د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اندوسکوپي آزموینه او دهغې ډولونه

عطا محمد میاخېل 30.12.2014 08:58

یوه په زړه پورې آزموینه ده چې د بدن د داخلي اجوافو اوکانالونو د تفتیش او درملنې له پاره کارول کیږي څو ډوله اندوسکوپي آزموینې د یوه انعطاف قبلوونکي پلاستیکي تیوب په واسطه چې په وروستۍ برخه کې یوه نور لرونکې آله لري د اجراء وړ ده او د نوموړو آزموینو په مرسته کولای شو د بدن اجواف مستقیما ووینو ، د انساجو څخه بیو پسي واخلو ، پولیپونه ورباندې لرې کړو او هم د وینې د بهیدلو مخنیوی وکړو .
اندوسکوپي د هضمي جهاز په تیره بیا د مرۍ ، معدې او او کولمو د التهابونو ، قرحاتو ( ټپونو ) خونریزیو ، تومورونو ، پولیپونو (Polyps) ، غیر نارمل جوړښتونو او زیات شمیر نورو ستونزو د تشخیص له پاره مرسته کوي .
د اندوسکوپي مهم ډولونه په لاندې ډول دي :
1. د خولې له لارې ( Peroral Endoscopy ) : په دې اندوسکوپي کې لازمه ده چې تیوپ د خولې له لارې بدن ته داخل شي ، ناروغ د مسکنو درملو په واسطه تسکین شي او د خولې د بندیدلو ریفلکس باید د موصعي انستیزي په واسطه نهی شي ، که چیرې اندوسکوپي د خولې مرۍ ، معده او اثنا عشر له لارې معاینه شي د پان اندوسکوپي ( Pan endoscopy) په نوم سره یادیږي . او که یوازې مرۍ معاینه شي د ایزو فاګوسکوپي (Esophagoscopy) په نوم او که یوازې معده معاینه شي د ګستروسکوپي ( Gastroscopy) په نوم او که یوازې اثنا عشر معاینه شي ، دا عملیه د دودونو سکوپي (Duodenoscopy ) په نوم سره یادیږي .
2 . کولونوسکوپي Colonoscopy : په دې آزموینه کې کولونو سکوپ د مقعد له لارې غټو کولمو ته داخلیږي او نوموړې کولمې مستقیما د کتنې وړګرځي .
دا آزموینه د اسهال ، قبضیت ، خونریزي او د ګیډې د کښتنۍ برخې د درد د اسبابو د معلومولو له پاره کارول کیږي . ناروغ ته باید وویل شي چې خپلې کولمې د غایطه موادو څخه تخلیه کړي او 24ــ 48 ساعته مخکې له آزموینې څخه مایع رژیم واخلي تر څو کولون په ښه توګه ولیدل شي همدارنګه ناروغان باید د آزموینې څخه دوه شپې مخکې توصیه شوي مسهل درمل وخوري او یوه شپه مخکې (Enema ) احراء کړي. په دغه بهیر کې ناروغان باید خپل اعراض یاد داشت کړي چې د ګیډې خفیف کرمپونه او اسهال معمول دی د آزموینې پرمهال باید لومړی ناروغ ته لارښوونه وشي تر څو مثانه تخلیه کړي او د پروسیجر د مخه ناروغ مسکن او د درد ضد درمل وخوري او داسې وضعیت اختیار کړي چې کولون سکوپ په آسانۍ سره غټو کولمو ته داخل شي ، د دې عملیې په واسطه کولای شو چې د کولمو له جدار څخه پولیپ بیل کړو چې د ( Polypectomy) په نامه یادیږي .
څیړنو ښودلې ده چې وروسته (Colonoscopic) (Polypectomy) په 2 فیصده ناروغانو کې د کولون ( Perforation) او په یوفیصد ناروغانو کې خونریزي د اختلاطاتو په توګه لیدل کیږي .
2 . پروکتوسکوپي ( Proctoscopy) : د ریکتم د لاندنۍ برخې او مقعدي کانال یوه آزموینه ده لومړی د ګوتې په واسطه ابتدایي آزموینه کیږي ، وروسته آزموینه د پروکتوسکوپ په واسطه چې 3 انچه اوږدوالی لري اجراء کیږي ، د دې آزموینې په مرسته کولای شو چې بواسیر ، پولیپ ، فیسور ، فیستول او ابسه تشخیص کړو .
4 . سیګمو ییدوسکوپي (Sigmoidoscopy ) : کولونو سکوپي ته ورته آزموینه ده ،
یوازې په دې استثنا سره چې په دې آزموینه کې د غټو کولمو سیګمویید برخه هغه برخه چې د S حرف په څیر د نارله کولون او رکتم تر منځ واقع ده آزمویل کیږي ،
سیګموییدوسکوپي د ډیرو فزیکي آزموینو یوه مهمه برخه ګڼل کیږي چې د داخله رنځ پوهانو په واسطه اجراء کیږي نوموړې آزموینه د کولون د کانسر ، ټپونو ، پولیپ ، تومورونو ، خونریزي او نورو ستونزو په تشخیص کې مرسته کوي ، ناروغان باید د آزموینې څخه یوشپه مخکې او یا د آزموینې څخه څو ساعته مخکې د ډاکټر هدایت سره انما ( Enema) شي سیګموییدوسکوپي یوه نور لرونکې آله ده چې یوه ذره بیني عدسیه هم لري او ډاکټر ته اجازه ورکوي تر څو د کولون مخاطي غشا معاینه کړي ، په اوس مهال د اندوسکوپي په مرسته د تنفسي ، کلیوي او مؤنث جنس د تناسلي سیستم ناروغي هم تشخیص او تداوي کیږي .