د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتوبه سمه لیکو

محمدسروروکيلي 03.12.2014 12:20

هرڅومره چي لیکنه علمي وي اوچي ګړي پکښې ناسمي وي خوندئې نه وي،ولي چي پوهاوی اوراپوهاوی په هغه خبروکي پروت وي،چي زموږ اورېدونکي اولوستونکي په پوهېدلي وي؛ اودغه رنګه هم الله جله علی شانَهُو خپل کلام زموږ دپوهاوي لپاره آسانه رااستولی دی . نوزموږلیکنه هم باید دغه رنګه وي،چي لوستونکي سم په وپوهیږي اوخپل سم مقصدځني را واخلي . هره لیکنه چي لوستونکی وپوښتونو ته اړباسي هغه لیکنه ګړکېچنه عام فهم نه ده . اړینه ئې نه بولم،چي یو اسان ساده مطلب په پېچولو نوو ګړو چي هیڅ په ژبه کي او په ګړدودونو یاني لهجو (dialects) کي هم دود نه وي؛ ولیکل سي .
دپښتو خوږه ژبه بېله دېنه ستونزمنه ده بیا ناسمه لیکنه هم پکښې راسي خو یوبل شی ځني جوړیږي . خدای سته چي ځني مهال ناسمه لیکنه لولمه؛ وایم دابه جوړه سوې ګړه وي . ولي چي ځیني جوړي سوي ګړي هم دغسي کږې وږې وي . ځیني بیاټوټکي «ادات» (particle) سم نه لیکي او ځیني بیا کړنځی یاني مصدر (infinitive) سم نه کاروي .
د «په » او « پر » ټوټکي (prepositions) چي « په » ته په انګلیسي ( in, at, upon) او په جرمني کي ورته
( im, in, an) وایي او په پاړسي کي ورته ( در، به، توی ) وایي .
او « پر » ته په انګلیسي ( on, over, up, at) او په جرمني کي ورته ( auf, über,oben) وایي او په پاړسي ورته ( بالای؛ روی؛ فوق؛بر؛راجع به ) وایي .
دغه دوه ټوټکي (prepositions) په درو حالتو کي په کار ځي . لکه : ظرف زمان‏ (temporal)؛ ظرف مکان (local) او سببي (causal) حالاتو کي .
لومړی د « په » او « پر » ظرف مکاني حالت : کتاب چیري پروت دی؟ کتاب په المارۍ کي پورت دی . یا دمېز په «روک» کي پروت دی . کتاب پرمېز پروت دی یا کتاب دالمارۍ پرسر پروت دی . پر ننګرهار یرغل سوی او په کندهار کي جنګ دی . یوه لنډې ده :
وایي : پر کابل مه اوره بارانه +++ په کابل کي توري یوي ګرځي ګل کرینه
د « په » او « پر » د ظرف زمان له مخه په کار وړل : لومړی نړیوال جنګ په کال ۱۹۱۴ کي پایل شو .[ پایل ئې ولیکۍ چي ( پیل ) لیکنه ئې بیا د«هاتي » ماناښندي .] وبخښی ! کله له خیره راځې؟ انشاالله پر کال په دغه شپو وو ورځو کي راځم . په کال کي څو واره کابل ته ځې؟ زه په کال کي دوه ځلي کابل ته ځم . پر ۲۳تمه دڅلرمي مي په کورکي ختم کوم .
د « په » او «پر » سببي کاره ونه : دغه سړی په دې تورن دی،چي جنګ ئې کړی . پر ده دچا سره مه جنګېږه . په ده مه نازېږه . په ده مي خوابدیږي او پر ده مي خوابدیږي . دوې بېخي جلا خبري دي . یوازي شاعران دخپل کلام په کار وړلوکي مخیر دي دوی یوازي دشعر دوزن،قافیي او ردیف مسؤلیت لري نور نو دکلام په کاروړلوکي بېخي اختیار مند دي .
لکه الفت چي وایي :
په هرلوري ورپسې یم روان شوی+++که په لاس کښې دماشوم زمامهار وو
دلته پر هر لور باید وای خوشاعر د خپل کلام په ټاکلو کي مخیردی . اوبل ځای هم وایي :
پخوا به په وطن خلکوسرونه ورکول+++سر تیرو ته ئې زړونو کښې ځایونه ورکول
دلته هم « پر» وطن سرورکول دي . داد شاعر دکلام آزادي ده .
خوشال خټک وایي :
که زه نه وای تابه ځان لره بلل څوک+++په پالنګ به داهسي درختل څوک
دلته هم « پر » باید وای؛خوشاعر « په » راوړی دی . بیا ورپسي بیت ئې :
واړه عشق دي چي ئې سر راته ګیاه کړ+++ګڼه زې په ځان مین دسرښندل څوک
په اصل کي پرځان مین دی خوشاعر ئې په ځان وایي .
منثور لیکونکي دغه آزادي نه لري . دوی مکلف دي،چي ګړه ګرامري،ادبي اومنطقي ولیکي اوهم مکلف دی، چي دګړي ښکلا په پام کي ونسي .
اوس ګورو،چي په ورځپاڼو کي دغه دوه ټوټکي لکه « په » او « پر » څرنګه په کار وړه سوي .
په یو خبر کې لولو : [ برید پرون دپنجشنبې پرورځ کوټي کي ترسره سوی .] ناسمه لیکنه ده .
سمه لیکنه ئې داسي ده : [ برید پرون دپنجشنبې په ورځ په کوټي کي شوی .]
په پاړسي کي چي دامفهوم سم ژباړه سي؛داسي ویل کیږي :
[تهاجم دیروز به روز پنجشنبه در کویته روخ داد . ] دغه « په » په پاړسي کي د (« به » ، «در ») مانا ورکوي . او « پر » د ( بالای،فوق، راجع به،بر ) مانا ورکوي . که هغه ناسمه وییګړه وژباړو؛ داسي راځي : [تهاجم دیروزپنجشنبه راجع به روز ی کویته روخ داد . ] چي هیڅ مانا نه ښندي .
پر میراث او وېش باندي خبري کول ښه کار دی . سمه لیکنه ده .
(پر اسلام پوهېده .) ناسمه لیکنه ده . سمه لیکنه ئې : ( په اسلام پوهیده .)
(پر اسلام خبري کول او په اسلام پوهېدل د نیک مسلمان کار دی . ) سمه لیکنه ده .
( پر اسلام نیوکه نسته؛ په اسلام باید مسلمان وپوهیږي . ) سمه لیکنه ده . په پاړسي ژباړه :
(راجع به اسلام انتقاد نیست؛ به اسلام باید مسلمان بیفهمد .)
د « په » ادت ( preposition) دظرف زمان (temporal) له مخي په کار وړل : دساري په توګه : سمه لیکنه :په مني کي هوا ورځ په ورځ سړیږي یاني هوا مخ پر سړې دو ده . کې داسي و لیکو چي : په مني کي هوا ورځ پر ورځ مخ په سړې دوده . نو ناسمه لیکنه به وي . بله بولګه : موږ پر کال دوه واره سره وینو . ناسمه لیکنه ده . داسي باید وویل سي : موږ په کال کي دوه واره سره وینو. سمه لیکنه ده . پرکال ۱۳۹۳ کي سوله رانه غله . ناسمه لیکنه ده . سمه لیکنه ئې : په کال ۱۳۹۳ کي هم سوله رانه غله .
« په » او «پر » د ظرف مکاني (local)له مخي په کار وړل : بولګه : دده پرکورئې چاپه ووهل . سمه لیکنه ده . ناسمه لیکنه ئې : د ده په کورئې چاپه ووهل . بله بولګه : دی پر کور دی یا دی په کور کي دی سمه لیکنه ده . پر کابل ئې یرغل وکۍ . سمه لیکنه ده . په کابل ئې یرغل وکی ناسمه لیکنه ده . که ووایو،چي دوی چیري یرغل وکی ؟ دوی په کابل کي یرغل وکی . نودکابل په یوې ناحیې کي ئې یرغل کړی او که ووایو چي پر کابل ئې یرغل کړی نوئې پرټول کابل برید کړی دی .
د « په » او « پر » سببي حالت (causal) : داسړی ولي محکمه سو؟ داسړی ئې پرغلا نیولی وو . (په غلا نیولی ) ئې ناسمه لیکنه ده . ده دمحکمې پر پرېکړه قناعت وکی؟ ( په پرېکړه ) ئې ناسمه لیکنه ده . دمحکمې د پرېکړي له مخه دی په دوه کاله بند محکوم سو . سمه ویېکړه ده . که ووایي چي : ( دمحکمې د پرېکړي په رڼاکي پر دوه کاله بندمحکوم شو .) ناسمه لیکنه ده
د هېواد په ډېرو سیمو کي په ځانګړې توګه په ختیزو سیمو کي تر ‌ډېره بریده د « پر » پرځای د « په » څخه کار اخلي،چي دا د دوی ګړدوددی . زموږ لیکوالان هم له دغه ګړدوده نه وځي ددغو لهجو تر آغېزه لاندي راغلي اوګړدودي ئې لیکي .
(په . . . کي) دا یو تړښتي ټوټکی دی،چي تر ډېره ځایه دظرف زمان او ظرف مکان په کارولو کي راځي . لکه : په ورځ کي یو وار راځه . په درست کال کي مي یوار لیدلی یې . په کور کي . په بازار کي . په شا اوخوا کي . دغله ځای په غره کي نسته . متل دی . او دغسي نور . او « په » په سببي حالت کي تر ډېره حده یوازي ځانګړې راځي . لکه : کار په زوره ځني اخلي . چي په زنډ راځي؛ نو په خوند راځي . پور په پور مینت دي په ګور . متلونه دي . شاعران کله چي [« په » د « پر»] پرځای په کار وړي نو « کي » نه ورسره را ولي . پورته شعرونه وګورۍ!
یو بله غټه تېروتنه د « ول » د کړنځي په کار وړل دي او د دوو کړنځیو پرله پسي په کار وړل دي،چي ناسم استعمالیږي . لکه : کړي ول ؛ خلک چمتو ول؛ نیولي ول ؛ نور انسانان نه ول؛ نور مسلمانان هم ول؛ دوی تللي ول ؛اودغسي نور ډېر .
دپښتو د ژبښود(grammar) اوړون (conjugation)له مخه هيڅکله خو د « ول » کړنځی (infinitive) په ځانګړي توګه د بل کړنځي سره نه راځي . یوازي ئې کړنه، فعل (verb) دنورو مصدرو سره په اوړون کي راځي . بولګه وګورۍ! ( کړي ول ) بېخي ناسمه لیکنه ده . داکوم مهال دی ؟ فاعل یاني کړونکی ئې کوم دی؟ [ماکړي ول . ؛ تاکړي ول . موږکړي ول .] که څرنګه؟ دکړنځي څخه ښکاري، د« کړل » کړنځی اوړون سوی . د« کړل » دکړنځي اوړون په تېر نږدې مهال یاني«ماضي نقلي» (present perfect ) کي ګورو:
ماکړي دي ---- موږ کړي دي لیري تېرمهال «ماضي بعید» ‏ (past perfect tense)
تاکړي دي ---- تاسو کړي دي ماکړي وه ---- موږ کړي وه
ده یا دې کړي دي – دوی کړي دي تاکړي وه ---- تاسو کړي وه
ده یا دې کړي وه --- دوی کړي وه
د « ول » دمصدرګردان په اوسمهال کي ګورو:
زه یم --- موږ یو تېرمهال «ماضی مطلق » (imperfect tense )
ته یې --- تاسو یاست زه وم --- موږ وو
دی دئ --- دوی دي ته وې --- تاسو واست
دا ده --- دی وو --- دوی وه
دا وه ----
د« ول » کړنځی یو لازمي یاني بېمفعوله (intransitive)او بې قاعدې (irregular) یاني بدلېدونکی مصدر دی،چي په اوړون کي دټولو کړنځیوسره مرسته کوي .
یو مرستندویي کړنه یاني معینه فعل (Auxiliary verb) دی .
لیدل کیږي،چي په ګردان کي د « ول » مصدر خپلواکه نه راځي؛نو داځیني لیکونکي ئې ولي ناسم لیکي . دوی ئې لیکي : [ خلک ول . ] ناسمه لیکنه . سمه لیکنه ئې « خلک وه » . پورته د « ول »په ګردان کي وګورۍ!
بل باید دا هم په پام کي و نیسو کله چي دوه مصدره یو ځای سره راسي لومړی مصدر پوره راځي اودوېم کړنځی ئې ګردانیږي . لکه : ( لیدل کېدل ) دغه مرکب مصدر داسي ګردانيږي :
زه لیدل کېږم --- موږ لیدل کیږو او نور،مجهول حالت . ا ود(وهل کېدل ) ؛ ګردان ئې داسي کیږي : دی وهل کیږي . دی وهل کېدی . دی وهل سوی دی . دی وهل سوی وو . د « وهل » کړنځی پرخپل هال پاتیږي او د« کېدل » کړنځی اوړونیږي . ټول دوه کړنځي چي یوځای سره راځي لومړی مصدر پر خپل هال پاتیږي دوېم مصدر ئې ګردنیږي .
«تللي ول »ناسمه لیکنه ده . مهال ئې نه دی څرګند . ایاتېر مهال دی؛بیا کوم تېرمهال ؟
اوس نیږدې تېرمهال : -- « تلل » اوړونه وو : دی تللی دئ . دا تللې ده . ---- دوی تللي دي . په دې اوړن کي خو «تللي ول » نه لیدل کیږي! لیري تېرمهال : دی تللی وو . دا تللې وه . -- دوی تللي وه . دلته په دې ګردان کي هم « تللي ول » نه ښکاري . نو ولي دغه سمه خبره ناسمه لیکي ؟ پښتو ژبښود دسَمّي لیکني لپاره لار هواره کړې ده . هغه چاچي دپښتو ګرامر سم نه دی لوستی بیادي ولولي . سمه لیکنه دلیکونکي هنر او پوهه ښیي . دښاغلي استادمعصوم «هوتک» کتاب (پرمعیاري ژبه دمعیارپه ژبه یوه څېړنه ) دکتاب ۷۷ یم مخ وګورۍ! بې خبره دژبښوداسي لیکي تللي ول . دانه پـوهـېږم چـي دوی ولـي ځي پر بل

اخوځونه :
۱: ویکیپیدیا
۲: دستور زبان فارسی ( پنج استاد) --- ( استادان دانشگاه)چاپخانه: فرهنگ
۳: د خوشحال خټک دیوان او دالفت خبري