې پیل کړل.غازي امان الله خان ډېراصلاحات راوستل چې ډېرمشهوره اومؤثره واقع شول.چې دڅوتعلیمی اصلاحاتو یادونه یې په دا ډول ده : دریفورمونو څخه دبدې استفادې زمینې ډېرې زیاتې دي حتی په یوه ساده اوبې آزاره مسأله کې چې هغه ښونځي ؤ،هم بده استفاده کیدله هغه دا چې دښونځي څخه به لږاندازه لرې شاګردان ښونځي ته جلبول چې هغوی به هلته درسیدو توان نه درلود نو د دغه هلکانود معافولو په بدل کې به سرمعلم ورڅخه رشوت اخیست.یابه یې ځوانان هلکان چې د کور،باغ اوپټي کاربه ورپه غاړه ؤ دښونځي په نامه به را کشکول کیدل اوبیا به یې په رشوت خوشي کول .په دې توګه یې خلک دمعارف څخه زړه توري کړل .

اما دغازي امان الله خان په وخت کې د اساسي نظام نامې د (68)مادې په اساس د معارف تعلیمي بهیر په هرفرد دابتدایې دورې ترتکمیله حتمي،جبري اوضروري وبلل شو.بل دا چې په افغانستان کې عصري لیسه یوازې د حبیبیې لیسه وه مګر ده په اطرافو کې هم عصري مکتبونه جوړکړل. د مثال په ډول دکابل څخه په یوه لرې ولایت قندهاردشالمارپه ښوونځی کې هم د تیلګراف مکتب پرانیستل شو.مدیرجیلاني خان الکوزی چې دتیلګراف دښوونځی زده کوونکی ؤ،ده دامیرامان الله خان سره لیدلی دي. نوموړي مدیروایی:غازي امان الله خان چې کله قندها ولایت ته تشریف راوړو موږلسوکسانوپه هغه وخت کې دتیلګراف په مکتب کې زده کړې کولې.زموږ دوه معلمان وو چې دتیلګراف په فن کې یې زده کړې راکولې.غازي امان الله خان موږ په ټولګی کې په دووبرخو تقسیم کړو او زموږڅخه یې مستقیماً امتحان واخیست دامتحان دبریا انعام یی هریوه ته دری دری کابلۍ روپۍ راکړې اوزموږمعلمانوته یی تشویقی تحفه زرکابلۍ روپۍ ورکړې.غازي امان الله خان دښوونځیوترڅنګ دولتي چاروته هم توجه اړولې وه سیدشمس الدین مجروح وایي چې تردې دمخه دولتي تشکیلات نه وو موجود، دولتی تشکیلات مینځ ته راغلل،په منظم اوعصري صورت باندې وزارتونه پیدا شول،تقسیم عمل وشو،په افغانستان کې داول ځل لپاره بودیجه جوړه شوه ، عسکری خد مات اجباری شول. بل ښځوته تعلیمي حق ورکړل شوچې مخکې ورڅخه محرومه وې اوښځوته دعدم حجاب حق ورکړل شو.


دغازي امان الله خان په وخت کې تعلیم اوتربیه دافغانستان دیوه اشد ضرورت، بهبود،ترقۍ اوانکشاف لپاره ترټولو اساسي لار بلل کیده. اوپه دغه دوران کې ترټولوسترافتخاری نشان دمعارف نشان ؤچې دانشان دملکی اونظامی نشانونوڅخه هم لوړؤ.(عطائی،1383،ص180)

دغازي امان الله خان دسلطنت په آخر کې دتعلیمي بهیرموانع
دهرحکمت په سقوط سره تعلیمي بهیر تربلې هرې ادارې زیاته ضربه لیدلې ده. د امانی حکمت په سقوط سره هم دافغانستان تعلیمی بهیر د ډول ډول ستونزواوموانع وو سره مخ شو.چې یوهم د تعلیم په برخه کې د انګلستان غیرمستقیمه مداخله وه.
په دې کې هیڅ شک نشته چې دکدرونو دروزنې لپاره په خارج کې دمحصلینوروزل یوضروری کارؤ،
خو دارپا یی دولتوسره په دومره پراخه پیمانه عشق اومحبت یوه لویه غلطي وه ځکه خپله ټولنه یې دعرفا په شان جوړه کړه چې دا کړنلاره دافغانستان دفرهنک،کلتور،رسم اورواج څخه کامله خلاف کارؤ خلک یې مجبورکړل چې دریشي واغوندي اودښځوله سرو څخه په زور سره چادري ګانې لرې شوې چې همدا کارونه ددیني علماوو دقهر اوغصې سبب شول اوعام ملت یې هم دامانی دولت دښځودتعلیم په ضد وهڅولو اوددوی دتعلیم دبندښت اقدامات یی جدی پیل کړل چې دادغازي امان الله خان یومضراوغیرضروري عمل ؤ.(اندیشمند،1389،ص،21).
پا یله:
غازي امان الله خان دافغانستان په تاریخ کې هغه ځوان باغیرته اوقهرمان باچاؤچې د په آسیاکې د انګریز سرورټیټ کړؤاوخپل استقلال یې په لوړمروت اومردانګي سره ترلاسه کړؤ. اودافغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په کال 1299/1922غازي امان الله خان دمعارف وزارت تأسیس کړو، اود اول ځل لپاره یې سردارمحمد سلیمان د افغانستان دمعارف د وزيرپه حیث انتخاب کړو.اود معارف وزارت بودیجه یې لوړه انتخاب کړه.غازي امان الله خان دجدیدې،عصري،منظمې،پیشرفته تعلیم اوتربیې لپاره بمثله بنیاد ګزارؤ.دفرهنګ په سطح کې معارف دومره پراختیاوموندله چې حتی دپکتیااوخوست خلکوهم (700000)لکه افغانۍ اعانه دولت ته ورکړه چې ښوونځي ورته تأسیس کړي.دده په سلطنت کې په کابل اوقندهارولایتونوکې هندوانوهم ښوونځي جوړکړل.هيڅ جمهورریس دشاګردانوڅخه په خپله امتحان نه دی اخیستی مګرده په خپله دخپل شوق،علاقې اوذوق له مخې په قندهارکې دشاګردانوڅخه امتحان واخیست،اوبې مثله افغان نارینه اوښځینه محصلین یې خارج ته دتعلیم لپاره ولیږل.

مأخذونه
1ــ کامګار،جمیل الرحمن (1387).تاریخ معارف افغانستان کابل:دمیوند مطبوعه.
2ــ اندیشمند،محمداکرام(1389). معارف عصري افغانستان بنګاه انتشارات میوند.
3ــ عطائی،داکادمیسین کاندید محمدابراهیم(1383).دافغانستان پرمعاصرتاریخ یوه لنډه کتنه کابل:میوندخپرندویه ټولنه.
4ــ فرهنګ،مرمحمدصدیق(1389).افغانستان په ورستیوپینځوپیړیوکې کابل:میوندخپرندویه ټولنه.