د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پاکستان څو سرچینه ییز سیاست او په سیمه کې یې ناوړه اغېز

عبدالغني (هاشمي) 17.11.2014 11:30

له اوږد مهاله تر دې دمه د پاکستان سیاست له څو بېلابېلو سرچینو خړوبېږي، چې د هغه هېواد پر کورني او بهرني سیاست د پام وړ اغېز لري.
په پاکستان کې تر ډېره بریده ملکي حکومتونه او چارواکي یې د دغه هېواد د کورني او بهرني سیاست په ټاکلو او لوبولو کې خپلواکه ونډه نه لري؛ بلکې دغه چارې په لومړي ګام کې د هغه هېواد د استخباراتي سازمان آی. اس. آی او د وسله وال پوځ له خوا ټاکل کېږي او تنظمیمېږي. تجربو ښودلې، چې به وروستیو لسیرو کې د پاکستان هيڅ واکمن د دغو دوو مراجعو له توافق پرته واک ته نه شي رسېدای او که واک ته ورسېږي هم، نو خپلې واکمنۍ ته په ډاډمنه توګه دوام نه شي ورکولی.
بله ځواکمنه مرجع چې په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول په دې ډګر کې د پام وړ ونډه لري، هغه سیاسي ګوندونه، په ځانګړي ډول پټ او ښکاره بنسټ پال اسلامي ګوندونه او سازمانونه دي، چې د پاکستان حکومتونه او دولتونه اړ دي، خپل کورني او بهرني سیاستونه د همدغو ګوندونو او سازمانونو د افکارو، اهدافو او کړنلارو تر اغېز او سیوري لاندې وټاکي.
ډېر لرې نه ځو؛ بلکې غواړو د همدې حقیقت په پام کې نیولو پاکستان ته د افغانستان ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني احمدزي د وروستي سفر په رڼا کې د افغانستان د اوږدمهاله کړکېچ په غزېدا او پراختیا کې په پاکستان کې د همدغو څو سرچینه ییزو سیاستونو پر اغېز لږ تم شو.
داسې ښکاري چې ښاغلی محمد اشرف غني هم دا حقیقت په ژوره توګه درک کړی او څېړلی وو، چې د پاکستان کورنی او بهرنی سیاست د هغه هېواد د استخباراتو، پوځ او مطرحو سیاسي ګوندونو او سازمانونو له سرچنو ټاکل کېږي او تنظیمېږي، ځکه نو ښاغلي غني د پاکستان تر لوړ پورو حکومتي چارواکو وړاندې د همدغو بنسټونو له مشرانو سره لیدلي دي.
د نړیوالو خبري سرچینو د رپوټونو له مخې ښاغلي ولسمشر، پاکستان ته د خپل دوه ورځني سفر پر لومړی ورځ د دې هېواد د پوځ له مشر جنرال راحیل شریف، سره لیدلي دي.
له بل لوري پاکستاني دنیا خصوصي ټلویزیون ویلي، چې د پاکشتان استخباراتي سازمان آی. اس. آی مشر هم افغان ولسمشر ته د سرحدي سیمو د امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړي دي.
د پاکستان لوړ پوړو حکومتي چارواکو لکه د افغانستان نورو ولسمشرانو ښاغلي محمد اشرف غني ته هم په افغانستان کې د سولې او ټیکاو په موخه د خپل هېواد د رښتینو هڅو وعدې ورکړې دي.
په دې بحث نه کوو، چې د پاکستان دا وعدې به څومره رښتینې وي؛ بلکې د بحث وړ خبره داده، په داسې حال کې چې د پاکستان استخباراتي او پوځي بنسټونو په ګډون د هغه هېواد ټول دولتي لوړ پوړي چارواکي په افغانستان کې د سولې او ټیکاو راوستلو په موخه د خپل هېواد د هراړخیزو همکاریو وعدې ورکوي، د پاکستان مذهبي مشر او د جماعت العلما ګوند رهبر ښاغلی مولانا فضل الرحمن چې په هغه هېواد کې د وسله والو طالبانو او نورو بنسټ پالو اسلامي ډلو او سازمانونو په منځ کې د پراخ نفوذ او اغېز خاوند دی؛ بیا په افغانستان کې جګړه روا او جایز ګڼي.
مولانا فصل الرحمن د افغانستان له ولسمشر سره تر لیدنې وروسته خبریالانو ته په وینا کې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو جګړه پرځای بللې او هغه یې په افغانستان کې د بهرنیو یرغلګرو پر وړاندې جګړه بللې ده.
مولانا فضل الرحمان ویلي: «له دې سره چې موږ د افغانستان کورني امنیت او راتلونکي په اړه ځانګړی دریځ لرو، په دې هېواد کې د بهرنیو ځواکونو حضور جایز نه ګڼو او هغه دفاعي جګړه، چې د بهرنیو ځواکونو د حضور پروړاندې جریان لري، جایز ګڼو.»
 د مولانا فضل الرحمن دا څرګندونې د پاکستان ټولو مطرحو بنسټونو په ځانګړي ډول د پاکستان ملي امنیت سلاکار ښاغلي سرتاج عزیز له هغو څرګندونو سره په تضاد او تناقص کې دي، چې ویلي یې دي، هېواد یې غواړي د سیاسي، اقتصادي او امنیتي انتقال په برخو کې له افغانستان سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
خو په پاکستان کې د وسله والو طالبانو، ترهګرو ډلو او بنسټپالو اسلامي ګوندونو او سازمانونو ترمنځ د ښاغلي مولانا فضل الرحمن نفوذ ته په کتو د نوموړي دا وینا په افغانستان کې د جګړې لا تودېدا، پیاوړتیا او پراخیتا کې بې اغېزې نه ده.
په دې توګه لیدل کېږي، چې د افغانستان دولت او خلک نه یوازې د پاکستان د واکمنو له څو اړخیزو سیاستونو سره؛ بلکې په پاکستان کې د سیاست چلوونې له بېلابېلو سرچینو سره مخ دي، چې همدا مسئله د دواړو لوریو ترمنځ د ستونزو بنسټیز ټکي جوړوي. د پاکستان "یوه بام او څو هواګانو سیاست" په افغانستان کې د جګړې د دوام بنسټیزه سرچنینه ده. که پاکستان خپله دا ادعا په یوه لاس او متمرکز سیاست پلې او عملي نه کړي، چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او سولې او ټیکاو ټینګښت پلوي دي؛ د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو د ښه والي او باور فضا رامنځته کولو په برخه کې به د افغانستان ټولې هڅې بې نتیجې وي، ځکه دا له امکانه لرې خبره ده، چې افغان چارواکي په یوه وخت له یوې خوا په افغانستان کې د پاکستان سولې غوښتونکي او له بل لوري ددغه هېواد جګړه غوښتونکي غږ ته مثبت ځواب ووايي؛ چي په حقیقت کې له یوې حنجرې راوځي.
پوښتنه داده، په داسې حال کې چې د پاکستان کورني او بهرني سیاست ټاکونکي او تنظیموونکي مطرح او اغېرمن بنسټونه او مراجع د افغانستان له ولسمشر سره په افغانستان کې د سولې او ټیکاو په راوستلو کې زغرده ژمنې کوي، ورسره جوخت د پاکستان مطرح سیاستوال (مولانا صیب)، چې په افغانسان کې د ځانمرګو بریدونو په ګډون په ډېرو تخریبي لاسوهنو تورن دی؛ ولې او په کوم هدف په افغانستان کې جګړه جایزه ګڼي او په دې توګه اسلامپال ځواکونه په افغانستان کې جګړې ته هڅوي؟
ډېری شننونکې دا پوښتنه مطرح کوي، چې ولې د پاکستان حکومت د مولانا فضل الرحمن د دغو څرګندونو په اړه هیڅ ډول غبرګون نه دی ښودلی. دوی وايي، که پاکستان حکومت د خپلو کورنیو او بهرنیو سیاستونو او دریځونو پر وړاندې د بغاوت او سرغړاوي په تور ښاغلي مولانا د قانون منګولو ته نه شي سپارلی، نو لږ تر لږه د یوې اعلامیې بر خپرولو یا کوم بل ډول د ښاغلي مولانا د دا ډول ناقانونه کړنو پر وړاندې یو دریځ خو خپلولی شي. دلته دی، چې ډېری شننونکي بیا په دې اند دي، چې د مولانا فضل الرحمن دا څرګندونې به د پاکستان استخباراتي سازمان له سرچیې رابهېدلې وي او د پاکستان د استخباراتو غږ به د ښاغلي مولانا فضل الرحمن له حنجرې راوتلی وي، ځکه دوی په دې اند دي، چې په پاکستان کې د حکومت ضد هیڅ معلوم ګوند، سازمان، ټولنه، ډله او اشخاص د دغه هېواد د استخباراتي سازمان له مشورې او تفاهم پرته دداسې غږونو پورته کولو او داسې فعالیتونو ترسره کولو وس او جرآت نه لري، له بل لوري دوی وايي، د پاکستان سیاسي ګوندونه د هغه هېواد په اصطلاح د ملي ګټو په برخه کې سره همغږي او متحد دي.
ددغو ټولو مسائلو په پام کې نیولو دې پایلې ته رسېږو، دا چې په افغانستان کې جګړه ییز او کړکېچن وضعیت د پاکستان له بېلابېلو سرچنیو خړوبېږي؛ نو تر هغه مهاله چې پاکستان حکومت د نړیوال فشار او نورو لاملونو پر بنسټ په افغانستان کې له راز راز لاسوهنو لاس وانخلي او په رښتینې توګه په افغانسان کې د سولې او ټیکاو راوستلو په برخه کې رښتینې عملي کړنې ترلاس لاندې ونه نیسي او عملي یې نه کړي او له بل لوري تر څو پورې چې په دې برخه کې په پاکستان کې د سیاسي ګوندونو، نورو ذیدخلو سازمانونو، کړیو او ډلو فعالیتونه او اهداف سره همغږي نه شي او تر څو پورې چې پاکستان حکومت په رښتینې توګه د افغانستان په چارو کې له خپلې خاورې هر ډول لاسوهنې او ورانکارو کړنو مخنیوی تصمین نه کړي، د افغانستان کړکېچ به هیڅکله هم پای ونه مومي.