د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دنده

نجیب منلی 18.12.2014 19:55

د جنګ په کلونو کې بېلابېلو رسنیو د پښتو ژبې پالنه کړې ده. هر چا د خپلې وسې سره سم، ژبې ته د خدمت په نمت، خپلې هڅې کړې دي. ډېری دغه هڅې ګټورې وې، ځینې یې بې ګټې وې او یو شمېر یې تاواني وې. دا چې چاو څه وخت، څه کړي دي، او دغو کړنو د ژبې پر برخلیک څه اغیز ښندلی د راتلونکو کلونو د څېړنو یو مهم مبحث دی. د نوو لغاتو جوړول او د زړو لغاتو بیا را ژوندي کول د دغو هڅو یوه برخه ده.
«دنده» د وظیفې په مانا په وروستیو دریو لسیزو کې، غالباً د بي بي سي په اهتمام، اوس منل شوې کلمه ده. تلفظ یې، زما په نظر په ناسم ډول، d'anda (خج پر لومړۍ هجا) منل شوی دی.
د پخوانیو، اوس مهجورو ، کلمو د تلفظ د پیداکولو له پاره شعرونه ډېره ښه وسیله ده ځکه چې د شعر وزن او قافیه داسې چوکاټونه راجوړوي چې د غږونو تر منځ هم مهالی (سنتګمي) او بېل مهالی (پارادایمي) تړاو ترې را ایستلای شو.
خوشال خټک وایي:
چې نوکري کا، څوک ډېر ګنده کا
سړی ازاد وي، خپل ځان بنده کا
تر ازادۍ نه بهتر هېڅ نه شته
چې څوک په کور کې خپله دنده کا
په دې څلوریځې کې د ګنده او بنده په تلفظ کې د هیچا له پاره د شک او تردید ځای نه شته، په دواړو کې خج پر دویمه هجا دی. د قافیې شرایط راته وایي چې په دنده کې هم باید خج پر دویمه هجا وي: dand'a . نو زموږ اوسنی منلی شوی تلفظ (d'anda ) د «غلط مشهور» تر حکم لاندې د منلو دی که نه سم تلفظ یې dand'a دی.
نن مې یو سیاسي بحث اورېده. سیاستوال او سیاستپوه ښاغلي عبدالجبار قهرمان چارواکو ته په اشارې وویل (دقیقه جمله یې نه ده خو زموږ د بحث خبره پر دنده څرخي): «ماښام سره کښېني پر دندو خبره کوي چې نن مې څومره دنده کړې ده.» د قهرمان صاحب په جمله کې dand'a د غریبۍ (ورځنۍ لاس ته راغلې پیسې) په مانا وه.
داسې ښکاري چې زموږ منل شوې فرضیه چې دنده یوه مهجوره لرغونې کلمه (ارکاییزم) بولو سمه نه ده بلکې کم له کمه په یوه پښتني لهجه کې ژوندۍ کلمه ده چې په ورځنیو خبرو اترو کې کارول کېږي.
کېدای شي چې هلمندیان (او غالباً د ګڼو نورو سیمو ملګري دا خبره لا پسې وڅېړي).
زموږ د ژبپوهانو یوه ستونزه دا ده چې د ژبنیو واقعیتونو د پلټلو پر ځای پر خپلو فرضیو تکیه کوي چې دا شېوه له علمي نظره د دفاع وړ نه ده.