دکرسمس لمانځل حرام دي ( اودادکافرواونصاراوواختردی )
12.12.2014 12:34 جمع اوترتیب : شیخ الحدیث مولانا احمدشاه حفظه الله
خپرونکي : دجلال ابادنارنج باغ دارالعلوم
کرسمس : دنصاراوو ددین اختردی چې ددسمبردپینځه ویشتمې (۲۵) پیل اوتیاری ورته نیسي اودمیلادي کال دجنوري دلمړۍ نیټې پورې دوام کوي .
لکه چې شیخ الاسلام ابن تیمیه په خپل کتاب اقتضاء الصراط المستقیم ج ۱، ص ۲۲۶ ،ص ۲۲۷ کې په تفصیل سره دغه موضوع روښانه کړې چې ددې ورځې داختراوخوشحالۍ لمانځل دنصاراوو له دین څخه دی ، اوداسلام په مبارک دین کې هیڅ اصل نلري ، اونه زمونږ دسلفواوپخوانیوعلماووڅخه ثابته ده ، همدارنګه شیخ الاسلام داقتضاء الصراط المستقیم په ۲۲۳ مخ کې ددغه موضوع یادونه کړې ده چې ژباړه اومفهوم یې پدې ډول ده : ( عیداواخترهغه اجتماع اوراټولیدل دخلکو دي چې په یوځای اویووخت کې موخه یې تعظیم وي ، اویاهغه کارونه اوتیاریانی چې ددغه اختر( کرسمس ) لپاره مخکی اوورسته کیږی داسلام مبارک دین کې هیڅ ثبوت اوسندنلري ).
ددغه ورځې مبارکي ورکول ، پدې ورځ ځانګړي خوراکونه اومیوې تیارول ، ځانګړي لباسونه اوجامې ډالۍ کول ، موسیقي اوریدل ، رقص اوګډاګانې کول ، رخصتي کول ، خپل ورځني کارونه اوکسبونه پریښودل ، میلو، زیارتونواوخاصوځایونوته تلل دکرسمس لپاره داحرام اوناروا اودنصارووکاراودهغوی سره مشابهت اوځان بایدتری وساتل شي
دقرانکریم اونبوي احادیثوڅخه ماخذونه :
۱- الله پاک فرمایي : (( ولاتکونوا کالذین نسوا الله فأ نساهم انفسهم اولاء ک هم الفاسقون )). ( الحشر ۱۹)
. ژباړه : (( اوتاسې مه کیږئ په شان دهغه کسانوچې الله تعالی یې هیرکړی دي، نوالله تعالی له دوي څخه ځانونه هیرکړی دي اوداکسان ناپوه نافرمانه دي )) ( نویهودواونصاراووالله جل جلاله هیرکړی دی )) .
۲- الله پاک فرمايې : (( والذین لایشهدون الزور)) ( الفرقان ۷۲) . ژباړه : (( نیکان خلک دورغواونارواو ته نه حاضریږي )) ابن کثیر ج ۲ ص۴۵۲ ، قرطبي ج ۱۳ ص ۶۲ ، مجموع الفتاوی ج ۲۵ ص ۱۴۷ کې دابن عباس رضي الله عنه ، ربیع ابن انس، ضحاک ، احمد اوداسې نورومفسرینو څخه نقل کوي چې مؤمنان دې دکفارواومشرکینواخترونوته نه ورځي اونه اونه دی پکې برخه اخلي
نبوی احادیث :
۱- رسول الله صلی الله فرمایي : (( من تشبه بقومِ فهومنهم )) . ابوداودکتاب اللباس حدیث نمبر۴۰۳۱، ژباړه : (( څوک چې له کوم قوم سره مشابهت کوي نوداله هغوي څخه دی )) . ( فتاوۍ اللجنه الدایمه ج ۳ ص ۴۲۹ اقتضاء الصراط المستقیم ج ۱ ص ۱۳۱ کې علامه ابن تیمیه ذکرکړیدی چې مشابهت په عبادتونو، عادتونواواخترونوکې هم راځې نوکرسمس لمانځل هم حرام دي نوځکه دنصاراووسره مشابهت راځي
۲- بیهقي به سنن الکبری ج ۱۴ ص ۱۱۳ نمبرکې۱۹۳۷۷ سره لیکي چې عمرفاروق رضي الله عنه وايي چې دمشرکانوعبادتخانوته دهغوي داخترونوپه ورځ مه ورځۍ ځکه پردوي دالله تعالی قهراوغضب نازلیږي ( نودلمانځونکو داحال دی اوبرخه اخیستونکوبه څه حال وي ! ) .
۳- بیهقي په سنن الکبری ج ۱۴ ص ۱۱۳ نمبرکې ۱۹۳۷۷ ، او ۱۳۳۷۶ سره وایي چې عمرفاروق رضی الله عنه به ویل چې دالله تعالی له دښمنانوڅخه ځان وساتۍ . ددوي په اخترونواومیلوکې برخه مه اخلۍ .
فتاوی اللجنه الدایمه : ج ۱ ص ۷۶ ص ۷۷ العقیده ) کې لیکلي دي چې کرسمس دنصاراوو اختردی ، ددسمبرمیاشتې په اخر کې لمانځي پدې کې برخه اخیستل ناروا دي ، ځکه چې پدې کې منکرات اوناروا کارونه کیږي ، دګناهګارو دډلې لویول دي ، اوهغوي سره په ګناه کې کومک دی ، همدارنګه ځانته به یې هم نه لمانځي لکه په دفترونواوکورنوکې ځکه چې ددغه کار لپاره هر ډول اتنظامات اوتیاریانې ناروادي لکه چې اقتضاء ص ۲۲۳ کې ابن تیمیه لیکلي ، نو بناء دکرسمس لپاره خوراکونه ، لباسونه ، میلې غونډې ، مبارکۍ اورخصتي کول اودنوي کال ورځ لمانځل داټول حرام اوناروا دي .
مسلمانانوته په کارده چې دکافرانوداخترونو، عادتونواوخویونوڅخه ځان وساتي اوپه ټولوکارونوکې خپل مبارک دین اسلام ، قران اوحدیثوته رجوع وکړي او اسلام مسلمانانوته دکوچنی اولوی اخترلمانځل رواکړی دی نه دنورواخترونولمانځل لکه نوروز دمجوسیانواوکرسمس دنصاروو اخترونه دی .