د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کابینی ځنډیدل او د خلکو نا هیلی !

سرتور ملنگ 16.11.2014 13:54

د افغنستان جمهور رئیس د لوړی له مراسمو وروسته چی د میزان د میاشتی په اومه نیټه تر سره شول افغان ولس ته په وینا کی وویل چی دی به د ۴۵ ورځو په موده کی د ملی یوالی د حکومت کابینه وټاکی او د کابینی غړی به د اهلیت او ولس ته د ښه خدمت په تعهد سره ټاکل کیږی. اوس چی د لوړی له مراسمو څخه ۴۷ ورځی تیری شوی نه تنها کابینه و نه ټاکل شوه بلکی تیره شپه د داکتر عبدالله ویاند وویل چی شاید کابینه د لندن تر غونډی پوری و نه ټاکل شی هغه د دی کار دلیل د اشرف غنی د پلویانو له خوا د هغه تړون نه منل و بلل چی د هغه له مخی به ګویا دواړه خواوی په ګده د ملی یوالی حکومت په داسی ډول جوړه وی چی هره خوا به نیمایی ونډه په کی اخلی ، په خبرونو کی دا هم وویل شول چی د دواړو خواوو د نماینده ګانو له خوا تر اوسه دیارلس غونډی شوی خو دوی کومی نتجی ته نه دی رسیدلی.
د لو مړی ځل انتخاباتو د تر سره کیدو وروسته چی د حمل په ۱۶ نیټه وشول او د هغو په نتجه کی هیڅ یوه کاندید هم د ۵۰+۱ رایی تر لاسه نګړی نو انتخابت دوهم پړاو ته و غځیدل د دوهم پړاو ټاکنی هم د جوزا د میاشتی په ۲۴ نیټه تر سره شوی ،په ټاکنو کی ډاکتر اشرف غنی په قاطع ډول بری تر لاسه کړ ولی متاسفانه د عبدالله ډلی( د اصلاحاتو او همګرایی) تیم د انتخاباتو نتجی و نه منلی او په مختلفو بهانو ئی د کمیسون غړی په تقلب تورن کړل او دولت ئی په بلوا او د موازی حکومت په جوړولو تهدید کړ حتی د عبدالله دوهم معاون محقق د افغانستان د تجزی خبری کولی او ویل ئی چی که د دوی غو ښتنی و نه منل شی دوی به افغانستان تجزیه کړی ، د نظار شورا نوروغړو او په سر کی ډاکتر عبدالله د بحران د را منخ ته کیدو خبری کولی ، ولس له سختو اندیښنو سره مخامخ شو د بلخ والی د نارنجی حرکتونو ګواشونه کول او د ملی امنیت پخوانی رئیس اود نظار د بدنامی شورا بل غړی امرا الله صالح د دولتی ادارو په زور نیول مطرح کول. په دی و خت کی نړیوالی ټولنی او په سر کی د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیری کابل ته راغی او د دواړو خواوو له مشرانو سره ئی خبری و کړی کله چی ډاکتر عبدالله په انتخاباتو کی د ده په اصطلاح د تقلبات ګسترده و مهندسی شده خبری و کړی نو فیصله وشوه چی د رایو پاڼی دی ټولی سل په سلو کی د بین المللی ټولنی په مرسته او ګډون له سره و شمیرل شی ، هر چا چی انتخبات و ګټل هغه دی رئیس جمهور شی او بایلونکی لور ی ته دی هم په دولت کی برخه ور کړل شی ، دوه کاله وروسته دی لویه جرګه را و غو شتل شی ، په اساسی قانون کی د تغیراتو له راوستو وروسته دی د صدرا عظمی پوست ایجاد شی او د انتخاباتو بایلونکی ته دی د صدراعظمی مقام ورکړ شی، د انتخاباتو رایی ټولی یوه یوه له سره و شمیرل شوه د عبدالله پلویان چی کله پوه شول چی دوی بیا هم بایلونکی دی نو د رایو د شمیرلو له بهیر سره یی یو ځل بیا پریکړون و کړ او بیا ئی همغه پخوانی بابولالی شروع کړی چی( در انتخابات تقلبات وسیع و مهاندیسی شده صورت ګرفته و برای ما قابل قبول نمی باشد) او بیا ئی په تهدیدونو پیل و کړ. د انتخاباتو کمسیون مجبور شو د اشرف غنی ټیم هم د رایو د شمیرلو له بهیر څخه و باسی ، د رایو شمیرنه د بهرنیو متخصیصینو په مرسته دوام و موند ، په نتجه کی ډاکتر اشرف غنی د رایو ګټونکی شو ولی ډاکتر عبدالله د پخوا پشان د زور او تهدید خبری کولی خو د جهانی فشارونو په مرسته عبدالله دی ته مجبور شو چی د اشرف غنی بریالیتوب و منی ولی د هغه سره په څنګ کی ئی خپل شرایط په خارجی کړیو باندی و منل، هغه وویل چی په دی شرط د انتخاباتو پایلی او یا د اشرف غنی ریاست جمهور منی چی د انتخاباتو نتجی اعلان نشی او د هغه ټیم ته په ټولو پوستونو کی نیمای و نډه ور کړل شی د جان کیری په دوهم ځلی راتګ سره د دواړو خواوو تر منځ دملی یوالی د حکومت د را منځ ته کیدو په نامه یوه موافقتنامه امضا شوه چی اوس هر لوری د دی موافقتنامی د جزیاتو څخه بیل بیل تعبیر کوی د ډاکتر عبدالله ډله چی د زور او تهدید په اساس ئی د انتخاباتو پایلی و نه منلی او هغه ئی د نړی په سطه رسوا کړی اوس وائی چی باید د دولت ټول نیمایی پوستونه که لوی دی او که واړه دوی ته ورکړل شی ولی دا کار د اشرف غنی لپاره ډیر مشګل ده دلته بیا همغه د زور خبره ده عبدالله وائی یا به د دوی خبره منل کیږی او نیمایی پوستونه به دوی ته ورکول کیږی اویا دوی بیا له حکومته وځی او په حکومت کی ونډه نه اخلی او په دی ترتیب دوی بیا اشرف غنی تهدیدوی.
زه دلته د ملی یوالی د حکومت په ترکیب او ډول خبری نکوم چی د ملی یوالی حکومت څرنګه وی خو د عبدالله له نظره د ملی یوالی حکومت هغه ده چی باید د دولت په ټولو ارګانونو کی د نظر شورا او د محقق ډلی ته پوره نیمای برخه ورکړل شی او دا چی عبدالله په دغو پوستونو کی څوک مقرره وی د هغه کار ده ، اشرف غنی باید خپل نیمایی نفر مقررکړی او که د دوی خبره و نه منل شی نو دوی به د حکومت څخه ووځی .
اصلاٌ د دی حکومت بنسټ کوږ کیښودل شو او بهرنیو مداخلو یا قصداٌ او یا د عبدالله د تهدید له ویری غلطه فارمولا رامنځ ته کړه آیا په یوه کوم بل ملک هم داسی کار شوی ده؟ د اشرف غنی رایی تر عبدالله تقریباٌ ۱۲٪ زیاتی وی هغه هم په داسی حال کی چی هره رایه دوه دری ځلی چیک شوی ده. که د عبدالله د زور خبره نه وی نو ولی باید نیمای پوستونه عبدالله ته ورکړل شی ؟ بیا راځو دی ته چی که فرض کړو عبدالله د افغانستان صدر اعظم وی لکه چی موږ پخوا هم صدراعظمان درلودل ، نو صدراعظم یوازی د کابینی غړی د قانون سره سم رئیس جمهور ته پیشنهادوی او دا بیا د رئیس جمهور کار ده چی هغه قبلوی او که ردوی. مګرم دلته عبدالله فقط غواړی لکه د انتخاباتو د نتجوپشان د زور له لاری خپله غوښتنه په اشرف غنی و منی، متاسفانه لکه مخکی چی وویل شول د دی حکومت بنسټ خراب کیښودل شو او زما په نظر د دی حکومت د ګډ کار کولو او یا ولس ته د ښه خدمت کولو امکانات د عبدالله په وجود کی ډیر کم دی د نظار شورا غواړی د اشرف غنی څخه هم همداسی ګټه پورته کړی لکه د کرزی څخه او اشرف غنی هم د کرزی پشان بد نام کړی.که د کرزی له حکومت نه تیر شو په افغانستان کی پخوا هم دوه ځله داسی ګډ حکومتونه جوړی شوی چی ډیر ژر له زوال سره مخامخ شوی دی البته په تیرو دوو حکومتونو کی د ګډ کارکولو امکانات له اوسنی حکومت نه څو چنده زیات وو ولی دوام ئی و نکړ. لمړی ګډ حکومت د حزب د یموکراتیک خلق وو چی د خلق او پرچم له دوو جناحو څخه جوړ شوی وو په داسی حال کی چی تره کی( د خلق جناح مشر) او کارمل( پرچم جناح مشر) دواړه کمونیستان وو او دواړو یوه ایډیالوژی درلوده او دواړه د مسکو له خوا حمایه کیدل ولی د دوی ګډ حکومت تر دریو میاشتو زیات دوام ونکړ دوهم ځلی د حزب اسلامی ( ګلبدین د حزب مشر) او جمیعت (ربانی د جیعت مشر) تر منځ ګډ حکومت وو چی دواړو ډلو د اخوان المسلمین تګلاره تعقیبوله او دواړه په پاکستان کی د پوځی جنرالانو تر نظر لاندی جوړی شوی وو ولی د دوی ګډ حکومت د اوس پشان د جمهور رئیس او صدراعظم د اختلافاتو او دقدرت په سر د ویش له کبله حتی یوه میاشت هم دوام و نکړ او د دوی د جاه طلبی او لویی غوښتنی په نتجه کی د کابل ښار په کنډواله بدل شو او د کابل ښار ۶۵۰۰۰ بیګناه انسانان ووژل شول په همغه و خت کی هم د نظار د بد نامی شورا ډلګی وه چی د قدرت په سر ئی له نورو تنظیمونو سره په جګړه لاس پوری کړ او عبدالله د نظار د رهبری شورا غړی وو.
پورتنیو اندیښنو ته په کتو سره او په خاص ډول د ډاکتر عبدالله دنیمای پوستونو غوښتنی ،ګرانه ده چی دا حکومت په ګډه سره کا ر وکړای شی اویا د پښتو هغه متل چی وای ګرانه ده چی دا وړی شیړی شی.

په درنښت
۲۴ عقرب ۱۳۹۳