د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ۲۰۱۴م کال کې د افغانستان امنیتي، اقتصادي او سیاسي وضعیت

ثناءالله صالحي 10.01.2015 11:49

۲۰۱۴م کال د افغانستان لپاره د يوویشتمې پیړۍ تر ټولو مهم او سرنوشت ټاکونکی کال و. خو په افغانستان کې اداري فساد اوج ته رسیدلی و، نو ځکه لوړ پوړو چارواکو نه غوښتل چې خپلې اقتصادي ګټې له لاسه ورکړي او د دې لپاره يې د ۲۰۱۴م کال په نوم يې د راتلونکو بدو عواقبو تبلیغات يي د عامه خلکو ذهنونو ته ورسول نو په فساد کې ښکیلو اشخاصو ته زمینه مساعده شوه، دغو تبلیغاتو دوه اساسي ستونزې رامنځته کړې یو دا چې شتمنو اشخاصو خپله شتمني له هیواد څخه بیرون ته انتقال کړه او بله دا چې په هیواد کې د اداري فساد میزان لوړې کچې ته ورسیدو او هيواد يې ورځ تر بلې له سترو سیاسي، امنیتي او اقتصادي ننګونو او ستونزو سره مخامخ کړ.
په ۲۰۱۴م کال کې د پلازمینې په ګډون د هیواد ټول ولایتونه ناامنه وو. یوازې د پکتیکا ولایت په ارګون او یحیی خیلو ولسوالۍ کې دوه سترې نه هیریدونکې پيښې رامنځته شوې چې په سلګونو هیوادوال يې له منځه یوړل. همدارنګه د ختیځ زون ۳ ولایتونه همیشه د پاکستان له لورې تر راکټي بریدونو لاندې راتلل، د دې کال په لومړیو پنځو میاشتو کې یوازې په کنړ ولایت باندې ۴۷۰۰ راکټونه توغول شوي دي؛ خو دولت ددې لپاره چې د ځمکې بشپړتیا يې هم په خطر کې وه تراوسه پورې کومه ځانګړې ستراتیژي نه ده رامنځته کړې. دولت همیشه د امنیت په خرابوالي کې طالبان تورن ګڼي خو په داخل کې نورې سیاسي کړۍ هم شتون لري چې د نورو په لمسون سره نه غواړي په افغانستان کې ارامي او هر اړخیز پرمختګ راشي . د دولت مخالفینو لپاره د افغانستان دولت د سولې عالي شورا په نوم یوه شورا هم جوړه کړې وه خو د سولې لړۍ هم په ۲۰۱۴ م کال کې په ټپه دریدلې وه او تر اوسه پورې د سولې لړۍ هیڅ کومې مثبتې پایلې ته نه دي رسیدلي. د دې کال په اوږدو کې د امنیتي برخې مسؤلیتونه له بین المللي ځواکونو څخه افغاني ځواکونو ته انتقال شول او د ناټو ماموریت هم ددې کال په وروستۍ ورځ پای ته ورسید.
افغانستان په یوویشتمې پيړۍ کې نسبت نورو کلونو ته په ۲۰۱۴م کال کې امنیتي، سیاسي او اقتصادي برخو کې د سترو ستونزو شاهد و. د دې کال تر ټولو ستره سیاسي ستونزه د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټول ټاکنې وې چې افغانستان ته يې په سیاسي او اقتصادي دواړو برخو کې ستونزې رامنځته کړې. لومړی داچې ټاکنې د دوهم ځل لپاره وغځیدلې دوهم دا چې د دوهم ځل ټاکنو وروسته چې شپږ میاشتې وخت يې ونیو بیا يې هم ګټونکی او بایلوونکی معلوم نه شول، د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس یوسف نورستاني بې له دې چې د رایو سلنه يې وښایي یو يې ولسمشر او بل يې اجرایئوي رئیس اعلان کړل عجیبه خبره خو داده چې مونږ د ولسمشر ټاکلو لپاره رايې ورکړې وې نه داجرايئوي رئیس لپاره، په هر ترتیب له ډيرو جنجالونو وروسته د دواړو نوماندانو له لورې د ملي وحدت په نوم ګډ حکومت رامنځته شو. د ټاکنو د پایلو نه اعلانیدو په اساس یوازې خصوصي سکتور ته شپږ ملیارده امریکایي ډالره زیان رسیدلی دی. تاجرانو خپله ټوله شتمني له هیواده بیرون یوړه د ۲۰۱۳م کال په پرتله ۲۰۱۴م کال کې ۲۰٪ سرمایه ګزاري راټيټه شوې وه. له یوې خوا د افغانستان راتلونکی سرنوشت هم معلوم نه وو او له بلې خوا د نړیوالو د بې باوری په اساس د بهرنیانو مرستې هم قطع شوې. چې په پایله کې د هیواد سیاسي او اقتصادي وضعیت له بدو بدتر شو.
کله چې د ملي وحدت په نوم دولت رامنځته شو نو لومړنی کار يې دا وکړ چې د کابل واشنګټن او کابل ناټو ترمنځ يې امنیتي تړون لاسلیک کړو. چې بدبختانه په امنیتي برخه کې لاتراوسه پورې د ارګ ماڼۍ هم په امن کې نه ده.
ولسمشر اشرف غني د خپل حکومت په لومړیو ورځو کې لومړی سفر سعودي عربستان ته او ورپسې يې چین ته سفر وکړو چې د چین سره يې په اقتصادي او سیاسي برخو کې څلور توافقنامې لاسلیک کړې، او ددې ترڅنګ يې د هیواد او سیمي امنیتي وضعې او د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په اړه يې هر اړخیزه وینا وکړله. د چین له سفر وروسته يې ګاونډي هیواد پاکستان ته هم سفر وکړ او هلته يې د هغې هیواد نظامي چارواکو سره لیدنه وکړله. د کابل بانک په دوسیه کې تورنو کسانو څخه يې یوازې شیرخان فرمود او خلیل الله فیروزي يې په ډیر کم بند باندې محکوم کړل خو په دې دوسیه کې اصلي تورن اشخاص تراوسه په بهر کې دي چې دا د ملي وحدت لومړنۍ ناکامي وه.
که څه هم عام وګړي د نوي دولت څخه په لومړیو دریو هفتو کې راضي ښکاره کیدل، خو وروسته بیا د خلکو ټولې هیلې د ملي وحدت څخه هم وشلیدلې ځکه هغه پلانونه او پالیسي به چې دوی خلکو ته د تلویزیون له لارې بیانولې د مثال په توګه ( په درې ګونو قواوو کې بنسټیز بدلونونه رواستل) خو اوس هغه پلانونه تش د کاغذ پر مخ دي د عمل په ډګر کې هیڅ نشته .
د کابینې ځنډیدل هم ددې کال تر ټولو ستره سیاسي موضوع ده، چې تر اوسه پورې د کابینې په جوړولو کې اتفاق ته نه دي رسیدلي او د هیواد وضعیت هم ورځ تر بلې خرابیږي.