د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دموکراسي، بشري حقونه او آزادي

سورګل ژمن تڼی 10.01.2015 17:52

ما په (۳- ۱۲- ۲۰۱۴) نېټه د نورو ېبسایټونو له څنګه سره، د بي بي سي فارسي وېبسایټ ته هم سر ورښکاره کړو. د بي بي سي فارسي وېبسایټ کې زما سترګې، د روسيې نولسمې پېړۍ لیکوال فیودر داستایفسکي اثارو په اړه، د یو انګرېزي لیکوال پریوې لیکنې ولګیدې. د هغې لیکنې له لوستلو څخه، زما پام ته څه خبرې راغلې. خو مخکې له دې چې زه پرپام ته راغلو خبرو څه ولیکم، د هغه لیکونکي له لیکنې به لږ وغږېږم.
د لیکنې لیکوال د داستایفسکي له اثارو څخه هغه شیره راټوله او اخستي وه، کومه چې د ده موخه وه. ده، هغه شیره د خپلو موخو په مخه داسې کارولي وه:
« هغه څه چې داستایفسکي تشخیص او پخپله یې هم له هغو ضرر ولید، هغه له هغو عقایدو او افکارو پیروي او پرې باور درلودل وو چې ګنې هغه افکار پخپله له انسان څخه هم واقعي دي. دا ډېره غټه اشتباه ده که موږ داسې فکر وکړو چې موږ د داسې توهماتو په لومو کې نه یو لویدلي.»
هغه خپلو دغو، د توهماتو په لومو کې لویدلو، خبروته داسې دوام ورکوي:
« په منځیني ختیځ کې د لویدیځو دولتونو دا وروستۍ لسیزه جګړې، د ځینو انتقادوونکو له خوا پرطبېعي زېرمو باندې د کنترول پیدا کولو تلاش ګڼل کیږي. خو زه ډاډ لرم چې دا ټول څه نه دي. زما په نظر، په دې جګړوکې د طبېعي زېرمو کنترول له څنګ سره، د جګړو پیلولو او ماتو خوړلو، د تسلسل پراخلاقي فانتزي باندې باورهم شامل دی. موږ لوېدیځوال دې باورته رسیدلي یو چې د « دموکراسۍ»، « بشري حقونو» او یا « آزادۍ» مفکورې، پخپله هغه قدرت دی چې که څوک ورسره آشنا شي، هغوی بدلولی شي. موږ د « رژیمونو بدلولو» طرحې تعقیب کړې. د هغو طرحو موخه همدا د خود سرو رژیمونو ړنګولو له لارو، د همدغو مفکورو عملي کول وو.»
د مقالې لیکوال زیاتوي او وايي چې د لویدیځو دولتونو له لوریه، د منځیني ختیځ دولتونو او شتو قوانینو ړنګولو، هلته ګډوډۍ او کورنۍ جګړې راوستلې او داسې حکومتونه یې رامنځ کړل چې له پخوانو څخه ډېر بدتردي او بشپړې نا آرامۍ له ځانه سره لري. هغه وایي چې د لېبیا، عراق او سوریې کورنیو جګړو او ګډوډیو، د دې نسخې (موخه یې د پوځي تېریو له لارو د هغو دولتونو ړنګول دي) بشپړه ماتي په ډاګه کړه. دی وايي چې د هغو ټولو کړنو پایله نن ټولې نړۍ ته بربنډه او ښکاره ده او هغه د لودیځوالو له لوریه د ځان لپاره، پخپله بد شرایط رامنځته کول دي. لیکوال ادامه ورکوي او وايي؛ د لویدیځو دولتونو سیاست اوس په داسې ډله ایزو مفکورو او ایډیاو بدل شوی دی چې د دوی لپاره یې د کور له ننه خطرې زیاتې کړي دي. د دې ټولو خطرو ولي (رېښې)، همغه د منځیني ختیځ په لومړۍ مداخلې پورې تړلي دي. په بل عبارت، همغه پرعراق باندې برید وه چې تاو یې ټول منځینی ختیځ او ټولې نړۍ ته ورسید.
د مقالې لیکوال د خپلو خبرو پای کې زیاتوي؛ موږ د آزادې نړۍ خلکو، دې خبرې ته ترجیح ورکوله چې پټسترګي او په پټو سترګو باورکوونکي ولسونه پوه او بیدار کړو. خو دغې خبرې ته مو پام نه وه کړی چې موږ لویدیځوال پخپله په دې پلیتو موهمو افکاروکې ډوب او غرق یاستو. موږ یوو چې د غلامانو په څېر، د دموکراسۍ له ایډیا څخه توصیفونه کوو او د نورو حاکمو رژیمونو، له کومو سره چې هیڅ بلد نه یو، د ړنګولو هڅې مو پیل کړي دي.
لکه چې تاسو پاس ولوستل، لیکوال د لویدیځو دولتونو له لوري، د نړۍ پرطبېعي زېرمو کنترول، دموکراسۍ، بشري حقونو او آزادۍ ته اشارې کړي دي. خو هغه څه چې لیکوال د وخت نشتوالي او یا نورو علتونو له امله نه دي یاد کړي، هغه د یادو شویو هیوادونو او افغانستان ولسونوته ځاني او مالي زیانونه اړول دي. د یو شمېر لویدیځو دولتونو پوځونو په نېغه او یا غیرمستقیمه توګه، د هغو هېوادونو پرکومو چې دوی پوځي تېري وکړو، په لکونو خلک ووژل، په لکونو یې ژوبل او معیوب کړل او په ملیونو یې کډوالۍ ته اړ ایستل. دا د وژلو، ژوبلولو او کډوالولو لړۍ همدا اوس هم په چټکۍ روانه ده. د دې ترڅنګ، د دې هېوادونو پوځي قوتونه یې (د سوریې له پوځي قوت بې غیر، هغه یې هم کمزوری کړو) ړنګ او له منځه یووړل. ښارونه او ټولګټې ځایونه یې له خاورو سره خاورې او اقتصادي اړمونه یې له منځه یووړل. طبعأ له هغو ډولو چارو څخه بنسټزې موخې، همغه د تېلو او نورو طبېعي توکو پرسرچینو خېټې اچول او په سیمې کې دریځ ټینګول وو.
د لیکوال دغو کلیمو (دموکراسي، بشري حقونه او آزادي) ته راځم. هو! دموکراسي یا ولسواکي ښکلي کلیمه ده. له دې کلیمې څخه هرسړی داسې برداشت کوي؛ چېرې چې دموکراسي وي، هلته به قوانین انساني وي. چېرې چې دموکراسي وي، هلته به د هغو انساني قوانینو په رڼا کې خلک د دولت مشران ټاکي. چېرې چې دموکراسي وي، هلته به دولتي مشران پرټول ولس او ځانونو باندې، همغه انساني قوانین یو شانتې تطبیقوي. دا څومره ښې او ښکلي خبرې دي. په ټولنو کې چېرې چې دموکراسي ږوي، هلته به د زورورو لاسونه د غریبانو په ګرېوانونو کې نه وي. هرڅوک به له خپله حقه (بشري حقونه) برخمن وي. هرڅوک به د قوانینو په حدودو کې آزاد (آزادي) وي، خو د بل چا حق ته به لاس نشي وراوږدولی. دا څومرې لوړې انساني خبرې دي.
د پرمختللو ټولنو دولتونه دا ادعاوې لري چې ګنې دوی داسې ټولنې جوړې کړي دي او لري یې. د دوی دا ادعاوې تر یو بریده سمې او پرځای دي، خو نه ټولې. ځکه په دې ټولنو کې د ګوتو په شمېر پانګوالانو، نه یوازې ژوند لوړ او له هرڅه برخمن دي، بلکې د هغوی حقونه هم د نورو ملیوني انسانانو په نسبت، دومره لوړ دي چې تصور یې نشي کیدلی. ځینې ساده خلک د انسانانو حقونه یوازې د انتخاباتو په نوم، یو جریان کې چې هر څلور یا پنځه کاله وروسته تکراريږي، خلاصه کوي. هغه انتخابات د دموکراسۍ یو کونج دی، خو نه ټوله دموکراسي. باید ووایم چې په هغو انتخاباتوکې هم، د ټولنې تر ټولو د زیات جایداد لرونکي کسان پارلمان او نورو لوړو دولتي مقامونوته ځانونه کاندیدوي او انتخابیږي.
که له دغو خبرو پښه واړوو چې پارلمان او لوړو دولتي مقامونوته هر سړی ظاهرأ کاندیدلی اویا رايه ورکولی شي، نور نو په همدغو پرمختللو هېوادونوکې، پانګوالانو ( له دې امله چې تر یو بریده قوانین د دوی په ولکې کې دي) د خپلو پانګو پړسوب لپاره، هغه «قانوني» بندونه تړلي دي چې د ټولو انسانو د زیارونو او زحمتونو ګټې وټې د دوی جیبونو ته ورځي. په بل عبارت، د دې دولتونو قوانینوکې د کمپنیو څښتنانو ټول حقونه خوندي دي، خو د نورو وګړو حقونه هغسې خوندي نه دي. له دې کبله چې د نورو عامو ولسونو حقونه خوندي نه دي، نو ځکه په همدغو پرمختللو ټولنوکې خوار خلک، هره ورځ خواران کیږي او یو موټی بډای خلک لا بډایان کیږي. د بډایانو مړښت، برید او پوله هم نلري. د بډایانو په اړه، د رحمان بابا دا شعر بشپړصدق کوي چې وايي:
هر چې اچوې و اورته واړه سوځي موړ به نه شي طلبګار د دې دنیا
د پرمختللي نړۍ پانګوالان یوازې د خپلو خلکو پر ذبښاک بسنه نکوي. هغوی د نورې نړۍ پانګوته لا ډېر تږي دي. د نړۍ له یو قطبي کیده وروسته، دوی دا د دموکراسي، بشري حقونو، آزادۍ، ښځو حقونو، نورې او نورې کلیمې، یوازې او یوازې د دې لپاره له ګړدونو پاکې کړې چې د دغو غوړو کلیمو په کارولو سره، د نړۍ نورو مطلوبو دولتونو خاوروته د ګامونو وراخیستلو پلمې ورجوړې کړي. خو لکه چې ټول خلک پوهیږي، د دوی پلمې، همغه د لېوه او مېږې پلمې دي. وايي چې لېوه د ویالې بر سرکې اوبه څښلې او مېږې په لر سرکې. خو لېوه مېږې ته وویل؛ اوبه مه راخړوه! مېږې په ژړغوني غږ ورته وویل؛ لېوه وروروه زه ستا څخه لاندې یم، ستا اوبه پرما راځي، نه زما پرتاسو. لېوه ورته وویل؛ ته لا ګناه هم پرما اچوې؟ ورټوپ یې کړو او له ستوني یې ونیوله.
په عراق کې د ګڼو ستونزو له شتون سره سره، یو وختې د عراق خلکو ژوند، د یو شمېر پرمختللو هېوادونو خلکو له ژوند سره پرتلې کیدلی شو. دېکتاتوري هم یو څه د صدام په سرښت کې وه او یو څه له باندې څخه پر ده داسې تحمیل شوه چې د عراق یو شمېر خلک له بهرڅخه د ده پرضد تحریک کیدل او ده د هغوی ضد عمل کوه او په شدت سره یې ځپل. امریکیانو د صدام دېکتاتورۍ، اتومي بمونو او د ټولوژنو نورو ډولونو وسلو جوړولو په پلمې، د خپلو او یو شمېر متحدینو پرجنګي الوتکو، ټانکونو او ذره پوشونو باندې د دموکراسي، بشري حقونو او آزادۍ پنډکي (شپږ بیلونه مړدکي چې د عراق خلکو سړي سر درې سوه زره مړدکي کیږي او له ۲۰۰۰ ټنه څخه تر ۴۰۰۰ ټنه پورې بمونه او راکتونه چې په هغوکې د مړو یورانیمو بمونه هم شامل وو، د عسکرو تروتلو وخته پورې غورځولي وو. د هغو زهرجنو بمونو له امله، د عراقیانو یو ګڼ شمېر ماشومان اوس معیوب زېږیږي. الجزایره وېبسایټ). دوی هغه پنډکي چې پرخپلو جنګي الوتکو او ټانکونو وربار کړي وو، په عراق کې داسې خواره کړل چې د اور لمبې او لوګي یې لا تراوسه شته. دا څرګنده نه ده چې د هغې اور لمبې او لوګي به کله له منځه ولاړ شي او د عراق پرخاورې باندې به، څه ترې پاتې شي. دوی په بدل کې د عراق له خاورې څخه د صدام دېکتاتوري، اتومي بمونه او د عامه وژنو وسلې بار او هغه یې د دریابونو تل ته ورغورځول چې کبان یې وخوري. هو! دوی د عراق پرخاورې باندې په مډرنو وسلو اورونه بل کړل. د بهرنیانو د هغو اورونو لمبو او لوګيو، لا تراوسه د عراق فضا توره ساتلي ده. لکه چې وویل شول، دا لا څرګنده نه ده چې د اورونو دغه لمبې او لوګي به کله د عراق له آسمانه څخه وځي او د عراق پرخاورې به له هغو څه پاتې کیږي.
لیبیا بل هېواد وه چې خلک یې د قزافي ترمشرۍ لاندې ژوند درلود. د لېبیا خلکو ژوند د قزافي واکمنۍ پرمهال، له یو صحرائي بدوي ژوند څخه، د پرمختللو هېوادونو منځنيو کسانو ژوند ته لوړ کړل شو. لېبیایان د قزافي واکمنۍ پرمهال، له زړو خېموڅخه مجللو بلډېنګونو، کومو چې د ژوند کولو هر ډول اسانتیاوې لرلې، وکوچول شول. د قزافي واکمنۍ پرمهال د لېبیایانو په هرې کورنۍ کې به چې ماشوم وزېږیده، هغې کورنۍ ته [د ماشوم مور په نوم] غوښلنې روپۍ (پنځه زره ډالر) ورکول کیدې. د ماشوم د پالنې لپاره نورې پیسې هم پرلاپسې ورکول کیدلې. په لېبیا کې ټولې زده کړې، د هرچا لپاره د دولت له بودجې وې. په لېبیا کې روغتیايي چارې مفتې او د دولت په لګښت وې. د لېبیا د تېلو ډېره برخه پیسې د دولتي چارو د سمون او د خلکو د ژوند لوړوالي لپاره لګیدلې. خو د یو شمېر لوېدځو دولتي مشرانو په سترګو، قزافي یو دېکتاتور وه. هغوی د قزافي دېکتاتوري د لېبیا پرخلکو نشوله زغملی. دایه له مور مهربانه. ځکه یې په هغه پسې هم له کشتیو څخه هغه الوتکې ورپورته کړې چې راکټونه یې له دموکراسیو، بشري حقونو او په خاصې توګې له آزادۍ ډک وو. دوی د لېبیا خلک له هغې ډول آزادۍ برخمن کړل، لکه یوه پېړۍ د مخه چې انګرېزانو د افغانستان یوه برخه خلک د آزادو قبایلو په نوم، له هرډول تمدن څخه محروم او بیا د هغه ګوډاګي دولت ترننه همغه شان وساتل. پر لېبیا د پرمختللو دولتونو هوائي بریدونوکې، د هغوی پوځیانو د استوګنو او پوځي چوڼیو کې فرق ونکړو او له څېرمه یې ونړول او خلک یې ووژل. خو د تېلو د څاه ګانو ساتلو په موخې یې، د څاه ګانو شاوخوا دولس زره پوځیان ځای پرځای کړل چې هغوته له کومې خوا زیان ونه اوړي. دوی د قزافي په وژلو او د هغه د رژیم په ړنګولوسره، لېبیایان داسې کورنیو جګړوته ورګډ کړل چې پای او پایله یې څوک تصور هم نشي کولی.
د سوریې جګړې هم ورته او ځینو تفاوتونو سره، د لوېدیځ جمع یو شمېر عرب دولتونو په مرستو او ملاتړ پیل شوې. خو په دې جګړې کې د ایران، چین او روسیې دولتونو، د اسد له رژیم څخه ملاتړ وکړو او سمدستي یې اسد له ځندۍ کولو بچ کړو.
د یو شمېر لویدیځو دولتونو پوځونو په نېغه د عراق او لېبیا ښارونه، سړکونه او نورعام المنفعه تأسیسات، اقتصادي اړمونه او په هغې کې کرهڼه، صنعت او سوداګري، هرڅه له منځه یووړل او له خاورو سره یې خاورې کړل. دوی د عراق او لېبیا دولتي او د واکمنو په سوونو ملیارډونو ډالر چې په لویدیځو بانکونو او د خپلو هېوادونو بانکونو کې لرل، خپل کړل او د دې هېوادونو د طلا په زرونو ټنه زېرمې یې لوټ او د خپلو هېوادونو زېرموته ورګډې کړې. ځینو مډیاګانو دا خبرې هم خپرې کړي دي چې د فرانسې دولت او ځینې نور أروپايي دولتونه د لېبیا دولت څخه ملیارډونه ډالر پوروړي وو او هغه پورونه ختم شول. مډیا ویلي دي چې سرکوزی د قزافي ملګری وه او د فرانسي جمهوري ریاست په انتخاباتوکې، قزافي و سرکوزي ته پنځوس ملیون ډالر هم ورکړي وو. خو د سرکوزي دولت د قرضو ختمولو لپاره، د لېبیا دولت د بمبارۍ کولو مشري پرغاړې واخیستله. ویل کیږي چې تېري کوونکو بهرنیانو د ضربو لاندې هېوادونو، ځینې د زرونو کلونو تاریخي ځایونه (موزیمونه) لولپه او یو شمېر قیمتي تاریخي اثار لوټ او غنیمت کړل. خو لوېدیځې سرکار پورې تړلي سترې نړیوالې مېډیا، پردې او نورو ټولو ړنګونو، ورانیو او چور چپولونو باندې تر یو وخته او یو بریده برغولی کېښود او د هغه پرځای یې د دموکراسۍ، بشري حقونو او آزادۍ غواړې نغرې وغږولې.
اوس چې هرڅه نسبتأ ساړه شول، دا مهال (ممکن د امریکايي سیاستوالو خپلمنځي اختلافونو له امله) دې ټکي ته د امریکا متحدو ایالتونو سنا مجلس ګوتې وروړې او د سي ای اې بشري حقونو ضد عملونو له یوې څنډې څخه یې پړده پورته کړه. که د امریکا سنا جرګې دغه کار، په راتلونکي کې انساني ارزښتونوته د درناوي کولو په موخې او یا نورو کومو موخو کړی اوسي، خو د اوس وخت لپاره یې د امریکایانو سترګې، غوږونه او ژبه د نړۍ د نورو دولتونو له لوریه د بشري حقونو ترپښو لاندې کولو انتقادولو په اړه، وتړل.
افغانستان ته د امریکا او وروسته د ناتو او متحدینو پوځونو ننه ایستلو سناریو او موخې بدلې وې. افغانستان ته دغه ګڼ ملتیزه پوځونه د نیویارک سوداګریزو ماڼیو ړنګولو او په هغو کې، شاوخوا څلور زرو بې ګناه انسانانو وژلو پلمه نغښتي وه. دا چې هغه ماڼۍ چا ونړولې، د هغو لا پته نشته. خو یوه خبره ښکاره ده، هغه دا چې هغومره غټ او زورور کار د افغانانو او هغوی ته د پناه وروړونکو عربو کډوالو له وس او طاقت څخه بېخي لوړ وه. هغه مهال افغانستان یو داسې ملک وه چې دولتي سیستم یې ړنګ او یوه برخه ولس یې په یوې بې څښتنه دښتې کې، د پردیو په لمسون، یو د بل په وژنو او وینو تویولو لګیا وو . په بل عبارت، د هېواد په ګوټ ګوټ کې په کلونو د کورنۍ جګړې اور د پردیو په لاس وهنو بل وه. ټول افغانان له هرچا نا هیلي شوي وو. هرافغان وګړي لاسونه د آسمان خواته پورته جګ نیولي وو او یوازې د الله پاک له درباره څخه یې مرستې غوښتلې. په داسې وخت کې د امریکا دولت تکل وکړو چې افغانستان ته پوځ ولېږي. له دې خبرې سره سره چې بوش هغه مهال پرافغانستان باندې پوځي برید په ډېر شان او دبدبې سره اعلان کړو. هغه مهال چې امریکایانو پرافغانستان پوځي تېری کوه، بوش وویل؛ هرهغه څوک چې له امریکایانو سره نه دي، هغوی د امریکا دښمنان دي. د پاکستان پخوانی مشر ج. مشرف خو لا دا هم ویلي دي چې بوش ماته وویل؛ که له موږ سره مرسته ونکړې، پاکستان به د ډبرې زمانې ته وګرځوم. خو افغانانو چې د نجات بله لاره یې نه لیدله، د امریکا او متحدینو له پوځونو څخه یې هرکلی وکړو.
امریکايي پوځیان چې د خپلو مشرانو له لوریه سخت قهرول شوي وو، ان په لومړیو وختونو یانې په داسې حالاتو کې چې پر وړاندې یې هېڅ ډول عکس العمل نه وه، په داسې غیر انساني او بشري ضد عملونو (پر وادونو، جنازو بمبارۍ، پرکورونو چپاونه وهل، پر ژېوراتو او نورو څه وړو برسېره، د کورونو څښتن په سپیو داړل،...،) لاس پورې کړو چې ولسونه یې وترسول او د نفرت کولو لورته یې ورټېل وهل. خو د امریکا او نورې نړۍ د بشري حقونو مدافعو ډلو او مېډیاګانو، د دوی پرهغو چارو باندې تر ډېره بریده پټې خولې وو.
دلته پردې نه غږېږو چې طالبان څرنګه او چا د کومو موخو لپاره، بیا راجوړ او لا تراوسه وروزل او تمویل کړل. خو د دغو دیارلس کلنو جګړو پایلې چې افغانانو ته یې سختې مرګ – ژوبلې واړولې او اړوي، په افغاني خاورې کې په ملیارډونو ډالر ډوب شول او هېواد د نړیوالې مافیه په ستر ډګر واوښت، په داسې حالاتوکې امریکایانو او د هغې ناتويي متحدینو خپلې موخې (د افغانستان، سیمې او نورې نړۍ په اړه د راتلونکو موخو لپاره اډې جوړول) ترلاسه کړې. اوس د افغانانو د امریکا او ناتو له دولتونو او نورو دوستو دولتونو څخه، ستره هیله دا ده چې په افغانستان کې د آرامي او سولې راوستلو چارو او همدا ډول د افغانستان په بیا جوړونې او پرمختګ کې، پیاوړي عملي مرستې وکړي. ترڅو، واحد او یو موټی افغانستان د دوی په مرستو او د خپلو مټو او همت په زور، د پرمختګ بهیر مخته یوځي او پر مخ ولاړ شي.
پای