د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

يوازې چې غلی نه وم

محمد اسماعيل عندليب 08.12.2014 12:22

خبره د ملي هويت او په تذکره کې د (افغان) د ليکلو ده، څه موده د مخه د بلخ پخواني والي عطاء محمد نور ويلي و، هغه تذکره به وانه خلي چې هغه ته يې پکې (تاجک) نه وي ليکلي، اوس چې له بريښنايي تذکرې څخه د (افغان) کلمه لرې کړای شوې ده، تر ټولو زياته غوصه ورباندې عموماً پښتانه  ښکاره کوي، خو په پښتنو کې هيڅوک داسې پيدا نه شو چې ووايي، هغه ته تذکره به وانه خلم چې (افغان) يې راته پکې نه وي ليکلي.
زه په پوره باور سره وايم، که د تذکرو وېش په همدې ډول پيل شو، نو هيڅوک به پاتې نه شي، حتی هغه وګړي به يې هم اخلي، چې اوس د هويت او (افغان) کلمې د لرې کولو تر ټولو کلک مخالف وي، ځينې به يې د خپلو زده کړو پر مخ وړلو پر مهال اړتيا وويني، ځينې به يې په دولت کې د دندې د تر لاسه کولو په وخت کې ضرورت محسوس کړي، نور به يې د سوداګرۍ په چارو کې د خنډ نه پيدا کېدو لپاره واخلي، څوک به له هيواده بهر د سفر کولو له امله اړ شي، دغه تذکره واخلي، او ځينې به محض په دې دليل چې موږ خو مبارزه وکړه، خو چې کار ونه شو، بې تذکرې هم نه کيږي، خو زه هم يوازې د دې لپاره چې په دې ملي موضوع غلی نه وم پاتې شوې، او خپل غږ مې د افغانانو د هويت د ساتونکو په چغه کې ور ګډ کړی وی، له بريښنايي تذکرې څخه د (افغان) کلمې پر ايستلو احتجاج څرګندوم.
که وګورو، نو اوس چې پارلمان قانون تصويب او ولسمشر توشيح کړي، او د تذکرو د وېش مسئولينو يې د پيل اعلان کړی، مخالفت بې ګټې او بې معنی ښکاري، حقيقت هم دا دی چې په واقعيت کې افغانانو او په ځانګړې توګه پښتنو د دې تذکرې سره په لا شعوري توګه موافقه کړې، هغه په دې ډول د ټولو  افغانانو استازي په پارلمان کې ناست دي، او د ديموکراتيکو اصولو پر بناء په پارلمان کې اکثرو غړو د قانون په موافقت کې رايه ورکړې، او د تذکرې د همدې ډول مننه شوې ده.
په ځانګړې توګه پښتنو ځکه چې د ټاکنو پر مهال ولسمشر اشرف غني پښتنو خپل مشر باله، او د هغه د برياليتوب لپاره يې په ټاکنو کې حتی مرګونه او زخمونه هم وګالل، هماغه ولسمشر دغه قانون توشيح کړ.
نورو ديموکراتيکو هيوادونو کې  ملتونه دومره ويده نه وي، هلته عموماً چې د کوم قانون سره مخالفت څرګنديږي، نو د معضلې د پيل سره سم مخالفين فعاليږي، په ملي او حکومتي کچه ملګري پيدا کوي، او که په دې ټوله موده کې حکومت خپل کار ونه دروي، يا پريکړه بدله نه کړي، نو د قوانينو د تصويب پر مهال د پارلمان مخې ته سوله ايز لاريون کوي، خپل غږ تر منتخبو چارواکو رسوي، که بيا يې هم خبره ونه منل شي، نو د ديموکراسۍ د يو اصل په توګه چې اکثريت دی، د اکثريت رايه  وروستۍ پرېکړه مني.
خو افسوس چې زموږ په هيواد کې داسې نه کيږي، او د افغانانو د هويت سره هم همدا لوبه وشوه، دوښمن (چې هر څوک دی) په خورا مهارت سره هويت رامسخه کړ، او لا لګيا دی، کار کوي، مقابل کې يې موږ هغه مهال خبر شو، چې د بې هويته تذکرو د ويش اعلان وشو، کله چې په دولتي حلقو او دفترونو کې دغه موضوع لاندې باندې کېده، نو ډير کم خلک ترې خبر وو، هغه خبرو بيا نور نه خبرول، يا نورو ته هغه مهال مهمه نه وه، خبرو هم خپل مخالفت ډير کم رنګه پر مخ وړه، داسې چې هيڅ نتيجه يې نه ورکوله، يا کېدای شي په دې تمه وو، چې که بريالي شي په تذکره کې د ملت او دين برخه ورزياته کړي، نو دغه افتخار يوازې خپله واخلي، همدا علت و چې  ورنه د افغان هويت مخالفو کړيو ويره هم محسوس نه کړه، او خپل پلان يې عملي کړ.
پوښتنه دا ده چې له تذکرې څخه د هويت د لرې کولو اړتيا څه وه؟ درې باوره موجود دي، لومړی دا چې بهرني دوښمنان په دې ډول خپلو موخو ته د رسېدو لپاره لاره جوړوي، افغانان  د داسې کارونو سره اشنا کوي، چې په راتلونکې کې به بيا ورته ډېرې سترې پېښې او جنايتونه هيڅ نه ښکاري، ټول به د حکومت چارې، د ديموکراسۍ اصول، پرمختګ، او د ځان په ګټه بولي.
دوهم دا چې افغانستان کې پردي سياستونه عملي کيږي، او په دغه ډول کارونو سره د عامو افغانانو او ځينې پوهانو پام بل لور ته اړول کيږي، همدا اوس په هيواد کې له دې سترې سترې دسيسې روانې دي، نه خو په هيواد کې د زرګونو بهرنيو سرتېرو شتون ته د چا پام دی، نه په دې چا اعتراض وکړ، چې ولې پرون همدې شين سترګو په کندهار کې دوه ملکي افغانان په شهادت ورسول، نه په سرحدونو کې د روانو حالاتو پوښتونکي شته، او نه په هيواد کې دننه د روانو فسادونو، او ملت لوټولو، دا ځکه چې موږ د هويت په موضوع بوخت يو.
درېيم باور دا دی چې په افغانستان کې پښتانه هغې حالت او کچې ته وړل کيږي، چې په پاکستان کې وړل شوي دي، او لرې نه ده چې په افغانستان کې به هم په سياسي ډګر کې همدومره کمزوري شي، لکه په خيبرپښتونخوا او بلوچستان کې چې دي.
په هر حال، اوس چې د بريښنايي تذکرو په موضوع کې اوبه له ورخه تېرې دي، نو يو لرې بند ورته تړل پکار دي، د څو تنو په راټولېدو او د فيس بوک په دې بيهوده چغو او (مبارزه(!)) هيڅ نه کيږي، نه به په تذکره کې بدلون راشي، نه به څوک د دې څو کسانو خبرې ته څوک غوږ ونيسي، او بالاخره دغه اعتراضونه به هيڅ پايله ورنه کړي، البته که غبرګونونه منظم شي، نو اميد شته چې مثبته نتيجه ولري.
دا کار هغه وخت بريالی کېدای شي، چې د افغان هويت ننګه کوونکي، د پارلمان غړي، دولتي مسئولين، او قومي مشران په خپلو دندو، او سر ونه ويريږي، او په زغرده خپل نظر څرګند کړي، که د دې تذکرو مخالفين په پارلمان کې پلويان نه لري، د برياليتوب چانس يې هم کم دی.
زه فکر کوم که اوس د کليو، ولسواليو، او ولايتونو په کچه يوه يوه غونډه وشي، او د دې تذکرې مخالف سپين ږي، مشران، ملکان، متنفذين، علماء، او چارواکي څرګندونې وکړي، حکومت متوجه کړي، يوه وروستۍ پرېکړه په دې توګه اعلان کړي، چې د هغوی په ولسوالۍ او ولايت کې دې د نويو تذکرو ويش نه پيليږي، ځکه هغوی يې نه اخلي.
په ورته وخت کې دې په کابل کې د پارلمان، جمهوري رياست او تذکرو د ويش د ادارې مخې ته  په منظمه توګه احتجاجي غونډې وشي، پريکړه ليکونه دې د همدې ادارو تر دفترونو پورې ورسول شي، او حتمي ځواب دې وغوښتل شي.
دوهم ځل دغه ډول احتجاجونه دی، په همدې کچه هغه مهال وشي، چې يادو نهادونو د غونډو پريکړه ليکونو ته ځواب ونه وايه، او د تذکرو ويش پيل شو، خو که د تذکرو ويش پيل شي، او احتجاجونه دوام پيدا کړي، نو دا بيا د بحرانونو هيواد افغانستان دی، حتمي تاو تريخوالي ته لار مومي، د هغې د مخنيوي لپاره بايد له وړاندې څخه لارې چارې لټول شوي وي.
دا د احتجاج ديموکراتيکه لاره ده، چې زموږ اوسني ځوانان او ځينې زاړه پرې مين دي، که دې لارې هم ګټه ونه کړه، نو يوازې زور دی چې کار به کوي، يا به د تذکرو د ويش دفترونه سوځول کيږي، کار کوونکي به يې وهل کيږي، او په دولتي ودانيو د مظاهرينو لخوابريدونه کيږي، په مقابل کې به پوليس ډزې کوي، او عوامو ته به مرګ ژوبله رسيږي.
زما په عقيده د ملي هويت د ساتنې لپاره چې ملت راپورته نه شي، او په اصطلاح يو ملي پاڅون ونه شي، تذکرې به همدا ډول ويشل کيږي، البته زما دغه وړانديز به د پوهانو او فعالينو د پلان، فکر او پروګرام په مقابل کې چونګ له خرواره وي، خو صرف او صرف د دې لپاره يې څرګندوم چې په د دې ملت خيانت په وړاندې غلی نه وم پاتې شوی.