د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ته خو زمونږ رب هم یې !

روئید همت 24.11.2014 12:02

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

زما ربه ټول ثنا او صفت تا لره دي.
زما ربه! اجمل خټک بابا به ویل هسې نه چوڼ له خولې ویستل کفر شي، خو نه داسې نه ده چې زه به په خپل ویر او تا ته په فریادونو کافر کیږم زما ربه ما چې کله هم ته یاد کړی یې نو جنتونه مې ستا له عباداتو نه قربان کړي چې کله مې ته یاد کړی یې نو خپلو حورو نه بې پروا شوی یم، ربه! ته خو ګورې چې زما پښتون بې وزله ولس هره ورځ په وینو کې لمبیږي او خدایه ته خو ګورې چې دا خلک څوک په وینو لمبوي زه خو چې خبر یم نو دوی د انسان او مسلمان د وینو د تویولو په وخت ستا نوم اخلي ستا لويي بیانوي او په دې فکر وي چې زه به ځان حورو ته وروسوم دا خبره زه یواځې نه کوم زما ربه ډیر شاهدان درته لرم، پاکه ربه دا حورې خو به هم دومره سپکې نه وي چې هر دله او دووس به یې ځان پسې راکش کوي که دا خلک په دومره ناپوهۍ کې دي چې زه به د مسلمان د وینو په تویولو باندې د اویا حورو خاوند کیږم نو خو بیا یې ته ولې نه پوهوې؟ چې په جنت کې حورې لا دومره سپکې نه دي چې د مسلمان د وینو په تویولو باندې تا سره هم څملي .

زما ربه ستاینې او صفتونه تا لره دي، په دې مظلوم ولس نور ورحمیږه مونږ خو بې له تا بله اسره نه لرو چې د زړه فریاد ورته وکړو او اوس خو چې تا ته هم د زړه خبره کوو نو خلک مو په رنګ رنګ ګناهونو تورنوي خدایه د مظلوم ولس وژل نور له زغمه وتلي دي هر ورځ وژل د سړي زړه باندې پولۍ ودروي زما ربه نور نو د وینو د لیدلو توان نه لرو، زما ربه نور نو د میندو اوښکې وچې شوي دي چې د زوی په ویر یې تویې کړي، ځمکې مو ډکې دي، د شهیدانو د خښولو ځای پکې نه دی راپاتې، ربه ربه ربه اواز مو اورې ؟ څه وایو درته ؟ ګورې کنه چې پرون په پکتیکا او نن بیا په کابل کې په دې مظلوم ولس څه تیر شوي خیر دی لږ خو پر مونږ هم رحم وکړه کنه ! یواځې خو د عربو رب نه یې خو زمونږ هم رب یې کنه زما ربه، زما رب اﻟﻌﺎلمینه