د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سګرټ څکوونکو مور او پلار لپاره یادداشت!

خوشال ثپات 21.11.2014 11:53

ترجمه د روسی متن څخه خوشال ثبات
د سګرټ څکوونکو مور او پلار لپاره یادداشت!
ډیر سګرټ څکوونکې ښخې غواړی چی ماشوم راوړی بعضې حاملداری ښځی د حمل په وخت کې هم سګرټ څکوی. دوې داسې فکر کوی که چیری د سګرټ څکول پریږدو نو کیدی شې چی د روهی فشار سره به مخامخ شو.
آیا دا همداس ده؟
دلته څو حقایقو ته نظر راګرځوو: د تنباکو دود د ۴۰۰۰ څخه زیات کیمیاوې ترکیبات لرې چی له دغه جملی څخه د ۶۰ نه زیات سرطانې ( carcinogenic ) اثرات لرې.
سراطانې (carcinogenic) موادهغه مواد دی چی د سرطان سبب ګرځی. نیکوټین (Nicotine) اصلې کیمیاوې ترکیب دی چی اعتیاد تنباکو ته پیدا کوی ( تنباکو سره عادت پیدا کوی)، د تنباکو سره عادت سړې تشیقوی چی دوباره او دوباره سګرټ وڅکوی، بنا پر دی باید ووایو چی د انسان بدن د تنباکو سره عادت اخلې او بدن د سراطانې (carcinogenic) موادو څخه رنج وړې.
نیکوټین (nicotine) په حامله داری څنګه اثر اچوی؟ د نارینه لپاره سګرټ څکول د سپرم په ګړندیتوب منفی اغیزه اچوی. د ښځو لپاره میاشتنې حیض (ovulation) نقض پیدا کوی. په رحم د د تخم اختلال پیدا کوی او په رحم کی د تخم آرپن (implantation) تخریبوی. د حامله دارۍ په وخت کی د سګرټ څکول سقط جنین خطر زیاتیږې. او په رحم کی د خون ریزی سبب ګرځی. نیکوټین په رحم او انول کی د خونریزې خطر زیاتوی، او ماشوم په رحم کی د کم اکسیجن او د خوراک برخه من کیږې. کاربن مونوآکسایډ (carbon monoxide) کوم چی د تنباکو په لوګې کی موجود دی، هموگلوبین تړی، په همدی ترتیب د اکسیجن مقدار کموی او ماشوم نا راحته کوی او د مزمن جنین سبب ګرځې او ماشوم د اکسیجن په کمبودې اخته کیږې په نتیجه کی حجراتو ته په کافی اندازه اکسیجن نه رسیږې. عضلات او اندام د ماشوم په پاتولوژیک (pathological) شکل پیل کیږی. د جنین په دوران کی د اکسیجن د کمبودۍ له وجی ددی خطر سبب ګرځی چی یوه ښځه دوه برابره کم وزن (د ۲۵۰۰ ګرامه وزن) ماشوم دنیا ته راوړی. غیر له دی نه د مړ ماشوم زیږیدل هم شک کی نه دی او یا کم عقله ماشوم پیدا کیږې. سګرټ څکونکې میندی اکثره وخت پلی داکتیلی (اضافه ګوته په لاس یا پښه کی) ماشومان زیږوې. د ۱ نه نیولې تر ۱۰ سګرټو پورې په ورځ کی څکل ۲۹ سلمه د غه خطر زیاتوی او د ۱۱ نه تر ۲۰ پوری ۳۸ سلمه خطر زیاتوې، او د ۲۱ نه زیات سګرټ په ورځ کی څکل ۷۸ سلمه دغه خطر زیاتوې. د سګرټ څکول د مور او ماشوم د تیروئید غدی په فعالیت بده اغیزه کوی. که چیری مور هلک وزیږوې نو د لمسو څخه بی غمه کیږې. دا ځکه چی د حامله دارې په دوران کې مور سګرټ څکوی او په رحم کی د د ماشوم سپرم د تولید درجه ۴۰ سلمه راټیټیږې، وروسته د ماشوم د زیږیدنې څخه نیکوټین د پرولاکټین هورمون تولید په بدن کی ځنډوی، ځکه ماشوم د مور شیدی څکی او شیدو کی یی د نیکوټین تاثیرات موجود وی، د تنباکو د لوګې له وجی د مور په شیدو کی د ویټامینونو، آنتی بادی او هورمونونو مقدار کمیږې. د نیکوټینو غلظت په شیدو کی د وینې په نسبت دری برابره زیات دی. . باید په یاد ولری چی په هغه کوټه کی چی مور او پلار د ماشومانو په وړاندی یو ساعت سګرټ وڅکوی داسی معنی ورکوی چی ماشوم یی ۱۰ سګرټه څکلی اوسې او همدارنګه خپل ماشوم ته یی په اینده کی د سګو، نفس تنګې، الرژی او سرطان غم وکره