د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کره پښتو: یوه څرګندونه

سرلوڅ مرادزی 20.11.2014 10:57

نن مې د BBC پښتو بریښناپاڼې د لوبو کړکۍ کې داسې یوه غونډـ له ( جمله) ترسترګو شوه:«نیوزیلنډ په لومړي ځل توپوهنه کې ۴۰۳ منډې وکړې»
لومړی مې توپوهنه داسې ولوسته (تو+ پوهنه)، بیا مې چې هرڅونه ځان سره فکر وکړ، پوه نه شوم چې دا (تو+ پوهنه) د کومې پوهې یا علم نوم دی؟ خو روسته مې دې ته فکر شو چې دا کلمه د لوبو په برخه کې کارول شوې، خامخا له لوبو سره تړاو لري. بلاخره مې پیداکړه چې دا کلمه ( توپ + وهنه) یا (توپ + وهل) ده.
د مرکبو لغتونو په جوړښت لکه ( توپ + وهنه) کې باید پام وشي چې ګډ لیکل يي ښه دي او که جلا. په هغه حالاتو کې چې مرکبه کلمه شک پېښوي او لوستونکی له ټاکل شوې موخې څخه بل لوري ته بیايي، ښه به دا وي چې د مرکبې کلمې، بېلا بېلې برخې جلا ولیکل شي، لکه د ( توپوهنه) پرځای (توپ وهنه) ولیکل شي.
بلخوا کله چې غواړو د لوبو لپاره وړاو مناسب نوم واخلو، که داسې نوم په پښتو ژبه کې تیار شتون ولري باید هغه وکارول شي، که نه د پښویه ( ګرامر) په مرسته باید داسې نومونه جوړ او هغه وکاروو.
دلته د بېلګې پتوګه څو روستاړې ( suffix ) او د هغو په مټ د لوبو جوړشوې نومونه او همداراز د مرکبو کلمو په مرسته د لوبو ځینې نومونه رااخلم، چې که په دې بڼه وکارول شي، په دې برخه کې به د لوبو د نومونو په بېلا بېلو بڼو د کارونې او اختلاف مخه نېول شوې وي.

د لوبې سم نوم:         د لوبغاړي نوم: نور بېلا بېل نومونه:

 

لوبه             لوبغاړی                 لوبه کوونکی

سوک لوبه               سوک مار               سوک وهنه، سوک وهونکی

غیږلوبه                  غیږمار         غیږ نیونه، غیږنیونکی

ټوپ لوبه                ټوپ مار                 ټوپ وهنه، ټوپ وهونکی

توپ لوبه                توپ لوبغاړی           توپ وهنه، توپ وهونکی

وز لوبه                  وزلوبغاړی

اورلوبه         اورلوبغاړی

کیرکټ لوبه             کیرکټ لوبغاړی