د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغان جهاد اناتومي

حسن(افغان) 27.11.2014 12:01

د څو لسیزو را هیسې په ګران هیواد افغانستان کې جګړه روانه ده خو بدبختانه عام ولس ته لا تر اوسه د دې اوږدې جګړې ریښتونی هدف څرګند شوی نه دی. د پردیو په مرسته د شوروي استعمار په مقابل کې د بیوزله افغانانو سرښندنه جهاد وو! موخه یې دا وه چې د شوروي استعمار مخه ونیسي او له مینځه یې یوسي تر څو خپل هیواد او ورسره نور ډېر هېوادونه چې د سور استعمار ښکار شوي ؤ آزاد کړي. د همدې سپیڅلي هدف لپاره ګڼو افغانانو فعاله ونډه واخیسته او هر ډول سرښندنې ته تیار شول. نه د ځان، نه د اولاد او نه د ناموس په قیصه کې شول تر څو چې وتوانېدل د جهاد په ګرمه جذبه دا وطن آزاد کړي. خو دا هر څه وړیا نه ؤ، دې مجاهدینو د ازادۍ قیمت د یو نیم ملیون شهیدانو، کونډو، یتیمانو، معیوبینو او معلولینو په شکل کې پرې کړ. شهيدان له دې دنیا لاړل، راپاتې افغانان په خپل هدف کې بریالي شول، خو د بلا کړاوونو او مصېبتونو سره لاس او ګریوان شول.
        اوس وخت رارسېدلی دی چې په ډاګه ووایو چې که څه هم د دې جهاد په سر ته رسولو کې د عام ولس نیت ډیر صفا او اراده یې غښتلې وه، خو دوي د پردې تر شا دسیسو او د خپلو رهبرانو د نیتونو څه خبر  وو! دوي د متحدینو او ګاونډیو هیوادونو دسیسو څه خبر وو! دوي د عربو د پټو معاملو څه خبر وو! ځکه نورو خپل هدف ته د رسیدو لپاره زموږ د سپیڅلي نیت او غښتلې ارادې څخه ناوړه استفاده وکړه، خپلې موخې یې ترلاسه کړې او نور یې مونږ د وخت څپېړو ته یواځې په ډاګ پريښودو. څوک هم انکار نه شي کولاي چې دوي نه خو د افغانانو څخه ډیر پر دین مئین وو، او نه د افغانانو ریښتیني خواخوږي او غمخواره وو، بلکې هر یو یې د خپلو شخصي او سیاسي اهدافو ته د رسېدلو٬ د خپلو ګټو د خوندي کولو او د اوږد مهاله پلانونو د پلي کولو لپاره د ګډ په پوستکي کې د ګيدړ بچي ؤ چې(د ګوتو په شمېر کسان ترې مستثنی دي)، د دوي ټوله غم خواري او خواخوږي ظاهري وه که نه د روسانو له وتلو څخه وروسته خو دې دوي یو سرک، یو مسجد، یوه مدرسه، یو کور، یو تعمیر، یو کوهې، یو کاریز، یو میدان، یو ټوټه چمن، یو لوبغالی، یو کلینک، یوه شفاخانه، یا یو بل داسې ځاي را په ګوته کړي چې د جنګ او وراني نه بلکه د جوړاوي او تعمیر بوي ترې راشي. دوي څنګه خواخوږي ؤ چې د مرمیو او هاوانونو لپاره یې په ملیونونو ډالر مصرف کولاي شول خو د یتیم، کونډې، رنډې، بې روزګاره لپاره یې یوه روپۍ مصرف له وسه پوره نه ؤ؟
دا هم باید ومنو چې د افغانستان مهالنۍ غمیزه د پردو د پخوانیو پلانونو د پلي کولو زیږنده ده اګر که لوبغاړي تر ډېره بريده افغانان دي، که دوي مو رهبرانو ته اووه دکانونه نه وې خلاص کړي، هغوي به نه ؤ جلا شوي، که دوي يې دکانداري ته نه وه تشویق کړې، هغوي به مجبور شوي ؤ چې دکانونه بند کړي، که دوي مو په بدنیت مرسته نه وه کړې، نو اوس به یې پلانونه نه پلي کیدل، که سعودي د غیروهابیانو د ځپلو لپاره القاعده نه وی زیږولې، نو امریکا به پر افغانستان یرغل ولې کاوه؟ دا خو د غیبو علم ځان لپاره ثابتول دي چې دوي وايي چې هر څنګه واي امریکا پر افغانستان دا حمله کوله، ولې یې دا لس کاله و نه کړه، خو همدا ستاسو کارونه ؤ چې کوم کار شل کاله وروسته یا تر سره کېده او یا هم نه، هغه ستاسې د واکمنۍ پر مهال تر سره شو.
        پر افغانستان د شوروي یرغل د دوي په اصطلاح یو ګولډن چانس او یو ګرم بازار وو چې هر یو یې د ځان لپاره پکې پانګه اچونه وکړه که نه مصر ته ګوره او د افغانستان له مجاهدینو سره مرسته کول؟! دوي خلک سره واخیستل او خرڅ کړل، نو زموږ د جدا والي او بې اتفاقۍ لپاره په خپلو کې سره یو شول موږ یې په مذهبي، سیاسي، سمتي او کلتوري لحاظه سره وویشلو او د پرنګي هغه زوړ مګر قوي، تجربه شوې فورمول :(وویشه او پرې واکمن شه!) یې پر موږ پلي کړ. د دې لپاره یې بې شمیره برنامې په کار واچولې د شوروي یرغل تر وتلو وروسته تر دې دمه افغانستان په قرار نه دی پاتې شوې، تر اوسه پکې جګړه ښه په درز روانه ده هره ورځ په لسګونه هیواد وال قتلیږي، ښځې کونډیږي، میندې بوریږي، ښونځي مو سوځول کیږي، او کدرونه مو ورکیږي، څوک یې روا او څوک یې نا روا بولي، څوک مو مرتد او څوک مو مسلمان بولي، څوک مو د کفارو دوستان بولي، څوک مو د قتل جواز ارتداد پورې تړي، او څوک یې د کفارو د دوستۍ پورې، دلته د قتل معیار معلوم ندی!! خو دلته داسې خلک شته چې نه مرتد دي !او نه د کفارو دوستان! سربیره پر دې بیا هم قتلیږي! د پکتیکا د غمیزې ښکار شوې کوچنیان مرتد دي!؟ که د کفارو دوستان؟ هره ورځ، هره ګړۍ په لسګونو ماشومان وژل کیږي آیا دوي د سترتیا حق نلري؟ او کنه دا ویره موجوده ده که چیرې لویان شي نو بیا به مرتدین شي او یا به د کفارو دوستان!؟ دوي ځانونه د خضر علیه السلام په مرتبه ګڼي؟ نو د دوي وژل اوس څه حکم لري؟ که معیار د قتل ارتداد او یا هم ولا‌ء او براء (یعني د کفارو سره دوستي وي) نو دا دواړه معیارونه د پخوا ځنیې په اسلامي شریعت کې واضح شوي! د ماډرن او کلاسیک ارتداد یا ولاء او براء په نوم په اسلامي فقه کې کوم نوی باب لا ندی پرانیستل شوی، او نه هم د ارتداد او ولاء او براء موضوعات نوي دي چې د افغانستان د جهاد سره سم مینځ ته راغلې وي او یا هم د تطبیق ساحه یې صرف او صرف د افغانستان پورې تړلې ده.
که د امریکې په راتګ او یا د تړون په امضاء کولو سره افغانستان دارالحرب وي نو بیا خو سعودي ، پاکستان، عرب متحده امارات، قطر، کویت، ایران، عراق، مصر، او ......... دا ټول هیوادونه دارالحرب ګڼل کیږي! که چیرې معیار ولاء او براء وي نو د شوروي یرغل پر مهال زموږ د ټولو جهادي رهبرانو د امریکې سره اړیکې وې نو دوي خو هم بیا د امرکې اولیاء و، څنګه یې دا قوي ایمان په کفر بدل نه شو؟ مولوی صاحب محمد یونس خالص په خندا د رېګن سره خوا ته ولاړ عکسونه اخیستل، او حکمتیار صاحب د امریکايي کانګرس غړو سره اسلام اباد کې د امریکا د لامبو ملي قهرمانې په موجودیت کې چې د ملاقات پر مهال هم د لامبو په لباس کې وه ملاقات کاوه! نو هغوي څنګه مسلمانان پاتې شول او نور ټول مرتد شول؟ او دا تړون چا امضا کړ؟ ټول پرې راضي دي او څوک نه دي؟ چا یې مخالفت وکړ؟ څوک یې بد ګڼی؟ دا ټول یو حکم لري؟ دا د امریکایي راتګ لاره چا برابره کړه؟ چا د شیخ اسامه بن لادن په سر ټول افغانستان په سور اور بدل کړ؟ او زمونږ شیخ بیا په پاکستان کې د پوځ میلمه راوخوت؟ چا چې راوستل همغوي یې اوس د راتګ او تړون په نوم عام وګړي وژني!
د مجاهدینو تمویل کیدل د همدوي له جیبونو وو که الله پاک ورته له اسمانه ډالر راغورځول؟ او که امریکا پرون مسلمانه وه، نن کافره شوې ده؟ د دین او عقل تقاضا ده چې اصل په هر وخت او هر ځای کې یو ډول وساتل شي. معیار د ځای او وخت په بدلیدو سره نشي بدلیدلای، مشکلات پیدا کیداي شي، خو مشکل ته د اصل په سترګه کتل له کومه جائز شو؟  که د اربکي خپل خپلوان وژل هم جائز وي، بې ګناه وژل هم خیر دی جنت ته به لاړ شي، د استاد او مکتب کارکونکي وژل هم جائز دي، د ښځو وژل هم جائز دي، د مکتب د شاګردانو وژل او الوزول هم جائز دي، د والیبال په میدان کې د څلورو کسانو د وژلو لپاره شپېته کسان وژل هم جائز دي، د ايټالیې له پوځ څخه په لکونو ډالر اخیستل او د هغوي په ضد جهاد بندول هم جائز دي، له امریکا اسلحه اخیستل او خپل افغان وژل هم جائز دي، که بې ګناه وي هسې هم جنت ته ځي، په مسجد کې بم کیښودل هم جائز دي، د اختر په ورځ په لمانځه کې بمونه الوزول هم جائز دي، نو بیا په کوم حالت کې وژل جائز نه دي؟!! الله پاک چې فرمايي : (وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا) په بل ځای کې الله تعالی فرمایي (وَلَا تَقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا) او (مَن قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا) د دې آیتونو نه مطلب څه دی؟ او که دا منسوخ شوي دي؟ که داسې د هر چا، په هر ځاي کې، په هر حالت کې، په هر ډول وژل جائز دي او د ماډرن ارتداد په نوم لس زره کم درې دېرش ملیونه خلک مرتد اعلان کړو، نو بیا په کومه خوله وایو چې اسلام د امن دین دی او د امن تلقین کوي؟
خو داسې نه ده! نه دا خلک مرتد دي، نه د دوي وژل جائز دي، د اسلام مقدس دین په هره معنی د امن ، صلحې او سکون دین دی! لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایي (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً) صلحه او امن د اسلام بنسټ دی! ستونزه په اسلام کې نه بلکې د اسلام څخه ناخبره او بې مودې مفتیانو کې ده! دوي ته په ملیونونو خلک مرتد اعلانول اسان دي خو په خپل نظر یو وار بیا پام کول ورته ګران دي
د ارتداد مسئله دومره وړه او بې باکه نده چې هر څوک دې پر دې اساس د مسلمان د قتل حکم او یا په قتل کې مرسته وکړي چې د هغه په نظر میلونونه خلک مرتد شوي دي! دا یوه عمیقه موضوع ده د یو مسلمان په مرتد کیدو سره نه تنها د هغه شخص وژل روا کیږي بلکې د شخص سره کړي ټول عقدونه باطلیږي! د همدې په څیر که په يوې ټولنې د ارتداد حکم وشي نو بیا دې سره ټول عقدونه د نکاح د عقد په شمول باطلیږي!
دا د عوې خبره نه ده بلکه په عمل کې ثابتول غواړي چې اسلام د رحم دین دی! د همدغې حقیقت پر بنا په جنګ کې زوړ، تورسرې، ماشوم، او هغوي چې جنګ نه کوي خاص حقوق لري! که دوي کفار هم وي، مسلمان خو لا بیا پر ځای پریږده، د دوي وژل روا نه دي.
د پکتیکا د بم چاوندې په ورځ مې ځان ته وویل:
که له امریکا څخه په مرسته اخیستو یو مسلمان کافر کیږي او همدغه یې د مرګ لپاره کافي دلیل دی، نو د سور استعمار په ضد جګړه کې مونږ له پاکستان څخه مرسته اخیسته او د (مرد مومن مرد حق: ضیاءالحق ضیاءالحق ) شعار مو ورکاوه، نوموړی هغه څوک و چې (جنګ افغانستان: دفاع پاکستان ) چیغې یې وهلې، هغوي بیا د امریکا دوستان و او له هغوي څخه یې مرستې اخیستې او زمونږ د جنګ پلانونه یې راته ترتیبول! نو د امریکا سره د دوستۍ په حساب پاکستان مرتد شو، او د پاکستان سره په دوستۍ مونږ مرتد شو، نو دا جهاد بیا څنګه و؟
او که نن د امریکې د شتون له امله افغانستان کې اوسېدل ناروا دي او اوسیدونکي واجب القتل دي، نو په پاکستان کې د امریکې د شتون، د دواړو د اول خط د ملګرتیا، او( کیري لوګر بل) باوجود په پاکستان کې اوسیدل ولې ناروا نه دي او د شمشتو کیمپ کې اوسیدونکي واجب القتل نه دي؟
دوي څه غواړي چې پرون مو روسیې سره ووهل، افغانستان مو پرېښود او د پاکستان او قاضی حسین احمد په پښو کې ناست ؤ او ټولې ناتارې یې راباندې وکړې، نن یې له افغان حکومت او ملي اردو او پولیسو سره وهو، افغانستان پریږدو چې بیا د پاکستاني حمیدګل او سراج الحق پښو ته کینو؟ چې دا د "لا يلدغ المومن من جحر واحد مرتين" به څه معنی وي؟!!.