د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دښځو په وړاندی دتاوتریخوالی اصلی عامل څوک دي ؟

سید رقیب شاه هاشمي 23.12.2014 20:14

په خاصه توګه دښخودچا رووزارت ،مدنی ټولنو اودښځو دسازمانونودتوجه وړ

دانسان سعادت اونیک بختی دټولنی په ارامش اواسایش کې دی ځینو ته به سعادت په دی کی ښکاری چی ډیرمال او دولت راټول کړی اوقدرت ولری خو په هیڅ صورت کی دسعادت اونیک بختی منشاء او سرچینه مال اودولت کیدای نه شی . که مونږ دانسان دخلقت فلسفه تحلیل او ارز یابی کړومونږ به پیداکړوچی دانسان کمال اوفضیلیت دهغه په انسانی فضیلیت کې ده همدلته دی چی مونږ پیداکوو چی انسان فطرتاً سعادت غوښتونکی خلق شویدی مونږدلته دسعادت تعریف داسی کوو:
دټولو مادی اومعنوی ارزښتونو دسالمه ،صحیح اومشروع استفادی څخه عبارت دی چی الله ج زمونږپه اختیارکی راکړی .
دسعادت تعریفونه دهری ټولنی له نظره فرق کوی هره ټولنه یا قوم له نظره دخاصی علاقی اوذوق له پلوه مختلف دی مونږ نه شو ویلی چی فلان قوم یاټولنه چی دهغو ښځو جراب کش کړی سعادت منه دی یابرعکس دفلان قوم یاټولنی ښځوبغورا اغوستی بدبخت دی په دی معنی چی دیو مملکت یایوی ټولنی له نظره یوشی ښه اود بلی ټولنی له نظره به کیدای شی نیک په نظررانه شی مونږغواړو دسعادت مفهموم اواصطلاح دبشری ټولنی له نظردانسان په ژوند کی پیداکړو  چی سعادت څه شی دی؟ سعیداوخوشبخت څوک دی ؟ واقعی سعادت څه شی دی ؟ څنګه کولی شو سعادت ته ورسیږو ؟دسوالونو دځواب په پیداکولو کی دمنطقی ځوابونو درک ډیر مهم دی .مونږ نه شو ویلی چی هغه ارزښتونه چی په غربی نړی کی منطقی اوښه په نظر دی په شرقی نړی کی به هم ښه وی اویابرعکس .
په غربی نړی کی دښځو ازادی دښځوعفت اوابروله منځه وړی چی داخلاقی فساد سبب دی خو په اسلامی ټولنه کی دښځوحقوق خوندی دی دهیواد په قانون کی دښځوحقوق خوندی دی ،دحقوقواوقانون تطبیق ددولت اوحکومتونو کاردی .
اسلام په دی خبره تاکید کوی چی ښځه باید په ټولنیز ژوند کی دخپل خاوند خبره ومنی ځکه  میړه دکورسرپرست دی اودکورسرپرستی مسئولیت په نارینو باندی الله ج ایښی دی .دسرپرستی معنی دانه ده چی نارینه په ښځی باندی کومه بهتری لری بلکه اسلام داوایی چی نارینه دی دکورسرپرستی وکړی خودسرپرستی اړیکه به دمشوری ،محبت اومینی په بنسټ وی .
په دی ورځوکی دښځو دتاوتریخوالی په نامه ناندری زیاتی شویدی اوښځوته دنارینه ؤاومړونو په مقابل کی دپاڅون اومقابلی روحیه  ورکوی که څه هم زه په دی مخالف نه یم خو دښځو بی پری پاڅون او مقابله دنارینه ؤ په مقابل کی که څه هم دخپل حق دغوښتونو دپاره دی خو څنګه چی په ټولنه کی مختلفی ستونزی دی لکه:دتعلیم نشتوالی اویا کم تعلیمی ،په هیواد کی دناامنیو اوناارامیو بی ساری کچه ،دحکومت ضعیف والی دښخو دحقوقوپه وړاندی لویه ننګونی  دی همدلته دی چی تاوتریخوالی هره ورځ مخ په زیاتیدودی زمونږ ټولنه دانشی منلی دټولنی عینی او ذهنی شرایط اماده نه دی چی په یو وار ی ډول تغیرات راوړواویاپه یووار تغیرات راشی دټولنی منلی او نامنلی ارزښتونه بدل شی زما په اند په دی ورځوکی دتاو تریخوالی اصلی اولوی سبب دښځو دوزارت کاری ناسم ،ناشونی اونامنلی پالیسی اوستراتیژی ده چی غواړی اوږد مهاله پلان بی وخته تطبیق کړی په تاکتیکی لحاظ غواړی غربی کلتور پلی کړی ،غواړی بی وخته ناری سوری جوړی کړی چی دغربی فنډورکونکو (پیسو ورکونکو ) مخه اوتوجه ځان خواته راواړوی اوپه دی ترتیب خپل جیبونه ډک کړی .
ښه به داوی چی داوسنی تبلیغاتو پرځای دی دښځو په عملی روزنه اواصلاحی کړنو کی ثابت اوپر ځای قدمونه واخلی نظراوعمل ډیرتوپیر لری داسلامی ټولنی او غربی ټولنی توپیرونه دی وپیژنی بی وخته ،ناشونی خبری ،ناشونی کار ونه  داصلاح باعث نه دی بلکه دټولنی دبدبختیو ستر عامل دی دخبری رسانیو له لاری چی نن ګورو دفلان ښخی سر ما ت  دی میړه دی باید بندی شی ،یادفلان ښځی پزه غوڅه شوی  اوعدالت دی ورباندی پلی شی اوهمداسی نوری خبری
په دی خبره تاکید کوم چی دښخو وزارت چی دنده یی دښځو دحقه حقوقو څخه ننګه اوپالیسی جوړونکی ده اوسنی پالیسی یی ناسمه ،غلطه ،ناکاره اوبی وخته پالیسی ده کیدای شی زما خبره به دښخو دوزارت دمقاماتو په نظر ښه ونه بریښی اود هغو ی غوڅه راوپاروی خو دا یو واقیعت دی .
که ښځو وزارت مقامات وغواړی  ددی مضمون پروړاندی ځواب ولیکی  او دلایل اوبهانی ولیکی اویاپه رسانیوکی نطقونه  ورکړی ازاددی خو ښه به داوی چی په پټه خوله په خپل کاری پلان کی تغیرات راوړی اودپالیسی په جوړولوکی دی دپالیسی جوړونکو کسانو څخه مرسته وغواړی اوټولنه دی دبدبختیو په لور نه سوق کوی .
تکراروایم ستاسودښځودتاوتریخوالی  اوسنی پالیسی دټولنی دارزښتونو خلاف کاردی  پوره غورغواړی ښه اوپر ځای غورپه امید .درنښت