ټول شئ افغانانو
16.01.2015 10:58ټول شئ افغانانو یو پنځه لاسونو پورته کړئ
کښنئ یو ټغرته په لمانځه لاسونو پورته کړئ
ورک دې شي جنګونه، بد نیتونه بدرنګي ده
ټول به یو الله ج ته ښه اوږده لاسونه پورته کړئ
حق غواړو، اسلام غواړو، وطن غواړو، قانون غواړو
غواړو یې له خدایه ښه پاخه لاسونه پورته کړئ
د مینې وږي شوي یو واړه سوالونه نه کوو
نور به لوړ مرام ته ښه درانه لاسونه پورته کړئ
یوه به شو، ملت به شو او خپلواک به شو
که ټول قومونه له خپل زړه لاسونه پورته کړئ
چې ناست وي پکې ټول لکه د کور غړي یو بل ته
پاڅیږئ قومونو لوی واړه لاسونو پورته کړئ
مینه ده، ثواب دی دا، ترخه به پکې نه وي نور
وايي ملت مل چې ښه خواږه لاسونه پورته کړئ