د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کندهار سندریزه شاعري

عبدالباري جهاني 06.12.2014 12:32

په هرات کي د تیموریانو د سقوط سره سم، د کندهار ښار او شاوخوا سیمه د اته لسمي پیړۍ تر لومړیو کلونو پوري د ایران د صفوي دولت او د هند د مغولو د ډهلي د سلطنت ترمنځ لاس پر لاس کیدی. په دې څه کم دریو پیړیو کي د کندهار د اجتماعي او سیاسیي وضع په باب، پرته له دې چي د دغه او هغه جنرال او شهریار له خوا فتح سوی دی، چنداني معلومات نه لرو. له بده مرغه چي، په فوکلور کي هم د دغو جګړو او پیښو انعکاس نسته یا لږ ترلږه زموږ تر لاسه نه دي را رسیدلي؛ که چیري په دې باره کي کوم نظمونه یا کیسې موجودي وې هغه د زمانې بادونو او ګردونو لاندي کړي دي.
د موسیقی او د موسیقی لپاره د احتمالي شاعری په باب خو بیخي چا هیڅ نه دي ویلي او نه یې لیکلي دي. اروپايي سیاحانو، فیریه، چارلس میسن، هینري بیلیو او آرتر کالوني هم څه نه دي ویلي. تر هغه ځایه چي خبره سندریزي شاعری ته دریږي نو سړی ویلای سي چي د شمس الدین کاکړ، حنان بارکزي او حاجي جمعه بارکزي په زمانه کي، چي ان خبره یې د نولسمي پیړۍ نیمايي ته رسیږي، که چا موسیقی ته مخه کړې او یا یې پښتو شعرونه د موسیقی چوکاټ ته اچولي وي نو هغه به د غزل موسیقي وي؛ ځکه چي موږ د نولسمي پیړۍ د پښتو ژبي د وتلو شاعرانو څخه یوازي غزل اورو، چي د موسیقی لپاره کار ورڅخه اخیستل کیدای سي؛ او که د موسیقی سره غزل ویل سوې وي نو هم به د کندهار د سردارانو او اشرافو په کورونو او دربار پوري محدوده پاته سوې وي. د کندهار د سردارانو د موسیقی د محفلونو په باره کي ډیر څه نه دي ویل سوي خو انګریز نقشه اخیستونکی او نقاش  وینیه، چي ښه ډیر وخت د امیر دوست محمد خان د ورور نواب عبدالجبار خان په کور کي میلمه وو، موږ ته د امیر دوست محمد خان په دربار کي د موسیقی د محفلونو بیان کوی او حتی وايی چي پخپله امیر دوست محمد خان هم ښه رباب واهه.
کندهار یو متعصب مذهبي ښار او چاپیریال وو چي له یوې خوا یې د شیعه ګانو او هندوانو سره د پښتنو ارتباط محدود کړی او د هغوی سره د تګ راتګ خو بیخي سوال نه پیدا کیدی؛ ځکه نو ښايی پښتانه د هغوی څخه د دې هنر د زده کړي څخه محروم پاته سوي وي. او له بلي خوا موسیقی ته د یوه ناروا هنر په سترګه کتل کیدل او د نقاشی، مجسمه سازی او نورو هنرونو، چي خلکو به د هند او ایران سره د تګ راتګ او تجارتي اړیکو په ترڅ کي زده کولای، تر څنګ یې د دې ښایسته هنر د هر ډول پرمختګ مخه نیوله؛ او دغه علت دی چي په کندهار کي تر ډیره وخته د موسیقی څرک نه لګیږي. او که یې څه څرک لګیدلی او چا یو څه زده کړي وي نو موږ ته یې خبر نه دی را رسیدلی.
 ویل کیږي چي ملاحسن اخوند، کله کله په خلوت کي د وجد په حالت کي رباب پر سر نیولی  له خدایه څخه د بخښي غوښتنه کوله. ده به ویل چي خدایه! زه خپل عمل نه لرم؛ ما د همدغه رباب په برکت وبخښه. که دا کیسه، چي په کندهار کي یو وخت ډیره عامه وه، جدي واخلو نو ملاحسن اخوند به د تصوف چشتیه او یا مولویه طریقې ته، چي دواړي طریقې موسیقی ته په یو ډول تقدس قایل دي، منسوب وي.
 د کندهار ځینو پخوانیو سندرغاړو د تولوکان د ملاحسن اخوند، چي هغه هم د نولسمي پیړۍ یو صوفي شاعر وو او له بده مرغه چي موږ ته یې یوازي دوې پښتو غزلي راپاته دي، یو شعر، که څه هم چي د کلاسیک غزل پر طرز په عادي دوولس سیلابي بحر کي یې لیکلی دی، د شام کلیان په مقام کي کمپوز کړی دی.
هغه چاري چي زما پر خاطر اوري
شیخ یې نه ویني په خواب ملا په توري
ما ویل زه به لا دیدن کړم د یارانو
زه چي راغلم یاران نسته مېني توري
لڅي پښې مي د رباط پر پوټي وسوې
خپل اشنا په تش نظر نه راته ګوري
چي چندڼ لره ورځي خپل سر به بایلي
د افعي مارانو ځای د چندڼ سیوري
د چندڼو وني وسولېدې ولاړې
دا ښاخونه یې کاږه د حق پر لوري
د حسن زړګی هغو معشوقو یووړ
چي مدام تر نقاب لاندي سترګي توري
د حسن برخه داغه سوه له ازله
چی مدام د ښایستو و مخ ته ګوري
په هر صورت د شلمي پیړی د پیل له کلونو څخه بیا د هغي پیړی د شپیتو تر لسیزي پوري په کندهار او شاوخوا سیمه کي د شاعرانو یوه لویه ډله را پیدا سوه چي تقریبا ټول ملایان ول او ټول په هندي کلاسیکه موسیقي پوهېدل او غزلي او سندریز شعرونه یې تقریبا ټول د موسیقی لپاره ولیکل. د ګلزار سید احمد او د ملا محمد عیسی د بوستان عشاق پښتو کتاب څخه معلومیږي چي دا ټول ملایان شاعران په هندي کلاسیکه موسیقي پوهیدل او د بیلو بیلو راګونو لپاره یې خپل کمپوزونه کړي دي. هغوی حتی د هغو مقامونو لپاره چي په کندهار کي د موسیقي په محفلونو کي زیات ویل کیدل او یا یې زیات اوریدونکي درلودل خاص طرزونه او خپل  نومونه غوره کړي ول. د دېس لپاره یې سروټ او نیرېز، د ماڼد لپاره آسا، د بیم پلاسي لپاره ساندره نومونه غوره کړي ول. ویل کیږي چي کستوري مقام پخپله په کندهار اړه لري او په همدغه ښار کي ایجاد سوی دی.
تصادفي خبره نه ده چي تقریبا په یوه وخت کي د کندهار په ښار کي دونه زیات سندریز شعرونه، او هغه هم د ملایانو له خوا، ایجادیږي. دا څرګنده خبره ده چي هندي کلاسیکي موسیقی باید په کندهار کي له دغه څخه ډیر پخوا ریښې درلودلي او ځغلولي وي. که څه هم چي پخوا، په تیره بیا په کندهار او شاوخوا کي سواد تقریبا یوازي په جومات پوري محدود وو او سړی به د لیک له زده کولو څخه مخکي مُلا سو، خو د میرزایانو او مامورینو له طبقې څخه هم سترګي نه سو پټولای.خو د تعجب او حیرانتیا خبره  دا ده چي د موسیقی لپاره د سندریزي شاعری بیرغ مُلایانو پورته کړ او تر هر چا یې وار دمخه کړ. ملاعبدالسلام، ملا میریحیی، ملا محمد عمر، ملا عبدالمنان، ملا عبدالحکیم، ملا محمد عیسی، عبدالعلي اخوندزاده، ملارحمت الله، ملامحمد کریم، ملا زاهد، او د دوی په څیر نورو ملایانو سندریزي شاعری ته مخه کړه او د ملا عبدالمنان او ملا عبدالسلام ځیني کمپوزونه تر اوسه ژوندي او د کندهار د موسیقی محفلونه یې ښکلي کړي دي.
داسي ښکاري چي د ګلزار سید احمد د مولف سید احمد بیزار په دوکان کي هره ورځ ځیني شاعران، چي ټول به یې د هغه وخت د مروجو راګونو، مقامونو او طرزونو سره بلد ول، را ټولیدل او له هغو خلکو سره یې چي له موسیقی او سندرو ویلو سره علاقه درلوده، وړیا مرسته کوله. سید احمد بیزار د خپل کتاب په پای کی لیکي: که د یو چا په دې کتاب کي د ځیني غزلو وزن نه دی زده په ښکاپر بازار کي دي د حاجي عبدالعلي خان د مسجد پر مخامخ د ملاسید احمد بیزار دکان ته ورسي چي ور وې ښيي.
د بیهاګ په مقام کي د ملا عبدالمنان یوه  ابتکاري او خواږه کمپوز د موسیقی محفلونه د څه کم یوې پیړی راهیسي رنګین کړي او زه یقین لرم چي لږترلږه یوه بله پیړی په مخ کي لري. د دې شعر د کمپوز او شرنګ کمال په دې کي دی چي د کندهار تقریبا ټولو شاعرانو پر همدغه طرز بیهاګونه جوړ کړي دي؛ خو یوه یې هم ځای نه دی نیولی او د هیچا په یاد کي نه دي پاته سوي، په داسي حال کي چي د دې سندري، لږ ترلږه، استايي یا کسر د کندهار په لارو کوڅو کي د زړو او ځوانانو په خولو کي وو.
زه رنځور یم د عشق/ پر علاج مي تلوار که
ساقي ماته یو جام/ علیحده را تیار که ««««««««  زه رنځور یم د عشق
ساقي زه او مالک/ د شرابو خپلوان یو
موږ د دې میخانې/ د عمرو عملیان یو
راسه ورسه قاصده/ ورتا لیري اغیار که ( ورتا یعني ورته ووایه)
ساقي ماته یو جام/ علیحده را تیارکه ««««««« زه رنځور یم د عشق
راسه ورسه چي زړه/ مي بې اوره کباب دی
شیرین ژوند د ځوانی/ مي تمام اضطراب دی
زخمي زړه مي تازه/ په هوا د بهار که
ساقي ماته یو جام/ علیحده را تیارکه ««««««« زه رنځور یم د عشق
 له دوی څخه یو نسل وروسته مولوی عبدالفغار بریالي د کندهار د محبوبو او مشهورو هنرمندانو لپاره کمپوز سوي شعرونه وړاندي کړل چي تر اوسه پوري هنرمندان د موسیقی په محفلونو کي ناز په کوي. د بیهاګ په مقام کي د هغه یوه سندره، که څه هم چي لومړی کمپوز یې ملا عبدالسلام کړی دی، دونه زړه را کښونکی شعر لري چي ښايي تر ډیره وخته پوري به د کندهار د موسیقی په محفلونو کي ژوندی وي.
شونډي دي سرې دي ««««  پکښي نغمې دي
څه دي را وکړه/ بې نیازه یاره
چي له ښه ژونده/ دي کړم بیزاره
ګریوان پاره ګرځمه/ زه ناقراره
جار دي تر سترګو سمه/ ګلپري یاره
عشق دي را سوي / د زړه پردې دي
شونډي دي سرې دي/ پکښي نغمې دي
د کندهار د بالاکرز د کلي عبدالله خان، چي د شلمي پیړۍ په شپږمه لسیزه کي سپین ږیری، احتمالاً شپیته کلن وو، د شام کلیان راګ لپاره په پښتو ژبه یو بندش جوړ کړ چي ښايي په پښتو ژبه کي به اول او اخر وي.( غم که لیري/جم که لیري/ راکه می ګلرنګ/ که راکي جام جام جام) که عبدالله خان د شلمي پیړۍ په شپږمه او حتی پنځمه لسیزه کي د هندی کلاسیکي موسیقی لپاره مستقل او ابتکاري بندشونه جوړول نو څرګنده خبره ده چي په کندهار کي د هندی موسیقی، په تیره بیا کلاسیکي موسیقی خبره لږترلږه د نولسمي پیړۍ نیمايي ته رسیږي. عبدالله خان  هم زیاتره د ملا عبدالسلام کرزي شعرونه، چي له هره پلوه روان، پر هندی مقامونو کمپوز ته جوړ او سنګین شعرونه وه په موسیقي محفلونو کي ویل. د ملا عبدالسلام یو شعر، چي په اصل کي د شاهانه کاندره مقام لپاره کمپوز سوی وو، دونه روان وو چي هنرمندانو به یې د مختلفو مقامونو لپاره د کمپوزولو مسابقې کولې، او د هغه وخت یوه مشهور سندرغاړي محمدنور ویل چي په دوولسو مقامونو کي یې ویلای سي.
پر ګلابي باړخو د نازه شنه خالونه وهې
په دې نغمو د خوارعاشق سرو مالونه وهې
عقیق لبان لعل و مرجان سپین یې بدن بلوړي
سترګي نرګس خوله فلاکس صدف دندان میرواري
د زړه پر سر مي د مژګانو خنجرونه وهې
که سیداحمد بیزار، چي پخپله هم شاعر او په کلاسیکه موسیقي کي وارد سړی وو، د دغو په موسیقي پوه ملایانو شاعرانو شعرونه د ګلزار سید احمد په نوم وړه مجموعه کي را غونډ کړي نه وای نو د دغو شاعرانو نومونه به زموږ غوږونو ته نه وای رسیدلي. په دوی کي یوازي ملامحمد عیسی خپل شعرونه په انجمن عشاق او بوستان عشاق کي را غونډ کړل او باقي پاته نور شاعران ، د ملاحسن اخوند په څیر، د خپلو شعرونو سره ښخ سول. وروسته صوفي لعل محمد په ۱۹۴۱ کال کي د بهارجانان او ګلزار محبوبان په نوم  د دغو سندریزو شعرونو یو کتاب په کویټه کي چاپ کړ او بیا د عبدالاحد همنوا په نوم یوه خواخوږي د ملاعبدالسلام کرزي شعرونه را غونډ او په کویټه کي يې چاپ ته وسپارل. په خواشینی سره باید ووایو چي د نورو هغو شاعرانو د شعرونو، چي په ګلزار سید احمد کي یې یادونه سوې ده، د پیداکیدلو چنداني امید نسته.
د ګلزار سید احمد او بهارجانان څخه موږ ته معلومیږي چي هندي کلاسیکي موسیقی، په هر ډول چي وه، په کندهار کي باید اوږده سابقه درلودلې وي؛ ځکه چي له دومره زیاتو هندي مقامونو سره بلدیدل او د هغوی لپاره ابتکاري کمپوزونه جوړول د کال او دوو خبره نه ده او نه کیدلای سي، او هنرمندان په دې پوهیږي چي دا کار لس هاو کلونو ته ضرورت لري.  که هندي موسیقي پر راګ، ټهمري، غزل او ګیت باندي وویشو، نو د کندهار سندریزه شاعري زیاتره څلورمي کټه ګوری یعني ګیت ته منسوبه ده. ځکه چي د کندهار اکثریت خلک له هندي کلاسیکي موسیقی سره، حتی اوس هم، دونه بلد نه دي چي د راګ او ټهمري هرکلی دي وکړي، حتی غزل هم دروندوالی باندي کوي.
د ګیت په ډول شعرونو کي د سیلابونو او قافیو حساب د غزل په څیر نه دی چي هري خواته باید د سیلابونو انډول  برابر وي، بلکه د آهنګ او د سندري د طرز او مقام په حساب دی. هر څونه چي د آستايي او انترې ترمنځ ، چي په کندهار کي یې کسر او مسرۍ بولي، انډول او آهنګ برابر وي په هغه اندازه د سندري عمر اوږد وي. البته د دې معنی دا نه ده چي غزل د ګیت لپاره نه سي انتخابیدلای، بلکه بیخي زیاتي غزلي د ګیت لپاره انتخاب سوي او لا یې هنرمندان انتخابوي؛ د ملا حسن اخوند صوفیانه غزل یې ښه مثال دی.
د آقاجان هغه سندره چي د آساوري په مقام کي یې ویلې، او په جرأت سره ویلای سو چي دا به یې خپل کمپوز وي، د ګیت لپاره د مثال په توګه راوړو:
همیش تر سترګو تویوم اوښکي باران باران«««««««««««  دلبرمي نه سو پخلا
که هر څو وژاړم و یارته هیڅ پر وايي نسته
لا مي په زړه کي بلوي اور د هجران هجران «««««««« دلبر مي نه سو پخلا
خدایه هیڅوک مه کړې په داسي درد و غم مبتلا
چي نه جوړیږي نې چاره وي د درمان درمان «««««««« دلبر مي نه سو پخلا
ملا عبدالمنان د شام په مقام کي یوه سندره لیکلې ده او په هغه کمپوز چي ده ورته غوره کړی دی، د څه باندي شپیتو کالو راهیسي، ژوندۍ ده او لا هم اوریدونکي او شوقیان لري او لا هم خلک سرونه ورته ښوروي.
زما دلبره/ ګل بشره/ شوخ نظره/ خدای چي کړم پر تا شیدا ««««  مه اوسه له ما جلا
څنګه زما آشنا یې ته/ ولي بې پروايې ته/ تل مي تمنا یې ته/ زما د زړه دوا یې ته
د زړه سره/ ناز پروره/ باخبره/ مخامخ سه مه لقا ««««««««« مه اوسه له ما جلا
ماته ستا د عشق استاد/ راکی دردوغم په یاد/ سوی دی پر ما بیداد/ اورې مي مدام فریاد
ویني خورمه/ پای به مرمه/عرض لرمه/ واخله عرض مي دلربا««««« مه اوسه له ما جلا
رازونازو بازلرې/ جوړاخلاق ممتازلرې/عقل فکر ساز لرې/ رحم امتیاز لرې
مخ ګلګونه/ قد موزونه/ وړم غمونه/ زه عبدالمنان بیتا ««««««««  مه اوسه له ما جلا
د ملا عبدالسلام هغه شعر چي د کندهار په اصطلاح سروټ د مقام لپاره یې لیکلی دی، تر اوسه ژوندی دی او خوږه خبره دا ده چي تر تقریبا نیمي پیړۍ  پوري بل هیڅ شاعر په هغه قالب کي د بل شعر د جوړولو زړه ونه کړ.
په دواړو لاسو مي نیولې ستا لمن محبوبا ««««««« هو! هو! په دواړو لاسو
منګول به ستا/ پرلمن کښیږدم ««««««««  وطن به ټوله/ تاته در بریږدم
که مي روزي سوه/ هغه وعده چي کړې تا د انجمن محبوبا
هو! هو! په دواړو لاسو
پیزوان دي زانګي/ پر سرو لبانو ««««   لب دي خوراک دی/ د میخوارانو
که دي رانه کړه/ نارې به واورې/ پر زړګی یمه خوږمن محبوبا
هو!هو! په دواړو لاسو
ستا په یاري کي/ بې نیازه یاره «««««« ژاړم افسوس کوم/ د خدای لپاره
لکه یتیم/ په ژړا څیري مي ګریوان سو لغوړن محبوبا
هو!هو! په دواړو لاسو
تقریبا نیمه پیړۍ وروسته  مولوي عبدالغفار بریالي ښايي ځکه پر دغه طرز یوه بله غزل لیکلې وي چي د ملا عبدالسلام شعر مخ پر زړیدلو سو. سره له هغه چي د مولوي بریالي شعر د آهنګ او د شعر د دروند والي له مخي بشپړ وو مګر د موسیقی په محفلونو کي یې د ملا عبدالسلام د شعر محبوبیت او مرغوبیت تر لاسه نه کړ.
سازو سارنګ مي بیرته نوی کی خمار ساقي یار «««««««« سازو سارنګ
ساه مي را ټوله / سوه وځیګرته ««««  د ځیګر دود مي/ وختی سر ته
نفس مي خیژی/ نفس مي خیژي پر پیالو وکه تلوا ر ساقي یار ««««« سازو سارنګ
که منظور نه سم/ ستا په دیوان کي «««««««« بریالي لاس نیولی/ ستا په ګریوان کي
دوست و دښمن/ دوست و دښمن مي دي سي ټوله تر تا جار ساقي یار ««« سازو سارنګ
ملا عبدالسلام ، ملا محمد عیسی او نورو ملایانو شاعرانو زیاتره مذهبي سندریز شعرونه لیکل، څو هم په کندهار کي د اوریدونکو د سلیقې او  علاقې سره برابري سندري تقدیم کړي او هم د خپلو رقیبو متعصبو ملایانو، چي له موسیقی سره یې ډیره سخته دښمني درلوده، زړونه ښه کړي. ملا عبدالسلام په دې لړ کي د هند د کلاسیکي موسیقی د« دورګه » راګني په مقام کي یوه سندره لیکلې ده چي تر اوسه پوري چا په دغه قالب کي بل شعر نه دی لیکلی. او که یې لیکلی وي نو به یې د ملا عبدالسلام د شعر ځای نه وي نیولی.
اې د رب په دربار کي سلطانه
خود به خلاص کې بندیان له زندانه
خلاصیده د بندیانو په تا دي
صفتونه دي ټول په ریشتیا دي
تر هر ګل تر بلبل خوش زبانه
خود به خلاص کې بندیان له زندانه
چي خبر ستا په عشق لوی باري کړم
که واصل سم و رب ته زاري کړم
خاص و عام ته دي نوم سو عیانه
خود به خلاص کړې بندیان له زندانه
ستا په نوم نیکنام عبدالسلام یم
نازیدلی په تا صبح و شام یم
دواړه لاس مي دي ستا په ګریوانه
خود به خلاص کړې بندیان له زندانه
ملا محمد عیسی، چي ډیر زیات مذهبي شعرونه ، نعتونه او منقبتونه یې لیکلي او د حضرت یوسف اوږده کیسه یې ټوله منظومه کړې ، معراج نامه خو یې یو کتاب ګوټي کیږي او وفات نامه یې ډیره مشهوره ده، په خپل کتاب انجمن عشاق کي د پیرچنګي په نوم یوه  عرب ربابي او سندرغاړي هغه کیسه منظومه کړې ده چي مولنا جلال الدین رومي  په مثنوي کي په ډیر رنګین شکل راوړې ده. البته ملا محمد عیسی دغه کیسه د سندري په شکل او بهیروي مقام لپاره لیکلې ده. دا بهیروي پخپله د کندهار د کمپوزونو څخه ده او په دغه شکل، په کندهار کي، بیحده زیاتي نعتیه او عشقیه سندري لیکل سوي دي. مولنا ښايی غوښتل د دې نظم په وسیله هم تصوفي حقیقي عشق ثابت کړي او هم په ضمن کي موسیقي، چي ده پخپله بې اندازې زیاته مینه ورسره درلوده، توجیه کړي.
واوری کیسه ده له کتابه څخه «««««««««  د مولنا صاحب له بابه څخه
پیر چنګي وو په عربو کي نامداره وو ««««« ښه خوش آوازه خوش ګفتاره وو
واوری د پیر چنګي نقل دی «««««««««« ورته عاجزه فکر و عقل دی
پر څلور کونجه یې خبري د آواز کیدې «««  هغه د پیر چنګي د ساز کیدې
ده چي شهباز د راب تیز درلودی ««««««  خود یې خبر پر خلقو خیز درلودی
په خلافت کي د حضرت عمر مشهوره وو ««««« جوړه یې نه وه بې تربوره وو
د مدینې شریفي ښار وګوره «««««««««  هلته د ده سرای و روزګار وګوره
چي آوازه یې د رباب د استادی ولاړه ««««««««« ګوره د مصر تر ماڼۍ ولاړه
حضرت عمر صاحب فراره کی «««««««« پیر چنګي یې توبه ګاره کی
له ناچاری یې توبه وکښه له ربابه څخه «««««  واوری قصه ده له کتابه څخه
له ناچاریه تښتیدلی وو ««««««««««««  د مکې ښار ته ورغلی وو
د مکې خلقو نازاوه ډیر یې عزت ورکی «««««««  په یوه سرای کې سکونت ورکی
په لس طلاوي په یې شپه تیرول  «««««««««  پیر چنګي به همیشه تیرول
پای ته سپین ږیری سو غاښونه یې بیځایه سوه ««««« خوله یې بیحده بد نمایه سوه
پر ملاسو کړوپ آواز یې دړه وکړه «««««« یو داسي چیغه بې ناوړه وکړه
تا به ویل له لویه څه ناکاره وو ««««««««« ښه خوش اوازه خوش ګفتاره وو
واوری د پیر چنګي نقل دی««««««««« ورته عاجزه فکر و عقل دی
پر څلور کونجه یې خبري د آواز کیدې««««««« هغه د پیر چنګي د ساز کیدې
پیر چنګي بالاخره داسي حال ته ورسیدی او آواز یې دونه خراب سو چي خلکو یې په  کوڅو او بازارونو کي په وړیا توګه هم پر آواز غوږ نه نیوی او نور یې نو په خپل رباب یوه ګوله ډوډۍ هم نه سوه پیدا کولای. یوه ورځ د ښار له خلکو څخه لیري یوه دښت ته ولاړ  او هلته خاص د خدای لپاره رباب وهلو ته کښېنستی.
مخ یې پر لوري د بیا بان ونیوی ««««««««  لاس یې طرف ته د آسمان ونیوی
ویل یا خاونده د عالمه ګوښه تللی یمه «««««««  مزدوري ستا کوم راغلی یمه
مخ پر قبله په اوداسه کښېنستی ««««««« په ښه ادب زاري ګفته کښېنستی
رباب یې کښیښود پر زنګون د عشق له تابه څخه ««««« واوری قصه ده له کتابه څخه  
پیرچنګي  ډیري مستي نغمې وږغولې او په همدغه وخت کي خوب ورغی. په دغه وخت کي خلیفه حضرت عمر فاروق  ته په خوب کي الهام وسو چي هغه سړي ته چي په دښت کي ویده دی څلور زره طلاوي مزدوري ورکړي. کله چي پیر چنګي ته طلاوي رسیږي نو هغه خپل رباب له مځکي ولی او نور نو طاعت او عبادت ته مخه کوي.
البته سید عبدالله جان آغا دونه ژر نه تسلیمږي او په هغه سندره کي چي د بهیرمي په مقام کي یې ویلې ده د شیخ او زاهد په مقابل کي ښکاره بغاوت کوي.
ناصحه پند مه وایه/عبث ګډ یې بیځایه ««««««« ورځه ورک سه بد رایه
داخل په خپل خلوت سه سکوت کښینه کم ګفتاره «««   ویل دي نا بکاره
داستا په نصیحت زما د میني اور تازه سي «««««««  ډیر تیر تر اندازه سي
مشرب مي د رندانو/ قبول مي پر چشمانو/ منت وړم د ساقیانو
مسلک مي میخوري ده قبول کړې بې اخیتاره ««««« ویل دي نا بکاره
پر تن مي د تقوی لباس ای شیخه ټول پاره کی ««««« مضمون مي لږ ښکاره کی
مشتاق د می پرست یم/ په جام د میني مست یم / د زهد عصا شکست یم
دنیا و آخرت مي د مطرب تر صدا جاره «««««««««« ویل دي نابکاره
غلط به دي په وعظ د توبې نه سم خطیبه ««««  عبث وايې غریبه
ویل دي بې اثره/ښکاریږي سر ترسره/ په عشق څه یې خبره
په ډیر تهمت دي زه عبدالله جان کړم دل آزاره «««««« ویل دي نابکاره
دې شاعرانو ته نه په محیط کي عادي خلکو او نه ملایانو څه ویلای سوای. علت یې دا وو چي دوی هم ملایان او هم شاعران ول. د شاعرانو په باره کي دا خبره مشهوره وه چي چا د سرور کاینات ص سترګي په خوب نه وی لیدلي هغه شاعر کیدلای نه سي. نو یو څوک چي هم پخپله ملا او دیني عالم وي او هم یې داسي مقدس خوب لیدلی وي هغه ته به سړی څه ووايي. هغوی چي هر څه ویل خلکو فکر کاوه چي د دې شعرونو تر شا نوري خبري پټي دي چي هغه حقیقت دی او یوازي دغه شاعران او لوی خدای ج سره پوهیږي. د ملامحمد عمر په باره کي خو په ټول کندهار او شاوخوا کي دا خبره مشهوره وه چي هغه یو رسیدلی ولي دی، او حتی د کندهار د ښار متصرف دی. ملامحمد عمر یا لږ شاعري کړې یا یې تر موږ پوري لږ شعرونه را رسیدلي دي. هغه غزل چي د بیهاګ د مقام لپاره یې لیکلې او کمپوز کړې ده، په خپل وخت کي تر ډیره وخته د موسیقی په محفلونو کي په شرنګ ویل کیدله.
سترګي یې توري په کجل کړې راغی بیا قاتل
ویې ویشتم د زړه پر څوکه بې پروا قاتل
چي پر جبین یې زلفي دام دانه یې خال ایښی دی
اوس به بندي کړي دل و جان د واره زما قاتل
د سپین رخسار شغلې یې تللې تر اسمانه پوري
شمس و قمر ورته خجل خوري پر سما قاتل
خود به نارې د انالحق وهي په شان د منصور
چي ځیني وړی په منګولو زړه دی تا قاتل
محمد عمر به ادا نه کي ستا د حسن صفت
عجز مي لوی عذر راوړی دلربا قاتل
مولوی عبدالغفار بریالی، چي پخپله د دیوبند مدرسې څخه په اعلی درجه فارغ سوی، متشرع عالم وو، په زهد او تقوی ډیر مشهور وو او په کندهار کی یې د پښتو ژبي د کلاسیک او نوي شعر تر منځ د ارتباط یوه ښایسته او رنګینه کړۍ بللای سو، هم له شیخ او زاهد څخه شکایت لري. سړی نه پوهیږي چي که مولوي بریالی هم له شیخ څخه شکایت کوي نو دا شیخ لا څوک دی؟
په هغه ښایسته او روانه سندره کي یې، چي د کندهار مختلفو هنرمندانو او سندرغاړو د بهیرمي، سوني، ګډار او بیهاګ په مقامونو کي کمپوز کړې ده، تنګ نظرو شیخانو ته خپله غوسه ښودلې ده.
نن که دي پر ما باندي د جبرو ستم واری دي «««««««««  سرې شونډي ګلناري دي
سر په کفن په خندا««««««««««««  ځم به د لحد بر خوا
نوم به د شهید یوسم چي ستا سترګي خونکاری دي «««««««« سرې شونډي ګلناري دي
شیخه تهمت بس که نور «««««««««  وزي مي له خولې څه شور
ولاړ سه نا واقفه د عشق نوري نوري لاري دي «««««««« سرې شونډي ګلناري دي
ستا د عبادت کتاب ««««««««« زما د هجر یو جواب
وینم په خلوت کي د ریا پردې هواري دي «««««««« سرې شونډي ګلناري دي
ما عبدالغفار ته زیات «««««««««« مه وایه د غم لغات
چیري زما انګار او ستا ویناوي سره ساري دي ««««««« سرې شونډي ګلناري دي
مولوي عبدالغفار بریالي د کندهار سندریزي شاعری او په عمومي صورت د کندهار شعر ته، د متن او کلماتو له مخي، داسي رنګ او رنګیني ورکړه چي تر ده مخکي یو نسل شاعرانو نه وه ورکړې. د هغه زیار په سندریزه شاعري او غزل  دواړو کي د یادولو او تمجید وړ دی.
توري زلفی یې اوږدې د مخ پر لوري
که هندو پښې غځولي دي قرآن ته
کج که سولې پیچاپیچ سره ټولیږی
که فرعون سجده وکړله ځا نته
زاغ د خط دي کړې منګولی په مخ ښخي
که شیطان وو لاس یې واچاوه ایمان ته
بیهوده تړمه عشق په تار د صبر
زمری کله نیسي پزه و پیزوان ته
بریالیه خال که ګوښه د کږو ورځو
دا کتاب ضرورت نه لري نښان ته
او دا چي:
پر دماغ مي خطرناک اثر د چا دی
دا هجوم چي بلوي شرر د چا دی
که آسمان دي په ابرو وهلی نه دی
پکښي ډوب دا هلالي خنجر د چا دی
پوه سوم پوه سوم دا له تا نه ده حبیبه
که نه بل دا زبردست ګذر د چا دی
وایه تا چي بریالی وژلی نه دی
دا په غیږ کي دي پرې کړی سر د چا دی

یوه سندره خو یې دونه مشهوره سوه چي د کندهار ټولو هغو هنرمندانو چي د بریالي د شعر او په عمومي صورت ښه شعر سره یې مینه درلوده خپله کړې وه.
په توره نیمه شپه کی به چا لمر لیدلی نه وي ««««««««« ما ولید برملا
هندو به معتکف وي چا لیدلی په محراب کي ««««««« سپوږمی په ګل ګلاب کي
یا ستوری د آسمان وي را لویدلی به سراب کي ««««« سکروټي په دریاب کي
له سروي څه به چا د سیب ثمر لیدلی نه وي «««««« ما ولید برملا
په منځ کي د روژې دی کوم سړي اختر لیدلی ««««« اسمان را نړیدلی
د سپي به پر زمریانو چا بری وي اوریدلی «««««« پر مخ د اوبو کلی
پر غاړه د نغري به چا سفر لیدلی نه وي «««««««« ما ولید برملا
شپیته، اویا کلونه مخکي او یا له هغه څخه مخکي زمانه کي، په کندهار او شاوخوا سیمه کي، مایکروفونونه، لوډ سپیکرونه، د اوازونو د ثبتولو وسایل او نور عصري وسایل یا نه وه او یا دونه کم وه چي سړی هیڅ حساب نه سي ورباندي کولای. د هغه وخت هنرمندانو سیدوضابط ، نظرمحمدکاکو، استاد داد کریم، استاد فقیر بوټ ساز، استاد محمد حسن، فداګل، محمدنور، استاد لالي، استاد خدایداد، بابړو سردار او نورو سندرغاړو به د سینې او ستوني په زور خپل اوازونه تر اوریدونکو پوري رسول. د موسیقی محفلونه عام او زیات نه وه او خلکو اصلا موسیقی ته زیات لاس رسی نه درلود، نو طبیعي خبره ده چي ډیره زیاته علاقه یې هم نه سوه ښودلای. خو کله چي د موسیقی د محفلونو د جوړولو او تر خلکو پوري د هنرمندانو او سندرغاړو د آوازونو د رسولو لپاره نسبتا عصري وسایل پیدا سول او خلکو د شاه محمدکندهاري، سیدمحمد، اغاګي، ولي محمد، عبیدالله جان، مجیدآغا، رحماني او نورو آوازونه یا د راډیو، یا د لوډ سپیکرونو او یا د ټیپونو له لاري تقریبا هره ورځ واوریدل نو هم د موسیقی سره مینه زیاته او هم یې اوریدونکي زیات سول. د موسیقی لپاره باید نوي او زیات کمپوزونه سوي وای او د خلکو غوښتني یې پوره کړي وای.
د کندهار موسیقي، چي تر دغه وخته پوري یې یو ډول صوفیانه شکل درلود، او هنرمندانو او سندرغاړو به د خپل کسب او کار ترڅنګ د موسیقی په محفلونو کي وړیا سندري ویلې، او حتی د سندرو ویلو په بدل کی یې د پیسو اخیستل عار او د موسیقی هنر ته سپکاوی باله، بازاري سوه او د سندرو ویل پخپله جلا کسب سو.
دا وخت پخواني شاعران یا ټول او یا اکثریت وفات سوي ول او د هغوی د کمبود د پاره په میدان کي ډیر لږ کسان پاته ول. د کندهار سندریزه شاعري یو ناڅاپه د سقوط خواته روانه سوه. شاعرانو د کابل راډیو، هندي فیلمونو د موسیقی او د پخوانیو شاعرانو د طرزونو په تقلید او د موجودو سندرغاړو په فرمایش هره ورځ په لس هاوو سندري تولید کړې. طبیعي خبره ده چي د سندریزي شاعری کیفیت داسي حال ته ټیټ سو چي د شاعرانو سندرو یې د یو ځل اوریدلو ارزښت نه درلود. مجید آغا، ساګزي ماما، اغک ماما، رحماني، چي په هغه وخت کي ډیر  زلمی وو، او ځینو نورو هنرمندانو خپل ټول کوښښ وکړ چي، د نویو عصري وسایلو له لاري د ملاسلام، ملامنان، مولوي بریالي، پروانه او ګل بیدار شعرونه، چي د معنی او کلماتو په لحاظ غني وه، ورسوي. خو هم د اوریدونکو شمیره له سوونو څخه سل هاوو زرو ته رسېدلې او هم نوي بې کیفیته خو مست او روان شعرونه د خلکو  له سلیقې او سویې سره برابر وه نو ځکه د دوی تلاښ  چندانی ځای ونه نیوی. کابل راډیو، چي په ټول هیواد کي د خپرونو لپاره یوازینی وسیله وه، دې هنرمندانو ته، د بیلوبیلو دلایلو له مخي چنداني موقع برابره نه کړه. اوس د کندهار سندریزه شاعري، خپل پخواني حال ته تر رسیدلو پوري ډیر لوی واټن په مخ کي لري.
د کندهار، هیلمند، زابل او اوروزګان ځوانانو د پښتو شعر لپاره دومره کار وکړ چي د سیمي شعر یې د افتخار سرحد ته ورساوه. خو څرنګه چي دا زلمي شاعران تقریبا ټول د جنګ او انقلابونو د شرایطو محصول ول او د خپلي موسیقی، چي زیاتره ارامو شرایطو ته اړتیا لري، بېخبره پاته سول، او ضمنا دوی فکر کاوه، او حقیقت همداسي دی، چي تر هر څه زیات باید د شعر د مضمون برخي او ښکلا ته توجه وکړي، نو د سندریزي شاعری اړخ د دوی له ښکلیو شعرونو څخه بې برخي سو او میدان بې کیفیتو بازاري شعرونو ته همداسي خالي پاته سو. د بلي خوا لکه څرنګه چي د کندهار پخواني شاعران د کلاسیکي موسیقی سره بلد ول او د هغې موسیقی د مقامونو په چوکاټ کی یې نوي کمپوزونه کول، زموږ زلمي شاعران، که ټول نه وي نو ټول ته نیژدې اکثریت، د هغو مقامونو او کمپوزونو جوړولو سره نا بلده دي. ګومان نه کیږي چي د کندهار ځوان شاعران دي د پیلو، مالکوس، نټ ګدار، بسنت بهار د مقامونو حتی نومونو سره اشنا وي. دغه علت دی چي د سندریزي شاعری میدان بې کیفیتو شعرونو نیولی دی او تر څو پوري چي ځوان شاعران دا میدان بیرته نیسي ډیر زیات کار او زیار ته اړتیا لري.
د ځینو کسانو سره دا نظردی چي پښتانه باید خپله اصیله اولسي موسیقي ولري او  هغې ته انکشاف ورکړي؛ په داسي حال کي چي فوکلوري او اولسي سندري او موسیقي خپل ځای لري او د موسیقی د محفلونو او په موسیقي کي د یوه قام د شعرونو د ځایولو خبره بیخي بیله ده. موږ د لنډیو، نارو، بابولالي، نیمکیو، بګتیو او د اتڼ له نارو څخه په یوه محدوده ساحه کي د یوه ټاکلي هدف لپاره کار اخیستلای سو. خو که وغواړو چي په دغه چوکاټ کي کمپوزونه وکړو نو دا د ناممکن تر سرحده پوري مشکل کار دی. که یې امکان درلودلای زموږ مخکښو او پخوانیو شاعرانو به هیڅ وخت مخ ورڅخه اړولی نه وای. د بلي خوا زموږ پخوانیو شاعرانو، چي پخپله ښه کمپوزران هم ول، د هند او نورو بیګانه موسیقیو سیده او مخامخ تقلید نه دی کړی بلکه لکه چي و موښودل د هندي کلاسیکي موسیقی په چوکاټ کي یې خپل شعرونه د خپلو کمپوزونو سره اچولي دي. موږ د هند سره ګډ کلتوري تاریخ لرو او دا هیڅ بده خبره نه ده چي د هغوی له موسیقی څخه مو د خپلو شعرونو د خپرولو او د خلکو تر غوږونو د رسولو لپاره کار اخیستی وي. موږ چي له نورو څخه ساینس او تخنیک په عاریت اخلو د موسیقی پورول او خپل کلتور ته نیژدې کول هیڅ عیب نه لري. قوم لکه ښه شعر ته چي ضرورت لري، په هغه اندازه ښې او غني موسیقی ته اړ دی. دا ښایسته متاع چي په هره توګه کیږي باید د قام تر غوږونو ورسوو او چي له هري لاري کیږي د خپل اولس مال یې وګرځوو او چي هر څونه مو وس کیږي هغومره یې غني او ښکلې کړو.