د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نظم

محمدالله ساپی 13.12.2014 14:36

نه ژوند کی خوند شته نه رنګونه سړی چیرته لاړ شي
وطن نه جوړ دي دوزخونه سړی چیرته لاړ شي
سل جفاګانی ناروا وکړی پردو موږ سره
دی خپلو هم وکړل ظلمونه سړی چیرته لاړشي
کورنه وتل هم لکه غر په شانته زړه غواړی نن
خوا وشاه الوزی بمونه سړی چیرته لاړ شي
لکه د منی زیړی پاڼی دا الوتی څهری
حالاتو وړی تری خوندونه سړی چیرته لاړشی
د مازدیګر سوری په شان می په زړه سوری راشي
د غم نه ډک دی ماښامونه سړی چیرته لاړ شي
خدایه دا ستا ښکلی دنیا او په ښایسته زمکه کی
په موږه بل دی سره ا ورونه سړی چیرته لاړ شي
نه کور او کلی کی دی امن نه ښارونو کی دی
اخلی زور ورځ په ورځ جنګونه سړی چیرته لاړ شي
نه محتسب شته نه قاْضی فریاد څوک چاته وکړی
چاته سړی وکړی عرضونه سړی چیرته لاړ شي
سل ښاماران می د ملت په مری ناست دی راته
غوڅوی بیل بیل یی رګونه سړی چیرته لاړ شي
د بی احساسه انسانانو منځ کی ژوند دی دلته
ړانده کاڼه شول وجدانونه سړی چیرته لاړ شي
ساپیه هر چیرته که لاړ شې خلاصیدل دی نشته
تاته درغاړی دی غمونه سړی چیرته لاړ شي