د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

څرنګه تاریخ لیکو؟

عبدالباري جهاني 16.12.2014 01:20

تیر وختونه د هر قوم هینداره ده. تر څو پوري چي یو قوم د خپلي سابقې څخه خبر نه وي د راتلونکي په باب سمه پیش بیني نه سي کولای، او حتی په روانو حالاتو کي هم ځان، په ښه توګه، سم نه سي پیژندلای. دا هینداره چي هر څومره روښانه وي او قوم هر څومره خپل مخ سم پکښي وګوري نو موږ ویلای سو چي تاریخ لیکونکي خپله وظیفه په ښه توګه بشپړه کړې ده. تاریخ یا د مورخ یا تاریخ لیکونکي د سترګو لیدلي حالات وي، چي باید په منتهی امانت او ایمانداري ثبت سي؛ تاریخ لیکونکی، په لوی لاس، د خپلو لوستونکو او راتلونکو نسلونو په سترګو کی خاوري ونه پاشي او په لوی لاس د قام د مخ کتلو هینداره تاریکه نه کړي. د تاریخ لیکلو بله منبع، تاریخي متون دي چي هم باید د عقل په ترازو کي وتلل سي  ممکن له ناممکن څخه او معقول له نامعقول څخه بیل او سره کړه سي او دغه راز مورخ ټولو تیرو سویو پیښو ته په بیطرفي او له تعصبه په خالي ذهنیت وګوري. مشهور عرب مورخ ابن خلدون(۱۴۰۶-۱۳۳۲) په مقدمه کي لیکي چي که د سړي روح د خبر د اخیستلو په ترڅ کي د اعتدال په حالت کي وي نو په دقیق نظر سره داسي کتنه ورته کوي چي د هغه خبر ریشتیا او دروغ سم معلوموي. مګر که د خبر د اخیستلو په وخت کي د خاصي عقیدې او مذهب له عینکو څخه ورته وګوري نو دی په متن یا خبر کي هغه څه مني چي د ده له عقیدې سره موافق وي؛ او دغه تمایل داسي یوه پرده ده چي د ده سترګي پټوي او د خبر یا متن د سم انتقاد کولو او ارزولو څخه یې منع کوی. په نتیجه کي، تاریخ لیکونکی دروغ قبولوی او نورو ته هم دروغ انتقالوي.       مقدمه ص ص ۶۴-۶۵
په وروستیو دریو لسیزو کي د خاطراتو په لس هاوو کتابونه لیکل سوي او چاپ سوي دي. دا کتابونه اکثرً یا د یوې مفکورې او ډلي په مقابل کي د ړانده تعصب او یا د یوې مفکورې او ډلي د ړندې طرفداری په اساس لیکل سوي دي؛ دغه علت دی چي اوسنی نسل دغو خاطراتو ته د شک په نظر ګوري او حتی د لوستلو تکلیف یې نه کوي او راتلونکو نسلونو او تاریخ لیکونکو ته یې د حقیقت د معلومولو کار ډیر ګران کړی دی. په دې باره کي مثالونه دونه ډیر دي چي د یوې مقالې تر حوصلې تیری کوي.
د متونو د نقلولو په برخه کي هم باید له یوې خوا له بیطرفی او له بلي خوا د عقل له ترازو څخه کار واخیستل سي. ابن خلدون لیکي چي پر راوي باندي ډیر زیات باور په تاریخ لیکلو کي تاوان پیښوي او اشتباه  او غلطي حتمي کوي. هغه کتاب  ص ۶۵
یو وخت یوه لوی استاد د میوند له مجلې سره، چي د هیلمند په ولایت کي خپریدله، په مرکه کي ویلي وه چي د میوند جنګ د افغانانو له افتخاراتو څخه دی. په هغه جنګ کي انګریزانو ته دوولس زره تنه تلفات ورسیدل، او ایله څه مات ګوډ پوځ یې کندهار ته ورسیدی. ماته د انګلیس او افغان د دوهم جنګ د رپوټونو بشپړ کتاب پروت دی او په هغه کي لیکلي دي چي  د میوند په جنګ کي د جنرال برروز  General Burrows تر قوماندې لاندي لواء کي ۲۴۷۶ عسکرو برخه درلوده. له هغې جملې څخه یوویشت ۲۱  تنه برټانوي افسران مړه او اته تنه ټپیان سول. ۲۹۶ برټانوي عسکر مړه او ۴۲ تنه ټپیان سول. محلي صاحب منصبان ۱۱ تنه مړه او ۹ تنه ټپیان سول. محلي عسکر ۶۴۳ تنه مړه او ۱۰۹ تنه ټپیان سول. جمله ۹۷۱ تنه مړه او ۱۶۸ تنه ټپیان سول... د میوند په جنګ کي ډیري زیاتي وسلې او مهمات له لاسه ووتل چي په هغه جمله کي زر توپکونه او قره بین او شپږ اووه سوه توري او نیزې شاملي دي. سیکنډ افغان وار ص ۵۲۶( زه په دغه نامه یو بل کتاب هم لرم چي هاورډ هینسمین Howard Hensmanلیکلی دی. خو دغه کتاب چي ما د مأخذ په حیث استفاده ورڅخه کړې ده، کپټان پاسفیلد اولیورCaptain Pasfield Oliver د جنرال میکګریګور Sir Charles Macgregorپه امر د انګریز او افغان د دوهم جنګ له اسنادو څخه ترتیب کړی دی)
زه یقین لرم چي ټول هغه کسان چي تاریخي متونو او اسنادو ته لاس رسی نه لري، او یا د استاد په اعتبار د هغه هره خبره مني، د میوند د جنګ په باب دغه غلط اطلاعات هم پخپله زده کوي او هم یې راتلونکو نسلونو ته ورانتقالوي. دې تاریخي اشتباه له کومه ځایه سرچینه اخیستې ده؟ مرحوم میرغلام محمد غبار لیکي چي د دې جنګ معاصر مورخ میرازیعقوب علي خوافي د سردار کهندل خان د لمسي سردار احمدعلي خان، چي په دغه جنګ کی یې برخه درلوده، له قوله لیکلي دي چي په دغه جنګ کي د انګریزانو د دوولس زره کسیز پوځ څخه یوازي ۲۵ تنه په تیښته خلاص سول او باقي پاته یې ټول ووژل سول. د میوند دا لویه فتح په داسي ورځ ترلاسه سوه چي یوه ورځ مخکي په چاریکار کي سردار عبدالرحمن خان د خلکو او سلو زرو وسله والو پوځیانو له خوا د پاچا په حیث وپیژندل سو، او انګریزان په افغانستان او هندوستان کي لاس او پښه سوي ول.     افغانستان در مسیر تاریخ ص ۶۳۸
داسي ښکاري چي میرزا یعقوب علي خافي د لویو ارقامو سره خاصه علاقه درلوده. هغه د افغان او انګلیس په لومړي جنګ کي هم د انګریزانو تلفات ۱۲۰ زره تنه ښيي، چي تقریبا هیڅ تاریخی متن له پنځه ویشت زرو څخه زیات نه دي ښودلي. او وايي چي له ټول پوځ څخه یوازي یوولس تنه پیښور ته ورسیدل. نهه تنه یې په پيښور کي سمدستي مړه سول او دوه تنه یې د انګلیس د پوځ د تباهی د کیسې کولو څخه وروسته چپه او ځای پر ځای مړه سول.( دا ټوله کیسه مورخ له ځانه جوړه کړې او یا یې له چا څخه اوریدلې ده) دا لا څه چي د شاه شجاع د قتلیدلو پیښه د مکناټن له وژل کیدلو څخه ډیره مخکي بولي.   پادشاهان متأخر افغانستان ص ص ۱۳-۱۵
د مرحوم غبار په څیر یوه مورخ لپاره لازمه نه وه چي د دغه ډول کمزوري متن او حوالې څخه یې د سند په حیث کار اخیستی وای. د تاریخ ډیر زیات شاګردان ښايي دا ضرورت احساس نه کړي چي د خپلو استادانو او مشهورو متونو د صحیح او غلط معلومولو لپاره نورو تاریخي اسنادو ته مراجعه وکړي او یا ښايی لاس رسی ورته ونه لري. نو په دې صورت کي مشرانو او سپین ږیرو تاریخ لیکونکو ته په کار ده چي له تاریخي متونو څخه په احتیاط کار واخلي. د تاریخ لیکلو او شعر لیکلو توپیر په همدغه ځای کي کیږي. تاریخ د اسنادو، مدارکو او متونو د مقایسه کولو او سره کولو په اساس، په سړه سینه لیکل کیږي او تر لوستونکو رسول کیږي او مطلب یې د حقیقت را برسیره کول وي. په داسي حال کي چي شاعر د قام د احساساتي کولو او راپارولو لپاره حماسې ایجادوي، خیالي لښکري جوړوي او د خپلو اوریدونکو تر غوږونو د خیالي تورو خرپی رسوي.
میوند او د انګلیس او افغان لومړی جنګ زموږ له افتخاراتو څخه دي. که په دې جنګونو کي پنځه سوه تنه انګریزان وژل سوي او که د میرزا یعقوب علی خافي په قول۱۲۰  زره تنه وژل سوي وي، نتیجه یوه ده. انګریزانو د افغانانو د مذهبي او ملي جذبې په مقابل کي ماته خوړلې او شرمیدلي وتلي دي. وروسته د دوی خپلي لیکني او متون ښيي چي پر افغانستان باندي یې دواړه ځله غیر عادلانه او ظالمانه حملې کړي دي.
ابن خلدون د ارقامو موضوع ته ډیره ښه اشاره کوي او وايي چي په دې باب د لیکنو او د لیکلو متونو د منلو په برخه کي دي له احتیاط څخه کار واخیستل سي . دی لیکي چي مسعودي اونورو مورخینو راوړي دي چي کله موسی ع په تیه( د ت په کسره) کي هغه اسراییل چي سن یې له شلو څخه لوړ وو او وسله یې اخیستلای سوای وشمیرل نو معلومه سوه چي د هغوی شمیر تر شپږ سوه زره زیات وو. ابن خلدون وايی که د دغه عظیم لښکر په مقابل کي د مصر اوشام د خاوري پراخوالی وګورو نو دې رقم ته حیرانیږو. ځکه چي هر هیواد د خپل مالي توان سره سم پوځ برابروي او کنه نو په مالي بحران اخته کیږي. دی وايی ایران چي په هغه سیمه کي تر ټولو لوی قدرت وو د قادسیې په جنګ کي یې ایله ۱۲۰ زره پوځیان جنګ ته ایستلي ول.  ابن خلدون وايی د موسی ع او اسراییل تر منځ فاصله تر څلور نسله زیاته نه ده. دی وايي کله چي اسراییل او اسباط او د هغوی زامن د یوسف ع لیدلو ته ورغلل شمیر يې اویا تنو ته رسیدی. له هغي زمانې څخه بیا تیې ته د موسی ع د تللو تر وخته پوري دوه سوه شل کاله تیر سوي ول. په دغه موده کي له اویا تنو څخه شپږ سوه زره تنه څرنګه جوړیدلای سي.   مقدمه ص ۱۵
ابن خلدون لیکي څه چي د اسراییلو په متونو کي ثبت سوي دي وايي چي د سلیمان ع خاصه عسکر دوولس زره تنه وه او یو زر څلور سوه آسونه یې درلودل، چي تل به هغه ته تیار ولاړ ول. د اسراییلو په باره کي سم معلومات دغه دي او په خرافاتو پسي باید ولاړ نه سو. هغه کتاب هغه مخ
ابن خلدون د ارقامو په برخه کي له ډیر احتیاط څخه کار اخلي، خو تر څنګ یې د خوب، پیریان، فال، جادو او غیب ویلو په څیر خرافاتو ته عقیده لري؛ که موږ د تاریخي پیښو تحلیل ته دغه راز خرافي عینکي کښیږدو نو طبیعي خبره ده چي هغه زموږ پر عمومي تحلیل باندي منفي اغیزه کوي. هغه مورخین چي دی د ارقامو په برخه کي د انتقاد ګوته ورته نیسي هغوی دغه ډول خرافي عقاید یا نه درلودل او یا یې د تاریخي پیښو په برخه کي ډیر لږ کار ورڅخه اخیستی او یا یې بیخي کار نه دی ورڅخه اخیستی.
ابن خلدون د معجزو او کرامت په باب له بحث څخه وروسته وايی چي ځیني انسانان په طبیعي شکل د غیب څخه د خبریدلو طبیعي استعداد لري او ځیني کسان د ټاکلو شرایطو په اساس پیش بینی کوي او موږ له غیبو څخه خبروي. دی وايی ځیني جادو ګران  د اوبو او د اوبو د لوښو په څیر شفافو شیانو او ځیني بیا د حیوانانو د زړونو، اینو او هډوکو په وسیله غیب وايی او ځیني د مرغانو او لیوانو د لیدلو په اثر فالونه ګوري او غیب وايي او ځیني پر شګو او د غنمو د دانو په څیر حبوباتو د کتلو په اثر غیب وايي او دا تول د انسان په طبیعت کي موجود دي او هیڅوک له هغوی څخه انکار نه سي کولای. دغه راز لیونیان موږ ته له غیبو څخه خبر راکوي او یا په خوب ویده خلک او مرګ ته نیژدې کسان موږ له غیبي پیښو څخه خبروي او ځیني صوفیان د ریاضت په اثر داسي حال ته رسیږي چي موږ له غیبي پیښو څخه خبروي.          مقدمه ص ص ۱۹۳-۱۹۴
ابن خلدون په دې باره کي ډیر اوږد بحث کوي، او داسي روحیاتي او محاسبوي دلایل راوړي، چي طبعاً د علم او منطق سره هیڅ سر نه خوري، او ښايي په هغه وخت کي به هم پوهانو او عالمانو عقیده نه ورته لرله.
ابن خلدون یو ځای لیکي چي له ځینو ظالمانو او مستبدینو څخه موږ ته داسي کیسې را پاته دي چي وايي هغوی به، په غیبو او راتلونکو پیښو د ځانونو د خبرولو لپاره، د بندیانو له جملې څخه څو تنه انتخاب کړل. د هغوی څخه به یې سرونه پرې کړل او د پرې کړیو سرونو څخه به یې د غیبو په باره کي پوښتني کولې او هغو سرونو به ریشتیا ورته ویل. او د کتاب الغایه لیکوال مسلمه په خپل کتاب کي راوړي دي چي که چیري یو انسان د کنجدو د غوړیو څخه په ډک خُم کي واچول سي او هغه ته د څلویښتو ورځو لپاره یوازي انځر او چهارمغز ورکړل سي؛ څو د هغه غوښي ټولي توی سي او یوازي یې د جمجمې رګونه او پوست پاته سي او بیا نو د خُم څخه را وایستل سي او وجود یې په ازاده هوا کي وچ کلک سي نو له هغه څخه چي د خصوصي او عمومي کارونو د آینده په باب پوښتني وۍی ټولو ته جواب وايي. دا د جادو ګرانو یو دیر زشت او بد عمل دی مګر د بشري نړۍ عجایبي ورڅخه معلومیږي.       هغه کتاب ص ۲۰۰
سړی چي د ابن خلدون علمیت او شهرت ته ګوري نو هیڅ فکر نه کوي چي هغه به دغه راز خرافي او غیر علمي عقاید هم درلودلي وي؛ او که سړی په ریشتیا هم دغه راز عقاید ولري نو طبیعي خبره ده چي تحلیل به یې هم د دغو خرافي عقایدو په اساس خرافي وي.
دغه راز ابن خلدون، د خپل هغه پرنسیپ په خلاف چي وايي مورخ باید بیطرف وي، د هارون الرشید له خوا د جعفر بن یحیی برمکي د ظالمانه وژل کیدلو او د هارون د شرابخوریو څخه د دفاع کولو په مسله کي ځان ته پخپله ستونزه ایجادوي. ابن خلدون د جعفر بن یحیی برمکي د وژل کیدلو په باب ډیر نور داسي دلایل راوړلای سوای چي په هغه صورت کي به یې ځانته د قضاوت کولو ستونزه نه وای ایجاد کړې.
مورخینو د جعفر برمکي او ټول برمکي خاندان د سقوط او ځپل کیدلو په باب یوه تاریخي کیسه راوړې ده، چي باید یوازي د یوې تاریخي کیسې Anecdote  په سترګه ورته وکتل سي او هغه دا چي وايي هارون الرشید به هیڅ وخت له جعفر څخه پرته شراب نه چښل؛ خو پر خلیفه باندي خپله خور عباسه هم ډیره ګرانه وه او غوښتل یې چي هغه هم د دوی په مجلس کي حضور ولري. هارون الرشید جعفر ته وویل چي غواړي خپله خور عباسه هغه ته په نکاح کړي، څو د دوی په مجلس کي محرمه سي؛ مګر په دې شرط چي له هغې سره به هیڅ وخت د خلیفه له حضوره پرته نه کښیني. جعفر که هر څو انکار وکړ ګټه یې ونه کړه. خلیفه د هغوی نکاح وتړله خو د عباسې او جعفر تر منځ مینه ورځ په ورځ زیاتیدله تر څو چي عباسې د شرابو په نشه کي له جعفر سره یوه شپه تیره کړه او دغو شپو دوام وکړ. د عباسې زوی پیدا سو او خلیفه پر جعفر باندي په غوسه سو او هغه یې له خپل ټول خاندان سره تپ کړ.
ابن خلدون، د دې پر ځای چي دا تاریخي کیسه یوه افسانه بولي، داسي دلایل راوړي چي هغه د ده په څیر یوه عالم او تاریخ پوه سره نه ښايي. دی لومړی د عباسې پاکی او مسلمانی ته اشاره کوي او وايي چي دومره پاکه ښځه چي نسب یې بالاخره د سرور کاینات اکا عباس ته رسیږي څرنګه دا کار کولا سي. وروسته د هارون الرشید اصلیت ته مراجعه کوي او وايي چي هغه څرنګه  ځانته اجازه ورکولای سوای چي خپله خور یوه آزاد سوي ایراني غلام ته په نکاح کړي.
ابن خلدون وروسته لیکي چي تاریخ لیکونکو د هارون په باب لیکلي دي چي هغه شراب خوري کوله. توبه له دې بهتانه! خدای شاهدی دی چي موږ د هغه له بد کاریو څخه خبر نه یو. رشید چیري او داسي کارونه چیري؟ هغه داسي یو سړی وو چي د دینداری او عدالت ټولو کارونو ته متوجه وو او تل به یې له عالمانو او اولیاوو سره ناسته ولاړه درلوده. د فضیل بن عیاض، ابن السماک او عمري سره د هغه مجلسونه او له سفیان ثوري سره د هغه مکاتبې مشهوري دي... طبري او نورو لیکلي دي چی هغه هره ورځ سل رکعته نفلونه کول او یو کال حج او بل کال جهاد ته تلی... د هارون رشید پلار مهدي یوه ورځ لیدلي وه چي د هغه پلار خلیفه منصور د خپلي کورنی د غړو د زړو د جامو په پینه کولو کي له خیاطانو سره مرسته کوله. مهدي پلار ته ویلي وه چي زه  په اینده کي د کورنۍ د غړو د جامو پیسې د خپل مال څخه ورکوم، ته به نور دا کار نه کوې. پلار یې ابوجعفر منصور ورته وویل چي دا کار به ستا په غاړه وي مګر د بیت المال له پیسو څخه به یې نه مصرفوي. دا څرنګه کیدلای سي چي د داسي یوه خلیفه لمسی دي شراب وچښي؟    هغه کتاب ص ص ۳۰-۳۱
اوس نو د هغه خلیفه چي د کورنی د غړو لپاره د زړو جامو په پینه کولو کي یې د خیاطانو سره مرسته کوله، مږور یعني د هارون الرشید مور خیزران یو سل او شپیته میلیونه درهمه عایدات درلودل. ایا په دوه نسله کي دونه پیسې له کومه سوې؟ هارون الرشید د خپل یوه عالي رتبه مامور محمد بن سلیمان شته مني، د هغه له وفات څخه وروسته ضبط کړه. د کورونو، جایدادونو او ګودامونو څخه پرته د هغه شته مني څه باندي پنځوس میلیونه درهمه سوه. د دغه سړي عایدات په ورځ کي سل زره درهمه وه.  مروج الذهب ص ۳۴۳
ویل کیږي چي هارون الرشید په کال کی یو ځل حج او بل کال جهاد ته تلی. هغه په لمانځه او نفلي روژو کي ډیر ټینګ وو او هره ورځ یې د خپل شخصي مال څخه یو میلیون درهمه خیراتول. او کله چي به حج ته روان سو نو د سلو تنو دیني عالمانو او زاهدانو د لاري خرڅ به یې ور کاوه او که به په هغه کال حج ته نه تلی نو د دریو سوو تنو عالمانو او زاهدانو د حج د لاري خرڅ به یې ورکاوه. علماء او شعرا ډیر پر ګران ول او قاضي ابویوسف ته یې، چي د ابوحنیفه شاګرد وو، په یوه شپه پنځوس زره دیناره وبخښل. او کله چي یې په هغه شپه هغه مینځه چي د ده ډیره خوښه سوې وه او غوښتل یې په هغه شپه ورسره پریوزي د قاضي ابویوسف د پرله پسې فتواګانو په زور ترلاسه کړه نو سل زره دیناره یې مخ کتنه ورکړه او مینځي له هغو پیسو څخه لس زره دیناره قاضي ابویوسف ته وبخښل.  تاریخ ګزیده ص ص ۳۰۳-۳۰۴
د هغه خلیفه مږور چي زیات وکم دیرش کاله مخکی یې د خیاطانو سره د خپلي کورنی د غړو د زړو جامو په پینه کولو کي مرسته کوله یو سل او شپیته میلیونه درهمه عایدات له کومه کړل؟ هارون الرشید دونه پیسې له کومه کړې چي هره ورځ یې یو میلیونه درهمه ( چي ښايی مبالغه به وي) د خپل شخصي مال څخه صدقې ورکولې؟ قاضي ته یې د یوې شپې بخشش پنځوس زره دیناره او د ناوي مخ کتنه سل زره دیناره وه.
ابن خلدو ن د طبري، مسعودي او نورو مورخینو په حواله لیکي چي مامون الرشید د حسن بن سهل د لور پوران سره د واده کولو به مراسمو کي څونه خرڅ کړی وو. کله چي مامون د خپل خسر حسن بن سهل کورته، په کښتیو کي، روان سو نو حسن بن سهل د هغه سره ملګرو کسانو ته څه سوغاتونه ورکړل. لومړۍ درجه اشرافو ته یې د مشکو بوتلونه ورکړل. دا بوتلونه په کاغذونو کي پیچلي ول. هر کاغذ چي به یې پرانیست هغه به د یوي مځکي یا کور یا بل کوم جایداد قواله وه. دوهمه درجه اشرافو ته یې لس لس زره دیناره او دریمه درجه اشرافو ته یې لس لس زره درهمه ورکړل. او په خپل کور کی یې د مامون د مهمانی په وخت کي تر دې څو چنده زیاتي پیسې خرڅي کړې. مامون د خپل واده په لومړۍ شپه پوران ته زر دانې یاقوت ورکړل او داسي شمعي یې ولګولې چي په هره یوه کي له سلو څخه تر دوو سوو پونډو پوري عنبر کار سوي وه. او په هغه شپه یې د پوران لپاره داسي قالیني هواري کړې چي په طلا اوبدل سوي او مرغلري او یا قوت پکښي کار سوي ول.
د واده د شپې د میلمستیا لپاره یو سل او شلو یابوګانو یو کال هره ورځ درې باره د سون لرګي آشپزخانې ته وړل او دا ټول لرګي په یوه شپه تمام سول. د خرما د ونو پر ښاخو باندي یې غوړي تویول، او کښتی وانانو ته یې امر کړی وو چي د بغداد د دجلې له رود څخه د پاچا تر قصرونو پوري د مامون میلمانه ورسوي. د هغو کښتیو شمیر چي دا وظیفه ورکړه سوې وه دریو زرو ته رسیدی. مقدمه ابن خلدون ص ص  ۳۲۹-۳۳۰
کله چي مامون د خپل خسر حسن بن سهل له کوره څخه روان سو نو له هغه څخه یې پوښتنه وکړه چي کومه غوښتنه لرې. حسن بن سهل ورته وویل چي زما مقام په خپل زړه کي وساته، چي هغه ستا له مرستي پرته نه سم ساتلای. مامون امر وکړ چي د فارس او اهواز د ولایت د یوه کال خراج او مالیات دي حسن بن سهل ته ورکړل سي. مروج الذهب ص ۴۴۴
د هغي مقدسي کورنۍ، چي ابن خلدون یې په صفت نه مړیږي، خلیفه او د هغه وزیر حسن بن سهل دا دومره پیسې له کومه کړې. او هغه ته دا حق چا ورکړی وو چي د فارس او اهواز، چي په نیولو او دفاع کي به یې د لس هاوو زرو عربانو او مدافعینو ویني توی سوي وي، د یوه کال خراج خپل خسر ته وبخښي.
ابراهیم بن مهدي وايی جعفر بن یحیی برمکي ته مي وویل چي کور دي بل هیڅ عیب نه لري خو که څوک خلیفه ته چغلي وکړي چي جعفر د خپل کور په جوړولو شل میلیونه درهمه لګولي دي نو نوري به څونه پیسې او عایدات لري، دا به ستا لپاره ښه نه وي. جعفر په جواب کي را ته وویل چي خلیفه پوهیږي چي تر دې ډیري زیاتي پیسې او د دې دوه چنده یې ماته بخښلي دي.      تاریخ طبري ص ۵۳۰۳
د هغه خلیفه لمسي چي د خیاطانو سره یې د خپلي کورنۍ د غړو د جامو په ګنډلو کي مرسته کوله دونه پیسې له کومه کړې چي یوازي خپل وزیر ته به یې تر څلویښت میلیونه درهمه زیاتي بخښلي وي. دا هغه سوالونه دي چي ابن خلدون، د هارون الرشید څخه د دفاع لپاره، په لوی لاس خپل ځان ورسره مخامخ کړی دی.
ابن خلدون د هارون الرشید د شراب خوریو د محفلونو خبره نه مني او یوازینی دلیل یې دا دی چي هغه ډیر ټینګ مسلمان وو او له دې کارونو څخه ډیر لیري وو. په داسي حال کي چي تقریبا ټول تاریخي متون د رشید د شرابو او ساز د مجلسونو شاهدي ورکوي.
اسحق بن ابراهیم موصلي وايی یوه شپه د رشید په حضور کي وم او سندري مي ویلې او زما له اوازه مست سوی وو. ماته یې وویل چي مه ځه او سندرو ته دوام ورکړه. ما هم تر هغه وخته پوري چي خلیفه ویده کیدی سندرو ته دوام ورکړ او بیا مي نو عود( د مندولین په څیر د موسیقی یوه آله ده) په لمن کي کښیښود. مروج الذهب ص ۳۶۲
داسي ښکاري چي هارون رشید پخپله په موسیقي کي هم لاس درلود او حتی کمپوزونه یې کول. ابراهیم موصلي نقل کوي چي یوه ورځ رشید نغمه ګران رابللي ول او په هغه مجلس کي ټولو مشرانو او لویانو برخه درلوده... رشید، چي شرابو اغیزه ورباندي کړې وه، یوه سندره طرح کړه او جامع پرده دار ته یې وویل چي هغه ووايي. هغه سندره وویل خو رشید مست نه سو. هغه کتاب ص ص ۳۶۲-۳۶۳
ویل کیږي چي د هارون او فضل بن یحیی د اختلاف یو علت دا وو چي فضل له هارون سره شراب نه چښل. فضل به ویل چي که په دې پوه سي چي اوبه د ده مړاني او سخاوت ته تاوان رسوي هم به یې ونه چښي.     تاریخ طبري ص ۵۳۰۶
په هغه شپه چي رشید د جعفر بن یحیی د وژلو نیت کړی وو، تر مازیګره ورسره ملګری وو او کله چي مازیګر ورڅخه بیلیدی نو جعفر یې په غیږ کي ونیوی، په خپل لاس یې مشک ورباندي وموښل او ورته وې ویل چي که مي نن شپه د خپلو ښځو سره په خیال کي نه وای نو ستا سره مي مجلس کاوه. ته خپل کورته ولاړ سه ، ساز ته غوږ ونیسه او شراب وچښه. جعفر ورته وویل چي ته نه یې زه یې نه چښم. هارون ورته وویل ستا دي زما په سر قسم وي شراب وچښه. تاریخ  طبري ۵۳۱۴
موږ ګورو چي ابن خلدون د دې ټولو تاریخي شواهدو په مقابل کي، چي د عباسیانو د ظلم او ستم، اسراف او عیاشیو په باب لیکل سوي دي، ځان په لوی لاس په دفاعي دریځ کي درولی او خپل ځانته یې مشکلات پیښ کړي دي.
حقیقت دا دی چي د عباسیانو سلسله د اسلام په تاریخ کي داسي کورنۍ وه چي له استبداد او فساد څخه پرته یې ډیر لږ کارونه کړي دي. خلیفه منصور، چی ابن خلدون یې په ډیر ښه نامه یادوي، د خراساني ابومسلم، چي د عباسي خاندان قدرت د هغه د توري او تدبیر محصول وو، ویني په ناحقه تويي کړې. هارون الرشید له هیڅ دلیله پرته د برمکاینو خاندان، چي په پوهه، ښې ادارې او سخاوت مشهور وو او د هارون د قدرت په ټینګولو کي یې بې ساري خدمتونه کړي ول، ټول تباه کړل او نازولي ښځي یې د بغداد په لارو کوڅو کي ګدايي کولو ته مجبوري کړې. د هغه زوی مامون، طاهر فوشنجی، چي د بغداد فتح او د مامون خلافت د هغه د توري او مړاني محصول وه، په زهرو وواژّه.
مامون الرشید د قدرت په زمانه کي علم او ادب ته ډیر زیات خدمت وکړ او ښايي د هیڅ عباسي خلیفه په زمانه کي عربي ژبي ته دونه زیات علمي آثار نه ترجمه سوي او نه په دې ژبه کي تالیف سوي وي. خو د هغه دوره د اداري او اخلاقي فساد زمانه وه. د بصرې قاضي یحیی بن اکثم په بد اخلاقیو، په تیره بیا بچه بازیو، دونه مشهور سو او دونه شکایتونه ورڅخه وسول چي مامون هغه د بصرې له قضا څخه برطرفه کړ؛ لږ وروسته هغه بیرته د مامون مصاحب سو او شپه او ورځ به ورسره ملګری وو. یحیی بن اکثم په بد اخلاقي کي دونه بې باکه وو چی یوه ورځ مامون ورڅخه وغوښتل چي د هغه د سفر لپاره یوه ټولی ترتیب کړي چي د ده سره ملګري وي او خدمت یې وکړي. یحیی د پنځو سوو پی مخو هلکانو یوه دسته ترتیب کړه او ډیره لویه رسوايي یې را منځته کړه.  مروج الذهب ص ص ۴۳۵-۴۳۶   ابن خلدون باید، د یوه عالم او تاریخ پوه په حیث، د داسي یوې فاسدي او ظالمي کورنی په دفاع کي نه وای دریدلی؛ او ځانته یې په لوی لاس د قضاوت کولو ستونزه نه وای ایجاد کړې.
منابع:
تاریخ څوک له ځانه نه سي لیکلای؛ او د لیکلو په وخت کي به له تاریخي منایعو څخه استفاده کوي. د تاریخي منابعو ټاکل او له هغوی څخه سمه ګټه اخیستل او د متن په باره کي سم او بیطرفانه قضاوت کول ډیر مهم دي. د مثال په توګه د احمدشاه بابا د تاریخ او د هغه د زمانې د پیښو په برخه کي ښايي تر ټولو باوري منبع تاریخ احمدشاهي وي ځکه چي د کتاب لپاره لیکوال، محمودالحسیني المنشي، پخپله احمدشاه بابا ټاکلی او کتاب د احمدشاه بابا له غوښتني سره سم پیل سوی دی. د دې تاریخ لیکل د احمدشاه بابا د سلطنت په شپږم یا اووم کال پیل سوي او د تیمورشاه تر پاچاکیدلو پوري یې دوام کړی دی.خو په هغه کتاب کي کله کله له داسي مبالغه آمیزو ارقامو سره مخامخ کیږو چي په هیڅ توګه د منلو وړ نه وي او یا داسي کیسې راوړلي سوي وي چي یوازي د نکلونو د کتابونو په درد لګیږي. مثلا د کتاب لیکوال محمودالحسیني منشي لیکي چي کله محمدشاه کورګاني پر هند باندي د احمدشاه دراني د حملې کولو له نیت څخه خبر سو نو خپل زوی شهزاده احمد یې له څلور سوه زره سپرو او پیاده پوځو نو سره د هغه سره د مقابلې لپاره واستاوه. حسیني لیکي چي شهنواز خان( د لاهور حکمران ج) د احمدشاه بابا سره د مقابلې لپاره یوازي نیوي زره سپاره پوځیان او دوولس زره توپونه تیار کړل او دوه درې زره توپونه یې د لاهور پر برجونو او قلا باندي ودرول. تاریخ احمدشاهي ص ص ۴۰-۴۱  اوس نو که د شهنواز خان له نیوي زرو عسکرو سره دوولس زره توپونه وي چي هرو اتو عسکرو ته یو توپ رسیږي نو د شهزاده احمد له څلور سوه زره عسکرو سره خو باید پنځوس زره توپونه ورسره وي. په داسي حال کي چي هند او افغانستان به ښايي په دواړو دوه زره توپونه هم نه درلودل. د هند د مغولو په تاریخ کي، د جلال الدین اکبراو شاه جهان د دکن او کندهار په څیر لویوجنګونو او لښکرکښیو کي د ډهلي د پوځونو شمیر هیڅ وخت سلو زرو ته رسیدلی نه دی او یا لږترلږه تر سلو زرو زیات سوی نه دی.
د احمد شاه بابا سره د پاني پټ په جنګ کي، چي د ده د ژوند تر ټولو لوی او ځلانده جنګ وو، د زرو توپچیانو او دریو زرو توپک لرونکو په شمول، شپیته زره عسکر ورسره وه. په مقابل کي د مرهتیانو د قواوو شمیر پنځه څلویښت زره تنه ګڼل سوی دی. ګندا سینګهـ ص ص ۲۵۶-۲۵۷
موږ ته باید معلومه وي چي تاریخ احمد شاهي یو درباري تاریخ دی او د ګټورو معلوماتو د لرلو تر څنګ به له چاپلوسیو څخه کار پکښي اخیستل سوی او هم به يې ځیني حقایق پټ کړي وي. د مثال په توګه محمود الحسیني لیکي چي احمدشاه بابا ولي وو، هغه له غیبه خبر وو او کله چی یې خپل وراره لقمان خان ته د خان خانان لقب، جیغه او نور امتیازات ورکول په دې پوهیدی چي هغه به یوه ورځ خیانت کوي. احمدشاه بابا فرصت ته کتل او مخکي له مخکي یې خپل وراره له ناز او نعمت څخه نه محروم کاوه؛ تر څو چي هغه بالاخره نمک حرامي وکړه او د احمد شاه بابا په مقابل کي د غلیمانو او خاینانو سره ملګری سو.  تاریخ احمد شاهي  ص ص ۸۳-۸۴
تاریخ احمدشاهي د احمدشاه بابا د زوی تیمورشاه په زمانه کي بشپړ سوی دی. څرنګه چي تیمورشاه د خپلي پاچهی د اعلانولو په وخت کي له هرات څخه کندهار ته د تللو په لاره کي شاه ولي خان بامیزايي، چي د احمدشاه بابا د پاچهی په ټولو کلونو کي د هغه ملګری وو، د فراه په ولایت کي وواژه، نو تاریخ احمدشاهي د متن په آخره کي د شاه ولي خان بامیزايي په برخه کي خپلي لهجې او قضاوت ته تغییر ورکوي او هغه له اصله او له لومړي سره یو بدنیتی او شیطان سړی معرفي کوي. د تاریخ شاګردان باید په دې برخه کي له احتیاط څخه کار واخلي او د محمودالحسیني په نیت او مجبوریت ځانونه پوه کړي. کله چي سړی دغه متن ګوري نو د حسیني پر ټول قضاوت بد ګومانه کیږي او ټول متن یې د شک او تردید په سترګه ګوري. په داسي حال کي چي هغه متن ډیر داسي ګتور معلومات لري چي ښايي په نورو تاریخي متونو کي پیدا نه سي. تاریخ لیکونکي باید خپل نیت د قضاوت اساس ونه ګرځوي بلکه ارقام او حقایق یې د قضاوت اساس وي. دا هغه کار دی چي موږ یې له پخوانیو متونو، په تیره بیا په دربارونو کي لیکلو سویو متونو، څخه چنداني انتظار نه سو لرلای. خکه چي پخواني متون زیاتره د تاریخ احمدشاهي په ډول شرایطو کي لیکل سوي او دربارونو ته وړاندي سوي دي. تاریخ احمدشاهي، د ځینو نورو پخوانیو متونو په څیر، ځیني افسانوي کیسې لري چي سړی د هغه متن پر نورو برخو شکمن کوي، خو دا ډول افسانې په پخوانیو متونو کي عامي وې او سړی باید پر ټول متن باندي د یوې یا دوو افسانو له مخي قضاوت ونه کړي.
مثلا تاریخ احمدشاهي وايي چي احمدشاه بابا د شاه مقصود له مزار سره په ښکار وتلی وو. له ښکار څخه تر فارغیدلو وروسته ، د استراحت لپاره، د شاه مقصود مزار ودانی ته ولاړ. یو ناڅاپه د شپانه له رمې څخه یو پسه جلا سو او هغه ځای ته یې ځان په تاخت ورساوه چي احمدشاه بابا استراحت پکښي کاوه. څرنګه چي پسه ژبه نه درلوده نو د احمدشاه بابا خواته یې کتل او یو ډول د سترګو اشارې یې کولې. په دغه ترڅ کي شپانه راغی او له احمدشاه بابا څخه یې د خپل پسه غوښتنه وکړه. هغه ورته وویل چی پسه موږ ته پناه راوړې ده. د پسه بیعه واخله او ځه. شپانه هم د خپل پسه بیعه، چي دوه دیناره نه ارزیدی، پنځوس زره دیناره طلب کړه. احمدشاه بابا شپانه ته پنځوس زره دیناره ورکړل او د شاه مقصود د زیارت متولي ته یې وویل چي د پسه ښه ساتنه وکړي او پر وخت واښه ورکړي. هغه کتاب  ص ۲۱۸
له رمې څخه د پسه جلاکیدل او تر احمدشاه بابا پوري ځان رسول له افسانې پرته بل ارزښت نه لري. احمدشاه بابا که ملانصرالدین هم وای نو شپانه ته به یې ایله لس دیناره ورکړي وای؛ پنځوس زره دیناره داسي رقم دی چي هیڅ ذهن یې نه سي منلای.د دغو ارقامو، افسانو او غوړه مالیو څخه سړی اټکل کولای سي چي تاریخ احمدشاهي باید په څه روحیه لیکل سوی وي او باید چي د متن په لوستلو او له هغه څخه د یوه ماخذ په حیث د کار اخیستلو په وخت کي له احتیاط څخه کار واخیستل سي.
د عیني شاهدانو لیکني څومره اعتبار لري؟
عیني شاهدي یوه بله ستونزه ده چي موږ د تاریخ لیکلو په وخت کی ورسره مخامخ کیږو. ډیر ځله به چا د خپلو سترګو لیدلی حال لیکلی وي، مګر موږ باید بیا هم د عیني شاهد خبري د عقل په ترازو کي وتلو. د مثال په توګه د ګلشن امارت لیکوال مولوي نورمحمد نوري لیکي چي د روان کال له عجایبو څخه یوه داوه چي د ارغنداب د تابین په کلي کي اومې غوښي و اوریدلې او د کتاب لیکوال په خپلو سترګو له دغو غوښو څخه یو څه ولیدلې. دی وايي ما له یوه ریښتوني سړي څخه، چي د دغو غوښو د باران په وخت کي هلته حاضر وو، واوریدل چي د تابین پر کلي باندي د قیر په شان یوه توره وریځ راغله او د غوښو باران پیل سو. بله عجبه دا ده چي د تیرین په ښار کي د اسد په میاشت کي واوره و اوریدله او دا واوره د غوړیو په شان غوړه وه.      ګلشن امارت  ص ۴۰
د کتاب لیکوال هم مولوي دی او هم د پیښو عیني شاهد. نو سړی به څه وايي. خو موږ ته عقل حکم کوي چي نه له اسمان څخه د غوښو باران ممکن دی. نه په تیرین کي د اسد په میاشت کي واوره کیدلای سي، او که چیري واوره وسي نو د غوړیو په څیر غوړه نه وي.
مشهور سیاح ابن بطوطه، چي په سفرنامه کي یې ډیر ګتور معلومات موجود دي، کله داسي مبالغې کوي چي په هیڅ توګه د منلو وړ نه وي. داچي ابن بطوطه ولي په پوړه زړه داسي مبالغې کولې یو علت یې دا دی چي هغو ځایونو ته چي ابن بطوطه یې نومونه یادول خلک په هفتو او میاشتو رسیدلای نه سوای. ابن بطوطه د خپلو سفرونو په ترڅ کي د رفاعي د مقبرې نکل کوي او وايي چي زه هلته ورغلی وم. درویشانو د مازدیګر له لمانځه څخه وروسته ساز او سروز شروع کړ او درویشانو رقص پیل کړ. د ماښام له لمانځه څخه وروسته پر دسترخوان کښیناستل. له ډوډی خوړلو څخه وروسته یې د ماخستن لمونځونه وکړل او بیا یې ذکر شروع کړ. په دغه وخت کي یې لرګیو ته، چي له مخکی یې تیار کړي وه اور واچاوه. درویشان په اور ګډ سول او هلته یې رقص پیل کړ. ځیني په اور کي ورغړیدل او ځینو یې اور په خوله کاوه او خواړه یې؛ تر څو چي اور کرار کرار مړ سو. دغه مراسم په دغي ډلي، چي احمدیه نومیږي، اړه لري. سفرنامه ابن بطوطه جلداول ص ص ۲۲۷-۲۲۸
ابن بطوطه وروسته وايي چي د خپل سفر په ترڅ کي ډهلي ته نیژدې افغان پورته ورسیدلم... یوه بله ډله درویشان مي ولیدل چي شیخ یې د قیر په څیر توروو او دوی د حیدریه ډلي پیروان ول. زما څخه یې د اور د لرګیو غوښتنه وکړه. ما د هغي سیمي له والي عزیز خُمار څخه وغوښتل چي دوی ته بوټي برابر کړي. هغه هم لس باره بوټي ورته راواستول. درویشانو د ماخستن د لمانځه څخه وروسته اور بل کړ او ټولو هم سندري ویلې او هم یې د اور په منځ کي نڅا پیل کړه. شیخ زما څخه د کمیس غوښتنه وکړه. ما یو نازک کمیس ورکړ. هغه واغوست او په اور ګد سو. په اور کي یې نڅا پیل کړه او په لستوڼو یې اور تر هغه وخته وواهه چي اور خاموش سو. شیخ زما کمیس بیرته راکړ او ټول کمیس روغ رمټ وو.  هغه کتاب  ص ۲۲۸    که موږ د عیني شاهد په حیث د ابن بطوطه کیسې راوړو نو هغه داسي ډیري کیسې لري چي پر هیڅ عقل او منطق نه برابریږي.
ابن بطوطه د خپلو خاطراتو په سلسله کي د جوګیانو بیان کوي او وايي چي په هغوی کي داسي کسان سته چي تر مځکي لاندي په غارونو کي ځانونه ښخوي او په میاشتو میاشتو بې ډوډی او بې اوبو ژوند کوي. حتی ما اوریدلي دي چي تر یوه کال پوري په دغه ډول ژوند کولای سي. ابن بطوطه جلد دوم ص ۱۸۴   دا داسي خبري او کیسې دي چي پخپله ابن بطوطه یې هم نه سي منلای.  ابن بطوطه په دغه اړه لیکي چي په هغو شپو ورځو کي چي سلطان ( سلطان محمد تغلق ج) په پایتخت کي وو زه یې ور وبللم. سلطان له څو تنو خاصانو سره په خلوت کي ناست وو. دوه جوګیان ورته ناست وه... سلطان ماته وویل چي کښینم او جوګیانو ته یې وویل چي دا عزیز د لیري ملکونو څخه راغلی دی؛ داسي شیان چي ده نه وي لیدلي ورته وښیاست. هغوی وویل پر سترګو. یو له هغو څخه چارزانو کښیناست او په هوا سو؛ زموږ پر سرونو باندي په هوا ودریدی؛ زه له ډیر تعجب او ویري څخه پر مځکه ولویدم. د سلطان په امر یې ماته دوا ر اکړه او زه بیرته پر هوښ راغلم. هغه جوګي چي پر مځکه ناست وو د یوه قهریدلي سړي په څیر یې خپله کوښه پر مځکه ووهله. کوښه په هوا سوه او جوګی یې، چي په هوا کي چارزانو ناست وو، پر غاړه غاړه وواهه، تر څو چي جوګي راکښته سو او بیرته پر مځکه کښیناست. سلطان وویل چي هغه چي په هوا کي چارزانو ناست وو هغه د کوښي د څښتن شاګرد دی. زه ویریږم چي ته لیونی نه سې کنه نو امر مي ورته کاوه چي تر دې هم زورور کارونه وکړي. زه له ویري ناجوړه سوم او په بستر کي ولویدلم. سلطان یو ډول شربت راکړه چي ما وچښل او جوړ سوم.  هغه کتاب ص ص ۱۸۵-۱۸۶ په دې برخه کي پرته له دې چي سړی ووايی ابن بطوطه سپیره دروغ لیکلي دي بل څه نه سي ویلای او باید چي ونه وايي.
کلونه مخکي په کابل کي یوه لوی استاد په یوه مجلس کي، د احمدشاه بابا د لوی والي او کرامت د توصیفولو په ترڅ کي، وویل چي احمدشاه بابا په کندهارکي یوه شپه خوب ولیدی،  او چا ورته وویل چي ته بې غمه خوبونه کوه او پر موږ دي د سیکهانو ناتار جوړ وي. احمدشاه بابا سمدستي له خوبه پاڅید او له دوو دریو سوو عسکرو سره د هند بر خوا روان سو. دروازه وان ته یې وویل چي اشرف الوزراء شاه ولي خان ته ووایه چي احمدشاه د هند پر لور حرکت او دی باید راپسي را روان سي. سهار چي شاه ولي خان خبر سو؛ سمدستي یې شاوخوا د خانانو او مشرانو په نوم فرمانونه ولیکل او پخپله په احمدشاه پسي وخوځیدی. تر څو چي شاه ولي خان په احمدشاه پسي رسیدی هغه به سیکهانو ناتار ګډ کړی وو.( ما هیڅ تصور نه کاوه چي یوه لوی استاد به د تاریخ یوه ساده افسانه دونه جدي اخیستې وي چي په یوه مجلس کي به یې یادوي او د خپلو تاریخي معلوماتو په لړ کي به یې یادوي) دا کیسه په تاریخ احمد کي د عباراتو په تغییر راغلې ده او په هغه کتاب کي خو یې لا لیکلي دي چي د رانی شهریار د سیند، جهلم او چناب له رودونو څخه تیر سو او د لاهور شاخوا ته ورسیدی. په دغه وخت کي لس دوولس تنه عسکر ورسره وه او د راوي د سیند څخه د تیریدلو په وخت کی یې له یوه مسلمان سړي څخه پوښتنه وکړه چي سیکهان چیري دي؟ هغه ورته وویل چي سیکهانو د چنډیاله کلا محاصره کړې ده او تقریبا اویا اتیازره پوځیان ورسره دي. احمدشاه سمدستي د چنډیاله د کلا پر لور حرکت وکړ. سیکهانو ته خبر ورسیدی چی احمدشاه د چنډیاله د کلا د محاصرې د ماتولو لپاره حرکت کړی دی، او مخکي له هغه چي احمدشاه له خپلو لسو دوولسو عسکرو سره ور ورسیږي هغوی ټول وتښتیدل او محاصره یې پریښودله.      تاریخ احمد ص ۱۶
آیا احمدشاه بابا خپله پاچهي په خوبونو جوړه کړې وه؟ او د احمدشاه بابا په څیر یو هوښیار جنرال د دوو دریو سوو عسکرو سره سیکانو په جنګ، چي له هره اړخه د پښتنو سیالان بلل کیدل، روانیدلای سوای. د شاه ولي خان لپاره دا ممکنه وه چي خپله قوه او پوځ په هماغه ورځ منظم کړي، او پرته له دې چي د خانانو او قومي مشرانو څخه د جواب اخیستلو ته منتظر سي، په احمدشاه بابا پسي ور روان سي؟ احمدشاه بابا غوښتل ځان پخپله ووژني ؟ چي د راوي له سیند څخه د لسو دوولسو عسکرو سره ورتیر سو او غوښتل یې د هغو سیکهانو په جنګ ورسي چي د چندیاله په نوم بشپړ ښارګوټی یې محاصره کړی وو؟
په زړه پوري او عجیبه خبره دا ده چي د ګنداسینګهـ په څیر یوه لوی عالم او استاد هم د چنډیاله د محاصرې د ماتیدلو په برخه کي د تاریخ احمد متن اخیستی دی. دی لیکي چي له احمدشاه سره یوازي یو څو تنه منتخب عسکر ورسره وه او له روهتاس څخه یې ځان په تلوار د جنډیاله ګاونډ ته ورساوه؛ د ده نور پوځیان ژر پسي ورغلل خو کله چي یې ولیدل چي سیکهانو محاصره پرې ایښې او تللي دي نو دی حیران سو. جسه سینګهـ اهلو والیا، ته اطلاع رسیدلې وه چي احمدشاه د هغي کلا د ژغورلو لپاره روان سوی دی نو محاصره یې پریښودله.      ګنداسینګهـ ص ۲۷۵
یوه هم د تاریخي مدارکو ، اسنادو او یادګارونو د پیداکولو په برخه کي د سیمي د سپین ږیرو او مشرانو په خبرو استناد دی. ډیر کلونه مخکي د کابل څخه د پښتو ژبي دوه څیړونکي کلات ته، د پټي خزانې د لیکوال، محمد هوتک د قبر د پیداکولو لپاره روان سول. دوی وايی هلته سپین ږیرو ورته ویلي وه چي محمدهوتک په  کلات کي په ممو نیکه مشهور دی او د هغه زیارت یې ورته ښودلی وو. محمد هوتک باید د اته لسمي پیړی د نیمايي په شاوخوا کي وفات سوی وي، او دغه دوه څیړونکي د شلمي پیړی د اویایمي په لسیزه کي د هغه د قبر د پیداکولو په نیت روان سوي ول. له دې څیړونکو څخه باید پوښتنه سوې وای چي کله خبره تر دوو سوو کالو تیره سي نو بیا د سپین ږیري او ځوان د شهادت توپیر په څه کي دی؛ ځکه چي هیڅ یوه ته نه د ممو نیکه اولاد او خپلوان، نه د هستوګني ځای او نه د ښخیدلو مقام معلوم دی. د سیمي د سپین ږیرو او مشرانو شاهدي یوه غولونکې اصطلاح ده چي باید د تاریخ شاګردان د څیړنو په وخت کي ورته متوجه وي.
مورخ باید حقایق، لکه څرنګه چي دي او لکه څرنګه چي دی عقیده ورته لري، ولیکي. د هیچا مدافع وکیل باید نه سي. هر وخت که مورخ د مدافع وکیل وظیفه واخیستله بیا نو مجبور دی چي د خپل په نظر کي نیولي سړي یا قوم څخه د دفاع لپاره سپین ته تور او تور ته سپين ووايي. مورخ باید د هیڅ ډول پیښي، شخص او قوم په باره کي قبلي ذهینت ونه لري. د هري تاریخي پیښي په باره کي باید ټول لاسته راوړي اسناد او مدارک ترنظر تیر کړي؛ بیطرفانه یې وګوري، د عقل په ترازو کی یې وتلي او بیا نو قضاوت ورباندي وکړي. خو که چیري د یوې پیښي په باره کي قبلي ذهینت ولري نو هم ځان، په لوی لاس، له آزاد او سالم قضاوت څخه محروموي او هم خپلو لوستونکو ته د هغي پیښي په باب د بیا بیا تحقیق کولو او د تاریخي متونو د مقایسه کولو تکلیف ورکوي.
 تاریخ لیکونکی باید کوښښ وکړي چي تر خپل وس پوري ریښتونی و اوسي. تاریخي پیښي پخوا تیري سوي دي؛ موږ هغوی ته تغییر نه سو ورکولای او که موږ احیانا د خپل قضاوت او خاصو دلچسپیو سره سم حقایق سرچپه وښیو نو حقایق تر قیامته پټولای نه سو. ریشتیا ویل هیڅ قوم ته په هیڅ وخت کي صدمه نه رسوي، او که مطلب ته قام ته د خپلي هینداري وړاندي کول وي نو دا هینداره چي هر څونه روښانه وي په هغه اندازه به تاریخ لیکونکي خپله وظیفه په ښه او ګټوره توګه سرته رسولې وي؛ او راتلونکو نسلونو ته به یې د هري پیښي په باب د دوباره تحقیق کولو تکلیف او ستونزه نه وي پرې ایښې.
د ځینو لیکوالانو، په تیره بیا تاریخ لیکونکو، سره دا ویره وي چي که د ځینو تاریخي پیښو په باره کي ریشتیا ولیکي نو ښايي مخالفین له هغو حقایقو څخه بده استفاده وکړي. په داسي حال کي چي یو خو حقایق تر ډیره وخته پوري پټیدلای نه سي او بل دا چي تاریخي اسناد لکه څرنګه چي د مورخ لاسته ورځي هغسي نورو کسانو ته هم رسیږي او یوه ورځ د هغه مورخ چي په لوی لاس یې حقایق پټ کړي وي د رسوايی سبب کیږي او ټولي لیکني یې له اعتباره غورځولي کیږي.
تاریخ لیکونکی زیاتره د ارقامو او پیښو د دقیقو صحیح او تللو وړاندي کولو وظیفه لري. تاریخ لیکونکی باید د پیښو په باب د قضاوت کولو خبره لوستونکو ته پریږدي او ځان له احساساتي قضاوتونو څخه وژغوري. د اسلام د لویو تاریخونو، تاریخ طبري، مروج الذهب، تاریخ کامل، روضته الصفا او نورو متونو اعتبار زیاتره په دې کي دی چي تر وسه وسه یې پیښي لکه څرنګه چي وې هغسي وړاندي کړي او قضاوتونه یې لوستونکو ته پرې ایښي دي. ځکه چي که تاریخ لیکونکي د قاضي وظیفه واخیستله نو بیا حتما د خپلي غوښتني او دلچسپی سره سم په حقایقو کي لاس وهنه ورڅخه کیږي.
تاریخي کیسې Anecdotes   :  
په پخوانیو تاریخي متونو کي ډیري داسي کیسې راغلي دي چي یوازي په یو ځل لوستلو او اوریدلو ارزي؛ او کله کله د هغه وخت او زمانې د خلکو د عقایدو او یا د یوه زمان د حاکمو شرایطو ښکارندوی وي. خو په دغه راز کیسو باید، د تاریخي متونو په څير، استناد ونه سي. د مثال په ډول د بهلول لودي په باره کي دا کیسه ډیره مشهوره ده چي هغه په سامانه کي د خپلو دوو ملګرو قطب خان او فیروز خان سره ملګری وو چي د فتا په نوم یوه درویش ورباندي ږغ کړه چي داسي څوک سته چي د ډهلي پاچاهي په دوه زره تنګې واخلي. د بهلول سره یو زر او درې سوه تنګې وې؛ هغه یې د درویش مخي ته کښیښودلې او ورته وې ویل چي نوري پیسې نه لرم. درویش فاتحه وویله او د ډهلي د تخت مبارکي یې ورکړه. د بهلول لودي ملګرو ور پوري وخندل چي دا دي څه ساده ګي وکړه. یوه درویش ته دي، چي په کوڅو کي ګدايي کوي، خپلي ټولي پیسې ورکړې. بهلول ورته وویل چي که د درویش خبره ریشتیا ونه خیژي نو لږ ترلږه د یوه درویش خدمت مي کړی او د هغه زړه مي رانیولی دی او که د هغه خبره ریشتیا سي نو بیا خو د ډهلي پاچاهي په دومره لږو پیسو ډیره ارزانه ده.     تاریخ شاهي ص ص ۳-۴
د هندوستان تاریخ شاهد دی چي سلطان بهلول لودي د هغه هیواد یو له تر ټولو هوښیارو سلطانانو څخه وو. سلطان بهلول لودي زیاتره د خپل عقل او درایت په زور د هند د پراخ ملک د پاچاهی تر مقامه رسیدلی وو. هغه د جنګ په میدانونو کي یو زړه ور فاتح وو او د سلطان غیاث الدین بلبن او سلطان علاءالدین خلجي په څیر جنرالانو په کتار کي وو. هغه څرنګه دومره ساده کیدلای سوای چي د لاري پرسر ناست درویش ته یې خپلي ټولي نغدي پیسې د یوې دعا په بدل کي ورکړي وای، او که په ریشتیا دومره ساده سړی وای نو د هند پاچهي یې تر لاسه کولای نه سوای او اته دیرش کاله یې په یوه بیګانه هیواد کي فتوحات او اصلاحات نه سوای کولای. د سلطان بهلول لودي ټول تاریخ د هوښیاری او ښې جنرالی داستان دی. داسي کسان په دغه اندازه ساده او خُرافي کیدلای نه سي.
د احمدشاه بابا په باره کي دا کیسه مشهوره ده چي وايی نادرشاه افشار یوه ورځ ورته وویل چي ستا په تندي کي د پاچهی نخښي وینم. نو یې په خپل خنجر د هغه غوږ چاک کړ او ورته وې ویل چی که هر وخت پاچا سوې نو زما له اولاد سره به ښه کوې. هغه وو چي د نادرشاه د وژل کیدلو په سهار احمدشاه بابا د هغه د حرم ساتنه وکړه او تر وروستی شېبې پوري یې د هغو کسانو په مقابل کي مقاومت وکړ چي غوښتل یې د نادر پر حرم باندي حمله وکړي. که نادر شاه ریشتیا هم د احمدشاه بابا په ناصیه کي د پاچهی نخښي لیدلي وای نو هغه به یې ژوندی پرې ایښی وای؟
دغه راز ویل کیږي چي درویش صابرشاه د نادرشاه د پاچهی په وروستیو شپو ورځو کي د احمدشاه بابا څخه د یوه اوږده خړ ټوکر غوښتنه وکړه او کله چی یې هغه ټکر ورته راووړ نو صابر شاه به د نادرافشار د لښکر په منځ کي دلته هلته د ماشومانو په څیر وړې وړې خیمې جوړولې او ویل به یې چي دا د احمدشاه د پاچاهی خیمې دي. دا یې تخت دی. هغه یې عسکر دي او زه د هغه د پاچا کیدلو لپاره تیاری کوم. ایا د نادر غوندي یوه جبار په پوځ کي، چي د خپل زوی سترګي یې د لږي بدګومانی په اثر وایستلې، او وروسته یې ټولو هغو کسانو ته چي په هغه صحنه کي حاضر ول یا سزاوي ورکړې او یا یې په سترګو ړانده کړل. د هغو ګناه دا وه چي ولی یې د شهزاده رضاقلي میرزا د ژغورلو لپاره اقدام نه وو کړی، د داسي یوه درویش او د هغه د داسي یوه حرکت امکان موجود وو؟
د عیارانو په باره کي دا کیسه ډیره مشهوره ده چي د هغوی یوه مشر، چي غالباً به یعقوب لیث وو، د یوه لوی خان له کوره څخه غلا کړې وه او ټول مالونه یې بار کړي ول. د هغه د کور په صوف یا د کور په انګړ کی یې سترګي پر یوه سپین شي ولګیدلې. ده فکر کاوه چي دا به د شیریني کومه ټوټه وي؛ هغه یې خولې ته یووړه خو ورته معلومه سوه چي هغه  شیریني نه بلکه مالګه وه. د مالګي د شرف په خاطر یې پر خپلو ملګرو ږغ وکړ چي ټول مالونه کښیږدي ځکه چي ده د هغه کور مالګه څکلې وه. ملګرو یې هم ټول مالونه پر مځکه واچول او خالي لاسونه ولاړل.
لومړی خو په تپه تیاره کي مالګه نه معلومیږي، چي هغه دي د غلو مشر خولې ته یوسي. دوهم دا چي د غلو له ډلي سره دونه ویښ وجدان له کومه سو چي د مالګي د څکلو له امله غلا کړي او ترلاسه کړي مالونه بیرته پر مځکه واچوي. او دریمه او مهمه خبره دا ده چي مالګه په خپل ځان کي شرف نه لري بلکه شرف یې د خواړو او طعام او میلمستیا سره ملګری دی. څوک چي د چا په کور کي میلمه سي او د هغه ډوډی او طعام وخوري نو ګواکي مالګه یې وخوړه او مالګه ځکه یادیږي چي هغه د هر ډول خوراک سره ملګرې ده. نمک حرامي د یوه چا د عزت او میلمستیا په مقابل کي بې احترامي او د حق نه پیژندل دي، نه په خاص ډول د مالګي پر عزت او شرف باندي سترګي پټول. دا داسي یوه کیسه ده چي ښايي ځینو کسانو یا غوړه مالانو د یعقوب لیث او عمرو لیث د غلا او داړه ماریو د توجیه کولو او هغوی ته د ځوانمردو غلو د لقب ورکولو لپاره جوړه کړې وي. د عیارانو په باره کي دغه راز کیسې زیاتي دي، چي باید یوازي د کیسو او افسانو په سترګه ورته وکتل سي.
د پښتنو د اصل نسب په باره کي د قیس عبدالرشید پټان افسانه دونه مشهوره ده چي په لس هاوو کتابونو او حتی پوهو او هوښیارو مستشرقینو اخیستې ده. ویل کیږي چي قیس د افغان په نوم، د اسراییلو د پاچا طالوت د یوه زوی نوم وو. د کلدانیانو پاچا بخت النصر پر بیت المقدس باندي حمله وکړه او د افغان ټبر له هغي سیمي څخه د غور غرونو ته پناه یوړه او دلته میشته سول. د طالوت او سرورکاینات ص د زمانې تر منځ یو نیم زر کاله فاصله تیره سوه. د دې مهاجرینو ژبه، د کوم نامعلوم علت له مخي، پښتو سوه او په دې دومره اوږده زمانه کي به یې نفوس هم لږ ترلږه څو سوو زرو تنو ته رسیدلی وي. خالد بن ولید، چي په قوم قریش او د بن مخذوم له قبیلې څخه وو، د دغي افسانې په اساس یو اسراییلی وو او ځکه یې نو خپل عزیز قیس ته د اسلام په دین د مشرف کیدلو بلنه ورکړه. قیس هم د هغه بلنه ومنله او د خپل یوه لوی هیات سره مدینې ته ولاړ او د اسلام په دین مشرف سو.
 د دې افسانې نوري برخي به پر خپل حال پریږدوو لومړی به دا پوښتنه وکړو چي د قیس قوم ولي پښتو ویله. د دې معنی خو دا ده چي دلته به د پښتنو ډیر پراخ قوم  هستوګنه درلوده چي د قیس نیکونه یې  پښتانه کړي ول. په دې حساب نو دا اوسني پښتانه د قیس اولاد نه بلکه د خپلو هغو نیکونو اولاد دی چي د قیس نیکونو ته یې پښتو ښودلې ده او تاریخ پوهانو او افسانه لیکونکو هسي د شجرو په لیکلو پاڼي توري کړي دي.
بله خبره دا ده چي خالد بن ولید ته د قیس د اوسیدلو د ځای پته څرنګه ولګیده او دا خو لا پریږده هغه ته یې په کومه ژبه داسي اغیزمن لیک واستاوه چي قیس یې د خپلو ټولو خپلوانو او قبیلې سره د اسلام د دین منلو ته تیار کړ. ځکه چي نه د خالد بن ولید پښتو زده وه او نه  قیس په عربي يوهیدی. په داسي حال کي چي د مدینې ښار ته څرمه د خیبر په علاقه کي په لس هاوو زره یهودان اوسیدل، چي په عربي او عبري دواړو یې خبري کولې، د قرآن کریم ټول آیتونه یې لوستي او په هر څه خبر ول؛ د اسلام عظمت او ورځ په ورځ زور او قوت یې په سترګو لیدی خو د مسلمانانو په لاس قتل عام کیدلو، د جایدادونو، کورونو او مالونو پریښودلو ته حاضر سول مګر د اسلام دین یې نه مانه.
مهمه خبره خو لا داده چي پخپله خالد بن ولید، چي د اسلام دین د هغه په مخ کي پیل او اوج ته ورسیدی، د سرورکاینات ص سره پوره شل کاله مخالفتونه او جنګونه وکړل او د مکې له فتحي څخه ایله دوه کاله مخکي یې ایمان راووړ؛ مګر قیس او د هغه قوم، چي شمیر به یې لس هاوو او سل هاوو زرو ته رسیدی، د خالد بن ولید، چي یقیناً به یې نه ورسره پیژندل، په یوه لیک قانع سول او په ډله مدینې شریفي ته ولاړل. ایمان یې راووړ او د اسلام د مقدس دین په خپرولو کی یې داسي توري ووهلې چي حضرت سرورکاینات ص هغه ته د پتان( یعني د کښتۍ هغه لرګی چي ټوله کښتۍ لنګر ورباندي اچوي) لقب ورکړ. که څه هم چي په عربي ژبه کي نه د پ توری سته او نه په دغه معنی کوم لغت موجود دی.
په هرصورت، قیس بیرته غور ته راغی؛ خدای درې زامن ورکړل او د پښتنو اکثریت او لوی قبایل د هغو د دریو زامنو اولاد دی. د دې خبري معنی به دا وي چي له قیس څخه پرته د غور په لس هاوو او سل هاوو زره اوسیدونکي پښتانه، او د پښتنو هغه لویه احتمالي کتله چي د قیس نیکونه یې پښتانه کړي ول ټول په یوه ورځ تباه سوي وي او پښتنو ته دغه یو پلار پاته وي. کنه نو پښتانه باید په سل ګونو او زرګونو پلرونو ته منسوب وای او ټول د یوه قیس له نسله نه وای راغلي.
په تاریخي متونو کي په سل ګونو دغه راز افسانې راغلي دي چي باید یوازي د افسانو په سترګه ورته وکتل سي، تصفیه سي او د تاریخ طالب علمانو ته هم یوازي د تاریخي افسانو په حیث ور وپیژندلي سي.
                       مأخذونه
۱:   مقدمه ابن خلدون ، عبدالرحمن بن خلدون. ترجمه پروین ګنابادي، چاپ تهران ۱۳۸۲
۲: سفرنامه ابن بطوطه، ترجمه ډاکټر محمدعلي موحد. چاپ تهران ۱۳۷۰
۳:  تاریخ احمد، محمدعبدالکریم علوي. کلکته ۱۸۴۸
۴: ګلشن امارت، مولوي نورمحمدنوری. کابل ۱۳۸۲
۵: پادشاهان متأخر افغانستان، میرزا یعقوب علي خافي. مطبعه عمومي کابل ۱۳۳۴
۶:  افغانستان درمسیر تاریخ، میرغلام محمد غبار. کابل دولتي مطبعه ۱۳۴۶
۷:  تاریخ احمدشاهي، محمودالحسیني المنشي. دانش خپرندویه ټولنه ۱۳۷۹
۸: مروج الذهب و معادن الجوهر ( جلد دوم)، علي بن حسین مسعودي. تهران ۱۳۸۷
۹ :  تاریخ طبري، محمد بن جریر طبري. ایران ۱۳۶۹
۱۰:  تاریخ ګُزیده، حمدالله مستوفي. تهران ۱۳۶۲
۱۱: Ahmad Shah Durrani, Dr. Ganda Singh. Lahore 1981
۱۲: The Second Afghan War. 1878-1880  Army Education press 1975
۱۳: تاریخ شاهي( معروف به تاریخ سلاطین افاغنه) احمدیادګار. کلکته ۱۹۳۹