د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مجهوله وړانګه (X-Ray )

محمد قاسم (صمیمی) 17.01.2015 16:25

د(1895) کال د نومبرپه دوهمه نيټه الماني فزيک پوه ويليام کنر ادرنتګن Vilium kener Adrntagan د ورتسبرگ دپوهنتون په لابراتوارکې کله چې دکروکس په تيوب کې تجربه ترسره کوله د يوې نوې وړانگې په تشعشع باندي ئی سترګې ولگيدي، تشعشع د انود په هغه نقطه کې ظاهريده چې هلته دالکترونونويوگروپ لګيده .نوموړي تشعشع په اسانۍ سره د ډېرو موادوڅخه تيريده. دغه مجهوله وړانګه په پيل کې د رنتگن Rentegun په وسيله د X- Rays په نوم ونومیده ، خو اوس اکثراً د رنتګنى وړانګې په نامه ياديږي . ددې وړانګې د انترفرانس او ديفراکسيون وړتيا يي اندازه کړه، په نتيجه کې څرګنده شوه چې د اکس X وړانګه د ذراتو بهير نه بلکې هغه څپې دي چې موجی طول يي د 10-7cm څخه تر 10-10 cm اندازی پوری دی .
وروستيو څيړنو وښودله چې د اکس X وړانګه د هغو الکترونونو څخه عبارت ده کوم چې د انتى کتود په نامه د مانع سره د ټکر څخه وروسته خپله انرژى د الکترومقناطيسى څپو په څير بهر ته خپروى .
د X - Ray توليد
د X- Ray وړانګی د توليد د ستګاه ګانې د رنتګين د دستګاه سره مشابهت نلرى . د اکس X د وړانګې د توليد لپاره کتود چې اکثراً د هغه فلز څخه جوړيږى چې د ويلې کیدو لوړه نقطه لرى لکه موليبد نیم (Mo) او د انود د تخليه شوى شيشه یى لوښى په داخل کې ځاى پر ځاى کیږی او 100000Volt برقي منبع سره يې تړي . ددې لپاره چې يوه ګيډۍ الکترونونه په انود کې راټول شي ، کتود ته د مقعرې هندارې بڼه ورکوي . د اکس X وړانګه د انود په يوه کوچنۍ نقطه کې توليد او ټولو ممکنه جهتونو ته خپريږي .
د X د وړانګې خواص
• د ماکس لاو د څيړنو څخه نتيجه ترلاسه شوه چې د X وړانګه په مقناطيسي ساحه کې نه منحرف کیږي . نوموړې وړانګه د مشخصو خطونو څخه تشکیل شوې چې د نوري تیف سره کاملاً شباهت لري او د اتومونو په منځ کې د الکتروني انتقال څخه منځته راځي.
• د اکس X وړانګه د روښانو وړانګو له جنسه ده او په ډېرو جسمونو کې فلورنساس منځ ته راوړي . که چيرې د اکس د وړانګو په بهير کې د Znso4لوحه قرار ولري لوحه په شين رنګه نور روښانه او ځليږي. مګر د اکس Xوړانګه باريم پلاتينوسيانايد Bapt ( CN) 4 H2o ته هم شين رنګ او کدميوم تنګيستيت Cdwo4 ته ابي رنګ ورکوي .
• د اکسX د وړانګې د نفوذ وړتيا ډېره زياته ده ، له غوښې څخه تيريږي پرته له دې چې قسماً جذب شي مګر د هډوکو څخه د نفوذ وړتیا نلری.
• د اکس د وړانګې په مقابل کې کاغذ ، هوا ، شيشه شفاف دي او د لرګيو د جذب قابليت يې ډېرلږ خو د ډېر اتومې او درندو فلزاتو د جذب قابليت يي زيات دى. او همدا رنګه دسربو (pb) دوه سانتي متره لوحه د اکس د وړانګې په مقابل کې کدر ده .
• د اکس هغه وړانګې چې د څپو طول يې تر 0,1 A0 پورې دى د نفوذ فوق العاده وړتيا لري. برعکس د اکس هغه وړانګه چې د څپو اوږدوالى يې 200A0 دى د څو سانتي متره هوا پواسطه هم جذب کیداى شي .
• د اکس وړانګه د عکاسۍ فلم اغيزمن کوي او د ژوندي اجسامو د نسجونو د تخريب سبب ګرځي .
په طبي او صنعتي چارو کې د X - Ray استعمال
د اکس د وړانګې د نفوذ وړتيا او د باريم پلاتينو سيانايد په لوحه کې د اجسامو د تصوير د رسميدو له امکان څخه په طبابت کې دبدن ( Body ) د داخلي ټپونو ، د هډوکو د ماتيدنې ، په بدن کې د مردکیو او فلزي پارچو د موجوديت او د محل د پيدا کولو ، د سرطاني تومورنو ، د جمجمی په داخل او خارج کی د تومورونو دتشخیص او همدارنګه دمغزی خونریزی او مغزی سکتی د تشخيص لپاره کار اخيستل کیږي . په طبابت کې دغه عمل د راډيو سکوپي ( Radio Scope ) په نامه ياديږي .
که چيرې د پلاتينو سيانايد د لوحې پرځاى د عکاسۍ فلم استعمال کړو د بدن د داخلي غړو عکسونه ( Photo ) لاسته راځي . چې د راډيو ګرافي ( Radio graphy ) په نامه ياديږي . په صنعت کې د اکس د وړانګې څخه د فلزي ټوټو او جسمونو د نواقصو په تشخيص کې کار اخیستل کیږی .
Computerized Tomographyکمپیوتری عکس اخیستنه
تیمو گرافی Tomography د دوه يوناني کليموڅخه جوړه شوې چې Tomosپه معنا دبرخې ياټوټې او graphy په معنا دفلم يا د کاغذ پرمخ د يو عکس رسمول ياگراف کول دي. يا په بل عبارت د ټوټې ، ټوټې عکس ياتصوير څخه يو واضح عکس جوړول عبارت له Tomography يا C.T. scan څخه دى .
د سي ټي سکن C.T. scan دستگاه له دریو برخوڅخه جوړه شوي ده، چې يو الکترونيکې ميز، دوهم داکسرى تيوب اودريم پخپله کمپيوټر چې ناروغ په الکترونيکې ميز باندي ځاى پرځاى کیږي اوبيا داکسرى تيوب ته وردننه کیږی . دتيوب څخه په ګڼ شمير وړانګې دناروغ په جسم باندې لګیږي اودجسم څخه تيرېږي ،اودڅرګند وونکې ديکتور په واسطه نوموړي وړانګې راجمع اوکمپيوټرته ليږل کیږي ،ترڅو وکولاى شوپه کمپيوټرکې د دغه وړانګوڅخه يوعکس جوړ او د ناروغ صحيح تشخيص وکړو.
د سي ټي سکن پيژندنه
Introductiono of C.T. csan

1
سي ټي سکن C.T. scan يوډول مخصوص اکسرى X-ray معاينه ده. چی د کمپيوټرپه مرسته د داخلي جوړښتونوعرضي مقطع عکس اخيستل کیږي، چې دغه عکسونه د Rediologest يا ايکسرى دتشخيص پوها نولخوا اخيستل کیږي، د دغه معاينا تو په ترسره کولوسره دناروغ ناروغي په اسانۍ سره په تشخیص کولاى شي.
د سي ټي سکن C.T. scan ماشين د لمړی ځل لپاره په 1972) ( م کال کې جوړشوى وو،او يواځي دجسم ديوې برخې د عکس اخستلو توان يې لرلو، خوپه (1980)م کال کې دسي ټي سکن په تخنيک کې نور پر مختګ هم وشو اوپه نتیجه کی دا سې ماشين منځته راغلو چې هغه به د مر يض دجسم څخه چارچاپيره حرکت کولو او د ډېرو برخوعکسونه به يې اخيستل . د دغه ما شين په مرسته به د ناروغ گرد چاپيره ټوله معا ينه کید له اودا سې معا ينې ته گردچا پيره معاينه هم ويل کیده . اوپه پراخه پيمانه د دما غ ،ورمیږ، دملا تير، سينې اوغټوهډ وکو او دبدن دنو رو برخو د نا روغیو د معلومولولپاره اوس هم له C.T.scan څخه ګټه اخيستل کیږي.
C.T.scan عمليه د ناروغ لپاره اسانه اوتکليف نه رسونکې ده، او همدارنګه د سي ټي سکن عکسو نه داخلي غړی په ډېرتفصيل او وضا حت سره معلوموی.
دطب په برخه کې د ډېرې پخوا زمانې څخه پرمختللې اوحسا سې تخنيکې آلې موجودې وې، چې د ډېرو پټو اونازکوناروغيو دتشخيص لپا ره ورڅخه کاراخيستل کیده، خو بیا هم د دغه آلو باوجود داسې ناروغيو شتون درلود چې د دغو الو په واسطه يې تشخيص ناممکن وو .
ددغې ستونزې په نظرکې نيولو سره دنړۍ سا ينس پوهان پدې لټه کې شول چې داسې يوه تخنيکي اله رامنځته کړي ترڅو هغه ناروغۍ چې موجوده الی ئی د تشخيص څخه عاجزې دي کشف او معلوم کړي .
چې د لومړي ځل لپاره په (1972 (م کال کې دبرتانوي سا ينس پوه G.N Hounsfield) ( لخوا دC.T.scan اصل رامنځته شوچې هغه د لومړي ځل لپاره دغه تخنيکي اله د Coputerized axial Transverse Scaning په نوم ونوموله . ددغې تخنيکي الې په برخه کې نوروسا ينس پوهانو هم ډېرې لاسته راوړنې درلودلی. په 1973))م کال کې د راډون لخوا دلومړي ځل لپاره يوه محا سبوي معا دله وړاندې شوه.
چې وروسته له دې څخه په (1976)م کال کې هانس فيلډ له خواو مايو کلينک ته ورکړاى شوه اوپه عملي کاريې پيل وکړ. او هانس فيلډ ته دهغه دهلو ځلو اوخدمتونوپه بدل کې دنوبل نړيواله جايزه هم ورکړل شوه.
د C.T.Scan ماشين ډولونه
تر اوسه پورې په نړۍ کې دوه کمپنۍ موجودې دي چې د C.T.scan ماشينونه توليدوي .
1- Philip کمپنۍ : چې ددې کمپنۍ ماشين د Picker په نامه يادېږي .
2- Tosheba کمپنۍ ده چې د سيمونس Symons او Shematzo په نامه ماشينونه توليد وي چې د کار او خصوصياتو له مخې د يو ډول پرزو څخه ترکیب شوي .
د سي ټي سکن (C.T.scan) برخې
سي ټي سکن له درې برخو څخه جوړ شويدي چې هره برخه يې ډېره د ارزښت وړده .
1- کمپيوټر 2- الکترونيکي ميز 3- د ايکسرى تيوب .
1 -کمپيوټر Computer: کمپيوټر بيا څو برخې لري چی عبارت له

 کیبورډ (Keyboard) چې د عادې کیبورډ په څير وظيفه اجرا کوي خو ځينې بټنې يې زياتې دي چې د مهمو کارونو د ترسره کولو لپاره ورڅخه کار اخستل کیږي .


 کانسول Consol CPU :د مرکزي اجرا اتو برخه ده چې ټول ماشين له همدې ځاى څخه اداره کیږي.
 مانیټور (Manitore) : هغه برخه ده چې په سيستم کې ټول معلومات په صفحه راښئی، يعنې کله چې ناروغ تيوب ته ور دننه کړو نو د تيوب د شاوخوا څخه کومی وړانګی چی خارجیږی د ناروغ په جسم باندې لګیږې اود وصل شوي لاین په واسطه سيستم ته انتقالیږي .او د سيستم څخه د مانيټور په پرده مونږ ته ښکارېږی.
 Power Supply : ددې جسامت ډېر غټ دى او په Consol کې دننه نه وصل کیږي، يعنې دسيستم څخه بيل ځاى پرځاى شوى .د نوموړي ماشين د معياري کار د ترسره کولو لپاره (220V) ولټه بريښنا ته ضرورت دى .
2 - الکترونيکي ميز : داهغه برخه ده چې د معاینې لپاره ناروغ د اکسرى تيوب ته د ننه کوی .

د C.T.Scan استعمال
په رسمي ډول په 1986 م کال په امريکا کې C.T.scan کیښودل شو . او د عامه ناروغانو د تشخيص لپاره استفاده شروع شوه . چې په اوسنې وخت کې يواځي په امريکا کې تقريباً د شپږ زرو ۶۰۰۰ په شا اوخوا کې د C.T.scan ماشينونه شتون لری. او دامريکې په متحده ايالاتو کې تقريباً 13 فيصده راډيولوژي طرزالعملونه د C.T.scan په شکل تر سره کیږي .
د تيرو شلو کلونو راپدی خوا د C.T.scan په استعمال کې نه مننونکې زيات والى راغلى دى .
او ددې تر څنګ په ذکر شوي مواردو کې د C.T.scan په تخنيکي وړتيا او قابليت کې هم ډېر زيات تعداد بدلونونه رامنځته شوي دی . د C.T.scan انکشاف او وړتيا د تکنالوژۍ د انکشاف او پرمختګ په اساس رامنځته شوى.
1- تاو شوى شکل لرونکى C.T.scan : دايو داسې Scan دى چې په هغې کې اکسرى نل د ناروغ چارچاپيره مسلسل حرکت کوي . په دې لحظه کې بايد ناروغ حرکت ونه کړي ليکن هغه ميز چې ناروغ ورباندې پروت وي کولاى شو مخکې او وروسته کړو . ترڅو د جسم د مختلفو جهتونو عکس واخيستل شي.
ملتي سلا ئس : ملتي سلائس د سيټي سکن نوى شکل دى، چې استعمال يې تقريباً عام شوى دى . دا ماشين دسپائرل سکن په اوصولو ولاړدى چی مختلف رنګه قطارونه پکی شتون لری. ددې رنګونو ګټه داده چې کله داماشين د ناروغ ګرد چاپيره تاوېږي د يو وار تاويدو سره د ډېرو سلايسونو يو ځاى والى په اسانۍ سره حاصلوي .او په ډېره کم وخت کې داکسرى په دوران کې دجسم زياته حصه له دي څخه تيرېږي.
د سي ټي سکن گټې Advaenteg of C.T.Scan
سي ټي سکن نن سبا د طبابت په برخه کې زياتې لاسته راوړنې لري او ډاکتران په ډېره اسا نۍ سره کولا ى شي چې د سي ټي سکن د عمليې د ترسره کولو په نتيجه کې ديو ناروغ دناروغۍ تشخيص وکړي، خو ددې ټولو ګټوسره سره يې لاندې ګتې د يادونې وړدي.
1- په ټولو غټو اوپر مختللو روغتونونوکې دسي ټي سکن د سهولت موجویت.
2- دسي ټي سکن په کومک سره د ډېرو سختو ناروغيونو تشخيص په اسانۍ سره کید اى شي.
3- د سي ټي سکن په واسطه په په لږوخت کې د ډېرو ناروغيو تشخيص کیداى شي.
4- د سي تي سکن په واسطه اخستل شوى تصوير کولاى شو چې وروسته په مختلفو شکلونو تبديلو کړو تر څو مونږ وکولاى شو د خپل هدف وړ نتيجه تر لاسه کړو.
د سي ټي سکن (منفي اغيزې) Disadvantage
که څه هم C.T.Scan يوداسې تخنيکې اله ده چې د انسانانی امرضو د تشخیص لپاره يې ګټی ډېری زياته دی خو په څنګ کی د انسان پر بدن منفی اغیزی هم لری، ځکه چې په سي ټي سکن کې داسې وړانګې استعمالیږي چې د انسان له جسم څخه په اسانی سره تيرېږي .او د دغو وړانګو تيريدل په تکراري ډول دانسان له جسم څخه د ځینو ناروغيو د را منځ ته کیدو سبب کیږی چی په لاندی ډول ورڅخه یادون شوی ده .
1. اوسنیو تحقيقاتو ښودلي ده چې د بدن څخه ددغو وړانګو تيريدل د کنسر يا سرطانی ناروغي سبب کیږي.
2. د سی ټی سکن معاینه د امیداوره ښځو په طفل منفی اغیزی لری، تر دی چی د طفل دسقط امکانات هم لری .
3. دScan C.T. معاينه په تکراری شکل د کروموزومونو دبي نظمۍ سبب کیږی .
د سر طاني تومورونو په له منځه وړلو کې ( Cancerdestroying) او يا کنترولولوکې له راديواکتيف تو کو څخه ارزښتناکه ګټه اخستل کیږي. چی مهم عنصر یی کوبات Co 60 دى. په راديولوژيکي درملتونونو کې دلوړې انرژۍ لرونکې ذرې لکه: دX اوګاما وړانګې د Tumor تومور د له منځه وړلو لپاره کارول کیږي. چې دا وړانګې د سرطاني حجرو تر څنگه دبدن نورې حجرې هم زيان منه وي. ديا دې شوې وړانګې په تطبيق سره دانسان په بدن کې ستړيا، د پوستکې درنګ بدلون او د اشتها کموالى منځته راځي. د وړانکې تاثیرات د تطبيق په سيمې پورې اړه لري.د بيلګې په ډول که چيرې دا وړانګه د مغزی سرطان دله منځه وړلو لپاره په سر باندې تطبيق شي، دسرويښتان ډېر لږه موده کې لوېږي.دوړانګې تطبيق دوينې سپين کرويات چې په بدن کې دناروغيو د مقابلی دنده لري هم زيان منه وي. اما ياد شوی زيانونو د ډېرې لږې مودې لپاره دي او وروسته هر څه خپل لومړني حالت ته راګرځي.
په1960 زيږديز کال کې يو بريتانوي انجنير هونس فيلډ Hounus Field او يو امريکايې ډاکټر کورمک Me Cormack يو داسې ماشين د هستوي تخنيک او ځينو کمپيوټري محاسبو په مټ جوړ کړو چې د انسان د بدن داخلې انځور يې په ډېر ښه ډول د کمپيوټر پرمخ روښانه کاوه. دغه ماشين د X-Ray وړانګې د ماشين په پرتله د بدن د ټولو اعضاوو ډېر ښه روښانه او بشپړه انځور اخیسته او د لومړي ځل لپاره دغه ماشين يواځي د سر دمغزو د عکس اخیستنې لپاره کاريده، چې وروسته بيا نورو موخو لپاره هم تري کار واخیستل شو .
د C.T. Scan دود يز نومونه
1- Computerized Axial Transverse Scaning
2- Computerized Axial Tomography (C.A.T)
3- X-Ray-Computerized Tomography (C.T.SCAN)
د تاريخ په مختلفو دورو کې (C.T.SCAN) په پورته مختلفو نومونو ياديده خو په اوسنې وخت کې په ټوله نړۍ کې د Computerized Tomography (C.T.SCAN) په نوم ياديږي .
د سې ټې سکن د اوسنې او پخوانې ماشينونو تر منځ توپير
د لومړى ځل لپاره کله چې (C.T.Scan) د طب په برخه کې عملاً استعمال ته وړاندې شو نو يو اځي او يواځي د سر مغزو د عکس د اخستلو لپاره ورڅخه کار اخستل کیده.
د اوسنې وخت د (C.T.scan) د ماشينونو سرعت د مخکنيو ماشينو نو په پرتله ډېر زيات دي اوسنې (C.T.scan) ماشينونو په مرسته ډېر واضح او غټ داخلې عکسونه اخيستل کیږي، چې د ناروغيو د تشخيص په برخه کې ډېرې اسانتياوي رامنځته کړى .مثلاً د (C.T.Scan) په مرسته د بدن په داخل کې داسې برخې ليدل کیږي چې ډېرې زياتې کوچنۍ وي او د عادي ايکسري په واسطه نه تشخیص کیږي اما د اوسنې (C.T.scan) په واسطه کولاى شو د بدن د مختلفو غړی تشخیص او عکسونه واخلو، د بیلگی په توګه د مغز ، هډوکو ، حنجري ، رګونو ، کولمو ، معدې او داسی نور.
د X-Ray او C.T Scan ترمنځ توپيرونه
1- C.T.scan او M.R.I يو بل ته ورته تخنيکونه دي ځکه چې د C.T.scan او M.R.I دواړو په واسطه د اعضاوو د عرضي مقطع عکسونه اخستل کیږي ولې عادي اکسرى د M.R.I سره توپير لري .
2- M.R.I په مقناطيسي ساحه کې راډيویې وړانګو په واسطه عکسونه اخلی .
3- د اکسرى عکسونه په عامه توګه د نمونيا (Nemonia) او ماتو هډوکو د تشخيص لپاره ورڅخه کار اخستل کیږي .ولې (C.T.SCAN) او (M.R.I) د نرمو انساجو لکه دماغ ، ځيګر ، دجنسي غړو دعکس اخستلو لپاره ورڅخه استفاده کیږي اوهمدا رنګه د کنسریا سرطانی ناروغۍ دساحې د معلومولو لپاره د C.T.scan څخه کار اخستل کیږي .
4- کله چې تاسې د يو ناروغ د سينې اکسرى د يو معياري اکسرى په واسطه اخلی کولای شی د سينې د هرې برخى څخه کتنه وکړی .
C.T.scan د بدن د داخلې برخې عرضې مقطع عکسونه توليد وي چې ددې په مرسته ډاکټر د داخلي برخې څخه کتنه کولاى شي .
لاندې شکلونه د C.T.scan او X-Ray د وړانګو په واسطه لاسته راغلي .


دX-Rayپه واسطه اخستل شوي دC.T.Scan ماشين پواسطه اخستل شوى

د C.T.scan ماشين استوانه ئې شکل لري چې اوږدوالى یی تر ۴.۵ مترو پورې رسيږي . ددې ماشين په ديوالونو کې د X-Ray وړانګې ځاى پر ځاى شوي او دهغې تختې لاندې چې يو نسج يا بشپړ انسان ځاى پر ځاى کیږي يو ديتکتور نصب شوى دى او هغه وړانګې چې دبدن څخه خارجيږي په دغه ديتکتور کې ثبت کیږي ،چې وروسته د نوموړو وړانګو څخه لاسته راغلي سيګنالونه د يو ارتباطي مزې پواسطه کمپيوټر ته انتقاليږي او هلته د تحليل او تجزيې څخه وروسته په يو بشپړ انځور بدلیږي. د وړانګو چينه او ديتکتور دواړه ددې وړتيا لري چې ٣٦٠ درجې دوران وکړي. چې دا ګرځيدنه ددې لامل کیږي ترڅو د بدن د يوې مقطع بشپړ انځور له بيلا بيلو زاويو څخه ترلاسه کړی .د يادونې وړ ده چې ديتکتور او وړانګې د استوانې په منځ کې سره مخامخ کیږي .
ددې لپاره چې دبدن د ټولو برخو انځور وليدل شي نو بايد ناروغ د يادې شوي متحرکې تختې پرمخ وغزول شي ، ترڅو د بدن د هرې مقطې انځور واخستل شي . چې وروسته دانځورونه د ډاکتر لخوا تجزيه او تحليل کیږي . ددې لپاره چې د انځور کیفيت لوړ شي نو ناروغ ته يوه داسې ستن لګول کیږي ترڅو د بيلا بيلو انساجو ترمنځ توپير ډېر کړي او انځور روښانه منځته راشي . ځينې وخت داسې هم کیداى شي چې ناروغ بايد ډېر اوبلن مواد وخوري تر څو دبدن ددننه برخې په ښه ډول د ليدو وړوګرځي . چې دغه ډول توکي اکثراً د سينې ګيډې او لګن خاصره د عکس اخيستنې په وخت کې توصيه کیږي . لکه څنګه چې پوهيږو د سي ټي سکن ماشين ايونايز کوونکې وړانګې توليدوي نو دهغه څخه کار اخستنه ځينې زيانونه هم لري په ځانګړي توګه هغو انساج چې حمل لري ډېر جدي ګواښ رامنځ ته کوي .همدارنګه کوم مواد چی ناروغ ته د انځور د روښانتيا لپاره ورکول کیږي هم زيان من دي.په ځانګړې توګه د شوګر ، ګوردو او جلدي ناروغیو اخته کسانوته یی زیان ډیر دی. په اوسنيو وختونو کې د سي ټي سکن د ماشين په پرتله يو پر مختللى ماشين چې د M.R.I په نامه ياديږي چی د داخلی اعضاوو د انځور اخيستو لپاره کارول کیږي . خو د سي ټي سکن ماشين اوس هم خپلې ښې ځانګړتياوي لري.
د بیلګی په توګه لږه بيه ، له ډېرې ځواکمنې مقناطيسي ساحې څخه کار کول ،په لږ وخت کې د عکس اخیستل اوهمدارنګه د سينې او ګيډې روښانه عکس اخیستنه .
د يو سي ټي سکن ماشين په واسطه د بدن د يوې مقطع څخه اخيستل شوى انځور .


يوه بله آله چې يواځي د بدن د پستو برخو لکه ګيډه د وينې بهير او داسې نورو برخو د انځور د اخيستنې لپاره کارول کیږي . د سونو ګرافي Sonograpy په نوم ياديږي . چې د الټراساونډ د تخنيک په مټ کارکوي او د بدن د پستو برخو خوځيدونکې انځورونه منځ ته راوړي . چې دا ماشين هم له دريومهمو برخو څخه جوړ شوى دى.
1. د دغه الی یا التراساوند لومړۍ برخه يې يو ميز دى ، چې په هغه باندې يو کمپيوټر ډوله اله چې راټول شوي معلومات تجزيه او تحليل کوي نسب شوي ده .
2. دوهمه برخه يې د نندارې يوه آله يا مانيتور دى چې خوځيدونکى انځور پکې ليدل کیږي .
3. دريمه برخه يې د معلوماتو يوه ليږدونکې آله يا ترانسديوسر Transducer هغه آله چې انرژي له يو ډول څخه بل ډول ته اړوي ، چې له يو کمپيوټر سره د يو مزې پواسطه تړلى دى او بدن ته د غږ د ليږد راليږد دنده په غاړه لري . ددغه ماشين د کار بنسټ په لاندې ډول دى .
د سي ټي سکن په واسطه دمختلفو غړو معا ینه
د سی ټی سکن څخه د انسان د بدن د مختلفو برخو په تشخیص اومعاینه کی کار اخیستل کیږی چی په لاندی ډول ورڅخه یادونه کوو.
1- د سر دکوپړۍ د معاینې لپاره د C.T.scan څخه استفاده کیږی.
2- اکثره د ورميږ معاینه د C.T.scan په واسطه تر سره کیږي چې په ورميږ کې د نرمو انساجو معاینه، د اضافي کتلې کتنه، د ورميږ پړسوب او د غدواتو د عادي جسامت نه غټوالى د C.T.scan د معاینې په واسطه تشخيص کیداى شي .
3- د سينې معاینه د C.T.scan په واسطه د سينى غير عادي حالت په ګوته کوی او په سينه کې د لمفاوي غوټو غير نورمال غټوالي معلوموی .
4- د C.T.scan په واسطه هغه غړي چې د ګيډې په داخل کې قرار لري مطالعه کیږی چی عبارت دي له : ځيګر ، پښتورګو ، د صفرا کڅوړه ، د پانقراص غده ، معده کولمي او داسی نور.
5- د خيټې شاوخوا او دخيټې د عکس د اخستلو لپاره د خولې له لارې د نر مي هوا بيريم Barime ورکوي يا داسې مرکبات ورکوي چې په هغې کې ايودين شامل وي که د کولمو د لومړۍ حصې يا معدې عکس اخلو نو د عکس اخستلو نه ٦٠ ثانې رنګ لرونکې دوا ناروغ ته ورکول کیږي او که د کولمو د آخري برخې تصوير اخلو نو د تصوير د اخیستو څخه ٢٤ ساعته مخکې رنګ لرونکې دوا ناروغ ته ورکوو او له دې څخه وروسته تصوير اخلو . ناروغ ته د رنګ لرونکې دوا ورکولو مقصد دادى چې د کولمو اود هغوى د شاوخوا ايټې نيوليشن (باريکي نقطې ) په واضح ډول معلومې شي.

کنترست ميډيا Contrast Media
کنټراست ميډيا د ايوډين څخه لاسته راغلي مرکباتو څخه عبارت ده او په عام ډول د رګونو له لارې انسان ته زرق کیږي . ددې مطلب دادى چې رنګ لرونکې دوا د وينې مختلفې نالۍ يعنې رګونه رنګداره کوي. دا رنګ ځکه ورکول کیږي چې ددې په وجه لاسته راغلى تصوير په واضح ډول ښکارې او که د کوم شيريان د منځنۍ برخې تصوير اخلو ددې برخې تصوير د کنټراست ميډيا د دوا ورکولو څخه وروسته اخلو او که غواړو چې د وريد تصوير واخلو نو د وريد تصوير د دوا د خوړلو څخه ٧٠ دقيقي وروسته اخستل کیږي. کنټراست ميډيا چې دوينې مختلفې نالۍ يعنې رګونه رنګین کوی د ګردوله لارې خارجيږي او په لږوخت کې د رګ رنګ دشاوخوا برخې درنګ سره برابروي يعنې خپل اصلي رنګ اختياروي .او کله چې خپل اصلی رنګ اختیار کړی بيايې عکس نه اخستل کیږي،او که موږ وغواړو چې دپانقراص دغدې تصوير واخلو ددې لپاره چې په دې کې دسرطان ویره موجوده نه و ي ددې ناروغۍ دتشخيص لپاره ضرورې ده چې دغړې عکس واخستل شي دشيريانې تصوير اخستلوطريقه مخکې ذکر شوي او که نه ؟ او بيا وروسته دوهم تصوير هغه وخت اخلو چې په وريد کې رنګ لرونکې ماده موجوده وي چې ددې رنګ لرونکې مادې په واسطه دسرطان د پراختیا معلومات لاسته راشی او دا معلومه وي چې سرطان ځيګرته رسيدلي اوکه نه؟ او دا هم معلومه وي چې سرطان تر کومه ځايه پوري وريدونه نيولي دي. دکنترست ميډيا د دوا زيات تيزوالى هغه وخت ضروري وي چې دوينې درګونو دمنځنيو برخو معلومات زموږ هدف وي يعنې هغه وخت ناروغ ته تيزه دوا ورکول کیږي چې درګونو دمنځ حالت معلوموو، کنټرست ميډيا دوينې درګونو او ددې پورې دمربوطه غړو دمعاينې لپاره استعماليږي.
د درزلرونکو هډوکو سي ټي سکن
که څه هم چې دهډوکو درز د ساده ايکسرى پواسطه معلوميږي خوولې ځينې هډوکې لکه مړوند ،اوږه،زنګون سترګه د اکسرى په واسطه دهغې تشخيص په اسانۍ سره نشي کیدلاي خو د سي ټي سکن معاينې په واسطه د دوى تشخيص هم ډېر اسانه وي.علاوه له دې نور هغه ناروغان چې مغلق زخم ولري دهغوى لپاره هم دسي ټي سکن معاينه ډېره مهمه ده.
ارټي فيکټس Artefacts (علايم)
عبارت له هغو اثراتو او علايمو څخه دي چې دسي ټي سکن په عمليه کې ځينې وخت دناروغ په جسم باندې پاتي کیږي. دغه داغونه په هغه صورت کې پيداکیږي چې دتصوير داخستلو په جريان کې ناروغ حرکت وکړي يعنې وخوځيږي او يا په ماشين کې څه خرابوالى رامنځته شي.
ددغو داغونو پيژندل او معلومول ډېره ضروري خبره ده، ځکه کچیری ونه پيژندل شي نو بيا د ناروغ تشخيص ډېر ستونزمن کار دى او که ددغو داغونو په پيژندلو کې غلطي وشي نو بيا د ناروغۍ په تشخيص کې هم کیداى شي غلطي رامنځته شي . ددي لپاره چې مخنيوى يې وشي نو تصوير بايد ډېر په تيزۍ سره واخستل شي که نه نو د ارټي فيکټس Artefacts امکانات ډېر زيات پيداکیږي .
ايټى نيوا ليشن ويليو Attenuation
کله چه مونږ ناروغ د X-Ray تيوب ته ورداخل کړو د تيوب د ديوالونو څخه د ناروغ په جسم باندې وړانګې ولګیږي او له جسم څخه تيريږى چه نوموړو وړانګو ته مخامخ يوه تخته يا سلايډ نصب شويدى چه دغه وړانګې په نوموړي سلايډ نقطه په نقطه لګیږي او يو منظم تصوير ورڅخه لاسته راځي او هرې نقطې ته يو پکسل ويل کیږي .چه بيا دغه هر پکسل ته يو خاص حسابي قيمت ورکول کیږي ،چی نوموړي حسابي قيمت ته د پکسل کمپيوټرې توموګرافي يا کمپيوټرې عکس ويل کیږي
پازيټران اميشن ټوموګرافى P.E.T (Positron Emission Tomography)
P.E.T C.T.SCAN پيټ سکن د نسجونو په داخل کى د ګلوکوز د جذب صلاحيت او د اندازې د معلومولو لپاره استعمالیږي او د دغه مقصد ترسره کولو لپاره يوه رنګداره ماده استعمالوو ځينې وختونو کې دغه عمليه د (١٨ ) فلورو ډيکس ګلوکوزيا Fluorodeoxy D.Glucose په نوم ياديږي .
دغه عمليه د داسې ناروغۍ د تشحيص لپاره استعماليږي چې د وجود په کومه برخه کى سورى جوړوي يا د کنسر ناروغي رامنځته کوي په دغه دواړو حالاتو کى اکثرا انساج زيات ګلوکوز جذبوي (P.E .T) اسکن او سي ټي سکن دواړه عملي په يو وخت کى هم ترسره کیدای شي د دواړو عمليو په يو وخت کې د ترسره کولو ګټه داده چې د سي ټي سکن په کمک دانساجو ساخت معلوم شي او د PET سکن دعمليې په مرسته د انساجو د فعاليت په هکله معلومات لاس ته راځي دغه عمليه د کنسر(سرطان) د ناروغي لرونکيو ناروغان دغړو د حالت معلومولو لپاره ډېر ګټور دي .








ماخذونه
1. Rothenberg و Dr Pentlow ks. ١٩٩۹.په سي ټي سکن کې د وړانګې اچونى اندازه. پيښور: دانش.
2. Dr Huda ١٩٩٧، راډيولوژي.
3. Encarta Encylopedia Standard 2005 Microsoft
4. C.T.scan Steep by Steep 1999
5. http://www.iranorthoped.ir/fa/news/1357
6. http://science.howstuffworks.com