مینه او محبت
10.12.2014 22:39اومحبت مینه
مینه هغه سپیڅلې کلمه ده چې دهغې په لوستلو سره دانسان روح او زړه ارامتیا مومې اودانسان په وجود کې دننه باطنې حالت ورسره سپیڅلې کیږي؛البته ځینې خلک دمیني تعبیر په بل ډول سره کوي،دوي مینه یوناوړې څیز بولي،دوي په دې نه پوهیږې که دانسان په وجود کې که مینه نه وې هغه دانسانیت له دایری څخه وځي.
انسان یوټولنیز مخلوق دی اودراشې درشې اړیکو په لرلوسره خپل ژوند مخ ته بیایې،که چیرته دغه اړیکې دقهر اوعضب په بنسټ بنا یا رغیدلې وي هيڅکله مخ ته نه ځې او که چیرته دغه اړیکې دمینې ومحبت په لرلوسره بنا شوي وې هیڅکله له منځه نه ځې دغه اړیکې نوري هم ټینګیږې.
ژوند بغیر له مینې هیڅ مانا نه لري،که چیرته موږ ډیرې پیسي،ښه موټر،ښه دنده اوپه ژوند کې هر څه ولرو مګریوڅه چې هغه مینه ده ونه لرو؛موږ به خوشحاله ژوند ونه لرو،دبیلګې په ډول که چیرته موږ ښه پخلای وکړو اویوشي موله یاده وتلې وی چې هغه مالګه ده نو ایا دغه دیګ به خوند وکړې؟.
په پیسو باندی موږهرشي یا څیزاخیستلاي شومګر مینه هیڅکله نه شو پرې اخیستلاي،مینه نفرت له منځه وړي او زړه ورسره ارامتیا پیداکوي،خپله مینه له مینې پیداکیږي.
مینه له خدای(ج)سره،مینه له خپل پلاراومورسره،مینه له وطن سره،مینه له خپل پیغمبرسره دا ټول هغه څه دې چې موږباید له دغوسره مینه ولرو،که چیرته څوک له دغوسره مینه ونه لري په دې باید پوه شوچې دده په وجود کې زړه نشته اویا الله پاک دده په زړه کې مینه نه ده اچولې یایې زړه دمینې او محبت په نورنه دې روښانه کړي.
نظامی وایي: اسمان دمینې له برکته ولاړ دي.
رحمان بابا:وایي: عاشقان ترسرومال ویار ته تیروي
خدای دې دا طایفه نه کاندي کاذبه
عشق څرګنده حزانه حوارهغه شو
چې څرګنده حزانه شوه ترې غایبه
لکه څنګه چې دانسان ظاهرې پاکوالې په اوبوسره تر سره کیږي، همداسې دانسان باطنې پاکوالې په مینې سره کیږي.
میرویس صدیقي