د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پکتيا وال : بـې هـويـته او بې ديـنه تـذکـرې نه اخلـو؟

امان الله اماني 25.12.2014 13:12

دوي وويل،چې د افغان د کلمې مخالفت د يو څو پردي پاله کړيو له خوا کېږي ددوي په وينا،که په برېښنايي تذکرو کې د افغان کليمه ځاي پر ځاي نه شو د افغان حکومت په وړاندې به پراخه لاريونونه وکړي .
دغه ناسته چې د لويې پکتيا په فرهنګي مرکز کې جوړه شوې وه د ولايتي شورا د غړو په ګډون د مدني ټولنو ، مشرانو او قومي شورا ګانو استازو پکې ګډون کړي وو . دلويې پکتيا د فرهنګي ټولنې مشر آصف خېل وويل : افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی څوک چې په افغانستان کې اوسېږي افغانان دي .
د آصف خېل په خبره ولسمشر او ملي شورا د اساسي قانون څلورمه ماده نقض کړې ده ، د هغه په خبره ((د خپل هويت او ملت ساتلو لپاره هر ډول قرباني ته حاضر يو موږ به د هغو کړيو په وړاندې جدي اقدام وکړو ، چيد افغان له کلمې سره حساسيت لري )) .
مدني فعال نسيم پښتون وويل: چي تذکره د يوه هيواد د وګړي هويت او ملت مالوموي او ترهغو چي د يوه چا هويت او ملت مالوم نه وي ، نو هغوي به څنګه نوري نړي ته ځان ور وپېژني. د پښتون په وينا هويت د افغانستان د هروګړي حق دي ، چي بايد په تذکره کي وليکل شي غونډې ته د ولايتي شورا وکيل الله مير بهرام زوي وويل : چې تر هغو به خپلو مخالفتونو ته دوام ورکوي چې؛ غوښتنې يې نه وي منل شوي هغه زياته کړه :((زه د خلکو په استازېتوب د ولسمشرڅخه غواړم چې دغه قانون ته دې بياکتنه وکړي ترڅو په قانون کې دغه لرې کړل شوې کليمې (اسلام او افغان ) وليکل شي؛ اوپه تذکرو کې يي ليکل قانوني بڼه غوره کړي . که دا دواړه په کې نه وي موږ تذکرې نه اخلو )). .
غونډې ته د موضوع په اړوند احمد شاه احمدزي ، ښايسته جان احمدي ، وکيل ګلزار ځاځي ، احسان الله حمېدي ،ډاکټر عبدالهادي حماس خبرې وکړې او د هغو کسانو د محاکمې غوښتنه يې وکړه چې د نفوسو د احوالو له قانون څخه د افغان او اسلام کليمې اېستلې دي .
داغونډه په داسې حال کې کېږي چې دالکترونيکي تذکرو دويش قانون د ولسمشر له خوا توشيح شوي خو ډېري افغانان د ياد قانون د تطبيق مخالفت کوي .
د د مدني ټولنو د زياتو اعراضونو وروسته ولسمشر ژمنه کړې چې دغه موضوع به د قانوني لارو حل شي.