د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

داسلام دښمنان ولي دنبي عليه السلام سپکاوی کوي

مولوي عصمت الله عزام 19.01.2015 15:54

بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده ونصلی ونسلم علی رسوله الکريم  امابعد:
دالړۍ له پخواراروانه ده چي تل داسلام دُښمنانودانسانيت دسترلارښودجناب محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم سره داسي دخپلي دُښمنۍ اوعداوت څرگندونه په داسي سپکوحرکاتوسره کړې ده.
دنبي اکرم صلی الله عليه وسلم په زمانه کي هم داسي دخاموفکرونوخاوندان ووچي خپله مدعی يې په دلائلوثابتولی نه شوی،له دې امله به يې توهين اوسپکاوي ته مخه کوله.
دنبي عليه السلام په صداقت،رسالت،ديانتدارۍ اوامانتدارۍ سره ټوله دُنيااوتاريخ شاهددی خودخاموفکرونوخاوندانو(چي دحق له مقابلي عاجزه شوي دي)تل  يې هڅه کړې څوددلائلودنشتوالي خلاءپه دغسي سپکوحرکتونوسره ډکه کړي.
په اوسنۍ زمانه کي هم داسلام دُښمنان چي دبيان دآزادۍ ترعنوان لاندي غواړي داسلام سره خپله دُښمني پرمخ يوسي،ددلائلوپه ميدان کي  څرگنده ماته خوړلې اوله دې عاجزدي چي دنبي عليه السلام ددين اوويناوومقابله په دلائلوسره وکړي،له دې امله يې سپکاوي اوگستاخۍ ته مخه کړې ده.
دوی داسلام په وړاندي دډېري سختي ماتي خوړلوله امله اوس وارخطاءشوي دي  چي دادی داخواسلام زموږسيموته راورسېد،زموږټولنه داسلام په لور روانه ده،اوس غواړي دخپلي ټولني داسلام په لورمتوجه خلگ په داسي پوچوکاروسره له اسلام څخه راوگرزوي.
دوی پوهېږي چي په دلائلو سره په قانع کولوموږڅوک له اسلام څخه نه شوراگرزولی ځکه داسي نه لري چي هغه دي چاته دقناعت وړوي.
له  بلي خوااسلام دخپل کرداراوعمل په سبب اودخپل حقانيت ددلايلوپربنيادپه ټوله دنيايرغل کړی دی.
داسلام حقانيت اوس يوازي معقولي مسئله نه ده چي په فکراوسوچ سره ئې حقانيت  معلومېږي بلکي اسلام اوس داسي شوچي حقانيت ئې په خارج کي په سترگوليدل کېږي.
اوداوجه ده چي بېشمېره دعيسايانواويهوديانو کليساوي او عبادتخانې په مساجدوبدلي شوې اواسلام اوس په امريکا،اروپا،هندوستان اودنړۍ په اکثروکفري هيوادونوکي  ترټولوچټک خپرېدونکی دين دی چي لامل ئې يوازي اويوازي داسلام حقانيت اوقوي دلائل دي.
دساينس په ذريعه نړۍ ته جوته شوه چي داسلام هرحکم پرځای دی،له حکمته ډک دی اوداسي څه په دې دين کي نشته چي دواقعيت خلاف وي.
په خواډېرداسي اعتراضات اونيوکي پرمسلمانانوکېدې چي له امله به ئې کافرانوپرمسلمانانوخنداوي کولې خونن هغوی په خپلو اعتراضو پښېمانه اوشرمېږي.
اوس هم چي څوک اسلام نه راوړي،پرته له سرټمبگۍ اوازلي بدمرغۍ بل لامل نه لري.
نوځکه دوی اوس خپله غصه اوحسدپه داسي سپکوکاروسره څرگندوي.
ددوی په دغسي سپکوکارونوکي دمسلمانانولپاره امتحان هم دی چي دايمان دعوه لرونکي خوډېردي خواوس به معلومه شي چي څوک په رښتياسره ايمان لرونکي اودجناب محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم سره رښتيني مينه لرونکي دي.
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين