د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسواکي او سياسي ګوندونه

پوهيالى رباني وحدت 08.12.2014 12:32

دولسواکۍ  لپاره  د سياسي  ګوندونو  اومدني  ټولنو شتون  ډير اړين  دى،  هغه  ديو عالم  خبره  چې  دسياسي  ګوندونو  پرته   ولسواکي   داسې  مثال لري لکه  په موټر کې  چې  تيل  نه  وي يا  لکه د آس  پرته  د آس ګاډۍ . په همدې اساس په جمهوري  نظامونو  کې سياسي  ګوندونو   ته  دفعاليت اجازه ورکول کيږي  ترڅو خلک   په سياسي چارو ، د سياسي ،اقتصادي .... نظام  په  ټاکلو  ،دټولنې  دچارو په تنظيم  کې  او د خپل سرنوشت  په ټاکلو کې   برخه واخلي .

داچې  ټول انسانان  فطرتاً يو ډول  افکار، غوښتنې ، هيلې ، دريځ ، موقف  او ځانګړتياوې   نه  لري ،نو  دهمدې  توپيرونو او  يو شمېر نورو  عواملو  پربنسټ  په  يو هيواد   کې  بېلا بېل  ګوندونه  او  ډلې  رامنځته  کيږي  او هغه کسان چې تريوه   بريده يې  په نظرياتو ، غو ښتنو  او موخو  کې  يووالى او ورته والى موجود  وي   ديو ټاکلي  ګونډ  په  چوکاټ  کې  سره  راټوليږي  او  په ګډه  د خپلو  موخو او د سياسي  قدرت  دلاسته راوړلو  لپاره  مبارزه  کوي  .

 همدې اړتيا ته په پام  سره  دافغانستان  اساسي  قانون  په ٣٣مه ماده  کې  افغانانو  ته د سياسي  ګوندونو دجوړولو   او په هغه کې  دغړيتوب  او فعاليت   حق   ورکړيدى   ترڅو دخپل  سياسي او مدني حق  څخه  ګټه  واخلي؛ خو يو شى، چې  ډير اړين  دى  هغه  دا چې  په سياسي  ګوند  کې غړيتوب  ددې  مانا  هم  نه  لري  ،چې  ګوندي  کس  په پټو سترګو د خپل  ګوند  له هر دريځ  او پريکړې  ملاتړ وکړي  . ځکه سياسي  ګوندونه  بايد  دملي سياست  په چوکاټ  کې  فعاليت وکړي او د ملي  ګټو  په چوپړ کې  واوسي ،  ملي  ګټې  بايد  دګوندي  ګټو  ښکار نشي . که چيرته  ديو سياسي ګوند  پريکړه او دريځ  د ملي  ګټو  سره  په  ټکر کې  وي ، نو غړي  يې  بايد د خپل  ګوند  د پريکړې  په پلوى  نه ؛ بلکې په مخالف  لورې  کې  و دريږي ، ځکه چې پداسې حالاتو کې ويښ، په  سياسي شعور سمبال  او ملي ګټو  ته ژمن کسان ، ملي  ګټو ته خپله ژمنتيا  په  ډاګه  کوي او دا  کار ديوې متمدنې او پرمختللى ټولنې  يوه ځانګړ نه هم ده .

له بده مرغه په  افغانستان کې هغه ډول   پياوړي   ملي سياسي   ګوندونه ،  چې  د ولسواکۍ لپاره اړين  دي  په نشت  حساب دي . زياتره  سياسي  ګوندونه  دقانون  برخلاف   دقومي ، مذهبي او يوشمېر غير  قانوني  ملاحظاتو  پربنسټ رامنځته  شويدي .   په  اوسنيو  حالاتو کې  يوشمېر ګوندونه  ، چې  دهيواد  په سياسي  چارو  کې  رغنده رول  لوبوي  او د فعاليت  جواز ورکړل  شويدى،  په حقيقت کې  سياسي  ګوندونه   نه ؛  بلکې  قومي  ډلي   دي . ځکه  چې  په  ټولو ولايتونو،  قومونو  او  سيمو کې  ريښې  نه لري،  کوم چې  د سياسي  ګوند  د جوړولو  لپاره  يو  اړين  قانوني  شرط  دى .  همدارنګه     اوسمهال  په  هيواد  کې  د سياسي  ګوندونو  شمېر  هم له اړتيا  اوښتى  دى .

دسياسي  ګوندونو  په اړه  يوه   ستره  انديښنه  او   ستونزه  داده ، چې  ديو شمېر سياسي ګوندونو  ريښې  له  بهر څخه  اوبه   کيږي  او د نورو  هيوادو   په څارګرو  ادارو   پورې  تړلي  دي او د هغوئ له لوري يې  مالي  او سياسي  ملاتړ  کيږي  .همدا  لامل  دى چې  يو شمېر تش په  نوم سياسي  ګوندونه  دافغانستان  دملي ګټو په خدمت  کې  نه ؛ بلکې  دنورو  هيوادونو  د ملي ګټو  او  سياستونو   په چوپړ کې  دي .دخپلې  ټولنې  دوګړو د حقوقو د خونديتوب  او لاسته راوړلو  پرځاى  د ملاتړ کوونکو  هيوادونو  دګټو لپاره مبارزه  کوي.

ددې  لپاره چې رښتني   پياوړي   ملي سياسي   ګوندونه رامنځته شي  نو  بايد  د سياسي  ګوندونو  قانون  کې   يو لړ تعديلات  راشي او  د جوړولو لپاره يې  داسې  قواعد  وضع  شي  چې له  يوې  خوا  سياسي  ګوندونه  ملي  بڼه  خپله  کړي  او له  بلې  خوا   هرڅوک  ونشي  کړاى،  چې سياسي  ګوند  جوړ کړي  او د  سياسي ګوندونو  کړنې  او سرچينې  هم تر کلکې  څارنې لاندې  ونيول  شي .

که  چيرته  په  اوسني وخت کې  رښتيني  پياوړې  ملي سياسي   ګوندونه   موجود  وى  نو  دولت د  کورني  او بهرني  سياست  په  نيولو  او  پلي  کولو کې  له دومره  ډيرو ستونزو  سره   نه  مخامخ   کيدو د ملي شورا   استازيو  کولاى  شول ، چې  په رښتني  مانا  د ملت غوښتنو  ته  غبرګون ورکړي ، دو لس ستونزو  ته  د هواري مناسبې  لارې چارې  ولټوي ، ښه  استازيتوب  وکړي  او په ملي  مسايلو  کې تريوه بريده   ګډ  نظر ولري  .

د ولسواکۍ  لپاره  دسياسي   ګوندونو   ترڅنګ  د مدني  ټولنو  شتون  او فعاليت  هم    مهم  اصل  او ضرورت  دى ، مدني ټولنې  د سياسي  ګوندونو  سره   توپير لري، خو  ترټولو  مهم  توپير يې  دادى ،  چې د سياسي  ګوند  موخه  دسياسي   قدرت  لاسته  راوړل  او په سياسي  چارو کې  بدلون  دى ؛ خو برعکس  مدني  ټولنې د سياسي   واک  دلاسته  راړولو  لپاره   مبارزه  نه  کوي  ، بلکې   هڅه کوي ، چې  د فشار ديوې  وسيلې  په توګه  په دولت فشار راوړي   ترڅو   ددولت  کورنى  اوبهرنى  سياست  د خپلو  غيرې  سياسي  ګټو او موخو  په محور    را و څرخوي ؛ مګر د سياسي  ګوندونو  په څېر د مدني  ټولنو شتون او فعاليت  هم  د بېلا  بېلو عواملو  له امله  تت ، کم  اغيزى  او  بې اغيزې  دى .

پايله : د هيواد  روان  سياسي   او امنيتي وضعيت او د  ١٣٩٣ لمريز کال  ټاکنو  او يو شمېر نور  مسايل  ددې   ښودنه  کوي ، چې  په  افغانستان  کې د ولسواکۍ   راتلونکى  له ګواښ او ننګونو سره  مخا مخ د ى . ځکه چې  دملت  ارادې ، غوښتنو، هيلو   او  رايو  ته  درناوى  نه  کيږي ،   دملت  سرنوشت  د ګوتو په شمار کسانو  او هيوادونو   په لاس  کې   دى ،  هرډول   پريکړه  چې  ددوئ ګټې خوندي  کوي  او زړه  يې  وغواړې   د و لسواکۍ   په نوم   يې  پر ولس  ورتپي .

داچې موټر د تيلو  او  ګازو  پرته  خوځښت او  حرکت  نشي  کولاى  او د آس ګاډۍ  له  آس  پرته  کومه ګټه  نه لري،  نو ولسواکي   هم  د پياوړو   ملي  سياسي ګوندونو  او مدني  ټولنو  په نه شتون  کې   بې رنګه  او  بې  پايلې  وي. که غواړې ، چې موټر په خوځښت  راولې او ټاکل شوي  ځاى ته پرې  ځان  ورسوې  او د آس له ګاډۍ  څخه  ګټه واخلې ، نو مخکې  له مخکې  يې  د تيلو او آس غم  وخوره ؛   خو که  په افغانستان کې د و لسواکۍ څخه ګټه اخيستل کيږي  نو  لومړۍ بايد  دافغاني ټولنې  دين ، کلتور،  اقتصادي  وضعيت ، ټولنيز جوړښت  او  نورو  عناصرو  ته ژوره  پاملرنه وشي  او په هيواد کې بايد رښتيني ملي سياسي  ګوندونه رامنځته شي . که ياد ارزښتونه  له پامه و غورځول شي  او معيارونو  يې پياوړي نشي  ، نو د ولسواکۍ  جنازه  به  هم  دسوسياليزم  او کمونيزم  په څېر په مړو  سترګو  د کابل  څخه د خپلې  خسرګنۍ (واشنګټن  ) په لوري  بيرته  روانه   وي .

پوهيالى  رباني وحدت

دخوست پوهنتون دحقوقو اوسياسي علومو پوهنځي استاد