د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دیوی ملی پالیسۍ او پلانګذارۍ مراحل او پړاوونه

عادل مومند 11.01.2015 14:22

داچی پالیسی د یو یا څو څرګندو او ضمنی تصامیمو نیول دی چی مونږ ته د راتلونکو تصمیمونو د لارښوونو لپاره اویا هم د پخوانیو تصمیمونود تطبیق لپاره کړنلاره برابره وی،نود پالیسۍ په جوړولوکی باید دری مهموبرخوته پاملرنه وکړو،لومړی داخلی وضعه لکه په یوی تعلیمی سازمان کی پرسونل، بودیجه،فزیکی وسایل،تکنالوژیکی وسایل اونور،په دوهم قدم کی خارجی وضعی ته پاملرنه چی پدی برخه کی دنوروسازمانونوسره اړیکی، د خلکواو ادارو پیژندل،میډیاسره اړیکی نیول اوځینی نور،په دریم قدم کی عواقبوته پاملرنه کول دی پدی معنی چی هرفعالیت په پالیسۍ کی باید ترډیره بریده څیړل شوی وی ترڅود یو عملی کیدونکی فعالیت عواقب معلوم شوی وی،په همدی ډول هره پالیسی دری مخته وړونکی لری لومړی پالیسی جوړونکی چی خپله یی پالیسی جوړه کړی وی دوهم هغه اشخاص دی چی په هغوی باندی پالیسی تطبیق کیږی اوپه دریمه برخه کی د پالیسی لپاره ډونران دی چی هغوی د پالیسۍ لپاره بودیجه ورکوی اوس غواړم د پالیسی هغه مراحل چی د یوی تعلیمی پالیسۍ لپاره ضرور وی په ترتیب سره وړاندی کړم .
• نوکله چی وغواړویوه ملی تعلیمی پالیسی جوړه کړو نو پکارده لومړی هغه ستونزی اومشکلات چی په اړه یی پالیسی جوړیږی مشخص کوواو دیوی ستونزی په ډول یی قبله وو چی کیدای شی دغه ستونزی د خلکو دبی سوادي وی، په مکاتبوکی د خشونت مسایل وی اویا هم په هیواد کی د مکاتبود کیفیت پورته وړلوپه اړه وی اویا په مجموعی ډول د معارف په سطحه وی،نو پالیسی جوړونکی باید په لومړی قدم کی همغه موضوعات اوستونزی په عامه مانا درک کړی او لاس رسی لپاره ورته لاری وسنجوی د کوم لپاره چی پالیسی جوړوی،مونږ باید د پالیسی په جوړولوکی منابع په نظرکی ونیسو اوپدی وپوهیږو چی څنګه د منابعوڅخه په استفادی مشکلاتو ته لاس رسی پیداکړو،چی کیدای شی دغه منابع بشری وی، فزیکی وی اویاهم مالی منابع وی،همدارنګه ټولنه باید په نظرکی ونیسو چی دغه پالیسی د ټولنی د دین ،مذهب او کلتورسره په ټکرکی نه وی،په همدی ډول پدی مرحله کی باید دپالیسۍ لپاره اهداف وټاکل شی او دغه اهداف باید په ډیر دقیق ډول وی ترڅوهغوی ته لاس رسی اسانه او ارزانه اوپه مناسب وخت کی تطبیق شی اوترډیروخته پوری دوام وکړی په همدی ډول د تعلیمی پالیسۍ جوړول باید دخلکود ضرورتونوپربناوی او په همدی ډول د یو فعال کاری ګروپ په تعین کی ډیر له دقت څخه کارواخلی.
• په دوهمه مرحله کی باید پالیسی قانونی شکل ونیسی،نودپالیسۍ دقانون کیدولپاره لومړی باید د اګاهی سطحه لوړه کړو، فعلی وضعیت په عامه معنی وپلټل شی، هغه د پالیسۍ ذیدخله مخکښانوته باید مسوُلیتونه وسپارو،د پالیسۍ مخکښان باید ترډیره بریده حمایت شی،همدغه اشخاص پورته منابع او هغه ترسره کوونکی اقداماتوته دتنظیم بڼه ورکوی دغه ذیدخله مخکښان باید داسی خصوصیات هم ولری چی وکولای شی د خلکو توجه جلب کړی، د خلکوسره هماهنګی فضاء رامنځته کړی اوهم وکولای شی دغه جوړه شوی پالیسۍ باندی خلک په عامه معنی سره اګاه کړی،په همدی ډول دوی باید د مالی مرستی د تثبیت وکړی که هغه داخلی وی او که خارجی ،په غیردولتی سازمانونو، ټولنو، ډلو او اداراتوترمنځ مشارکت رامنځته کول ترڅوخپله پالیسۍ ته قوت ورکول شی،د
• په دریمه مرحله کی ټولی ستونزی اومشکلات باید په دقیق ډول وڅیړل شی کومی چی په لومړۍ مرحله کی ترګوتوشوی،بیاهمغه موضوعات او ستونزی ترتیب او تنظیم کیږی په هغوی باندی پالیسی جوړونکی او دپالیسۍ مخکښانوترمنځ بحثونه صورت نیسی اوځینی پوښتنی لکه،
• څنګه یی ترسره کړو . . . . . . ؟
• ولی باید ترسره شی . . . . . . . ؟
• چیرته یی ترسره کړو. . . . . . ؟
• کومی ګټی لری ؟
اوځینونوروپوښتونوته باید ځواب ویوونکی وی اوپه همدی ډول ددی پورته پوښتنوڅخه مهم مضوعات خلاصه کیږی په اخرکی د کاغذ پرمخ لیکلی بڼه ورکول کیږی اوبیا دغه خلاصه شوی موضوعات اوستونزی د دوهم ځل لپاره د پالیسۍ جوړونکی او دپالیسي د مخکښانولخوا تجدید نظرکیږی.
• په څلورمه مرحله کی که چیری هغه خلاصه شوی ستونزی ډیر زیاتی وی نو مونږ باید هغه ستونزواومشکلاتوته لومړیتوب ورکړو کومو ته چی زیاته اړتیا لیدل کیږی په همدی ډول که چیری لاسته راغلی د حل لاری ډیری وی نوکمزوری لاری تری کموو چی د کمزورو لارو په کمولوسره په اسانۍ کولای شو یوه ښه او سنجیده لاره د حل لپاره پیداکړو چی هغه اسانه ، ارزانه اوپه محدود وخت کی وی،په همدی ډول هغه لاملونه محدود کوو کوم چی د حل لارو لپاره یی په نظرکی نیولی د حل لارو د ارزونی په صورت کی د یوسلسله فکتورونو په پام کی نیولوسره هغه د حل لاروته چی ډیر ارزښت لری امتیاز ورکو چی دغه فکتورونه عبارت دی له لګښت، ځای، وخت اوکاری وړتیا څخه .
• په پنځمه مرحله کی هغه ستونزی او مشکلات چی د پالیسی جوړونکواو مخکښانولخوا ورته لومړیتوب ورکول شوی په عمل کی پیاده کوو نو د پالیسۍ په عملی کیدو کی مهمه ونډه د لاس لاندی کسان لری همدوی دی چی ډیره کمزوری پالیسی موخی ته رسولای شی اوکه چیری کاری ټیم ښه همکاری ونکړی که پالیسی هرڅومره ښه وی خوبیاهم ښه پایله نه ورکوی اوپه عین وخت کی همدغه عملی شوی پالیسی څخه نظارت کوو،دغه نظارت باید ددی لپاره صورت ونیسی چی د پالیسۍ د هدف دلاسته راوړلوباندی دخپل ځان یقین حاصل شی او ددی لپاره نظارت هم ترسره کووچی پالیسی ادامه پیداکړی اودراتلوونکی عمل لپاره یومسیروټاکل شی .
• په شپږمه مرحله کی دعملی شوی پالیسی نتایجوته کتنه کووچی دغی پالیسۍ څخه کوم عواقب لاسته راغلی اوداباید هم معلومه کړوچی دغه عواقب په مترقبه ډول پیښ شوی او که په غیر مترقبه ډول،په همدی ډول د پالیسۍ تعقیب کول هم د مهموبرخوڅخه شمیرل کیږی که چیری ډیره ښه پالیسی هم وی او تعقیب نشی نو دناکامی سره مخامخ کیږی .