دا څنګه زنده ګی ده
04.12.2014 10:42دڅو لسیزو نه په موږ ورانه ورانی ده
دا څنګه زندګی ده
چی موږ باندی تیریږی
دا چی څه وشول پکتیکا کی
داسی نه شوی کربلا کی
دا رنګه ظلم دی هر خوا کی
جګړو اخستی ټوله موږ نه خوشالی ده
دا څنګه زنده ګی ده
چی موږ باندی تیریږی
یوه ورځ تر بلی بد تریږی
دغه څه وشول دا څه کیږی
اخر به څه تری نه جوړیږی
ظالم ته ګوره شروع کړی قصابی ده
دا څنګه زنده ګی ده
چی موږ باندی تیریږی
دبل دی واک د بل اختیار دی
حکومت د بل په اوږو بار دی
ملت می وینم خوارو زار دی
د څو کسانو پکی جوړه پاد شاهی ده
دا څنګه زنده ګی ده
چی موږ باندی تیریږی
فامیل خارج کی یی اوسیږی
نه په هیواد یی زړه دردیږی
ددوی پری څه که څوک قتلیږی
دوی نه د ښو تمه کوله نادانی ده
دا څنګه زنده ګی ده
چی موږ باندی تیریږی
هیواد کی ګوره قتل عام دی
د امن ژوند په موږ حرام دی
عجب قانون عجب نظام دی
دمرګ او وینو دلته څومره ارزانی ده
دا څنګه زنده ګی ده
چی موږباندی تیریږی
راتپل شوی په موږ جنګ دی
د امریکا که د فرنګ دی
وطن مو ټول په وینو رنګ دی
ولسواکی په نامه دلته زورواکی ده
دا څنګه زنده ګی ده
چی موږ باندی تیریږی
یو دی حکومت دوه واکداران دی
په بیله بیله لار روان دی
ډیر پخپل مینځ کی سره وران دی
ساپیه دلته سر چپه دیموکراسی ده
دا څنګه زنده ګی ده
چی موږ باندی تیریږی