د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پښتوژبې دادبیاتو پوهنځیو لپاره دکره نصاب جوړول

ډاکټر ثواب الدین مخکښ 18.11.2014 22:34

منتخب ولسمشر ښاغلي اشرف غني احمدزي ته وړاندیز
ښاغلی ډاکټر اشرف غني احمدزی ! موږ دنوي نسل په استازولۍ غواړو خپل لومړیتوبونه په ترتیب له تاسو سره شریک کړو.
په لومړي کال کې غواړو دافغانستان لپاره په حیاتي موضوعاتو تمرکز وکړئ اوستاسو له قول سره سم په شپږو لومړیو میاشتو کې ولس ته په دې هلکه راپور ورکړئ :
ښاغلیه که څه هم داموضوع له یوې خوا لمړیتوب ګڼلی شو ،مګر دځینو ستونزواونوروحیاتي لومړیتوبونو له امله کیدای شي له لمړیتوب څخه وایستل شي اما ددې چارې ترسره کول خورا اړین دی .
لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده پښتو ژبه داریایي ژبو دیوې خورپه توګه افغانانو اونړیوالو ته خورا ارزښتناکه ژبه ده ، مختلفو ښکیلاک ګرو ، له فرنګیانو نیولې ، ترروسانو، مغلیانو،چنګیزیانو، امریکایانو اودنړۍ نوروډیرو هیوادونو په سیمه کې  دخپلو ګټو اوسیاستونو دتعقیب لپاره دپښتو ژبې زده کړه اودپښتنو دکلتور پیژندل اړین ګڼلي اوله همدې امله دنړۍ په سترو پوهنتونو کې  دختیڅ پيژندنې یا آسیا پیژندې په ډیپارټمنټونو کې دپښتو ژبې دادبیاتو پوهنځۍ جوړې شوي دي . دغو هیوادونو په تیر کې په وار وار په رسمي اوغیر رسمي ډول له افغانستان څخه غوښتي ترڅو دپښتو ژبې کره اوپوره نصاب اودپښتو ژبې ښوونکي دغو هیوادونو ته تیار اوورولیږي . له نیکه مرغه ترهغې چې دپښتو دادبیاتو داسمان ځلانده ستوري هریو ، عبدالحی حبیبي ، عبدالشکور رشاد، قیام الدین خادم، صدیق الله رشتین، بینوا صاحب او الفت صاحب ژوندي وو دغه تشه یې ډکه کړې وه ، خوراډیر کتابونه اوآثار یې پښتو ژبې ته دزړه په وینو ولیکل اواوسني نسل ته یې پریښودل ، پښتوټولنې، پښتو اکاډیمي اوځینو نورو بنسټونو خپلې هڅې وکړې مګر په سیستماتیک ډول ترنن راونه رسیدلې او له سقوط سره مخامخ شوې .
له نیکه مرغه دمشرانو استادانو ، ادیبانواولیکوالانو په مرسته ځوان نسل وکولی شول پښتو ژبه ترګوکل، ویکیپیډیا، فیس بوک اونورې انټرنیټي نړۍ پورې ورسوي ، دپښتو ژبې انلاین کتابتونونه جوړشول ، ډول ډول پروګرامونه په پښتو ژبه کې تیار دکمپیوټر، مبایل اونورې بریښنایې نړۍ پورې ورسیدل په سلګونو حتی په زرګونه انټرنیې پښتوپاڼې ، ویب سایټونه ، اوبلاګونه په پښتو ژبه کې شتون لري اوحتی اوس یې بریښنايې حکومتولۍ ته مټې رانغښتې دي . مګر یوازینې تشه داده چې په پوهنتونو کې دپښتوژبې اوادبیاتو په پوهنځیو کې نه په کابل پوهنتون، نه په ننګرهارپوهنتون، نه په کندهارپوهنتون، نه په پکتیاپوهنتون، نه په پيښورپوهنتون، نه په پاچاخان پوهنتون، نه په کوهاټ پوهنتون ، نه په کویټه اوبلوچستان پوهنتون کې دپښتوژبې اوادبیاتو یو کره ، پوره اویورنګه نصاب شتون نه لري .
ستاسو درانه حضور ته وړاندیز لرم ترڅو دپورتنیو ټولو پوهنتونونو دپښتوژبې اوادبیاتو له پوهنځیو څخه همدارانګه ازاد لیکوالان ، ادیبان اوژبپوهان غوره اودیوټاکلې چتر لاندې سره راغونډ کړئ اودنده ورته وسپارئ ترڅو دنړیوالو معیارونو سره سم دراتلونکوڅوکلونو لپاره یو کره ،پوره اوبشپړ نصاب ، داسې نصاب چې دپښتوژبې دمینه والو تنده ماته کړی شي تیار کړي . دنصاب له تیاریدوورسته دې دهیواد په ټولو پوهنتونوکې تدریس شي همدارنګه دافغانستان د سیاسې نمایندګیو له لارې دغه نصاب ټولو هغو هیوادونو ته چې خپلو پوهنتونو کې دپښتو ژبې اوادبیاتو پوهنځي لري رسمآ ولیږدوي . له دې سره به ټول هغه فرهنګیان چې غواړي دنده ترلاسه کړي په دندو وګمارل شي همداراز داکاربه تاسو دپښتو ژبې په تاریخ کې خپلې مورنۍ ژبې ته د دې ستر خدمت له امله  په زرینو کرښو یادکړي .
په درنښت
ثواب الدین مخکښ
۱۸ نومبر ۲۰۱۴ کابل
smakhkash@gmail.com