د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نبوي کورنۍ(۱)لومړۍ برخه

مولوي عصمت الله عزام 03.01.2015 13:26

بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده ونصلی ونسلم علی رسوله الکريم امابعد:
الله پاک هرپېغمبرته څلورځانگړتياوي ورکوي ترڅوخلگوته عذراوپلمه پاته نه شي:
۱:پېغمبرپه غوره اواعلی نسب کي پيداکېږي.
ترڅوخلگ بياداپلمه ونه کړي چي داخوپه کمزوري نسب کي وو،موږدده تابعداري په دې نه کوله چي موږتردده په نسب کي لوړيو،دده په تابعداري شرمېدلو.
۲:پېغمبردښائسته صورت خاوندوي.
ترڅوداپلمه چاته پاته نه شي چي العياذبالله داپېغمبربدشکله وو،له ده څخه موږکرکه لرله.
۳:پېغمبردښه اوازخاوندوي.
ترڅوداڅوک ونه وايي چي  موږدده له اوازڅخه کرکه لرله،نوځکه ئې خواته نه ورتلو.
۴:پېغمبردښواخلاقوخاوندوي.
ترڅوداپلمه څوک ونه کړي چي داخوداسي بداخلاقه ووچي موږنږدې نه شوورتلی.
نورسول الله- صلى الله عليه وسلم- ترټولوپه غوره اواعلی نسب کي پيداشوی دی.
الله جل جلاله فرمائلي دي: اللَّهُ أَعْلَمُ حَيْثُ يَجْعَلُ رِسَالَتَهُ(الأنعام :۱۲۴)
ژباړه:الله ښه پوه دی چي خپل رسالت(پيغام)چېري کېږدي!!
يعني دانبي الله پاک دنسب،کورنۍ،اخلاقو،کرداراونوروښوصفاتوپه اعتبارښه پېژنده چي دده مثل نشته،نوځکه ئې ده ته نبوت ورکړ.
کله چي دروم باچاهرقل له ابوسفيان څخه  دنبي عليه السلام دصفاتوپه هکله دپوښتنوپه ترڅ کي وپوښتل:كيف نسبه فيكم ؟
دده نسب په تاسوکي څنگه دی؟
ابوسفيان وويل: هو فينا ذو نسب (دی په موږکي د(لوی)نسب خاونددی!!
هرقل وويل:وكذلك الرسل تبعث في نسب قومها.(صحيح البخاري ص:۴ج:۱)
په دې توگه پېغمبران دخپل قوم په نسب کي رالېږل کېږي!!يعني په عزتمنداوشريف نسب کي.
عبدالله بن عباس رضی الله عنهمافرمايي:له قريشوهيڅ بطن داسي نه ووچي  درسول سره ئې نسب نه يوځای کېدی.
عن أبي هريرة ان رسول الله صلى الله عليه وسلم قال:
بعثت من خير قرون بني آدم قرنا فقرنا حتى بعثت من القرن الذي كنت فيه(رواه البخاري ص:۵۰۳ج:۱)
له حضرت ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:زه دآدم علیه السلام له اولادڅخه له غوره پېړيوڅخه پېړۍ په پېړۍ رالېږل شوی يم،تردې چي له هغې پېړۍ راولېږل شوم چي زه پکې وم!!
عَنْ أَبِى عَمَّارٍ شَدَّادٍ أَنَّهُ سَمِعَ وَاثِلَةَ بْنَ الأَسْقَعِ يَقُولُ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ « إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَى كِنَانَةَ مِنْ وَلَدِ إِسْمَاعِيلَ وَاصْطَفَى قُرَيْشًا مِنْ كِنَانَةَ وَاصْطَفَى مِنْ قُرَيْشٍ بَنِى هَاشِمٍ وَاصْطَفَانِى مِنْ بَنِى هَاشِمٍ ».(رواه مسلم ص:۲۴۵ج:۲)
له ابوعمارشدادڅخه روايت دی چي ده له واثله بن اسقع څخه اورېدلي چي ويل ئې:ماله رَسُولَ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم- څخه په داسي حال کي واورېدل چي ويل ئې:په يقيني توگه الله پاک کِنانة داسماعيل عليه السلام له اولادڅخه خوښ کړی دی،له کنانة څخه ئې قريش خوښ کړي دي،له قريش څخه ئې بني هاشم خوښ کړي  اوزه ئې له بني هاشم څخه خوښ کړی يم!!
دنبي عليه السلام کورنۍ دهاشمي کورنۍ سره پېژندل کېږي،هاشم دنبي عليه السلام نيکه وو.
هاشم هغه څوک دی چي کله بنوعبدمناف اوبنوعبدالدارپه خپل منځ کي دمنصبونودوېش په هکله صلحه سره وکړه،نوده دحاجيانودمېلمستيااوهغوی ته داوبودورکولوذمه واري په غاړه واخيسته.
هاشم مالداراومشرسړی وواولومړنۍ هغه څوک دی چي حاجيانوته به ئې ثريد(ماته شوې ډوډۍ)ورکوله،له دې امله ورته هاشم ويل کېږي ځکه چي ډوډۍ ئې ماتوله.
دی لومړنی هغه څوک دی چاچي دقريشولپاره دوه سفرونه رواج کړل:دژمي اودوبي سفرونه.
هاشم شام ته دتجارت په نيت لاړ،کله چي مدينې ته ولاړ،دسلمی بنت عمروسره ئې نکاح وکړه اودهغې سره مقيم شو،بياشام ته لاړ،خوسلمی دخپلي کورنۍ سره وه،په عبدالمطلب اميدواره شوه.
هاشم په دې سفرکي دفلسطين دغزې په سيمه کي مړشو،دده ميرمن سلمی عبدالمطلب په کال ۴۹۷م کي وزېږوی،دې په شيبه سره ونوموی،داپه دې چي دده په سرکي سپينوالی وو.
سلمی دخپل زوی پالنه دخپل پلارپه کورکي کوله،په عبدالمطلب دهاشم له کورنۍ څخه چي په مکه کي وو،څوک خبرنه وو.
هاشم څلورزامن لرل چي: أسد،أبو صيفي،نضلة اوعبد المطلب وو.
 پنځه ئې لوڼه لرلې چي : شفاء،خالدة، ضعيفة، رقية،ا وجنة وې.
(نوربيا...)
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين
ليکوال:مولوي عصمت الله عزام