د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د علامه ابن سینا ژوند ته یوه کتنه

عطا محمد میاخېل 04.01.2015 14:17

ابوعلي حسین د عبدالله زوی ، دحسن لمسی ، د علي کړوسی او دسینا کودی دی .
ابن سینا د 980 م دصفر المضفر په میاشت کې دده په قول په افشنې په افشانه نومي کلي کې ، چې د خورمیشن ( دلمر وطن ) یوه ناحیه ده او له بخارا څخه دوولس کیلومتره لیرې موقعیت لري زیږیدلی دی .
دابن سینا پلار په بلخ کې یو مشهور او آزاد فکره سړی وو، چې دنوح بن منصور ساماني دسلطنت په وخت کې یې ( 366ق ) له بلخ څخه بخارا ته ، چې په هغه وخت کې سامانیانو پایتخت و مهاجرت وکړ او هلته یې ژوند اختیار کړ ، دی د منصور له خوا د خور میشن حاکم مقرر شو او دهغه ځای مالیه یې ټولوله ، څرنګه چې عبدالله دهغه ځای له خلکو سره پیژند ګلوي پیدا کړې وه ، نو دافشاني په کلي کې یې له ستارې نومې سره واده وکړ ، چې ابن سینا له همدغې ښځې څخه زیږیدلی دی په دې توګه د ابن سینا اصلیت بلخ ته منصوبیږي او ملت یې افغان دی او یوازې زوکړه ، ښوونه اوروزنه یې په بخارا کې شویده ، چې په ټولو فرهنګي او علمي کړیوکې د بلخي ابن سینا په نامه مشهور دی ابن سینا د بلخ ستر عالم ، فیلسوف ، متفکر او د بیلابیلو علومو ، لکه فلسفه ، طب ، تفسیر ، تصوف ، اخلاق ، کیمیا ، طبیعات ، کلام، هندسه ، نجومي احکام ، ژب پوهنه ، موسیقي او داسې نورو مؤلف دی ډیر مشهور طبیب دی ، چې په ختیځ کې ورته شیخ الرییس ، لوی استاد ، یا داستادانو رییس او په عربي ملکونو کې د امیر الاطبا په نامه مشهور دی ، او په اروپا کې اویسینا په نامه پیژندل شوی دی .
همدارنګه په معتبروکتابونو کې هغه دحجه الحق ، شرف الملک ، امام الحکما ، کنیه اشرا ، ثاني معلم ، نادره عصرو زمان ، فرید عصر او نوروباندې نومول شوی دی ، داین سینا خارق العاده ذکاوت په رخه کې باید وویل شي چې نوموړي په لس کلنی کې قران عظیم الشان حفظ کړ او د کلام علم او عربي ادبیات یې زده کړل ، وروسته یې چې هندسې او حساب ته مخ واړاوه او دیو کال په موده کې یې په هغو مسایلو چې استاد پوهیده له یاده زده کړل .
نوموړي له لس کلني څخه وروسته شپږ کالو په موده کې اسلامي فقه ، فلسفه ، طبیعي علوم ، منطق او د اقلیدس او محیطي هندسه زده کړل ، چې په پنځلس کلنۍ کې له خپلو استادانو څخه مخکې شو نوموړي په شپاړس کلنۍ کې د ابو سهل عیسی بن یحیی المسیحي په توصیه ، چې د جوزجان یو طبیب ؤ په تحصیل پیل وکړ ، چې په دې څانګه کې دده استاد ابو منصور حسن بن نوح القمري و دغه نا بغه په اتلس کلنۍ کې دعلومو له زده کړې څخه وزګار شو او په شل کلنۍ کې یې تر هر څه لومړی فلسفي اثار ولیکل ، ابن سینا د خپل ژوند په شرح حال کې لیکي ، وروسته مې دطبابت له علم سره مینه پیدا شوه دهغه په باره کې چې کتابونه لیکل شوي وو ومې لوستل او بیا وایي دطبابت علم مشکل علم نه دی په همدې سبب دی چې په لږه موده کې پر هغه بر لاسی شو او بیا وایي څرنګه چې له طبابت سره مې مینه زیاته وه په لومړیو کې مې ناروغان تداوي کول او مادي مسایلو ته مې توجه نه کوله .
د ابن سینا عمر له اتلسو کلونو څخه تیر نه و چې دهغه شهرت دې اندازې ته ورسید ، چې دسامانیانو واکمن نوح بن منصور ، چې د قولنج په ناروغۍ اخته و ، د درملنې له پاره حا ضر کړای شو په دې توګه ابن سینا د خپل عمر ټول علوم زده کړل او په زیاترو علومو کې یې جوړونکي پیشنهادونه ، نظریات ، نوي انګشافات ، په ځانګړي توګه په فلسفه او طب کې نړیوالو ته وړاندې کړل ابن سینا د طب په ساحه کې سل کتابونه ، رسالې ، او اثار لیکلي دي ، چې ډیر مهم یې عبارت دي له :
1ـــ  القانون في طب کتاب ابن سینا په دې ستر طبي کتاب کې په ډیره لوړه سویه د منځنیو پیړیو دشرقي طبابت محتوا طرح ، زرو کلونو لرغونی علم یې تعمیم کړ او د طبابت د وروستیو پیړیو دلاس ته راوړنو په اړه یې وړاند وینه کړېده .
دغه کتاب په 1022ـــ 1023 م کال په عربي ژبه لیکل شوی ، په دوولسمه پیړۍ کې په لاتیني ژبه ژباړل شوی دی چې پنځه سوه کاله داروپا او اسیا طبیبانو دمیز دسر کتاب وو او د اوولسمې پیړۍ تر پایه پورې د اروپا په ټولو پوهنتونونو کې درسي کتاب و دغه کتاب دومره جامع لیکل شوی دی چې کله دنړۍ خلک ور څخه خبر شول نور طبي کتابونه د هغه تر شعاع لاندې ونیول شول .
دغه کتاب خپل خلف آثار منسوخ کړل او د عنعنوي ( ګیاهي ) طبابت پیروان چې په یوناني طبیبانو باندې مشهور دي ، په اعظمي ډول ور څخه استفاده کوي پدې ترتیب د ابن سینا او رازي کتابونه پخپل ډول کې بې ساري وو ، چې د مونو پولیر دطب علمي مرکز کې تر 1558 م کال پورې او تر کال 1909 م د بروکسل د طب علمي مرکز کې تدریس کیدل د قانون کتاب په هکله ډیرو پوهانو نظریات څرګند کړي دي ، چې ځینې یې دا دي :
هنري زیګریست وایي ( د قانون کتاب څرنګه چې دهغه له نام څخه معلومیږي واقعا قانون او حتی دطبابت د زده کړې مرکز وګرځید او کله چې وپیژندل شود هغه افکارو حکومت په لویدیځ کې تر اوولسمې پیړۍ دوام وموند او په ختیځ کې زموږ تر زمانې پورې دوام لري . )
ابو فرح بن عبري وایي : ( د قانون څخه دمخه محصلانو او علاقمندانو د کامل الصناعه له کتاب څخه ، چې د علي بن عباس مجوسي اهوازي له خوا لیکل شوی وو استفاده کوله ، خو دقانون له نشریدو څخه وروسته کامل الصناعه څنډې ته شو ) .
نظامي وایي : ( هر څوک چې د قانون لومړی کتاب سره اشنا وي ټول کلیات او اصول د هغه دپاره پټ نه پاتې کیږي ، ځکه که سقراط او جالینوس ژوندي شي لازمه ده چې دې کتاب ته د تسلیمي سر ټیټ کړي ) .
دقانون کتاب د نورو کتابونو پر خلاف اوږده مقدمه نلري او نه چاته اهدا شوی دی دغه کتاب له دیرشو ځلو څخه زیات چاپ شوی دی .
د عربي ژبې نسخه یې په لاتیني ژبه اړول شوې او عربي متن یې په مصر کې چاپ شوی دی دغه کتاب په 1544م کال په وینز او په 1593 م کال کې روم کې په لاتینی ژبه په ښه صحافت چاپ شویدی او بیا په کال 1979م دابن سینا د زرمې کالیزې په مناسبت په ازبکستان کې په بشپړ ډول چاپ شوی دی ، دغه کتاب چې تقریبا یو میلیون کلمې لري په پنځو ټوکو ویشل شوی دی .
لومړی ټوک :  دغه برخه د څیړونکو له خوا ډیره مهمه ګڼل شوې ده ، چې د طبابت کلي اصول ، فزیولوژي او پتالوژي څخه بحث کوي د کتاب په سر کې فرانسوي ډاکټر subiran  تقریظ لیکلی دی ، او د ډاکټر gruner  له خوا په 1930 م کال په انګلیسي ژبه ژباړل شوی او چاپ شوی دی ، خو له بد مرغه د انا ټومي برخه یې ژباړل شوې نه ده .
دوهم ټوک : د بسیط او ساده درملو به باره کې او دهغو د اسخراج ، برابرونې او استعمال طرز لیکل شوی ، چې د الفبا ترتیب پکې مراعات شوی دی .
دریم ټوک : دبدن د ټولو غړیو له سر څخه تر پښو پورې ناروغۍ پکې لیکل شوې دي.
څلورم ټوک : ساري ناروغۍ چې په لومړي سرکې موضعي وي او دبدن په یوه برخه کې څرګندیږي او په تدریج سره دبدن نورو غړو ته سرایت کوي .
پنځم ټوک : د مغلقو او پیچلو درملو ترکیب اود برابرولو طریقې پکې لیکل شوې دي .
ابن سینا نه یوازې هغو درملوته رواج ورکړی دی ، چې نباتي او حیواني منشا لري بلکې یولړ درمل یې چې د کیمیاوي تعا ملاتو په اثر لاس ته راوړي د طبابت په پراتیک کې شامل کړل ابن سینا د 2600 درملي موادو په برخه کې چې ډول ډول بڼې لري معلومات ورکړي دي چې په هغوکې 1400یې نباتي منشا لرله نوموړي مغلق درمل هم کارولي دي چې دشپیته ډولو قرصونو څخه زیات ، 20 ډوله پیلول 32 ډوله شحمیات ، دشربتونو او جوشاندو بیلابیل ډولونه یې دتطبیق وړ ګرځولي دي .
ابوعلي لومړی درمل پر حیواناتو تجربه کاوه او وروسته یې پر انسانانو پلی کاوه .
په کتابونو کې یې لومړی د درملو فهرست د الفبا په شکل ، دهغو اومه مواد ، د جوړولو طریقه او دساتنې بڼه لیکلې ده .
2 الفولنج : دا کتاب یې د خپل بند په موده کې چې د همدان په فروجان نومې کلاکې بندي وو، تصنیف کړی .
3  ادویه قلبیه : دا کتاب یې په همدان کې تصنیف کړی دی .
4  الهدایه فی الطب .
5  د چین د مسایلوتعلیق ، په همدان کې لیکل شوی دی .
6 قوانین لیاطبیه معا لجات : دا کتاب د طب په موضوع په اصفهان کې لیکل شوی دی.
7 رساله فی الهنیا : دا کتاب په اصفهان کې لیکل شوی دی .
8  ارجوزه فی الطب .
9  لغات شدیدیه د طبي اصطلاحاتو کتاب دی .
10 کتاب الحدود .
11 مقاله فی تعرض الطبیب فی قوا طبیعیه .
12 تعقیب مواضع الجلد یته .
13 . رساله فی بیان نبض .
14 . نبات پیژندنې کتاب .
15 . د تشریح منظومه ( ارجوزه فی تشریح ) .
16 . طبي منظومه .
17 . ارجوزه رساله : د جامو اغوستلو او طعام خوړولو او نورو څیزونو په باره کې .
18 . دسیلان المني په باره کې مقاله .
19 . ارجوزه رساله د صحي تدابیرو په هکله په ځانګړیو موسمونو کې .
20 . ارجوزه رساله د انحطاط اسباب او اعراض ، د باقوې او د دې ناروغتیا درمل بیان شوي دي .
21 . د حفظ الصحې رساله .
22 . دستور طبي رساله .
23 . دفع المضارالکلیه الابدان النسانیه .
24 . فواید زنجبیل .
25 . منافع الاعضاء .
26 . مساله الطبیه .
27 . دماغ ته راجع زهر ــــ رساله .
28 . دسرطان د دانې په  موضوع کې رساله .
29 . دمعدې دخوږو په باره کې رساله .
30 . رساله الاضطراب .
31 . رساله الخفقان و الاختناق .
32 . حضب البدن .
33 . دسرسام د موضوع په باره کې مقاله .
34 . تشریح الاعضاء الحکمه .
35 . رساله فی الفراسه .
36 . رساله فی اسکنجبین .
37 . دتدبیر منزل رساله .
او داسې نور .
ابن سینا ویل چې طب یوداسې علم دی چې په روغتیا ، ناروغۍ او دانسان دبنسټونو په ټولو حالاتو موږ پوهوي او د دې علم په وسیله د وجود ناروغۍ له مینځه ځي او جسم بیرته خپلې روغتیا ته را ګرځي .
ابن سینا وایي چې روغتیا او او ناروغۍ له څلورو علتونو نه پیدا کیږي لومړی مادي علتونه لکه د بدن غړي او هغه شیان چې په غړوکې موجود دي ، لکه وینه صفرا ، بلغم اوسودا . دوهم علت فاعله اسباب ، لکه د خوراک ، څښاک شیان او هغه تبدیلات چې دا شیان ترې پیدا کیږي او هوا او خارجي بخارات چې په هواکې شته دي .
لکه لوګی او ګازونه او بدن ته دهغو ننوتل ، اقلیم ، داستوګنې ځایونه ، استراحت او حرکت او نور چې په روغتیا او ناروغۍ کې اغیزه لري .
دریم ټیپ سببونه ، صوري سببونه دي چې د انسان په شکل پورې اړه لري او ورسره لکه اوږدوالی ، غټوالی یا ډیر کوچنیوالی او څلورم متممه اسباب دي ، چې دبدن په غړیو په عمل او فعل پورې اړه لري او که د غړیو فعالیت کې کومه خرابي پیښه شي ناروغۍ پیدا کیږي .
ابن سینا هم د څلورو عناصرو پلوی دی او وایي چې موجودات له څلوروعناصرو څخه جوړ شوي دي چې هغه اور ، هوا ، اوبه ، او خاوره ده که د دوی په منځ کې اعتدال له منځه ولاړشي ناروغۍ منځ ته راځي ابن سینا په وجود کې دڅلور ګونو اخلاطو پر موجودیت اعتقاد لري ، هغه وینه ، صفرا ، بلغم او سودا دي نوموړی امراض په مفرد او مرکب باندې ویشي چې مفرد پر درې جنسو باندې ویشي لومړی جنس هغه دی چې د انسان بدن او غړو ، لکه هډوکو او عضلې ، او نورو ته په مستقل صورت منځ ته راځي دوهم جنس ، هغه مرضونه دي چې دیوغړي عضو په مختلفو او بیلو عناصرو کې پیدا کیږي لکه څیریدل او ماتیدل چې هم اعصابو ، عضلاتو او هډوکو ته زیان رسوي ، دریم جنس  ناروغۍ په ټولوغړیو باندې په یووار برید کوي اود اغیزې نښې یې په ټولو باندې یوشان وي مرکب مرضونه هغه ناروغۍ دي چې څو ناروغۍ د ناروغ په وجود کې راټولې شي ، ټول مرکب مرضونه په درې ډوله دي .
1 . هغه چې دمزاج له خرابیدو نه پیداکیږي .
2 . هغه چې د غړیو د ترکیب د خرابیدو په اثر پیدا کیږي .
3 . هغه چې د مفصل د جلاکیدو په اثر موجود وي .
نوموړی وایي مرضونه څلور دورې لري ، پدې ډول :
د پیل دوره ، دزیاتوالي دوره ، وروستنۍ دوره ، انحطاط او پر مخ ځوړ دوره .
د ناروغیو درملنه په درې واسطو باندې ویشي :
1 . د خوراک او څښاک په وسیله .
2 . د درمل په وسیله .
3 . د هغو تدابیروپه ذریعه چې نیول کیږي .
نوموړي دسمي موادو او دهغو ضد باندې پراخ کارونه کړي دي .
همدارنګه د خالصو اوبو لاس ته راوړلو طریقه یې کشف کړې ده ، چې د داخله ناروغیو او په ځانګړي توګه عصبي ناروغیو نري رنځ او جراحي ، جنین او جنین بیژندنه او د ناروغیو عوامل او درملنې په  برخه کې د یاد ولو وړ دي نوموړي د جراحۍ په برخه کې له زړورتیا څخه کار اخیستی او دقدر وړ خدمتونه یې کړي دي د جراحۍ په عملیاتوکې یې له برکوز ( بیهوښي ) څخه کار اخیست چې د دې موخې له پاره یې ناروغ باندې تریاک خوړل .
ابوعلي د خبیثه تومورونو په هکله وایي چې د امیدوارۍ یواځینۍ چاره داده چې سرطاني غده د پراختیا په لومړیو پړاوونو کې غوڅه شي ، د غوڅولو عمل باید پراخ او ژور وي دی په جراحۍ کې داغ ورکولو ته ترجیح ورکوي .
ابن سینا د مثانې او بډوډود تیږو عملیات په ډیر ښه صورت سره اجراء کول ، له نرمو کتیترونو څخه یې ، چې د ژوو د پوستکو څخه یې لاس ته راوړ ، استفاده کوله نوموړي ویل چې د بډوډو د تیږو عملیات ډیر مشکل او منفي نتایج منځ ته راوړي ، نو باید کوښښ وشي تر څو تیږې مثانې ته ورسیږي او وروسته له کتیتر څخه استفاده وشي او که نتیجه یې ور نه کړه بیا دې د جراحي عملیات تر سره شي .
ابن سینا لومړنی عالم وو سحا یا التحاب ( Meningitis ) یې توضیح کړ او داناتومي، جینو کولوژي (Gynaecology ) او د ماشوم دروغتیا په هکله یې توضیحات ورکړي ، د ستون فقرات د نقایصو د ناروغیو بې سابقه درملنه یې کوله او د بواسیرو علاج یې په جراحۍ سره کاوه ، ابن سینا د روحي ناروغیو په تشخیض او درملنه کې حیرانوونکي کارونه کړي دي او دصحت او اروا پوهنې په منځ کې متقابلې اړیکې یې څیړلي  دي چې د وروستیو طبیبانو په نظر دوی دابن سینا د مشاهدې څخه ګټوره نتیجه اخیستې ده ، همدارنګه دناروغۍ په تشخیص کې د مناقشې میتود یې د سقراط ، ارسطو ، جالینوس په پرتله بشپړ امتیاز لري شیخ الرییس د معدې ناروغیو باندې ژور کار کړی دی او وایي چې د معدې ترخه دالکولو له څښلو څخه پیداکیږي . ابن سینا د نري رنځ او دهغه دساري والي خاصیت او درملنې په برخه کې د قدر وړ کارکړی دی نوموړي په مفصل ډول د توبر کلوز سریري لوحه ، پلوریتونه، مینانجیتونه چې غیر وصفي عامل یې لرل ، تشریح کړي دي .
د ابن سینا با ارزښته کار د نري رنځ د عامل کشف دی ، ده ویل توبر کلوز یوه انساني ناروغۍ ده ، چې د ډیر کوچني ذي حیات په اثر ، چې په سترګو نه لیدل کیږي منځ ته راځي او ساري ده په دې توګه ابن سینا د مکروب دکشف ویاړ هم لري ، ځکه دپروفیسور زهدي باکریوګ په قول ابن سینا ویل ( د ناروغتیا علت چې د انسان جسم ته ور پیښیږي یو ډول کوچني حیوانات دي چې موږهغه د اسبابو او الاتو د نه لرلو په نه شو لیدلای ) لیوان هوګ چې مایکروسکوپ کشف کړ 600 کاله مخکې تر هغه د ابن سینا دغه نظر وړاندې شوی وو ، پدې ترتیب ابن سینا لومړنی پوه دی چې مایکروسکوپ یې پیژندلو ، یا ولفسکي په یوه مقاله کې ابن سینا لومړنی مکروب پیژندونکی عالم معرفي کړید ی او لیکي : ( ابن سینا څو پیړۍ مخکې د مکروب پیژندل اعلان کړی وو، چې ناروغۍ د وړو حیواناتو په وسیله چې په سترګو نه لیدل کیږي او په اوبو کې موجود وي انسانانو ته سرایت کوي ) ابن سینا د نرې رنځ ناروغي مساعد عوامل د اقلیم بدلونونه ، روحي او فزیکي تر ضیفات ګڼي ، هغه فکرکاوه چې د نري رنځ ناروغي د انسان په ټول وجود کې خپریږي او د حاد حالت څخه په مزمن شکل بدلیږي .
همدارنګه دنري رنځ د درملنې او وقایې له پاره یې اقلیمي تداوي (Climatoterapy)
او دلمر درملنه د (sanoterapy) په واسطه او دحفظ الصحوي موازینو مراعاتول توصیه کول هغه څه چې دابن سینا په زمانه کې تر بحث او خبرو اترو لاندې وو ، عبارت له جنین او جنین پیژندلو څخه و نوموړي دغه موضوع په دقیقه توګه تشریح کړې ، خو په دې مورد کې چې لومړی کوم غړي پیدا کیږي شک او تردید لري او بالاخره وایي حقیقت دادی لومړی غړی چې منځ ته راځي زړه دی .
ابن سینا د روښانه ستوري په څیر په نړۍ کې ځلیدلی چې دهغه شخصیت استعداد او ذکاوت د نړۍ پوهانو له خوا د تمجید وړ ګرځیدلی دی .
دلته د ځینو پوهانو نظریې د ابن سینا په هکله په لنډ ډول بیانیږي :
دانته د بهشت په کتاب کې ابن سینا د لوړ هوښ او عالي ذکاوت خاوند ګڼي او وایي چې ابن سینا د سقراط او جالینوس تر منځ قرار لري .
سکا لیجر په طب کې ابن سینا د جالینوس سره جوګه ګڼي او په فلسفه کې نسبت جالینوس ته لوړ مقام ورکوي .
ویلیام هاروې 600 کاله د ابن سینا له مړینې څخه وروسته خپل دوست ( اوبري ) ته لیکلي دي چې که غواړې یو څه شی زده کړې ځه ولاړ شه د علومو له سر چینې څخه ګټه واخله او دابن سینا ، سیسرو او راسطو کتابونه ولوله .
پروفیسور پي ، بي وچا هندي پوه د ابن سینا په باره کې وایي : دیادونې وړ دی چې ابن سینا د پنځو شپږو نابغه و په منځ کې قرار لري دویم ټکی د یادولو وړ د هغه هوښ او استعداد د تعجب وړ اونه باور لرونکی دی او وروستی غټ ټکی د ابن سینا فکر ، نظر پراختیا او آزادي ده .
ډاکټر راون په خپل یوه کنفرانس کې وایي : دهغه ( ابن سینا ) په موجودیت کې عربي علم خپل اوج ته ورسید او دهغه په وجود کې په بشپړه توګه مجسم شو او تجلی یې وکړه  .
همدارنګه د نظامي په چهار مقاله کې او نورو خپرونو کې د ابن سینا شخصیت په باره کې تو ضیحات لیدل کیږي د ابن سینا مقایسه د نورو مخکینیو پوهانو سره د ابن سینا د یوې طبي ارجوزې په پوښ کې داسې لکیل شوي دي : طبابت معدوم و ، بقراط هغه له عدم څخه په په وجود راوړ ، وروسته مړو ، الینوس هعه ژوندی کړ ، وروسته بیا ړوند شو او حنین بن اسحق هغه بینا کړ ، او او وروسته هغه په ښارونو کې تیت او متفرق شو او محمد بن ذکریای رازي هغه راټول کړ ، علامه قطب الدین شیرازي وایي : باید وویل شي چې طبابت نیمګړی و او ابن سینا هغه بشپړ کړ څرنګه چې مخکې یادونه شوې چې ابن سینا د خپل خت ټول متداوله علوم زده کړي او ډیر تالیفات هم لري نوموړی د فلسفې ، عرفان ، تصوف ، او ټولنیزو مسایلو کې جوګه نه درلو ده د ابن سینا زیاتره اثار ډیر لوی او پنډ دي ، چې مهم آثار یې تر سلو ټوکو پورې رسیږي د ده دآثارو په هکله بیلابیل نظریات موجود دي ، لکه چې قفتي دهغه 21 یا مفصل آثار ، 24 واړه یا لنډ آثار چې موضوعات یې د فلسفې ، طب ، کلام ، هندسې ، د نجوم احکام ، ژبه پیژندنه او داسې نورو څخه عبارت دي ، چې ابن سینا له خوا لیکل شوي دي ، هغه فهرست چې بروکلمات تر قفتي ډیر مفصل دي چې دکلام دعلم او حکمت لومړي 68 کتابونه حکمت او طبیعیات 15کتابونه ، طب په هکله 16کتابونه او دشعر په برخه کې څلور کتابونه ، چې ټول 99 کتابونه کیږي په ځینو ماءخذونو کې د ابن سینا تالیف او تصنیف شوي آثار له 120 څخه زیات او د 200 کتابونو په شاوخوا کې ښودل شوي دي او په نورو منابعو کې ځینې مؤرخین د 220 کتابونو او رسالو نومونه اخلي چې یوازې خطي او چاپي آثاریې ، چې زموږ په لاس کې دي سل ټوکه کیږي .
ازبکستان دعلومو اکاډمۍ د ابن سینا آثار 300 ښیي هغه څیړنې چې ډاکټر یحیی مهدوي کړي دي 131 کتابونه او رسالې د شیخ د مسلمو آثارو څخه شمیري او 111 یې مشکوک ښودلي دي ، چې ټول تالیفات او تصنیفات یې ( 242) کیږي .
دیوسف بن عبدالله د څیړنو په اساس د ابن سینا آثار (450) ګڼل شوي ، چې ( 240) یې تر اوسه پاتي دي .
دسعید نفیسي په محاسبه ابن سینا 182 فلسفي آثار لیکلي دي هغه څه چې زموږ تر زمانې راپاتې دي اوډیر شهرت لري یویې د الشفا کتاب دی چې منطق ، فزیک ، نجوم، ریاضیاتو او موسیقي په باب مواد لري او په اتلسو ټوکو کې لیکل شوی دی دلته په لنډ ډول د ابن سینا د اشاراتو کتاب روحي بن تعطیان رسالې څخه یادونه کوو د ابن سینا دژوند په دوره کې تصوف او صوفیانو ډیر لوی نقش درلود ، چې ابن سینا هم د اشراقو حکمت او تصوف ته مخ واړاوه او دهغو د اصولو څخه یې پخپلو کتابونو کې ګټه اخیستې ده ابن سینا ډیر ښه درک کړی وچې ( د وګړو ژوند ، بې له ټولنې او ټولنیزو اړیکو په قلب کې ناشونی دی ) نوموړي د اشارات کتاب د خپل ژوند په وروستیو کې لیکلی دی چې د طبیعاتو او الهیاتو دیوې برخې ژباړه ده ، چې د شیخ له ډیرو مهمو تالیفاتو څخه شمیرل کیږي چې دلوړ او بلیغ معالی خاوند پوخ او منظم دی، د کتاب په وروستۍ برخه کې یې وصیت لیکلی دی ، چې د اهمیت وړ دی ( ای وروره ! ما په دغه اشاراتو کې د حق شیره ایستلې او د حکمت مړی مې په زړه وړونکو عباراتو ستا له پاره اخیستی باخبر ، نا پوهو خلکو ته چې حکمت خوار ګڼي یا هغه کسان چې کافیشوش او زیرکي نه لري او یا خپل فکر یې ارمایښت کړی نه دی او له عقلي مطالبو سره یې خوی نه دی اخیستی مه یې ور زده کوه او هغو کسانو څخه چې دهغو علاقه د شور ماشور خواته وي یا یې له هغو الحاد پیشه او خرمګسانو پټ وساته ! که داسې څوک دې پیدا کړ دننه یې سپیڅلی او کړنلاره یې سیده وي ، او هغه وسواس چې ورته پیښیږي پرهیز وکړي ، حق خواته خوشحالۍ او رښتیني په سترګو ګوري ، د هغه مسولیت قبول کړه او دغه حکم څخه لږ لږ ور زده کړه !
دهغه حال ته ښه ځیر شه چې غټه مړۍ په هغه ونه خورې ، هغه ته دروند قسم ورکړه! له هغه سره تړون او ژمنه وکړه ! چې هغه هم د نورو په تعلیم کې ستا پیروي وکړي ، او له هغې رویې څخه وانه وړي ،که دغه علم دې نا اهل ته زده کړ یا داهل څخه دریغ کړ ، خدای ( جل جلا له ) دې زما او ستا په مځ کې وي ! تبارک وتعالی )
همدارنګه حی بن تعیطان رساله چې د ابن سینا عر فاني تمثیلو نه پکې راغلي دي او دابو عبید جوزجاني له خوا شرح شوې ده په داغه مقاله کې ابن سینا پر هیروونکو ، لنډ نظرانو ته چې دهغو باطن له ظاهري اعمالو سره سمون ته لري او خلکو ته د فکر کولو او اندیښنې کولو مجال نه ورکوي په ښه زیرکانه ، هو ښیارانه ، ماهرانه او استادانه ډول هغوی ته ځواب ورکوي دابن سینا توضحیات پدې رساله کې داسې نتیجه ورکوي چې انسان د اصالت عقل پر اتکا عمل وکړي ، او له هغه شي څخه چې فعال عقل و رته تجویز نه کوي پرهیز وکړي او کور کورانه او کم اندیښانه عملکرد د انسان او ټولنې د تباهۍ سبب کیږي دخرد عقل هم  ابن  سینا پر دوه ډوله ډلبندي کوي:
یو هغه دی چې د نفس علم پیدا کړي او دحق او باطل تر منځ فرق وکړي ، چې دې ته  نظري عقل وایي بل هغه دی چې نفس هغه ته نیک کار وکړي او نیکي ښه والی حاصل کړي او خراب خوی له ځانه لیرې کړي ، چې دغه ته عملي عقل وایي ابن سینا په نظر د انسان روح لکه هغه مرغه ته پاتي کیږي چې ځاله یې ورکه کړې ، په تیاره کې ګیر شوی او خپل اصل ټاټوبی یې له یاده ایستلی دی په دغه حالت کې دانسان دنده داده چې کوښښ وکړي ، تر څو له له یاده وتلی اصل په یاد راوړي او هغې خواته ګوري پدې توګه په عالم کې لوړ ترین اصل دعقل خلقت دی عقل پر ټولو موجوداتو باداري کوي ، یعنې انسان باید د عقل پر حکم عمل وکړي ابن سینا داسلام په علماوو کې یواځینی څوک دی چې په شیخ الرییس ، حجة الحق رییس العقلا او شرف الملک ملقب شوی دی ، دغه القاب هغه چاته ورکول کیدل چې علم او سیاست سره ګډ کړي او د دوو اړخونو څښتن وي ، په علم شیخ او په سیاست کې رییس نومولی شوی دی ، چې د شیخ الرییس خطاب ورته شوی دی دغه القاب د هغه په ژوند کې ورته بښل شوي دي دا داسې ښکاري چې ابن سینا د سیاست په علم او حکمت کې ډیر لوړ پوړ او مقام درلود .