د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

فساد جان

سورګل ژمن تڼی 12.12.2014 12:26

کله چې څوک له اداري فساد څخه غږېږي، طبعأ موخه یې یو ډول فساد نه، بلکې رنګا رنګ فسادونه وي. څرنګه چې د هغې ډولونه او اندازې له شمېرو وتلي دي، نو ځکه د فساد مجرده کلیمه ورته غوره بلل شوي ده. خو زه به دلته فسادونه د پوهوي لپاره په لومړي پیل کې، په دو ډولو فسادونو او د فسادونو سرته کوونکو باندې ووېشم. دا وېش له دې امله کوم چې افغانستان ته ناڅاپه د بهرنیانو له ملیاردونو ډالرو راوړلو او وړلو سره، د افغانستان بازارونو، د عوامو په اصطلاح اور واخیست. دا اور اخیستل په دې معنی چې د توکو او هغې ډلې کې د اړینو توکو بیې (د توکو له څنګ سره د کورونو کرايې) دومره لوړې شوې چې د هیڅ دولتي چارواکي، ولو چې کوچنۍ کورنۍ یې لرله، میاشتینۍ خرڅه نشوه پوره کولی او اوس یې هم نشي پوره کولی. پس دغه ډله چارواکي اړ وو او اړ دي چې د کورنۍ غړو د ژوندي پاتې کیدو لپاره، کوم ډول غلې کولو ته لاس واچوي. د هغوی لپاره له ټولو آسانه او بې خطرې غله، همدا رشوت ته لاس نیول وو. په دې ټولنې کې، لکه چې افغانان اوس ژوند پکښې لري، دا ډول فساد (د ژوندي پاتې کیدو لپاره فساد)، زه د دوی ګناه نه، بلکې د هغو چا ګناه بولم چې زموږ عزتمن چارواکي یې دې حالت ته اړ ایستلي چې د خپل وجدان پرخلاف کارته لاس واچوي. زه بشپړ یقین لرم، هغو چارواکو چې د دې یادې شوي اړتیا له امله، رشوت ته لومړی ځل لاس نیولی وه، په همغې شپې یې خوب د وجدان له دړده ناارامه وه. خو وروسته چې د زمانې خوږو او ترخو یې سر تود او ګرم کړو، نو بیا يې خامخه د ځان غوندې (د رشوت اخیستو د مخه وخت) لاس تشي کسان هم تر هغو له خپله دفتره څخه نه رخصتول، ترڅو یې چې د ده جیب ته څه نه وراچول. هغه څوک چې اړ وو او اړ دي چې د دې کس له دفترڅخه ولوړ دفترته د خپلې معاملې مکتوب واخلي، هغه د دفتر چارواکي ته د څه ورکړې لپاره اړ دی چې د کوم مافیه يي بانډ مشر لمن ونیسي او کوم جنایت کولو ته ملا وتړي، ترڅو هغه د بانډ مشرګۍ و ده ته دومره څه ورکړي چې د چارواکي خولې ته یې ورواچوي. یانې د اداري فساد له دې ډول او نورو لارو- چارو له مخې هم، هېواد کې د مافیه قوت ورځ تربلې زیاتیږي. خو دا واړه فسادګر، زما له نظره دومره ګناهګار نه ګڼل کیږي.
بله هغه ډله چارواکي دي چې پخوا وختونه یې هم د زرونو او لسګونو زرو وګړو د سرونو په پرې کولو او قربانولو پیسې او جایدادونه پیدا کړي وو. هغوی ته اوس هم په دولت کې، داسې دریځونه په لاسونو ورغلي چې د ژوندي پاتې کیدو په موخو نه، بلکې د پانګوال کیدو په موخو يې له هره کونجه او هرې دروازې چور وکړو او لا لګیا دي چور کوي. دا هغه کسان دي چې د لومړۍ ډلې چورګرو، چورکولوته په اړ ایستلوکې یې هم پراخه ونډه لرلي ده. دغه ډله فسادګر تنها ګناهګار نه، بلکې د ملي خیانت تر درجو پورې ملامت ګڼل کیږي.
د فساد او فسادګرو اړوند به، لوستونکوته د پټکونو اچولو وختونو یوه کیسه وکړم. یو کس چې د هغې جریان شاهد وه، داسې کیسه کوله:
هغه مهال چې د هېواد ټولې سترې لارې او د کابل ښار کوڅې له تنظیمي پټکونو ډکې وې اوپه هرې سیمې کې د بېلو بېلو تنظیمونو کسانو پټکونه اچولی وو، د هرات او کندهار لارې اوږدو د فراه ولایت سیمې کې هم یو ځای چې له تنظیمي پټکونو لږ لېرې خالي پاتې شوی وه، د نیږدې سیمې کلي شپږ- اووه تنه ځوانان سره ټول شوي او وېیلي وو؛ هرڅوک چور او ګټې کوي، موږ له چا کم یو، موږ به هم پټک واچوو او د نورو پشان به لاروي لوټوو او جیبونه به ډک کوو. نوهغوی هم د خپل کلي سره نیږدې، پرعمومي سړک باندې پټک جوړ کړی وه. پر دوی باندې به چې هر موټر ورتللو، هغه به یې ودرولو او سپرلۍ به یې ښکته کوله. له هرچا سره به چې نغدې پیسې او نور د اخیستو وړ شیان وو، هغه به یې ورڅخه اخیستل او خلک به یې تش لاسونه رخصتول. کومه ورځ یې یوه سپرلۍ چې له موټرڅخه ښکته کړي وه او له ټولو یې هرڅه ټول کړي وو. خو د هغوی په منځکې یو تن داسې سړی وه چې یوازې یوه جوړه کالي یې پرتن، یو زوړ چادر یې پر اوږو او یو مښیلی خیرن پاکول یې پرسر وه، نور یې نه پرمړوند ساعت درلود او نه یې په جیب کې یوه روپۍ. له دې امله چې هغه سړي هیڅ داسې څه نلرل چې پټکوالو غلو ورڅخه اخستي وای، نو هغه تش لاسي سړي ته د پټکوالو مشر په قهر شوی وه او ورته ویې وېیلي یې وو؛ موږ ستا د پلار مزدوران یو چې دا ټوله سره او ټکنډه غرمه مو په دې ګرمو شګو درته تېره کړي ده او ته تش لاس راغلی یې؟ د پټک مشر، هغه تش لاسی سړی دوه درې کونداغه وهلی وه او بیا یې ورته ویلي وو؛ ځه، ورک کېږه! خوپام کوه چې بله ورځ پردې لارې داسې تش او خالي لاسونه رانشې!
نن په لویو او مجللو دفترونوکې د اوږدو او سورورو لوکسو مېزونو شاته ناست پټکوال صاحبان، د کومو چې د دفترونو پر شاوخوا باندې ګلې ګلې ساتونکي ناست او ګرځي راګرځي، کله چې یو څوک د خپل قانوني کار اجرأ کولو لپاره په ډېرو ستونزو او مشکلاتو ځان ورورسوي، د پخوا پشانې په کونداغونو یې نه وهي. خو په پټې خولې ورته وايي؛ زه ستا د پلار نوکر نه یم چې ټوله ورځ دلته په دې بند کوټې کې ناست یم، که غواړې چې کار دې له دې دفتره څخه، بل لوړ دفترته ولاړ شي، نو هغومره څه راکړه چې زه یې غواړم. دوی دا سرکاري دندې چې له دولت څخه پرتنخواګانو اخیستلو برسېره، نور ډول ډول امتیازونه هم اخلي او نوکران یې ګرځي، ځانونه د خلکو نوکران نه بولي. له همدې امله، دوی له هغو کسانو چې د دوی امضأ اخیستو ته اړ دی، خولې ته هغومره څه ور ونه اچوي چې دوی یې غواړي، تر هغو یې کار نه اجرأ کوي. د فسا او فسادګرو خبرې ته دوام ورکوم.
د دواړو ډولونو فسادګرو د چور او غله لپاره بنسټیز عاملونه، افغانستان ته د بهرنیانو د ملیاردونو ډالرو سترکګ وهل او د بهرنیانو په شتون کې (د هغوی په لاس) د مخدره توکو مافیه او نورو مافیه ګانو، بې کچې ډېرښت او طاقتورکیدل ګڼل کیږي. د مخدره توکو پرضد، د امریکا پخواني جمهور رئیس رونالډ رېګن جګړه اعلان کړي وه. خو آمریکا ترننه پورې په خپل ګاوند، یانې لاتینې امریکا هېوادونوکې، چېرې چې د مخدره توکو کچه د افغانستان په نسبت په کراتو ټيټه وه او ده، مخنیوی ونکړی شو. د نړۍ نور هېوادونه هم د مخدره توکو تولید او قچاق پرضد مبارزې کوي. په عین حال کې، ځینې دولتونه له مخدره توکوڅخه اوس هم هغه ډول، لکه یو وخت چې انګلیس دولت اپیم د چین پرضد، د وسلو په ډول کارولي وو، مخدره توکي د وسلو په ډول کاروي. همدا ډول، د یو شمېردولتونو استخبارات، د مخدره توکو له ملیارډونو ډالرو عاید څخه په اسخباراتي چاروکې کارونه اخلي. نوله دې کبله، زه فکر نکوم چې جګړې کې ښکېل افغانستان، کوم چې له یوې خوا د امریکا څخه هم په زرونو کیلو مترو لېرې پروت دی او له بلې خوا د امریکا او ناتو پوځونو په شتون کې د مخدره توکو تولید، له څو لسو ځلو هم لوړ ولاړ شو، اوس دې د افغانستان دولت او یا نور اړوند دولتونه، د دې توکو د تولید او مافیه ډلې مخنیوی وکړي، هغوی دې کنترول او اېل کړي. اوس دا چارې نه یوازې ګرانې، بلکې ناممکنې برېښي. لکه چې ومې ویل، په جګړو ځپلي او جګړو ښکېل افغانستان کې، د رنګ په رنګ مافیه ګانو ستر جال خور دی. په جګړو ځپلي او جګړو ډوب افغانستان کې یوازې همدا د مخدره توکو مافیه نه، بلکې د انسانانو مافیه، د وسلو مافیه، د مځکو چورمافیه او د نړۍ نورې هر ډول مافیه ګانې شتون لري. د افغانستان مافیه ګانو د دولتي ارګانو په مهمو او اړینو رګونوکې په ډېر طبېعي ډول، ژورې ولي غځولي دي.
په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو، د دغو جګړو له لاسه د خلکو کډوال کیدلو، لوږو، بېسواديو او افغانستان ته د ملیارډونو ډالرو کاروانونو «د ورېښمو له لارې» راتلل او بېرته تلل او د دولتي ارګانو په مهمو شریانو کې د مافیه ګانو شتون، دا ټول هغه څه دي چې فساد جان یې له خپوړوڅخه په پښو کړو او اوس مڼډې وهي، د ځوانۍ او شباب په حالت کې دی او هره ورځ، د بلې ورځې په نسبت زور اخلي او طاقتور کیږي. نوځکه د جمهور رئیس اشرف غني، د اداري فساد له منځه وړو خبرې بابیزه دي.
ټول لوستونکي په دې خبرې پوهیږي چې غټ شوي او ماشوم (واړه) فساد جانونه د هغې زورورې مافیه جانې مور زامن دي چې طاقتور پلار یې د ملیاردونو ډالرو امېل ورغاړکۍ کړی دی. پس افغانستان به د اشرف غني په څېر، لا نور ډېر غنيان وزېږوي، خو دا وړۍ به شړۍ نشي او ورځ تر بلې به د مافیه جانې مور زامن ډېریږي او لوييږي. د مافیه جانې مور غټ زامن د خپلو واړو وروڼو پرسرونو سیورې دي، ځکه دغو ټولو ته هیڅ څوک په کږو سترګو نه کتلی. په بل عبارت، د فساد جان صاحب چې مافیه جانه مور ژوندۍ وي او د پلار سیورې پر سر ولري، هغه به سرې سترګې، خوش او خرم ګرځي او څوک به یې لږ غوندې هم سر ټیټ نکړي.
په پای کې یادونه باید وکړم چې له ۲۰۰۱م کال څخه د اپیمو تولید، له یو سل او اتیا ټنو څخه اووه زره څو سوو ټنو ته لوړ شوی دی. دا پخپله د دې خبرې ثبوت دی چې افغانستان تر ډېرې مودې د ډول ډول فسادونو مرکز اود ثبات پرځای به، لا د زیاتې نا آرامۍ پر لور مخ پر وړاندې ځي.
پای