د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پاکستان زهرجنې څرګندونې او د افغانستان کمزورې پالیسي

اجمل درمان 16.12.2014 01:13

دا خبرې به زما په شمول د هغو ټولو افغانانو لپاره ډیرې تکراري ښکاره شي تل د رسنیو سره سر او کار لري او یا ورځنۍ خبرونه اوري، چې پاکستان د افغانستان دښمن دی، پاکستان د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي او د پاکستان فلاني چارواکي په افغانستان کې جنګ روا او په پاکستان کې ناروا بللی دی او...) خو ښه به دا وي چې د پاکستان د پيدایښت څخه تر ننه په افغانستان کې د دغه هیواد مغرضانه څرګندونو او ښکاره لاسوهنو په هکله رڼا واچوو.
له کله نه چې د بریتانوي هند څخه د پاکستان په نامه هېواد را بېل شو او بیا د ۱۸۹۳ کال د نومبر له ۱۲ نيټې تور تړون (ډیورنډ تړون) له مخې، د هغه وخت له متحده هندوستان سره د افغانستان د خاورې ځینې برخې وتړل شوې، نو د افغانستان او پاکستان تر منځ د کړکیچ غوبل شروع شو.
په افغانستان کې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه او بیا وروسته د سردارد محمد داوود خان په جمهوري دولت کې هم تل د افغانستان او پاکستان اړیکې کړکېچنې وې.
د ۱۳۵۷ کال د ثور د اوومې نېټې ترکرغېړنې کودتا وروسته هم د کابل- اسلام آباد اړیکې چندان ښې نه وې.
کله چې شوروي سرو لښکرو پر افغانستان یرغل وکړ او افغان ولس سپیڅلې مبارزه ( جهاد ) پیل کړ، نو ځینې هیوادوال مو بیا پاکستان ته کډه شول. په هغه وخت کې هم د دولتونو په کچه د افغانستان او پاکستان اړیکې ښې نه وې، خو بیا د ولسونو تر منځ اړیکې د ورولۍ له پولو هم اوختې وې. دلته باید یادونه وکړو چې د وخت پاکستاني چارواکو هماغه وخت هم د افغانانو له مهاجرته پوره ګټه واخیسته. دلته په هیواد کې یې دمجاهدینو تر منځ خپل منځي جګړو ته لمن وهله او پر روسانو او کمونیستانو د بریدونو په پلمه یې د مجاهدینو په لاس په عامه تاسیساتو او بنسټېزو پروژو بریدونه کول.
بیا د روسانو په مقابل کې د مجاهدینو د بریا څخه وروسته او آن د استاد رباني د حکومت په ترڅ کې هم د کابل او اسلام اباد اړیکې ترینګلې وې چې ښه بیلګه یې په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته د یو شمیر افغان لاریون کوونکو توند لاریون او د یاد هیواد د سفارت ودانۍ ته اور ورته کول یادولی شو.
کله چې د ۱۳۷۵ هجري لمریز کال دمیزان دمیاشتې په شپږمه شپه (۱۹۹۶/۹/۲۷ ) طالبانو دافغانستان پلازمینه کابل ونیو او هیواد واکمني په لاس کې واخیسته نو په هغه وخت کې دکابل- اسلام آباد اړیکو یوځل بیا پرمختګ وکړ، په هغه وخت کې پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د طالبانو اسلامي امارت په رسمیت وپېژانده.
کله چې په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې د الوتکو په وسیله د امریکا د سوداګرۍ برجونه ویجاړ کړل شول نو امریکا بیا د طالبانو د وخت واکمن اسامه بن لادن په دې پیښه کې په لاس لرلو تورن کړ او هاغه و چې په همدې پلمه یې په افغانستان کې د طالبانو پر نظام هواېې او ځمکني بریدونه پيل کړل. په هغه وخت کې د پاکستان دیکتاتور ولسمشر پرویز مشرف، د طالبانو د نظام پر خلاف د امریکا ملګرتیا وکړه او امرکایانو ته یې پوځي اډې ورکړې چې له هغه ځایه به يې پر افغانستان د ړندو توغندیو بریدونه کول.
کله چې په دوه زره او لومړي زیږدیز کال کې د طالبانو نظام نسکور شو او حامد کرزی د انتقالي دولت د مشر، او درې کاله وروسته بیا د ټاکنو له لارې د افغانستان د منتخب ولسمشر په توګه لوړه وکړه نو په هغه وخت کې هم د کابل او اسلام اباد اړیکې د پام وړ ښې نه وې خو، د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دویمې دورې په وروستیو کې د دواړو هیوادونو اړیکې د ترینګلتیا وروستۍ پولې ته رسیدلې وې.
د کابل او اسلام اباد تر منځ د ښو او پایداره اړیکو په رامنځته کېدو کې د یادو ټولو دولتونو ناکامي ډیر سببونه لري خو د شنونکو په باور لویه ناکامي یې د یاد هیواد پر وړاندې زمونږ د هیواد ناکامه پالیسي او کمزوري ستراتیژي ده.
اوس سره د دومره اوږدو لانجو او کړکیچونو وروسته د افغانستان نوي ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني یو ځل بیا پاکستان ته شین څراغ روښانه کړ او د یاد هیواد د دوستۍ په هیله یې ورته لمړنی سفر وکړ، خو په ځواب کې یې سمدستي پاکستانیو چارواکو د زهرجنو څرګندونو لړۍ پيل کړه.
۱ــ کله چې ولسمشر غني پاکستان ته په سفر لاړو او د لوړ پوړو چارواکو تر څنګ یو د پاکستان معنوي پلار او جميعت العلمأ مشر مولانا فضل الرحمن سره هم وکتل. له کتنې وروسته د خبریالانو سره په خبرو کې مولانا فضل الرحمن په افغانستان کې جهاد فرض وباله، خو په پاکستان کې بیا حرام یاد کړ. دغې ملاګوټي څو کاله مخکې هم په افغانستان کې د سولې یوه طلايي نسخه وړاندې کړې وه. د ده په اند که چېرې افغانستان د ډيورنډ کرښه په رسميت وپېژني او ورسره په ټول هېواد کې د هندوستان قونسلګرۍ هم وتړي، نو په افغانستان کې به سوله ټينګه شي.
۲ــ له مولانا فضلو وروسته بیا د نوازشريف امنيتي سلاکارله يوه بريتانوي خبري اژانس سره په خبرو کې ويلي وو، چې دوى په سيمه کې يواځې د هغو سخت دريځه وسله والو پرضد ګامونه اخلي، چې د پاکستان پرضد دي او دوي ځکه د افغان طالبانو په وړاندې نه درېږي، چې هغوى د پاکستان ضد نه دي. خو کله چې پاکستان د سرتاج عزیز د څرګندونو د منفي پایلو په اړه پوه شو سمدستي یې د نوموړي خبرې تصحیح کړې او ویې ویل » د سرتاج عزیز څرګندونې د تروریستي او سخت دریځو ډلو له سابقې او تاریخ سره تړاو لري، کنې په اوسنیو شرایطو کې پاکستان بې له دې چې د ښه او بد تمیز وکړي د ټولو سخت دریځو ډلو پرضد د ضرب عضب په نوم پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي.»
۳ــ له سرتاج عزیز وروسته د پاکستان دکتاتور او کودتای مشر پروېز مشرف د فرانسې د خبري آژانس سره په مركه كې ويلي وو چې كيداى شي افغانستان د پاكستان او هندوستان ترمېنځ د غير مستقيمې جګړې په ميدان بدل شي. پرویز مشرف ویلي وه که هندوستان په افغانستان کې له ځینو قومونو او سمتونو څخه د پاکستان پر ضد کار اخلي، نو پاکستان به هم د خپل حامي قوم «پښتنو» څخه کار واخلي. چې وروسته بیا د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پرویزمشرف دغه څرګندونې د افغانستان د یو ستر قوم پښتنو په اړه دردوونکي وبللې او د نوموړي دا څرګندوني یې د افغانستان ۵۰۰۰ کلن تاریخ ته سپکاوی یاد کړ.
۴ــ له پرویز مشرف وروسته د پاکستان دبهرنیو چارو وزارت ویانده میرمن تسنیم اسلم په یوه مرکه کې ویلي وو، چې پاکستان به دافغانستان په اړه د چین او سعودي هیڅ ډول فشار قبول نه کړي. خو په کابل کې د پاکستان سفارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د تسنیم اسلم خبرې هم تصحیح شوې او وايي چې په رسنیو کې د تسنیم اسلم څرګندونې سمې نه دي خپرې شوې. مونږ په افغانستان کې د چین رول مثبت ګڼو او په دې اړه د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندې څرګندونې سمې نه دي خپرې شوې.

۵ــ د تسنیم اسلم له څرګندونو وروسته اوس په تازه ګۍ کې د پاکستان د پوځ د استخباراتي ادارې آی ایس آی پخوانی ريیس متقاعد جنرال حمید ګل ویلي، طالبان تر هغو له جګړې لاس نه اخلي چې ټول امریکايي پوځیان له افغانستانه نه وي وتلي. نوموړي ویلي چې ده ته دا د منلو نه ده چې امریکا لومړی وویل چې ۹۸۰۰ پوځیان به د روزنې لپاره پرېږدي خو اوس وايي چې ۱۰۸۰۰ به پرېږدي. حمید ګل زیاته کړې، چې افغانستان ته به هیڅکله سوله را نه شي.
باید یادونه وکړو چې دا د پاکستانیو چارواکو لمړنۍ څرګندونې نه دي او په دې هم ډاډه یم چې وروستۍ به هم نه وي. له دې څخه وړاندې د پاکستان بیلابیلو چارواکو په بیلابیلو وختونو کې د افغانستان په اړوند د زهرو نه ډکې څرګندنې کړې دي.
اوس پوښتنه دلته ده چې ایا د پاکستاني چارواکو څرګندونې د افغانستان خپلواکۍ ته زیان نه دی؟
که خپلواکۍ ته زیان رسوي نو د افغانستان ولسمشر، ملي شورا او نور اړوند چارواکي ولې د دوې پر وړاندې چپه خوله دي؟
ولې د پاکستاني چارواکو مخنیوی نه کیږي؟
او د تیرو دولتونو په شمول زمونږ د اوسني دولت د صبر کاسه څومره لویه ده چې نه ډکیږي؟
هیله لرم چې دولت او په ځانګړي ډول ولسمشر په دې اړه دغو پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه ورکړي.