د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ځانځانۍ ښامار او اژدهای خودي

عبدالباري جهاني 06.01.2015 10:40

په لومړي سر کي د انسان په شکل یو ځان وو. ده شاوخوا وکتل او پرته له ځانه یې بل څه ونه لیدل. ده لومړی وویل چي دا زه یم. ځکه نو د ده نوم « زه » سو. ده وویل دا  زه یم... ده ټوله شر یر مخلوق وسوځول... دی وبیریدی، ځکه نو هر څوک چي یوازي وي هغه بیریږي. ده فکر وکړ، کله چي بل هیڅوک نسته نو زه ولي وبیریږم. بیا نو د ده ویره له منځه ولاړه. ځکه بیره خو له دوهم څخه وي او کله چي دوهم نه وي نو سړی ولي وبیریږي؟  Brihadrayanka  Upanishad  Fourth Brahmana   ( جهاني)
                                
ځانځانۍ ښامار، چي مرحوم پو هاند بهاألدین مجروح په اصل کي د اژدهای خودی په نوم، په  فارسي ژبه لیکلی وو، داسي کتاب دی چي چنداني یې په افغانستان کي ساری لیدل سوی نه وو، او ګومان نه کوم چي په دغه رواني او د فلسفي مفاهیمو په دغه ژور والي دي تر اوسه پوري کوم بل کتاب لیکل سوی وي. د ځانځانی ښامار له لویه سره په ډیر خواږه دري نثر لیکل سوی وو، او وروسته یې مجروح صاحب یوازي لومړي دوه دفتره په پښتو آزاد شعر ترجمه کړل او په دې توګه یې د پښتو ادب، په تیره بیا آزادشعر، د یوه ستر علمي اثر، پوروړی کړ. له لومړي او دوهم دفتر څخه، چي پخپله مجروح صاحب په پښتو ازاد نظم ترجمه کړی دی، وروسته دریم دفتر پیل کیږي، چي له بده مرغه ټول ورک سوی دی او پوهاند مجروح وايي چي یو څو تنو هغه لوستی یا اوریدلی دی. زه، له نیکه مرغه، په هغو خوش بختو کسانو کي یم چي دا اثر مي، د ژمي په یوه سړه او اوږده شپه کي، پخپله د مجروح صاحب له خولې اوریدلی دی. د ماښام له پنځو بجو څخه یې د شپې تر یوولس نیمو بجو پوري ټول کتاب راته ولووست. زه ټول غوږ وم او د ده د یوه شاګرد په حیث مي هر توری د زړه په غوږو واوریدی. زما په شمول، چي هر چا دا اثر لوستی او یا اوریدلی وو، مجروح صاحب ته ویلي وه چي که په دې وطن کي ریشتیا هم استبداد موجود وي نو دا به دي وروستی کتاب وي.
څلورم دفتر، د یوه هوښیار لاروي له نظره، د افغانانو د آواره کیدلو، د جهاد د رهبرانو د ریاکاریو، د پردیو د غلامیو، بې اتفاقیو اچولو، د کمونیسټي استبداد او له آوارګانو سره د کوربه هیواد د اوسیدونکوډیره سپکه او ناوړه وضع ده. داسي ښکاري چي څلورم دفتر د موضوع له مخي له لومړي، دوهم او دریم دفتر سره چنداني اړخ نه لګوي او اژدها، چي باید د کتاب موضوع وي، چنداني نه په سترګه کیږي؛ خو د نیمي شپې د لاروي ویناوي په هر ځای کي په یوه او بل ډول د ځانځانی له ښامار سره اړه پیدا کوي. او هر ځل چي هوښیار لاروی یا سوال کوي او یا جواب وايي یو کتاب مفهوم لري. ګواکي د اژدهای خودي کتاب هم فلسفه، هم تاریخ او هم ادب دی. هم د موضوع په چوکاټ او هم له چوکاټ څخه بهر یو خوند لري.
اژدهای خودي زموږ د ځوانۍ د زمانې کتاب دی. دا کتاب په هغه زمانه کي د ګوتو په شمیر کسانو لوستی وو، او اوس هم ډیر لږ خلک د دې ویاړلي اثر له بشپړ متن سره آشنا دي. د دې خبري یو علت دا دی چي په افغانستان کي په دغه شکل متن هیڅ وخت لیکل سوی نه وو. دا لومړی ځل وو چي د انسان ناکراره روح، د آزادی ولولو او په مقابل کي د خودی یا ځانځانی ښامار، او روحی انحرافاتو ته د یوه خواږه داستان بڼه ورکول کیدله. موږ ځوانان په اصل کي له فلسفې او روحیاتو سره بلد نه وو؛ د داستان په شکل خو مو، د دې پرله پیچلو مفاهیو د افادې بیخي تصور قدر هم نه وو کړی. د دې کتاب لومړی او دوهم دفتر او، تر یوه ځایه، دریم دفتر په داسي شرایطو کي لیکل سوي دي چي افغانستان نسبتاً آرام وو او مجروح صاحب ډیر ژور فلسفي مفاهیم په ډیر خواږه او روان، او له احساساتو او غوسې څخه خلاص، نثر افاده کړي دي. ښايي علت یې هم د محیط نسبتاً آرام شرایط وي چي مجروح صاحب، په نسبتاً ارامو اعصابو، د عقل او هوښ او د آزادی پر ولولو باندي د ځانځانی د ښامار د واکمن کیدلو پیش بیني کوي.
د کتاب په حاشیو کي چي د متن د مفاهیمو د تشریح  کولو لپاره هر څه اشارې سوي دي هغه ټولي پرځای دی؛ خو له لومړیو مخونو څخه د مجروح صاحب د ناکراره روح، له مسلط نظام سره د هغه د مخالفت او د بینوا صاحب په اصطلاح د مقدس بغاوت نښي لیدلي کیږي او د نیمي شپې لاروی چي هر ځای له خلکو سره خبري کوي نو له ورایه ښکاري چي د ده ویرونکی ښامار انفسي نه بلکه آفاقي او عیني دی، او له ده سره په نیژدې ګاونډ کي ژوند کوي.
د ځانځانی ښامار او اژدهای خودي له لومړي دفتر څخه تر څلورم دفتر پوري هر ځای تور لباس اغوستی، پر مست آس باندي سپور او نیزه یې په لاس کي وي. د هغه سره د هیچا زور برابر نه دی او چي ښار ته ننوزي او خلکو ته په خپل قهرجن او له غضبه ډک آواز ویرونکې وینا پیل کړي نو ښاریان لکه بې وسه مظلومان یوه او بل ته ګوري او خپل سرنوشت ته تسلیمیږي.
ښځي نر زاړه ځوانان هم
ماشومان ټول
را بهر شولو له ښاره
د ناشنا سپور تماشې ته
تور لباسي سپور نیزه کړه خپله پورته
جګ اواز یې هیبتناک وو
ډک له قهره له غضبه
دا وینا یې ښار ته وکړه
تاسو وایاست زه به څوک یم؟
زه خو « زه » یم زه « ایګو» یم
درست نړۍ کي پهلوان یم
لوی فاتح د ټول جنګونو د جهان یم
له دې وروسته ستاسو ښار زما تابع دی
تاسي ټول د قهرمان تر فرمان لاندي
که هر څوک زما فرمان ته غاړه نه ږدي
نو سزا به یې په دې دم او په هر دم
هم په دې نیزه وژل وي څیرول وي
هغه ښامار چي مجروح صاحب یې تمثیلوي او له چین څخه نیولې تر یونان او د اروپا او اسیا تر افسانو پوري تقریبا یو شکل لري؛ اوږده نوکونه یې دي، کاږه غاښونه یې دي، جسه یې د غره په څیر لویه ده او د سږمو څخه یې اور او دودونه راوزي، د انسان په ماغزو کي نه ځاییږي او د حرکت لپاره یوه پراخ میدان او حتی یوه جلا هیواد ته ضرورت لري. دا د مجروح صاحب هیواد دی او هغه په خپل هیواد کي له دغه ښامار سره مخامخ دی. مجروح د یوه هوښیار لاروي په حیث خلکو ته د نجات لاري ښيي؛ خو خلک یې مجنون بولي، کله یې په خبرو پوري خاندي او کله هیڅ غوږ نه ورته ایږدي. تور ښامار پر هغه ښار باندي چي له سهاره تر ماښامه به یې خلک خوشاله او باغونه یې له میوو او چمنونه یې له ګلونو او شنیلیو ډک ول، یو ناڅاپه غلبه کړې وه. د هغه له راتګ او د ښار د کلا او ودانیو د کنټرول اخیستلو سره له ښار څخه ټولو نیکمرغیو او خوشالیو کوچ وکړ او د ښار زندانونه له مستانو او آزادي غوښتونکو څخه ډک سول.
د زړه په کنډوالو کي تور ښامار پروت
ډیري ډیري مودې تیري په دې شان شوې
څو ناڅاپه شولو پام د قهرمان ستر
چي هیڅوک شاوخوا نشته
دی باداروو، ستر بادار د ټولو خلکو
خو هیڅوک د غلامی د پاره نه وو
دی واکمن وو، او ټول واک د ده په لاس کي
خو نه مینځه نه نوکر وو چي پرې واک وچلوي څوک
فرماندار فرمانروا وو
خو خادم نه وو  فرمان د وړو لپاره
په هغې هسکي ماڼۍ کي
دی یوازي ژوندی سری یک تنها وو
ټول مړ ښار وو، چوپیایی وه، هدیره وه
ښار د اوسپني کلا وه
دروازې يې تل تړلي
ځکه هیچا نور په ها خوا ګذر نه کړو
چمنونه شنه باغونه پاتې نه وو
هره خوا شړي میرې وي
هره ورځ به پکښي لمر بیا
سور تنور لمبه کولو
هره شپه سړه سیلۍ وه
خاوري دوړي بادیدلې
سینګیدل به اغزي غني
ځنګلونه جل وهلي، وني سوي
غرو څیره وه بدله کړې
ټول خړپړ په ایرو رنګ وو
هم سیندونه هم خوړونه وچ پراته وو
اوبه لیري په کوم بل ځای بهیدلې
کومي لاري لويي لويي چي ورتلې د ښار پر لوري
هغه ټولي ورکي شوي په زوزانو په اغزو کي
کاروانونو نور ګذر په دې خوا نه کړ
چیرته لیري تیریدل په نورو سیمو
د عشق او میني الهې، چي شین کمیس یې اغوستی، تاج یې پر سر او خوله یې له خندا ډکه ده، قهرمان ته څو څو ځلي وویل چي را ځه د میني او محبت په سفر روان سو. قهرمان د خودی له خوند او غلبې څخه نه سي تیریدلای او د عشق او محبت الهه رخصتوي. هغې ته وايي چي زه اوس دلته میشته سوی یم او په دغه ژوند خوښ یم. د عشق او محبت الهې ورته وویل چي بیا مي نه سې پیدا کولای او دا زما وروستی غوښتنه وه، ځکه هغه لاره چي ما ته را رسیږي له یو عالم ستونزو څخه ډکه ده.
بې له ما به ستا باغونه، چمنونه ټول خزان شي
بې له ما به
ستا سیندونه رودخانې هم
ورو وچیږي څاڅکي څاڅکي
چي زه نه یم
یوه ترخه سړه سیلۍ به را پیدا شي
د مرغانو شور ماشور به کړي خاموشه
او یوه ورځ د ورځي به ناڅاپه ستا پام شي
چي سرسبزه شنه دښتونه
د غرو شنې ښایستې لمني
واړه وچ اغزن ډاګونه دي میرې دي
او په دې وچه صحرا کي
یک یوازي ژوندی سری فقط ته یې
خزنده یې، سمساره یې، په خاپوړو...
قهرمان په کلا او له مرمرو څخه جوړي کړي ماڼۍ کي ژوند غوره کوي. کلونه دلته اوسیږي خو یوازي دی او چي هر اواز له خولې باسي هغه بیرته پخپله اوري. کله چي د تندي احساس کوي، تنده یې په هیڅ شي نه ماتیږي. پخپله هم نه پوهیږي چي دی څوک دی او دلته د څه هدف لپاره اوسیږي. دونه پوهیږي چي وهم نه دی؛ ځکه چي وهم خو  د تندي احساس نه سي کولای. سیوری نه دی ځکه چي سیوری خو له بل جسم سره بې ارادې خوځیږي او ریښې نه لري. له قهرمان څخه، چي د ځانځانی تمثیل دی، په مرمرینه ماڼۍ کي د اوسیدلو او حتی د ژوند کولو هدف ورکیږي. دی ګوري چي تش لاسونه ناست دی او چي هر څه پوښتني کوي څوک د هدف پر لور لارښوونه نه سي ورته کولای. د توپان په یوه شپه کي د جکړ او تالندي په جریان کي یو آواز، چي د وجدان ږغ دی، اوریدل کیږي او قهرمان ته وايي چي موږ ستا ټولي خبري منلې او ستا هر بری مو خپل بری باله. تا ویل چي غلیمان دي مات کړل او هغوی دي قلا بند کړی مګر موږ پوه سوو چي هغه په واقعیت کي تا غلیم نه بلکه موږ قلابند کړی یو او د ښار ټولي دروازې دي راته وتړلې.
تا یوه بله ګناه وکړه ډیره لویه
زنداني دي جذبې د آزادۍ کړې
قدرتونه د مستۍ د انقلاب دي
کړه بندي د ځمکي لاندي
خو افسوس چي
قدرتونه د تعبیر د آزادی اوس
قدرتونه د تخریب د خرابی دي
ځکه ډیر کلونه کیږي
دوی پراته دي په تور تم بندیخانو کي
په زنځیر باندي تړلي
پیدا کړي دوی بل شان نوي څیرې دي
ارواګاني د دوږخ ترې جوړي شوي
کوم قدرت چي نوم یې مینه محبت وو
اوس یې نوم د تنفر دی غوره کړی
پرونی قدرت د عشق د جزباتو
نن هغه ځانته روحي اضطراب وايي
د ژوندون یوه غریزه وه
پرښته وه شین کمیسې
اوس هغه یوه فرشته د مرګ او ډار ده
تور کمیس یې دی اغوستی
عقل او فکر غلامي ستا ډیره کړې
ستا رکاب کي زغلیدلي دي بیشانه
توان قدرت ور پاته نه دی
نور پهره کولای نه شي د بندیانو
قهرمان نه د آزادی او عشق او میني د لیلی بلنه منلای سي او نه د توپان په شپه کي له جکړ څخه اوریدونکي ږغونه تاثیر ورباندي لرلای سي. خو د نیمو شپو لاروي ته پر خوشاله او سمسور ښار باندي د دې بلا نازلیدل او په تورو زیرخانو کي د زرهاوو آوازونو او د آزادی د لاري د مینانو بندي پاته کیدل او په دې توره قلا کي، چي شاوخوا دیوالونه یې له هیندارو جوړ دي او قهرمان یوازي خپل مخ پکښي ویني، بالاخره له کومه راځي او دا پیښي څرنګه منځته راغلي دي. د دې لویو پیښو سرچینه چیري ده؟ او دا قهرمان، چي د ښار خلکو په لومړي سر کي هر کلی ورته ووایه او نن د هغه ښار ټول وګړي د ده د وجود له امله رنځ ګالي، له کومه راغلی دی. د نیمو شپو لاروی، د دې سوالونو د جواب د پیداکولو لپاره، د خپلو اوږدو او ستړي کونکو سفرونو په ترڅ کي، چي یوازي دی یې کولای سي، یوه ورځ د یوه لوی غار خولې ته رسیږي او د غار په پای کي یوه لوی ډنډ ته ورځي او هلته د خپلو پوښتنو نیمګړی جواب پیدا کوي.
پس له ډیر اوږده سفره
لاروی آخر را ورسید یو ځای ته
هلته پروت یو لوی عجب ډنډ وو بیشانه
اوبه ډنډ پکي ولاړي  تاریک تاري
هم ګنده وې هم راکدي هم مرداري
رنګ یې تور وو، لکه زړه د توري شپې تور
کنارې د ډنډ یې دوري ورکي ورکي نا پیدا وې
لاروی ښه ور نیژدې شو دغه ډنډ ته
چي کتل یې ډنډه ډکه د چینجو وه
میلیونونه میلیارډونه
بې حسابه غټ چینجي کوچني چینجي وو په اوبو کي
ښکته پورته ښوریدل ټول خوټکیدل ټول
لاروی ورته ښه ځیر شو
نو لیدل یې چي چینجیان، واړه چینجیان ټول
یو د بل په ځان اخته وو، یو د بل په خوړو بوخت وو
هی لګیا وو یو به یو خوړ بل به بل خوړ
څیرول وو، ماتول وو، خړول وو
تماشه وه  وحشتناکه لړزونکې
بیا به ورو ورو په چینجیانو کي یو غټ شو
نور چینجیان به یې خوړل ډیر
بیا به نور هم غټیده قوي کیدلو
دا چینجی به لوی ماهی شو، مار ماهی شو
جسامت به یې غرونه غرونه د نهنګ شو
هی چینجیان به یې خوړل تول
د تور ډنډ اوبه به یې څښلې
ولږه تنده به یې نوره زیاتیدله
بیا پیدا به یې څو پښې کړې
هم تیرې تیرې منګولي، هم وزري هم څانګونه
هم اوربوز هم اوږدې داړي تیز غاښونه
دواړه سترګي به یې د وینو کټوري شول
د سپږمو نه به یې د اور لمبې ختلې
د چینجي نه به غر جوړ شو
نور په ډنډ کي نه ځایېدلو
له تور ډنډ نه به را ووت
بیا به تللو مخ په پورته
د تورتمي سمڅي خولې ته
«««
له دې هسي تماشې نه
لاروی لاړه او ډوب شو
په بې وصفه لوی حیرت لوی تعجب کي
ډ یر خپګان  ډیر تاءثر ورته پیدا شو
نو له ځانه یې پوښتنه هسي وکړه
دغه واړه ولي ولي په داهسي شان پیښیږي؟
ولي ولي څه د پاره داسي کیږي؟
ولي ولي څه د پاره؟
معنی څه ده؟
دا پوښتنه وه پوښتنه آخرینه
ځکه ځکه دا سوال خو
د زاړه شعور د وروسته پاتي ګرد او پاته خاورو نه راغلی پورته شوی
بیرته کښیناسته فنا شو په ایرو کي
پس له دې نه بیا هیڅکله لاروي ته پیدا نه شو دا سوال نور.
هوښیار لاروی د ماتحت شعور په نړۍ کي د دونه لوی ښامار د لیدلو څخه وروسته یوه حل ته رسیږي؛ البته دا داسي حل دی چي پخپله د ده د داستان د لوستونکو لپاره د سوال پیل دی. لاروی د حیرت په سمندر کي ډوبیږي او د حیرت په هغه حال کي د ټولو کایناتو یو عظیم څرخ ویني. په دې څرخ کي کهکشانونه فنا کیږي او نور پیدا کیږي. زمان او مکان خپل مفهوم له لاسه ورکوي. د سمندر لويي څپې او ساحل سره ګډیږي، ورځ او شپه غاړه غړۍ سي، او بالاخره دی دې نتیجې ته رسیږي چي د دې ټول څرخ معنی پخپله بې معنايي ده. هغه د خپل سفر په ترڅ کي د یوه لوی خنډ سره مخامخ وو او هغه د معنا او مفهوم نشته والی وو. له عالمه شاوخوا د لایعني دیوال چاپیر سوی وو.
په آخر کي
لاروی شولو آګاه له هسي رمزنه
چي هیڅکله باید ده موندلای نه وای
خو ده ومونده یو سر د ټول اسرارو
د وجود او د هستی رمز د رمزونو
ورمعلومه ورښکاره شوه
چي عالم او هستي واړه
بې معنی دي بې مفهومه
بې معنی او بې مفهوم هم
لټول د کوم معنی او کوم مفهوم هم.
لاروی د یوه عالم سوالونو او جوابونو سره بیرته خپل ښار ته ستنیږي؛ خو هغه څه چي دی یې وايي خلک نه په پوهیږي. هغه څه چي دی یې غواړي د خلکو لپاره بیخي مطرح نه دي. دی ګوري چي په ښار کي هیڅ شی هغه خوند چي باید درلودلی یې وای نه لري. نه په خوړو، نه په شرابو کي خوند سته او نه د مستانو په موسیقي کي سور موجود دی. دی په ښار کي د آزادی د شین کمیسي لیلا خبري کوي؛ ځکه یې خلک مجنون بولي او چي هر ځای خوله پرانیزي نو یا خو څوک ور پوري خاندي او یا لیري ور څخه تیریږي. لاروی په نیمه شپه کي د ښار په یوه ګوښه کي د نړۍ څخه د بیخبرو مستانو یوه محفل ته ورځي. هغوی ټول د ده څخه داسي پوښتني کوي چي جواب یې له یوه لیوني څخه انتظار لري. لاروی دلته بغاوت کوي او مستانو ته هم د بغاوت توصیه کوي.
اې دوستانو!
لږ را پاڅی را ولاړ شی!
د دې دښت وچ وچ ځنګلونه وچي وني بې ثمره
واړه واړه ماتي غوڅي کړی له بیخه له ریښې نه
بیا په اور باندي لمبه کړی
اغزي غني د صحرا د بیابان خپل
هم مستان زنځیر تړلي په تور تمو تاخانو کي
را آزاد کړی! زولنې کړی ماتي ماتي
هم د زړونو کنډوالې کړی ړنګي ړنګي
کوم ښامار چي پکي ناست دی
دا ښامار ترې را بهر کړی
بیا حلال دغه ښامار کړی
د ښامار ویني بیا توی کړی
په دې سیمه په دې خاورو
ځکه ځکه:
طبیعت ستاسو نه غواړي قرباني اوس
لویه سخته قرباني هم
قرباني د تور ښامار مار
دا دښتونه وچ ډاګونه، جل وهلي ځنګلونه
خزان شوي چمنونه
واړه تندي دي ځپلي ، سختي تندي
بس یوه تنده:
د ښامار د وینو تنده
نو به هله د دې دښت مځکه لمده شي
ناشنا بوټي به له دې نمناکو خاورو کړي سر پورته
شین کمیس به یې په تن وي
شورماشور به شي را پورته په جهان کي
هنګامې د نوي ژوند به را پیدا شي
نو به هلته د زړګي په نوي کور کي
نوي لوی لوی چراغونه رڼا وکړي
نو به هله د هستۍ خمارستان لوی
په هغو آبي چشمانو کي مونده کړی
نو به هله در معلوم شي پټ رمزونه پټ رازونه
د مستۍ دایم مستۍ د آزادی د لیونتوب ټول
هوښیار لاروی د ښار خلکو ته په هر ځای کي دریږي او د شاوخوا واقعیتونو څخه یې خبروي. د هغه په ژبه خلک پوهیږي خو د خبرو په مفهوم یې سر نه خلاصیږي. لاروی په هدیرو کي، د ښار په منځ کي، په لارو کوڅو کي، په ښادیو کي او په هر ځای کي چي څو کسان را غونډ وي، خبري کوي خو ټول ښاریان هغه ته بیا هم د مجنون په سترګه ګوري او داسي ځای نسته چي ښاریان د هغه پر خبرو غوږ ونیسی.
اې ښاریانو ښه خبر شی!
ستاسو ستر واکدار بادارخو
تور ښامار دی
تاسو واړه بندګان یاست غلامان یاست
د ښامار مار
دا واکدار ستر زمامدار مو همیش تږی دی د وینو
هسي تږی
لکه وینو ته چي تږي وي د غرو رغو لیوان ټول ...
اې ښاریانو!
ورشی ورشی!
خپل بادار ته له نیژدې نه لږ څه ځیر شی
هغه سترګي چي د ده دي دوه د وینو کټوري دي ...
په دې وخت کي ستر راهب وو راوتلی
د ښامار له لوی معبده
چپ ولاړ هلته نیژدې وو
غوږ نیولی لاروي ته
ستر راهب له ځان سره ووې:
دا سړی ریښتیا مجنون دی لیونی دی
ځکه ځکه
دغه سر د تول اسرارو
دغه رمز د ټول رمزونو
دغه اسم اسم محضه
هسي هسي بې پردې بیانول آسان کار نه دی
زه حیران یم چي دا رمز د ټول رمزونو ده په څه شان پیدا کړی؟
دا سړی ګرچي مجنون دی
خو ښکاریږي له دې هسي بیانونو
چي د حال مقام خاوند دی
ستر راهب دا سوچ وهلو
لاروي بیا دا بیان خلکو ته وکړ
اې ښاریانو!
لاندي هلته د هغې هسکي ماڼۍ په ژور تل کي
لوی زندان دی
زندانیان بکي پراته زنځیر تړلي
پاڅي! پاڅی!
زندانیان واړه آزاد کړی
زنځیبرونه ځلونې کړی ماتي ماتي...
راهب پوه شو
چی دا هسي شان بیان دغه خبري چي مجنون  کړي
دا خبري د دې ښار د عالم نه دي
دا د بل جهان آواز دی
یوه دنیا په ړنګیدو ده
یو دفتر د زمانې په ختمیدو دی...
 بالآخره د قهرمان د طبیعي مرګ وخت را رسیږي.  د مرګ فرشته، د یوې بوډۍ په شکل، په تورو جامو کي د قهرمان قصر ته ننوزي او هغه له ځانه سره لیري بیایی. سهار چي لاروی دښت ته وزي، هلته ګوري چي سیند بهیږي، ګلونه او چمنونه تازه دي او شا لیلا په شنه کمیس کي خرامانه او له خندا ډکه خوله روانه ده. لاروی له ځان سره موسکی سو او پوه سو چي د زمان څرخ له سره پیل کیږي.
له دې څخه وروسته د اژدهای خودي دریم ورک سوی دفتر داسي پیل کیږي.
د نیمي شپې لاروی بالآخره د خموشانو له ښار څخه دباندي ولاړ او په نیمه شپه کی یې د دښتونو لاره واخیستله.  ټوله شپه یې مزل وکړ او سهار وختي یوې شنې، تازه او خوشالي سیمي ته ورسیدی. کله چی یې د هغي سیمي له اوسیدونکو څخه د هغه ښار د نامه پوښتنه وکړه نو هغوی ورته وویل چي اې لارویه! د دې ځای نوم د خودی د سباوون شهرستان دی. لاروی د دې نامه له اوریدلو سره موسکی سو او پوه سو چي د لومړي ځل لپاره د ښامار څخه مخکي هغه ښار ته رسیدلی دی. د نیمي شپې لاروی په هغه لنډ وخت کي سهار وختي یوې خوا او بلي خواته روان وو، خندل یې، نڅل یې، کیسې یې کولې او هیچا نه ویل چي هغه لیونی دی.
                   «««««««««««««
مګر ډیر ژر د ښار د اوسیدونکو له مابین څخه یوه بدخویه چاغ او غټ سړي خبري پیل کړې. ډیر زیات ځوانان ورباندي را ګرځیدلي ول او د هغه ویناو ته یې غوږ نیولی وو. هغه غټ سړي په وچ او بیخونده آواز داسي وویل:
اې زړه ورو ځوانانو! پوه سی چي زموږ ښار د نړۍ تر ټولو ښارونو ښکلی او لوی دی. مګر زموږ وطن، که څه هم چي په معنی کي ستر دی، خو په واقعیت کي وړوکی دی. او هغه لویه معنی په دې واړه قالب کي نه ځاییږي. او تاسي باید دغه راز پوه سی چي زموږ د ښکلي وطن پر شاوخوا داسي انسانان اوسیږي چي لا اوس هم د وحشت او بربریت څخه را وتلي نه دي او اوس تیاری نیسي چي زموږ پرشنه او آباد وطن باندي تسلط پیدا کړي، زموږ شته منی لوټ کړي، خلک مو ووژني، ښځي او ماشومان مو بندیان کړي.
غت سړي ځوانانو ته ویل چي اې زړه ورو او سرښندونکو! پورته سی! او د خپل هیواد څخه دفاع ته تیار سی. پورته سی چي ځو او د خپلو وحشي دښمنانو قلمرو ورڅخه ونیسو. د هغه وحشي ملک اوسیدونکي د انسانیت او مدنیت پر لور روان کړو. په دې توګه به هم د خپلو خلکو څخه د نابودی خطر لیري کړو او هم به د خپل بې ساري ښکلي هیواد لمن پراخه کړو.
ښاریانو د هغه دا ویناوي اوریدلې مګر چنداني توجه یې نه ورته کوله؛ مګر ځوانان هره ورځ زیاتیدل او پر هغه باندي به را ګرخیدلي ول او چک چکي به یې ورته کولې. د غت سړي پیروانو خپل ځانونه جنګیالي وبلل او هغه غټ سړي ته یې د لارښود نوم ورکړ.
یوه ورځ لاروي ولیدل چي خلک په ښار کي د جادې دوو خواوو ته ولاړ ول او له لیري یوه غلغله واوریده سوه. لږ وروسته هغه غټ سړی را ښکاره سو چي پر تور آس باندي سپور وو او په مخکي یې جنګیالي ځوانان روان ول. ځوانانو سرودونه ویل او د جنګ په جریان کي یې د قتل او کشتار ستاینه کوله، او پر وحشي دښمن باندي یې د غلبې ژمنه کوله.
د جنګیالیو ځوانانو لښکر، د چاغ قهرمان په رهبري، سرودونه ویل، نڅاوي یې کولې او د ښار د لويي دروازې څخه ووتل. هغه هنګامه ورو ورو لیري سوه، غالمغال او غلغله کراره سوه او بیا نو پر ښار باندي د مرګ سکوت حاکم سو.
د قهرمان په رهبری، د جنګیالیو ځوانانو د لښکرکښی څخه وروسته ، د ښار وضع بیخي بل ډول سوه. خنداوي، نڅاوي، جشنونه او ښادۍ له هغه  ښاره وکوچيدلې. پر اذهانو باندي له یوې نامعلومي آیندې څخه ویره مسلطه سوه. د خلکو په ذهنونو کي عجیب او غریب وهمونه پیدا سول.
خلکو به ویل چي ډیر ژر به یو خښمیدلی توپان راسي او دښتونه او غرونه به ډوب کړي. ځینو به ویل چي یوه سخته زلزله به وسي او ټولي ابادی به ونړوي.  تر ټولو ویرونکې خبره د هغه عجایب مخلوق کیسه وه چی ویل یې هم مار دی، هم سوسماردی، هم وزرونه لري او هم تیرې منګولي لري او د سږمو څخه یې د اور لمبې راوزي. په خپلو هغو غاښونو سره چي د نیزې په شان دي، په زرهاوو انسانان څیري او خپلي خولې ته یې چي د څاه په څیر ژوره ده دننه کوي.
بالآخره یوه ورځ پر ښار باندي توري وریځي خپرې سوې. او د لمرلویدلو په وخت کي د  تورو جامو څښتن، چي پر مست آس سپور وو، د ګردو غبار له منځه را څرګند سو او کرار کرار ښار ته نیژدې سو.  ټول خلک ورته راټول سول چي وګوري دا پر آس سپور سړی څوک دی. ټولو ولیدل چي دا هغه چاغ سړی دی چي  د وسله والو ځوانانو سره یوځای د ښاره ووت او ویل یې چي نور ملکونه درفتح کوم.  ځوانانو هغه پر اوږو پورته کړ او د قصر خواته یې یووړ.
قهرمان د خپلو قهرمانیو او فتوحاتو خبري کولې. خو خلک پوهیدل چي له ده سره جنګ ته وتلي ځوانان تول وژل سوی او ده په جنګ کي ماته خوړلې او خپل هیواد ته بیرته ستون سوی دی. هوښیارانو د هغه په خبرو او تبلبغتو باور نه کاوه؛ خکه نو د ښار ټولي بندیخانې له هوښیارانو ډکي سوې او ډیر هوښیاران غرغړه سول. ټولواکمن په هغه سیمه کي د نوي عصر پیل اعلان کړ او د ښار نوم یې چي د « خودی سباوون وو» د « بیخودی په ماښام» بدل کړ.
×××××××××××××××
د بیخودی د ماښام د ښار د سقوط په باره کي روایتونه مختلف دي. او څوک چي د هغي فاجعې څخه ژوندي پاته سوي وه، داسي سخت روحي ټکان خوړلی وو چي نه د خبرو وه او نه څه ورته یاد وه.
د ښار د خلکو د پیش بینی سره سم، د هغوی پر سیمه او ښار باندي بلا نازلیږي. د ښار خلکو ته مځکه سره تبی کیږي، بنديخانې د ښار له مستانو او آزاده ګانو څخه ډکیږي او د ښار خلک له هغه ځایه کوچیدلو ته مجبوریږي. لاروي خلکو ته وویل چي تاسي زما پر خبرداریو غوږ ونه نیوی. په لستوڼي کي مو مار ته ځای ورکړ او دا بلا مو په لوی لاس پر ښار مسلطه کړه.
د لاروي پر خبرو چا غوږ نه نیوی او یا یې غوږ پر نیولای نه سو او هغه یوې ګوښې ته ولاړ. یوه شپه په نیمه شپه کي یوه ښایسته، تکه سپینه ښځه د ښار دروازې ته دریږي. دروازه درې ځله ټکوي، مګر څرنګه چي جواب نه اوري، لاروی ولاړیږي او د خودی د سهارونو د ښار دروازه ورته پرانیزي. مرموزه او نا اشنا ښځه لاروي ته یو نظر اچوي، په ښار ننوزي او لاروی د ښار څخه د باندي د دښتونو او بیابانونو لاره اخلي، د بیګانه هیواد ته ځي او هلته ګوري چي د ده په څیر په زرګونو او لکونو خلک د آواره ګانو په توګه هلته اوسیږي.
له دې ځایه څخه د اژدهای خودي څلورم دفتر پیل کیږي. دا دفتر د لومړیو دفترونو څخه یو څه توپیر لري. زیاتره سیاسي رنګ لري. او باید چي سیاسي رنګ ولري. مرحوم مجروح په دې دفتر کي هم د افغاني مهاجرینو، هم له هغوی سره د پاکستانیانو، یا د کتاب په اصطلاح بومیانو د بدسلوکیو، هم د مهاجرو افغانانو د ړندو رهبرانو او هم په هیواد کي دننه د حاکم کمونیسټي نظام د بیحده او بیځایه لیوني استبداد په باب لیکنې کړې دي. کله کله داسي ښکاري چي څلورم دفتر له لومړیو دوو دفترونو او وروسته د دریم دفتر سره چنداني اړه نه لري؛ ځکه چي د اژدها د وجود مفکوره تقریبا ورکیږي او د مجروح صاحب لاروی، چي په څرګنده ښکاري چي پخپله دی به وي، د یوه لوی ښامار پر ځای د غونډو نظامونو سره مخامخ کیږي او د داسي لویو مشکلاتو او ستونزو په غیږ ورځي چي بالآخره یې د ده قیمتي او بې بها ژوند ته خاتمه ورکړه.
« انديښنو او سرګردانیو په خیمو کي اوسیدونکي اوارګان د حیرانی او سرګردانی په رنځ اخته کړل. د ټولو څخه لاره ورکه وه او له ځانونو څخه یې پوښتني کولې.
په دې وچ او سوځونکي دښت کي به د سولي او کراری وطن ته څرنګه لاره پیدا کوو؟ د حیرت په بیابانو کی سرګردانه ګرځیدل او ویل به یې.
که ډیر ژر یوه لاره پیدا نه کړو او یو راه بلد ونه لرو ښايي چي د خښم او غضب یوه بله شپه را باندي را ورسیږي او هغه د انسانانو د وینو تږي لیوان ښايي په دې دښت کي حملې راباندي وکړي...نو  هغو آواره ګانو خپل علاج د یوه رهبر په پیدا کولو کي ولیدی.
ډیر ژر ډیر بې شمیره ړانده پیدا سول چي د رهبری د مقام شوقیان ول. مګر نه پوهیدل چي لاره کومه او کوهی کوم دی. ډیرو کسانو سرونه را پورته کړل، لاپي یې ډیري کولې او سالاري یې غوښتله مګر په ژوند کي یې پوځ او لښکر لیدلی نه وو.
د دې رهبرانو څخه هر یوه له ځان سره یو پیغام درلود او هر یوه یې ژمنه کوله چي که په ده پسي څوک ولاړ سي نو د نیکمرغی او د وطن د ازادی مزه به وڅکي.
آواره ګانو د هغو دغه خوږې خبري او وعدې اوریدلې او په څو ړندو رهبرانو او د جنګ څخه بیخبرو سپه سالارانو پسې سول.
د نیمي شپې لاروي یوه ورځ آوارګانو ته وویل چي اې خلکو!
د رهبری هنګامې تاسي د سرداری او فرمانبری په دریاب کي داسي غوټه کړي یاست چي د آواراګی د دښتونو خطرونه یې در څخه هیر کړي دي، او د خپل غم ځپلي هیواد ژوند او حالات مو له یاده ایستلي دي. تاسي نه اوری چي ستاسي د رهبری دغو مدعیانو د خپلي سرداری او رهبری د مقام د استحکام لپاره د ځايي لیوانو سره د دوستی لاسونه ورکړي دي او د هغو لیوه صفتو درنده ګانو سره د نیژدې کت په مسابقه کي له یوه بل څخه د مخي کیدلو هڅي کوي. ستاسي د وږو نسونو د مړولو په پلمه تر لیري لیري ځایونو پوري په ښکار وزي. ښه غنیمتونه ترلاسه کوي او بیا نو خپل ښکارونه د دغو لیوانو په اختیار کي ورکوي او هغه بومي لیوان د هغو غنیمتونو څخه یوه وړه برخه ستاسي دغو پیشوایانو ته ورکوي؛ ستاسي پیشوایان له هغه څخه یوه ډیره لږه برخه تاسي ته درکوي.»
د نیمي شپې لاروی یوه شپه په خوب کي ویني چي د غزني ښار خراب سوی او کنډواله سوی دی. په دغه وخت کي چي دی د غزني د ښار د خرابیدلو او تاریخي آثارو د تباه کیدلو په انديښنه کي دی، ګوری چي د غزني حکیم سنايي ورته راځي او د مهاجرینو د رهبرانو په باب لاروي ته وايي:
« دا د انسان په پوست کي اهرمنان بدیو ته د نیکیو رنګ ورکوي. شپه او ورځ پر دې مځکه حملې کوي او د حسد او حرص، غضب او شهوت، کبر او بخل او ریا اووه لښکره یې جوړ کړي دي او د انسانیت د ماڼۍ د معمارانو، چي دلته په خاورو کي پراته دي، ابدي راحت او ارام یې له منځه وړی دی. د حکیم سنايی له سترګو اوښکي راغلې او وې ویل چي دا زما پیغام به، چي د زر طلبو درویش صورتو جاه طلبانو په باره کي مي ویلی دی، آوارګانو ته ورسوې.
وین ګروهي که نو رسیدستند
عشوهء جاه و زر خریدستند
سر باغ و دل زمین دارند
کی دل عقل و شرع و دین دارند
ماه رویان تیره هوشانند
جاه جویان دین فروشانند
همه باز آشیان شاهین خشم
همه طوطي زبان کرګس چشم
ګشته ګویان ز بغض یکدیګر
کین فلان ملحد آن فلان کافر
همه از راه صدق بیخبر ند
آدمي صورتند لیک خرند
مکتب شرع را ندیده هنوز
بدر عقل نا رسیده هنوز
همه دیوان آدمي رویند
همه غولان بیرهي پویند
معني دیو چیست بیدادي!
تو به بیدادیش چرا شادي؟
داده فتوا بخون اهل زمین
از سر جهل و حرص و از سر کین
همه بسیار ګوی و کم دانند
همه چون غول در بیابانند
در نفاق و خیانت و تلبیس
در ګذشته بصد درک ز ابلیس
هیچ نایافته ز تقوی بوی
تهي از آب مانده همچو سبوی
همه در علم سامري وارند
از بیرون موسی از درون مارند
از پی مال و جاه بې فردا
همه یوسف فروش نا بینا    (  حدیقته الحقیقته )
د نیمي شپې لاروي لیدل چي د سروری او مشرتابه حریصو رهبرانو د بومي لیوانو په همکاری له یوې تر بلي ورځي خپل قدرتونه زیاتول او په لویو او وړو ماڼیو کي یې فرمان روايي کوله  او دربارونه یې جوړول او په ګوښه ځایونو کي یې پټي بندیخانې درلودې.
او آوارګان د دغو نوچکو رهبرانو، چي دوی پخپله خوښ کړي ول، تر فرمان لاندي پر دښمنو ډلو سره وویشل سول. په لومړي سر کي یې لفظي جنګونه کول، وروسته یې د یوه بل په آزارولو لاس پوري کړ او په پای کي یې د یوه بل قتلولو ته لاس واچاوه»
«  د نیمي شپې لاروي خلکو ته وویل: اې خلکو! د مخه تر هغه چي یو څوک د خپلو لښکرو رهبر ړی، لومړی د رهبری او پیروی په ماهیت کي غور وکړی. بیا به نو تاسي وګوری چي ستاسي درد پخپله له هغه درمل څخه دی چي تاسي ورپسي ګرځی.
اې خلکو! که بینایان د ړندو له محفل څخه دیوه یوسي نو دا ړندو ته کوم تاوان نه رسوي، خو هغه ډیوه به د بینایانو په درد وخوري. مګر که هغه ډیوه د یوه ړانده په لاس کي ورکړی چي تاسي ته په شپه کي لاره وښييو نو تاسي به ټول په کوهي کي ګوزار کړي.
اې خلکو! تاسي تر اوسه پوري دیوه بله کړې نه ده، او هغه د ړندو په لاس ورکوی؛ لاره مو ورکه کړې نه ده او په راه بلد پسي ګرځی.
اې خلکو! هر هغه آواز چي په ظاهره پر غوږونو ښه لګیږي او له نیژدې یې اوری، له هغه سره خپل رازونه مه شریکوی. او تر څو چي د هغه آواز په حقیقت پوه سوي نه یاست هغه خپل رهبر او لارښود مه ټاکی. هره رڼاګی چي د افق په کنارو کي وینی هغه صبح صادق مه ګڼی. تر څو چي د درانه خوبه څخه را ویښ سوي نه یاست د هغه نوم ورکي مقام پر لور ګامونه مه پورته کوی. او تر څو چي فرصت مو له لاسه وتلی نه وي، ړانده کسان د رهبری له مقامونو څخه لیري کړی او په پټو سترګو او نا پوهي کي اختیار له لاسه مه ورکوی»
له دې ځایه څخه د نیمي شپې لاروی د مهاجرینو راز راز ستونزي بیانوي. د مهاجرینو سره د ځايي اوسیدونکو یا بومیانو د بد سلوکیو څخه نیولې د مهاجرینو تر منځ د جنګونو او د هغوی د رهبرانو تر ریاکاریو پوري په هر باب فلسفي سوالونه کوي او هر سوال ته فلسفي جواب وايي. په دې ترڅ کي کابل ته ځي او په هغه ښار کي، چي نور نو د ظلم او وحشت له لاسه د ژوندیو انسانانو په هدیره بدل سوی دی، د زندانونو، شکنجو او ظلمونو داسي تصویر ورکوي چي تر ډیره وخته پوري به د افغانستان د تاریخ او ادب د یوه جلا فصل په توګه پاته سي. دا ټول سوالونه، جوابونه او بیانونه په یوه لنډ مضمون کي نه ځاییږي او باید چي پخپله د ځانځانی ښامار او اژدهای خودي شهکارونو ته مراجعه وسي او یو ځل نه بلکه څو ځله ولوستل سي.