د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سلفي ځوان

روح الامین (حسن) 16.11.2014 14:01

په صف کې یې ترڅنګ ولاړ كس چې اوږده ږیره، ښریلې بریت ، سرتور سر ، لاسونه پرسینه او ارت ولاړ وو. د فاتحې د سورت د بشپړیدو وروسته یې )آمین(هم ښه د زړه په زوره په لوړ غږ وويل   .د لمونځ د ختمیدو وروسته یې مخ لومړی د ښي لورې ځوان او بیا د کیڼ لورې بوډا ته ور واړاوه د نورو خلکو د پام د را اړولو په موخه یې وویل: ستاسې لمونځ ونشو ...!! ځکه تنګ ولاړ وئ ، )آمین بالجهر(  مو ونکړ ، او لاسونه مو په  سینه نه وو ایښي.
 ددي ځوان دا خبره نه وه سم د ټوپک ډز وو! ټول خلک ترې راتاو شول د څنګ بوډا ورته وویل:
ځوانه 52 کاله د مخه مې لمونځ د خپل ملا دادا څخه زده کړی او تر دې دمه یې په هماغه ترتیب کوم ، تر اوسه خوهيڅ چا هم راته ونه ویل چې لمونځ دې غلط دی!!.. اولا د ګڼو مولوي صاحبانو سره ناسته پاسته هم لرم د ې ځوان په زغرده ورته وویل چې :52 کاله دې ټول لمونځ غلط کړی دی. صحیح لمونځ خو زما په څیر وي نه ستاسې…
 دې خبرې سره د خلکو غوصه لا هم پسې زیاته شوه د جومات مولوي ورته وویل :
 ځوانه لږ سوړ شه!.. بې ځایه حکمونه مه کوه ، بل پرې غږ وکړ:
مولوي صیب رښتیا وایي ، که چیرته ته ملا وې نو پګړۍ به دې په سر وه او یا نو سر خو به دې پټ وای.!! دا ځوان لا پسې جذباتي شو. : پګړۍ او خولۍ خو بدعت دی نبي کریم صلی الله علیه وسلم نه داسې پګړۍ او نه داسې خولۍ په سر کړې وه دا خو اوس را وتلې دي . هر شی چې څوک نوی راوباسي هغه بدعت وي ، او بدعت حرام دي ….دې خبرې سره هغه ځوان ځواب ورکړ:
 ښه بیا د ټولوستر بدعتي خو ته یې!!.. ځکه سر دې لوڅ او په ماډرن طریقه لمونځ کوې… بابا درته وویل چې ما 52 کاله پخوا لمونځ د خپل مولوي پلار څخه زده کړی ، او هغه به د خپل پلار څخه زده کړی وو نو زموږ د ټولو لمونځونه یو شان دي او ستا پکې بدل دی؟!!
دې ځوان وویل : ماډرن طریقه نده زه سلفي یم ، د سلفو طریقه عملي کوم او سلف پخوانیو ته وایي..!! د جومات د مولوي هم د صبر کاسه ډکه شوه او وې ویل:
 سلفي صیب !!! د کوم شرعي حکم په اساس ته زموږ لمونځونه باطل ګڼې؟! مهرباني وکړه موږ ته خپله خبره ثابته کړه..
 سلفي ځوان وویل:
 زه د ځان نه ، نه غږیږم ما په خپله د شیخ صیب (حفظه الله) څخه اوریدلي او شیخ صیب د ځان نه فتوی نه ورکوي هغه د قرآن او حدیثو په رڼا کې غږیږي.!
 بوډا پرې غږ کړ: شیخ څوک دی او شیخ څه ته وایي..؟ عمر مو شپیتو ته رسي د شیخ نوم مې نه د پلار او نه هم د نیکه نه آوریدلی ؤ!!! خدایږو که یې پیژنم.
سلفي ځوان ورته وویل: تاسې شیخ هم نه پیژنۍ ، ځکه خو ستاسې عقیدې خرابې دي !… شیخ: هغه غیر مقلد عالم ته وایې چې په دین کې ډیر زیات پوه وي ، د سلفي عقیدې خاوند وي د قرآن او حدیثو پیروي کوي او د همدې په رڼا کې خلک په دین پوهوي ، اضافیات نه مني ، تل د تفسیر او احادیثو په دورو کې بوخت وي!.. زموږ شیخ صیب مقلد او بدعتي ندی هغه شیخ القرآن والسنة دی!!! او زه یې په دوره تفسیر او حدیث دواړو کې شاګرد یم ، څه چې ترې اورم هغه عملي کوم!.. زه هم مخکې ستاسې په څیر وم!! په عقیده او اعمالو کې مې مشکل لاره!!... خو الحمدلله څو کاله وړاندې په لندن کې د سلفیت د عقیدې سره آشنا شوم  !!!.. اوس په وطن کې د تفسیر او احادیث د دورو برکت دی چې زه الله تعالی اصلاح او غير مقلد شوم،اوس خپله د قرآن او احادیثو په رڼا کې د دیني مسائلو حل پیدا کوم !!!خلکو ورته وویل:
 ځوانه: پدې (تقلید مقلید )او نوو خبرو دې نه پوهیږو!! د مولوي صیب په مخکې سم دلیل ووایه مولوي صیب هم ورته وویل:
  شیخ صیب :!! قرآن او حدیث خو ډیر یادوې د دې دواړو نه راته داسې یو دلیل ووایه چې ستا خبره پرې صحیح ثابته شي ، کنه نو ښه به درته نه وي!! همدا ؤ چې د سلفي ځوان په سر کې خو څه نه وو …خو سمدستي یې د جیب نه موبایل را وویست او خپل شیخ القرآن والحدیث ته يي زنګ وواهه ، خو له بده مرغه  د شیخ صیب شمیره بنده وه… نو سلفي ځوان د خلکو لخوا سم وډبول شو، خو د سلفي ځوان دسلفيت عقیده ډیره غښتلې وه او وې ویل:
 زه پدې وهلو نه یم ، مرګ ته هم تیار یم ، نبي کریم صلی الله علیه وسلم هم  د دین په خاطر د مشرکانو لخوا ډیر ځوریدلی ؤ!!.. دا د سلفي ځوان وروستی استدلال وو...!!!!