د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د روحاني مشر پیر فضل الله تایب مومند نیونه او اندېښنې

احمد سیال سرشار 12.12.2014 12:24

بالاخره يې ستر روحاني مشر پير فضل الله تايب مومند هم ونيوه، هغه څوک چې ټول عمر يې د دین په خدمت کې د ولس روغې جوړې، د مساجدونو او مدرسو په ودانولو او د علماو د قدردانۍ او له غریبو، بې وزلو، بې چاره خلکو ته په خپل غریبانه لنګر کې د شپې ورځې تېرولو اسانتیاوې چمتو کړې وې همدا يې ګناه وه او بس...
پلار يې مولوي عبدالرحیم مشهور په کان مولوي صیب چې له اره د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اوسیدونکی و د هېواد په کچه یو مشهور او نومیالی ديني عالم، مجاهد، شېخ القران والحدیث و. د انګرېز او شوروي پر خلاف جګړه کې د جهاد د لیکو سرلاری و.
ټوله کورنۍ يې مجاهده او مبارزه او علمي او نومیالي څېرې دي. پلار يې افغانستان په شمول د ګاونډيو هېوادونو زرګونه تنه ځوانان د دیني زده کړو په ګاڼه سمبال کړي چې لا تر ننه يې نوم د خلکو په زړونو کې ژوندی دی.
د پاکستان په نوښار کې اوسيدونکي روحاني او مذهبي مشر پير فضل الله تايب قادري د پاکستان د استخباراتي اداري له خوا سره دڅلورو زامنو, دوه ورونو او دوه نورو ميلمنو او يو دده شخصي ډريوره له خپل کور څخه ونيول شو.
د يادي نامعلومي استخباراتي اداري کارکونکو د پير صيب په کور د ورځي پر مهال چاپه ووهله او د ده له کوره يې لسګونه لکه نغدي روپي, لسګونه تولي سره زر,د کور ساتنې په موخه وسله او په کور کي نور د کار امد شيان له ځان سره وړي.
پير صيب او کورني يي 15 ورزي نامعلوم و تر هغي وروسته پيدا شو او د پيخور مرکزي جيل سنترل جيل ته وليږل شو اوس هماغلته په زندان کي دي.
د ولسي خلکو او د پير صیب د مخالفینو فکر دا و چې ګوندې دی به د پاکستان له استخباراتي ادارې ISI سره اړیکې لرلې او یا يې ورته کاوه خو پير صیب پرته له دې چې خلکو ته يې دم دوعا کوله او پيرخانه او لنګر به يې شپه ورځ د غریب او خان پر مخ خلاص و هر مساپر او بې چاره به په کې شپې ورځې تېرولی له دې پرته پیر صیب نه کاروبار درلود نه يې شرکت نه يې دوکان نه يې کوم بله سوداګري...

هغو خلکو چې په پير صيب يي د پاکستان داستخباراتي اداري سره د کار تور لګاوه نو سر به يې خلاص شوي وي چې هغه يوازي د يو مشر په حيث هلته اوسيده نه له حکومت او استخباراتي اداري د کارمند. که يې له دوی سره کار کاوه ولې يې په داسې بې شرمۍ سره د هغه په کور چاپه ووهله ولې د کور سره سپين او پیسې ځينې ويوړې ولې يې د ده ځامن چې محصلین دی هغه په زندان کې بې ګناه اچولي.
د پير صیب ځامن چې نه لا دنده لري نه لا تراوسه په کومو سیاسي او مدني معاملو کې ګوتې وهي بېچاره ګان اوس اوس يې دوه ځامن له پوهنتونه فارغ شول یو يې ډاکټر بل يې انجینر او درېيم يې لا نه دی فارغ ټول په زندان کې بې ګناه بې ښې بدې پراته دي.
پیر صیب به بې ګناه له زندانه راووځي خو دولت د نوموړي په نیولو کې سهوه کړې هغه یو ملي او نومیالی علمي او مذهبي انسان دی خدای دې ورته د دغو سختیو اجر او په خیر دې الله خپل کور ته راولي.