د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دسولې له پاره د پاکستان او چين پرځای ایران او روسیه

نظرمحمد مطمئن 17.12.2014 10:49

د قطر دفتر د بیا پرانستل کیدو اوازې

که رښتیا هم غني سیاست ته ژمن وي او د سولې تجارتي پروژو ته ژمن نه وي، اسانه او لنډه لار به داوي چې امریکا وهڅوې چې سولې ته غاړه کیږدی، د خپلو پوځیانو د ایستلو اعلان او امنيتې تړون  فسخ او یا د شرایطو تغیر، د طالبانو سره د امریکا مخامخ خبري او بیا وروسته بین الافغاني تفاهم ته لاره هواره کړي.

د ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله د ګډ حکومت  له اعلان سره سم د پاکستان رسنیو دافغان حکومت په ګټه تبليغات پېل کړل، له هغه مخکې دولسمشریزو ټاکنو پر مهال يې د عبدالله عبدالله په ملاتړ تبلیغات کول.

د سولې د هڅو او طالبانو باندي د فشار راوستلو په موخه ولسمشر اشرف غني سعودي عربستان او چين ته سفرونه وکړل. د پاکستان د پوځ  مشر، د استخباراتو مشر او سرتاج عزیز د نواز شریف د امنیت شورا سلاکار کابل ته راغلل، اشرف غني اسلام آباد ته ولاړ

له  لنډې چوپيتا وروسته د ډیسمبر پر ۱۳مه ۲۰۱۴ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې میرمن تسنیم اسلم وویل د افغانستان په غوښتنه پر پاکستان هیڅ هیواد فشار نه شي راوړلای، هدف يې داؤ چې چین په دي اړه څه نه شي کولای. له دي مخکې سرتاج عزیز ويلې ؤ  پاکستان به په هغو طالبانو فشار رانه وړي چې پاکستان ته خطر نه وي، بیا يې وروسته خپلې خبرې ترمیم کړي.

د ډیسمبر پر ۱۴مه   ۲۰۱۴ ولسمشر غني وویل  ګاونډي هیوادونه باید د افغانستان په چارو کې ناسمه مداخله ونه کړي، او که دا ډول ناسمه مداخله کوي زیان يې دوی ته هم رسیږي، څیړونکې وايې هدف يې پاکستان ؤ

که څه هم د افغان حکومت په اشاره امريکا د پاکستاني طالبانو د مشر مرسیتال لطیف الله مسود د پاکستان پوځ ته وسپاري او دغه کار افغان حکومت له پاکستان سره د ښه نیت او دوه لوري مرستې په موخه وکړ، مګر پاکستان د لطیف الله مسود د سپارلو په  عوض کې عکس څرګندونې د تسنیم اسلم په خوله وکړي.

د سولې عالي شورا د اړیکو مشر موسی خان هوتک ويلې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې په په راتلونکې اونۍ کې د طالبانو په قطر دفتر کې ؤشي، د پاکستان او چین استازي  به هم په خبرو کې ګډون ولري، که رښتیا هم داسي ؤشي بیا نو پاکستان د افغان حکومت سره په مرسته کولو کې جدې بريښې.

دا احتمال هم شته چې ځينې پاکستان ته وفادار افغان طالبان په قطر کې د طالبانو د خوښې خلاف د افغان  حکومت سره خبرې وکړې، چې بیا هم ستونزه به پر ځای پاتې وي، او دغه ډول خبرې به د  اصل لوري طالبانو استازیتوب ونه شي کولای.

سیاسي شنونکې بیا وايې چې  په کابل کې د طالبانو د حملو زیاتوالی، او د افغان ولس له خوا د رښتينې سولې غوښتنه، د ولسمشر غني  له خوا د سولې ژمنه، افغان حکومت مجبور کړي چې د خلکو د اذهانو د ګرځولو له پاره دقطر دفتر اړوند دغه ډول څرګندونې وکړي، طالبانو ته نږدې سرچینې وايې چې په دومره بیړه او لنډ وخت کې د طالبانو د قطر دفتر بیا پرانستل  کیدو خبره د منطق له مخې د منلو وړ نه ده.

شنونکې وايې پرته له مقدماتي خبرو، پرته له اجنډا او د هیوادونو ترمنځ د اعتماداو باور رامنځته کولو څخه ددغسي خبرو اعلان يواځي د امنيتې ستونزو څخه د خلکو پام د سولې لورته اړول ګڼل کیدای شي.

دطالبانو، افغان حکومت او پاکستان ترمنځ پرته له مقدماتي خبرو او ناستو د قطر دفتر د بیا پرانستل کيدو اوازي او خبرې غیر معقول ښکاري.

دلته په کابل کې په واضیح ډول سره اجرائيوي رئیس او د شمال ټلواله او دا ډول د هغه دویم مرستیال استاد محقق، د ولسمشر لومړی مرستیال دوستم د جنګ او جګړې او د طالبانو له منځه  وړلو خبرې کوي، هغوئ سولې ته لیوالتیا نه لري، د عبدالله له مشورې پرته به  ولسمشر غني ته سخته وي چې د سولې خبرې په يواځي ځان پېل کړي.

له دي مخکې په تیره اونۍ په کابل کې دا خبرې هم کيدلي چې د طالبانو له پاره په کویټه کې نوی دفتر پرانستل کيږي او د قطر دفتر به د همدې دفتر فرعي څانګه قبول کړل شي.

ځينې نظرونه داسي دي چې اوسمهال  د پاکستان او چین پرځای ایران او روسیه د سولې اړوند ښه رول لوبولای شي.

د افغانستان د ننه د سولې د خبرو او سولې ته د رسیدو له پاره شمال ټلواله میلان نه لري، په دغې ډلې باندي روسیه فشار واردولای شي، دا ډول شمال ټلواله له ایران سره هم ښې پخوانۍ زړې اړيکې لري او پالي، بل خنډ د سولې اړوند اهل تشیع (هزاره قوم) دي، چې د سولې اړوند په رښتیني پروسه کې يې برخه نه ده لرلي، دغه خلک هم د ایران تر مخامخ اغیز لاندي دی، او ایران کولای شي چې دغه قوم د سولې خبرو ته چمتو کړي.

پاکستان پر خپل ځای اغیز لري، دا ډول هند ورته اغیز لري، پاکستان د سولې په پروسه کې مرسته کولای  شي مګر طالبان مجبورولای نه شي، دا ډول هند د سولې په پروسه کې مرسته کولای شي مګر شمال ټلواله مجبورولای نه شي.

 د افغانستان دننه بله ډله پخواني کمونسټان دي  چې د اشرف غني په حکومت کې مهم رول او نفوذ لري، هغوئ هم سولې ته لیواله نه ښکاري، بیا هم  روسيې ته سترګې اوړي چې د روسيې پخوانې ملګر ی او د امريکا اوسني احسان منونکې کمونسټان سولې کولو ته اړ کړي.

دا ډول دوستم هم د روسيې غوښتنو ته  د نه ویلو جرائت نه شي کولای، او پر دوستم ترکیه هم ډیر تاثیر لري.

روسیه په سېمه کې فعاله شوې،  له پخوانیو کمونسټ جنرالانو سره اړيکې لري، خو اعتماد پرې نه لري، ولي هیله او امید لري چې که وتوانيږې د امريکا په خلاف يې په مناسب وخت کې وکاروي.

که څه هم روسان په پخوانيو کمونسټانو بې باوره شوې ځکه ډیری د هغوئ د امريکا تر څنګ ودریدل، او روسانو ته ژمن پاتې نه شول، برعکس ډیر پخوانې مجاهد رهبران بیا امريکا ته ژمن پاتي شول او د امريکا تر څنګ ودریدل.

روسیه له ایران څخه هغه وخت مایوسه شوه چې کله ایران له امريکا سره نږدې شو، روسیه هڅه کوي چې له طالبانو سره اړيکې ولري، او طالبان هم د روسانو سره د اړيکو په جوړولو کې اوس  مهال کومه ستونزه نه لري.

په کابل  کې د روسيې سفارت هیڅ ډول امنيتې تدابیر د نورو لویدیځ هیوادونو  د سفارتونو په ډول نه لري او نه هم د طالبانو له خوا د برید تشویش لري، مګر امریکا په کابل کې د خپل سفارت په اړه تر بل هرچا زیات امنيتې تشویش لري.

داسي ښکاري چې روسیه اوس مهال د بشارالاسد او عراق حکومت ملاتړ نه کوي، ځکه عراق د امریکا او ایران پلوه او دا ډول سوریه هم د ایران پلوه حکومتونه دي، او ایران له امريکا سره اړيکې نږدې کیدل غواړي، معلوميږي چې روسیه په سېمه کې  د داعش له کړنو هم تشویش نه لري.

اروپا هم د روسيې سره ټکر ته زړه نه ښه کوي، او اروپا له امريکا سره په احتیاط مخکې ځي، امریکا سره ځینې هیوادونه خپل پخواني رقابتونه هم ساتي، او ځينې هیوادونه غواړي چې امريکا په افغانستان کې نور زیان هم وويني.

امریکا اوس هم په لویه تیروتنه کې ده چې د خبرو پرځای جنګ ته ترجیح ورکوي، افغان ولس ټکوي او ځپې، او دا داسي ولس دی چې په ټکولو او ځپلو سکندر مقدونې هم پري حکومت ونه شوای کولای، او په دغه سېمه کې يې ماتې وخوړه.

د امریکا د دوو لویو ګوندونو ترمنځ هم په نړیواله کچه د تګلاري لوی اختلاف لیدل کيږي، د اوباما ادارې هڅه کوله چې په عراق او افغانستان کې د بوش شروع شوې جګړې قابو کړي او ختمې يې کړي، مګر جمهورې خواهان دا کار نه مني، همدا لاملونه ؤ چې د عراق او افغانستان په جګړه کې د پوځیانو د ایستلو د اعلان له امله جمهوري خواهانو پر اوباما خپل فشارونه زیات کړل، تر دي حده چې د هغه واکونه يې  چیلنج کړل.

جمهوري خواهانو په تیر نومبر ۲۰۱۴ کې د سنا مجلس ډیري چوکۍ  انتخاباتو کې وګټلي ، ډیموکراټان يې وارخطاء کړل، له همدې امله وه چې سپينې ماڼې  د سي آی اې د جرمونو او شکنجو راپور چې د کوانتانامو، باګرام او ابوغریب زندانو اړوند ؤ، هغه راپور ته يې د نشر اجازه ورکړه، دغه ګرده جنایتونه د بوش او جمهورې خواهانو په وخت کې شوې ؤ، دغه راپور پرته له شکه پر جمهوري خواهانو يو لوی ګذار او فشار ؤ.

طالب ځان خپلواک بولي ، دوی وایې چې د خبرو له پاره يې د قطر دفتر يواځني استازي دفتر دی.

د سولې له پاره  پاکستان  ته په کار ده  چې دغسي پروسه سبوتاژ نه شي، دا ډول ترکیه هیواد هم په اعتماد کې اخستل په کار دي.

هند د طالبانو اړوند تشویش لري، او د طالبانو د نظام پرمهال چې د هند کومه الوتکه د مسعودالاظهر کسانو تښتولي وه او بیا په کندهار هوايې ډګر کې دغه الوتکه کینول شوه، تبادله وشوه، هند دهمدې پېښې له امله د  ډیرو هغه وخت لوړ پوړو طالبانو نومونه دهند حکومت په تورلسټ کې شامل کړي، طالبانو ته په کار ده چې د هند سره د خبرو له لاري مخ کې ولاړ شي او د هند تشویشونو ته ځواب ووايې.

دا چې هند فکر کوي طالبان به پاکستان ته په افغانستان کې د ډیر نفوذ زمینه برابره کړي، ددي مسئلي اړوند هم هند ته ډاډ ورکول په کار دي چې داسي به نه کیږي

سعودي عربستان هڅې کوی چې له طالبانو سره اړيکې سمې کړي، مګر په دي معنی نه چې طالبان د ایران په مقابل کې وکارول شي

د حکمتيار خبره هم وځنډیله،د ښاغلي حکمتیار د زومانو ښاغلي غیرت بهیر او ښاغلي همایون جریر ترمنځ توده مسابقه روانه ده، جریر هڅه کوي چې حکمتیار کابل ته راولي، او بهیر يې بیا کابل ته مانع دی، اوس مهال ښکاري چې حکمتیار صاحب  ته مشوره ورکول شوي چې کابل ته رانه شي.

د طالبانو سره او ددوی له مشرانو سره  د لیدنو خبرې  پاکستان او کابل کوي، مګر طالبان يې ردوي او  وايې چې د افغان حکومت او امریکا  يواځنی هدف  د طالبانو ترمنځ نفاق او په خپل منځ کې په يو او بل بې باوره کول دي.

په پاکستان کې د طالبانو خپل منځي هدفي وژني، کټ مټ لکه د جهاد په وروستیو کلونو کي چې په کویټه او پېښور کي کیدلي، اوس هم د ځینو مهمو مشرانو طالبانو په نښه کول او له منځه وړلو نښې نښانې ښکاره شوي.

داډول  د پاکستان ځینې اداري هڅه کوی چې ځينې مهم طالب قومندانان خپل کړي،کوم چې د جهاد پرمهال په دغه کړنه کې پاکستان کامیاب ؤ، ډیری افغان قومندانان يې له خپلو ګوندونو او د ګوند له مشرانو بېل او خپل کړل.

 افغان حکومت هم هڅه کوي چې ځينې مهم طالب قومندانان د ځان کړي، او له څو کلونو راهیسې دغه لړۍ دوام لري.

دغه ډول کړنې د سولې له پاره ددي پرځای چې ګټه وکړي تاوان کوي، او دغه لاره سولې ته د رسیدو لار نه ده. طالبان به له حکومت څخه نوره هم فاصله نیسي او جنګ به دوام پيداکوي.

په پاکستان کې د طالبانو له منځه وړل او د ځینو کړیو له خوا خپل ځان ته کش کول د طالبانو له پاره حیاتې رول لري، او طالبان په دي اړه ژور فکر کوي، چې څه ډو ل  ددغسي کړنو مقابله وکړي.

که چیرته امریکا اعلان وکړی چې د امنيتې تړون  د لاسلیک سره سره دوی  د ۲۰۱۶ کال تر  پایه او يا کومه معلومه نیټه وښئې ؤځي مګر ملګري ملتونه او  يا کوم بل لوی قوت  چین او یا ر وسیه او یا اروپايې اتحادیه ددغسي خبرو منځګړی او شاهد وي، ممکن چې د سولې خبرې پر مخ یوړل شي.

افغان حکومت ته په کار  ده چې د سولې راوستلو له پاره قرباني ته حاضر شي، که چیرته د سولې خبرې له امریکا سره نتیجې ته نږدې کيږي د افغان حکومت مشران باید استعفی کولو ته هم حاضر وي، که څه هم ولسمشر دغه خبره کړي، خوماته نه ښکاري چې واک به پریږدي.

اوس مهال ولسمشر  اشرف غني وايې چې سوله کوي، او په هر قیمت يې کوي، چاودنې او د طالبانو حملې د سولې مخ نه شي نیولای، او حتې وایې که سوله ونه شي نو د حکومت مشرتوب پريږدي.

بل لورته طالبان هم د زور ښودنه کوي  او حکومت هم  خپل نظامې زور ښودنه کوي، او ممکن د حکومت د چارواکو غوښتنه له امريکا څخه وه چې تر لږ نوري مودې هم د جنګ  او زور لاره خپله کړي، او د افغان امنيتې ادارو کلک ملاتړ وکړي، چې طالبان وځپې،  همدا لامل دي چې په لیري پرتو سېمو کې د افغان حکومت له خوا حملې ډیرې شوې، او دطالبانو له خوا په ښارونو کې حملو زور اخستی دی.

په پاکستان کې د پوځ اړوند ښوونځې باندي د پاکستانې طالبانو حمله او دا ډول په کابل کې د استقلال لیسه کې د فرانسې په کلتورې مرکز د افغان طالبانو حمله، ډیری شنونکې په دي نظر دي چې دسولې له پاره غټ خنډونه دي، او که دغسي حملې دوام پيداکړي،  بیا ممکن د سولې خبرې نور هیڅکله هم ونه شي، امریکا او د امریکا متحدین به طالبان  هم د القاعده او داعش په ډول په ورته لسټونو کې ځای کړي.

د امریکا او افغانستان تر منځ د امنیتې تړون تر لاسلیک وروسته د طالبانو قطر دفتر سکوت اختیار کړی، هیڅ ډول د سولې خبرې له هیچا سره نه کوي، حتی د ملګرو ملتونو کسانو ته يې هم منفي ځواب ویلي دی.

د امریکايې بندي بوبریګډال او پنځه طالب ګوانتانامو بندیانو تبادلې د سولې هڅې ډیرې نږدی کړي وي، امید کیدی چې سوله به ؤشي ، مګر د امنيتې تړون لاسلیک تر کلونو ورسته دغه نیمه خلاصه دروازه بیرته بنده کړه.

اوس هم سولې ته ژمنیتا نه ښکاري، مولوي عبدالسلام ضعیف وايې چې په  اخر وختونو کې موږ د سولي اړوند د زړه خبره کرزي ته نه شوای کولای، ځکه هغه کومه پاتې لار  چې به مو ورته په ګوته کړه، هغه به هم کرزي وتړله.

اوسمهال په افغانستان کې  د هند او پاکستان، ایران او پاکستان، سعودي او ایران، روسيې او امريکا، جګړه روانه ده، اروپا نه پوهیږي چې په راتلونکې کې کوم ډول عمل وکړي، انګلستان هم په سېمه کې د پاکستان ملاتړ کوي.

فرانسې د سولې او طالبانو سره د ا ړيکو له پاره زړه ښه کړی ؤ مګر په کابل کې د فرانسي سفارت په کلتوري مرکز برید به دغه لړۍ هم ټکنۍ کړي.

ناروي او جاپان  دوه هیوادونه دي چې د سولې اړوند فعال دي، جاپان ډیري پیسې لري مګر د امريکا له مشورې او اوامرو پرته کوم کار نه شي کولای

ناروي هڅه کوي چې فعال رول ولوبوي مکر ددغسي فعال او حقیقي رول په مخ کې ډیر خنډونه حکومت او امريکا پيداکوي.

د سوريې او عراق ستونزې اهل تشیع متوجه کړل او ایران هڅه کوي چې ځان د سني ډیرکیو خواخوږي وښئې ځکه ایران د سوريې او عراق جګړه پر مخ نه شي وړلای

په عراق کې ایران د امنيتې تړون مخالفت وکړ، د احمدې نژاد په وخت کې يې په افغانستان کې هم د امنیتې تړون مخالفت کاؤ، حتی د ملي دفاع وزارت جنرالانو ته د په کابل کې د ایران سفارت د میلمستيا پرمهال ویل شوې ؤ چې ایران دافغان  اردو مصارف درکوي مګر د امنيتې تړون مخالفت وکړئ

کله چي په عراق کې داعش راپيداشو، ایران کې واکمنې بدله شوه، حسن روحاني په واک کې راغی، خپله تګلاره يې هم واړوله، په افغانستان کې يې د امريکا د امنيتې تړون ملاتړ وکړ

د افغانستان په ولسې جرګې او مشرانو جرګه  کې ایران پلوه وکیلانو په ټینګه د امنيتې تړون د لاسلیک ملاتړ وکړ.

په افغانستان کې جنګ نه د ایران او نه د پاکستان په ګټه دی، بلکه د امريکا او روسيې تر منځ يې ګټې وېشل کيږي، دا ډول هند هم ورڅخه ګټه پورته کوي، ایران او پاکساان باید د زړه له کومې د سولې هڅو ته متوجه وي

د سیاسي بندیانو سره تعامل، او د رسنیو تبلیغات  منفي او مثبت تاثیرات په سوله لري. ښه تعامل او پرځای تبلیغات ښه تاثیر ، بد تعامل او ناوړه تبلیغات  بد تأثر له ځان سره لري.

روسانو به کمونسټانو ته ویل چې افغانستان به زموږ وي يا د مجاهدینو، تاسي ته نه  رسيږي

امریکایان به هم ورته فکر لري چې  افغانستان به دامريکا وي يا وسلوالو طالبانو، لویدیځ پلوه افغانان پکې نه ځائيږي

ولسمشر اشرف غني د ټاکنو پرمهال دا هم ویل چې سیاست او تجارت نه شي کیدای، لکه کرزی چې هم سیاست کوي او هم تجارت، هدف يې د کرزي وروڼه ؤ چې د کرزي له نوم نه په استفاده يې د حکومت د امکاناتو په کارولو سره تجارت شروع کړی، اشرف  غني به ویل چې یابه سیاست سړی کوي او یا به تجارت کوي. زه به يو کار کوم، سیاست کوم او تجارت نه کوم.

که رښتیا هم غني سیاست ته ژمن وي او د سولې تجارتي پروژو ته ژمن نه وي، اسانه او لنډه لار به داوي چې امریکا وهڅوې چې سولې ته غاړه کیږدی، د خپلو پوځیانو د ایستلو اعلان او امنيتې تړون  فسخ او یا د شرایطو تغیر، د طالبانو سره د امریکا مخامخ خبري او بیا وروسته بین الافغاني تفاهم ته لاره هواره کړي.